ولی محمد نورزی

 

 

اختر راغلی

 

د افغان  کورته  چه نن بیا  ښکلی  اختر راغلی

په  خپل موسم کی  ځکه  بیا ښه   بختورراغلی

 

په لوړ  ږغ ناری   وهي د خو شا لیو  ډ ک دی

د هر   چا  کور  ته میلمه  په سمه او غر راغلی

 

اختر  خو هلته  بختور وی  چه جګړی بندی شي

د سولی   هیلی چه   را وړی بیا هغه نظر راغلی

 

افغانه  ویښ  سه، نوره پریږده  دا بد بخته جګړه

په چل او فریب  ګوره دښمن  په لر او بر  راغلی

 

د ویراو غم ناری وهی، نن په سرو سترګو ژاړی

افغان وطن ته چه نا څا په د لښکرو دا خبر راغلی

 

دخپل هیواد اوخپلو خلکو،نیک مرغی غواړو مونږ

افغان ولس ته که ریښتیا د سولی یو تود  لمرراغلی

 

د فر یادو نا ری وهم که  می څوک ږغ واوری بیا

د نورزی   خیا ل ځکه  په سوچ  او تصور راغلی

 

ولی محمد نورزی

 

 


بالا
 
بازگشت