دخدای بخښلي ارواښاد امان الله سیلاب ساپی د ادبي اوفرهنګي شخصیت ارزونه             

 

 

 

     

د ښي نه کيڼ خوا ته ښاغلی قاضي عزيز الرحمان ممنون ، ارواښادسېلاب ساپی او د
     افغانستان وتلی کمپوزر ارواښاد محمد دين زاخيل

 

زموږ په ادب پاله ټولنه کې ډیر ادبي ستوري ځلیدلي دي، چې نه یوازې زموږ خلک د دوی دخوږ کلام نه برخمند دي، بلکې د دوی ادبي او فرهنګي مقام او شهرت په نورو ټولنو کې هم د نامتو لیکوالانو او ادب پوهانو له خوا ستایل شوې دي . یو له دغو متبارزومتفکرینو،نوښتګرو اووتلوشخصیتونوڅخه خدای بخښلې ارواښادامان الله سیلاب ساپی دی . دی یو دروند، نامتواو د لوړواوسپیڅلواوپاکوصفاتوخاوندشاعر و.   

سیلاب صاحب په خپلو شعرونو کې زموږ دافغاني ټولنې او ولسونو غوښتنې او ناخوالې په ډیر عالي او انساني تفکراتواو سپیڅلواو پاکو احساساتواو عواطفو بیان کړې دي .ده په دی لاره کې ډیرې ستونزې،لوړې ژورې، ستومانتیاوي، ناخوالې، خوږې او ترخې لیدلې دي، خو ده دعلم ،ادب اوفرهنګ او دخپل علمي، ادبي اوفرهنګي شخصیت لپاره هر اړخیزه مبارزه کړې ده، همدا وجه ده چې دده ادبي او فرهنګي څیره د ستاینې او پام لرنې وړ ده.  

کله چې ما دسیلاب صاحب دشعرونوټولګه چې (ستا دسترګوبلا واخلم )نومیږي ولوسته، نو په رښتیا سره چې دده په زړه پوري شعرونه یوځانګړې موسیقیت لري، او دده ادبي اوفرهنګي شخصیت د شعر ویلو په ډګر کې یو ځانګړې مقام لري .     

ما دده دشخصي ژوند، ادبي اوفرهنګي شخصیت په هکله په خپله وروستې لیکنه کې یو څه توضیخات او تشریحات ورکړي وو، خو زه ضرور ګڼم دښاغلي نصرالله حافظ یوڅوخبرې چې دارواښادسیلاب صاحب په رنګین اوسندریز شعرونولیکل شوي دي تاسو ته وړاندې کړم .نصرالله حافظ زموږ د هیواد یوتکړه، وتلې، نامتواوخوږ ژبې شاعر دی،دی دسیلاب صاحب ډیر نږدې ملګری و،د تاسو پام دده لیکنې ته راګرځوم .

 

                             ..................  زه د ۱۳۵۲کال خبره کوم د پیښور پوهنتون په دغه کال دخوشحال خان  خټک په یاد یو سیمینار جوړ کړی و. اودافغانستان څو تنه ادیبان اوشاعرانو ته یي بلنه ورکړې وه چې په دغه غونډه کې ګډون وکړي . په دغه وخت کې سردار محمدداود دافغانستان جمهور ریس کله چې دهغه وخت د اطلاعاتواو کلتوروزیر ډاکټر نوین ورته دغه بلنه حضور ته وړاندې کړې وه نو په خپل قلم یې دسیلاب صاحب او زما نوم په نښه کړی و. او نور یې هدایت ورکړی وچې تاسو په خپلو هر څوک مناسب ګنی هغسی وکړی چې بیا ډاکټر نوین راډیو ته ورغی چې په دغه وخت کې سیلاب صاحب او ما په راډیو کې کار کاوه او دوه تنه نور یې محترم غلام غوث خیبري اوغلام محی الدین ایوبي کندهاري چې په هغه وخت کې یې چې د پکتیا ورځپاڼه وړانګه چلوله غوره کړل . دپوهنتون د محصلینودا غوښتنه هم وه چې موږ دې څو تنه هنرمندان هم له ځان سره بوځوچې په دغه هنرمندانو کې استاد اولمیر هم شامل و. کله چې پیښور ته ورسیدو کیسه ډیره اوږده ده خو زه به یې رالنډه کړم او داستاد هنر او سندرویو نکل به وکړم . کله چې د موسیقۍ وار شو او استاد ارمونیې ته کښیناست نو دغه مشهور سروکی یې زمزه کړ .  

مستې منګی بر وړی دی                                                                                     

زړه مې دلبر وړی دی                                                                                         

عالمه لار نیسی ډیر یې په هنر وړی دی                                                                

 

نو دغې سندرې په تالار کې په موجوده خلکو دومره اغیزه وکړه چې نارینه او ښځې ودریدې . او تر هغه پوریې یې ورته لاسونه پړکول چې تر څو سندره خلاصه شوې نه وه او بیا ورته دفرمایشونو کړۍ راروانه شوه چې : ستا دسترګو بلا واخلم یې دوهمه سندره وه ماته او زما ملګرو ته هغه وخت د استاد اولمیر د هنر زور اوقوت څرګند شواو په خپل ټول وجود مې د هغه دهنر احساس وکړ . په دغه سیمینار کې یوه مشاعره هم وه چې محترم سیلاب صاحب او ما په کې برخه واخسته . او دهنرمندانو په ډله کې  استاد زاخیل او سپین بادام هم وو. 

سیلاب صاحب د شعر او شاعرۍ په هر صنف کې خپله سرشاره اوښیرازه طبع ازمایلې ده . چې په پوره بریالي توب ورڅخه وتلی دی . خوپه غریزه خوله کې یې خپل شعر دکمال درجې ته رسولی . سیلاب صاحب ته به ما کله کله ویل : سیلاب صاحب ته خپل شعرونه څنګه دموسیقۍ اوټنګ ټکور په چوکات کې جوړوې؟  سیلاب صاحب راته وویل : حافظ! زما دا پزه (پوزه) چې ده دا لکه  دقوقنوس مښوکه داسې ده . وایي چې  دقوقنوس مارغه په مښوکه کې ډیر سوري دي او له هر سوري څخه بیل، بیل ښکلي غږونه او انګازې راوځي . ځکه ورته دموسیقار لقب ورکړ شوی دی . کله چې زه دکوم سندریز شعر دجوړولوپه فکر کې شم نودپوزې څخه مې همداسې آوازونه راوځي او چې کوم غږ راته ښه ښکاره شي په همغه سر او تال شعر جوړوم . یو وخت ما دمنګي یو ساده غزل ویلی و چې فکر کوم د شمشاد له هسکې څوکې او یا ستا دچم دګلونو په مجموعوکې چاپ شوی دی اوهغه داسې : 

 

 چې مازدیګر اوبوته  ځي وړه غړۍ دار منګی                                               

چې دی معلوم اوسي د نجونوپه کتار منګی                                                  

   دغه منځی غزل څو بیته لري خو بل بند یې داسې دی :                                                                    

  

  خدای زده چې کومه یوه نجلی به ژړیدلي وي پرې                                             

زه چې راتلم ټوټې، ټوټې پروت و په لار منګی                                                 

 خپل داغزل مې سیلاب صاحب ته ولوست د هغه ډیر خوښ شو. او دستي یې نوروشاعرانو ته وویل : چې دغه مشاعره مودهغه وخت د هیواد په ورځپاڼه کې خپره کړه او ګڼو شاعرانو په کې برخه واخسته دسیلاب صاحب د منګي دغزل لومړی بیت یامطلع داسې ده :  

تاچې راپورته کړوپه ناز او افتخار منګی                                                    

ډیر بختور دی چې وریت شوی په انګار منګی                                            

بله دشریکې دنیا کیسه ده : ښاغلی ډاکټر زیار، سیلاب صاحب، محمدجان فنا، خلیل زی ممنون اوحافظ په خپلو کې سره داسې فیصله وکړه چې راشی یو ادبي اوشعري شریکه دنیا به جوړه کړو. په داسې توګه چې یو شاعر به دیوې غزلې مطلع جوړوي اوبیا به یې نورو ملګرو شاعرانو ته ورکوي . او په ټاکلي ورځ به یې ورڅخه اخلي . موږ دغه کار وکړ. او دهیواد د ورځپاڼې  سره مو خبری وکړی هغوی په ورین تندی خپل چمتوالی وښود او شریکه دنیا به په هفته کې یو ځل د هیواد په اخبار کې خپریدله . چې ګن شمیر شاعرانو په کې برخه واخسته .چې نژدی یو کال دغه شریکه دنیا ودانه وه . او بیا ورانه شوه .  

وایه په لاس کې دې د چا نښه ده                                                                 

دا دمجنون که دلیلا نښه ده                                                                        

    دښاغلی سیلاب صاحب ټول شعرونه ، ترانې او نظمونه ښکلی او په شاعرانه تلازماتوبرابر دي . خو دغزلو ځنی بیتونه یې لوستونکي او اوریدونکي په شور اومستۍ راولي لکه دیوه غزل دغه بیت :  

دسیلاب زیری یارته یوسه دا خبر پری وکړه                                                

رنګین شعرونه ستا دعشق دزمانې جوړوی                                               

رښتیا چې سیلاب صاحب په خپله وعده وفا وکړه او دعشق دزمانې ډیر ښکلی او رنګین شعرونه یې وویل او کتابونه یې پری ډک کړل .په دغه مجموعه کې یې دسترګو اوشونډو په غزل کې یو ابتکاري او نوی رنګ پروت دی :  

څومره چې دی سترګی د زړو ښکار کوي                                                            

شونډی دی موسکا کې ابتکار کوي                                                                  

چې بل ښکلی بند یې داسې جوړ شوی دی :                                                                                                  

خیر دی که دی سترګی کوږ نظر لري                                                                  

شونډی دی ستونوکې تکرار کوي                                                                    

لنډه دا چې سیلاب صاحب خاص لوی خدای د شعر ویلولپاره پیداکړی و. خو د دی په څنګ کې یې ډیر خوږ او روان نثر هم لیکه چې زیاتې مقالې او تحقیقي مضامین یې دهیواد په مطبوعاتوکې خپاره شوي دي . او همدارنګه یې څو لنډې افسانې هم لیکلي.  اوترجمې یې هم کړي دي . چې په زیاتو برخو یې د شعر رنګ غلبه کړې ده که چیرته دسیلاب صاحب ټول اشعار راغونډ شي .نو په یقین سره دا ویلی شم چې یو په زړه پورې کلیات به د شعري کیفیت سره ورنه جوړ شي . او زموږ په معاصرو ادبیاتو کې به یوه د قدر وړه اضافه وشي چې زموږ ملي ادب به پرې شته من وي . 

د سیلاب صاحب د علم، ادب، اخلاقو، خوی خصلت اوکړو وړو په باب باید ډیر څه وویل شي . دسیلاب صاحب په برخه کې زما سره دلیکلو دومره څه شته چې په دغو څو پاڼو کې به ځای نه شي . زه باید په لنډه توګه د سیلاب صاحب دعلمي، اجتماعي او ادبي شخصیت په برخه کې دومره عرض کړم، چې سیلاب صاحب ډیر رښتینی مسلمان اوپه وطن مین سړی و. په خپلو دوستانو یې ډیره مهرباني کوله ، په دیره او حجره کې یې لس پنځلس کټه پراته وو.اوپراخه ټنډه یې میلمنو ته هر کلی وایه .........................          

 

په رښتیا چې  دسیلاب صاحب ادبي اوفرهنګي شخصیت د پښتو ادب په تاریخ کې روښانه ، نه هیریدونکې او نه ورکیدونکې دی .                                                                                       

دلوی خدای څخه ده  ته جنتونه غواړم . اروا دې ښاده وي                                 

په درناوي : انجنیر عبدالقادر مسعود                                                   

    

په پای کې دتاسو پام د سیلاب صاحب یو شمیر شعرونو ته راګرځوم :                              

 

شونډې او سترګې      

څومره چې دی سترګی د زړو ښکار کوی

شونډی دی مسکا کې ابتکار کوی

سترګې که دی وړي نظر دسترګونو

شونډی دی د وصل انتظار کوی

خیر دی که دی سترګی کوږ نظر لري

شونډی دی ستونو کې تکرار کوي

سترګی که بی شماره شهیدان لري

شونډی دی د سرو کنډولوکار کوي

ستا ګستاخی سترګی که منکرې شوی

شونډی دسیلاب په عشق اقرار کوي

 

د اشنا سلامخانی له ځم

مه می ستنوه زاهده پریده میخانې له ځم

زړه کې می ارزو ده یو ځل دغه کارخانې له ځم

اوښکی بدرګه شوی د ارزو د قافلی سره

ګڼو ولولو کی د اشنا سلامخانی له ځم

نه یمه زاهد د کعبی نه د بتخانی عابد

چیرته چې وی ستا حکایت هغه ترانې له ځم

دي دنګو ماڼیونه جفا جفا ناری اورم

نور به د وفا په امید شاړې ویرانې له ځم

نه غواړمه دا چې پنجره ماته زه تری خلاص شمه

خوښ یم دپنجرو سره دمینی پیمانې له ځم

دا ټولی کرواړی چې منلی دی سیلابه ما!

دا به می تقدیر وی چې د دام لاندې دانې له ځم

 

قلمه!          

قلمه! ښکل به دی کم نوم دجانان ولیکه

بیا مرور اشناته لعل ومرجان ولیکه

قلمه! جار به دی شم ګوری نثار به دی شم

دخندا ډکه جوپه د ناز کاروان ولیکه

ولیکه غم داشنا ټول زیات وکم داشنا

که زما لیکی ورته څیری ګریوان ولیکه

وریځې کږی ولیکه سترګی خوږی ولیکه

عنبری زلفی د یار دعطروکان ولیکه

قلمه! ښکل به دی کم دیار کاکل به دی کم

اختیار کل به دی کم داغ دهجران ولیکه

رشوت خیانت چاپلوسی له تانه نه غواړم

ماته دښکلو دنیا کوکۍ خندان ولیکه

خلک به ستا ای په تا لوړی ماڼۍ قصرونه

ماته د مینی کیږدۍ ښکلی جهان ولیکه

د ډالرپونداو ریال حساب په تا نه کوم

ماته دپاکی مینی سوی رومان ولیکه

سیلابه! یار که غواړی د زړه بهار که غواړی

پام! تنداوتیز مه وایه جان او قربان ولیکه

 

دیار دربارته

ندی عاشق ندی چې په مینه کې رسوا نشي

ندی مجنون ندی قربانی چه له  لیلا نشي

تش کالبود به ګرځي چې زخمی شی په خنجر دعشق

هیڅ علاج د دی زخم په دم او په دوا نشي

عشق چې سیځلی وی نو جوړ به تر هغی نشي

څو پوری قسم دی چی دیار سره همراه نشي

خدایږو امیران شود عشق درد کې غلامان دیار

نشته وصال نشته څو دیار د درد ګدا نشي

لاړ شه فریادی دیار دربار ته دی (سیلابه)ته

جوړ به نشی  دمرض نه څو دی یار پخلا نشي

 

پیغامونه

ای ناصحه ستا وعظونه دی عبث

ماته ستا نصیحتونه دی عبث

غیر له میو غیر له چنګ او ترانی نه

نور فصلونه نور پندونه دی عبث

غیر له مینی غیر له عشقه محبته

نور غمونه نور دردونه دی عبث

غیر له وصل غیر له نازاونزاکته

نور خوندونه نور کارونه دی عبث

غیر له شونډوغیر له زلفوخط وخاله

نورسیلونه شربتونه دی عبث

غیر له یاره له نګاره ای ریباره

داستا زیري پیغامونه دی عبث

که بیرون له حقیقته وی (سیلابه)

په مجاز کې دې خیالونه دی عبث

 

سپین مړوند

چې ښکاره دی سپین مړوندشو سپین رخسار

په زړګی می د غم راغی دندو کار

په دنیا کې د عشق رنځ دی لا علاجه

نه رغیږی بی وصاله دا پرهار

د وصال دارو ملهم راته بخشش کړه

 ای نګاره که می غواړی جوړتیار

که رښتینی یار دیار سره یاري کړی

څه حاجت لری ریبار ته یار دیار

عاشقان معشوقی  هیڅ ملامت نه دی

ازلی دی دا ټولی په غم دوچار

خدای لپاره په لیمومی قدم کیږده

زه (سیلاب)یم ستا راتلو ته انتظار

 

دمینی چمچمار   

دمینی ننداروته نندارو سره راځه

دعشق میخانی ته په نخرو سره راځه

سری شونډی سری منګولی سوردی ټیک دی په تندی

راځه په شرنګ وپرنګ له سپینو سرو سره راځه

وړی وړی سلګۍ می ورانوی هردم خولګۍ

ریباره که راځی له  پریرو سره راځه

دهجر خزان سوی باغچه وصل کړه ګلزار

بلبله که راځی له نغاروسره راځه

(سیلاب) په زړه کړم کړمه دمینی چمچمار

جانانه پاړوګره منترو سره راځه

 

ډکې پیمانې 

چې قلم واخلي ښې رنګینې ترانې جوړوي

دیار لپاره په مثال کې افسانې جوړوي

خلک که ځانته جوړوي ماڼۍ راحت لپاره

عاشق دمینې منارو کې میخانې جوړوي

چې شي دمینې په ګلزار ګډعاشقان معشوقې

بیا د وصال له زرو ډکې پیمانې جوړوي

دحقیقت طرفدارانوتماشې له راشی

مجنون لیلا، فرهاد شیرینه یارانې جوړوي

د (سیلاب) زیری یار له یوسه دا خبر پرې وکړه

رنګین شعرونه ستا د عشق دزمانې جوړوي

 

ساقي ته

راشه ساقی یو ځلی ډک دمیو جام راکړه

خمار دعشق نیشه جذبه د انتقام راکړه

خدایږو دنیا نه یم مایوس سترګی می تاته اوړي

نسیمه پریږده تغافل  نوی پیغام راکړه

څو به خوږمن په زړه دردمنداو لوغړن ګرځمه

مطربه راشه د خوښی نوی الهام راکړه

ناصحه ته افلاطونی درسونه ځانته وایه

ماته دخیال په نندارتون کې ګل اندام راکړه

چې حوصلی مي فیصلی دمشکلاتو وکړي

ماته په دغه سلسله کې لوړ مقام راکړه

چې پړاوونه کړاوونه راته یو قدم شی

داسي نظر داسي وزر د عشق په نام راکړه

یا می زر پورته کړه له خاورو د خودی معراج ته

یا می کړه شمار په لیونو کې نوم د سرسام راکړه

په کار می ندی سره او سپین ماڼی بنګلی نه غواړم

لیونی مینه دمجنون او د بهرام راکړه

یا می په برخه کامیابی کړه چې ښادی وګورم

یا خودی ژوند دناکامی لره انجام راکړه

چې د پتنګ غوندی لوګې شم په طواف د اشنا

خدایه (سیلاب) ته زر قدرت د دی احرام راکړه

 

دسترګوعکاسي

دسترګو په کمرو کې عکاسي مزه لري

عاشق سره عزمونه اساسي مزه لري

مین د خوبرویانوننواتو کې ګرم ندی

اشنا ته سلامونه دوه لاسي مزه لري

دوصل په قحطۍ دی مایوس نشي عاشقان

قسم دی یارانه کې بې وسي مزه لري

په بل ګل او سنبل کې هغه خوند کله لیده شي

اوربل کې چې ګلونه عباسي مزه لري

(سیلابه) چې دفتر دمحبت کړی څومره چاڼ

ویشتل دغماز تل په فرانسي مزه لري

دهجر رساله

ساقی بیادې به منګول ډکه پیاله ده

که زما لپاره بله حواله ده

په پالنګ می داشنا دځوانۍ خوب دی

که ګلزار کې په ټوپونوغزاله ده

پریشاني راته پریشانو زلفو راکړه

سلسله دتورو زلفو کشاله ده

زما  زړه  دبیلتانه له غمه شین شو

اشنا کړي دخوبونوقباله ده

انتظار کې مې د خیال سترګی کږې شوې

د هوس لاس کې د هجر رساله ده

عاقبت به یی دبیلتون چپې چپه کړي

 چې دعشق په سمندر کې دې جاله ده

چاچې زړه د مهرویانو چنګ ته ورکه

بس د هغه خلکو مینه کنډواله ده

اي سیلابه! د همت واګی دې ټینګ کړه

غمازانو جوړه کړی بنګاله ده

میخانه

چې په زړه می دعشق نار شو راشریک

خاص جنون می په افکار شو راشریک

زړه می وچاوده له ډیری وسوسی نه

چې اغیار می په دیار شو را شریک

تخیل کی می رنګینی افسانی وی

چې د غم په شپه سحار شو راشریک

دستی مست او لیونی شومه عالمه

دوصال په شپه چی یار شو را شریک

زه دمینی په زانګو کی پروت نیشه وم

په خندا خندا نګار شو راشریک

زه ویده وم دمستانو میخانه کی

 چې دلبر می مست خمار شو راشریک

دوصال بازار می واړه معطر شو

چې دزلفو پری یو تار شو راشریک

تصور پوړۍ می واړه زر زری شوی

چې کوم دم نازک رفتار شو راشریک

دزړه باغ باندی می نوی بهار راغی

په ګلزار د زړه  مالیار شو راشریک

خاوره بوټی که غوټۍ نیالګی زرغون شو

چې پری یار شرین ګفتار شو راشریک

(سیلاب) وایی نوی روح راکی پیدا شوه

چې اشنا می په سینګار شو راشریک

 

ثبات

ناصحه دا دمینی زلزلی مه تخڼوه

زما د ارزوګانو قافلی مه تخڼوه

بی میو می  قسم دی هر ویښته نیشه نیشه دی

ساقی زما په مخ کی سری پیالی مه تخڼوه

بیګاه می کرۍ شپه ناصح ته ډیر ډیر وږړل

ګوګل کی می دا پټی غلبلې مه تخڼوه

په یو ټکر به وران کاندی دا لروبر جهان

اشنا د تورو زلفو سلسلې مه تخڼوه

دفتر دمحبت کی کار دعقل وعلم څه دی

پاڅیږه افلاطونه ولولې مه تخڼوه

کامیاب به دی په هر مطلب ثبات کاندی (سیلابه)

د هر مشکل په لار کی حوصلې مه تخڼوه

 

ډیوه خاندی

بی وصاله زما بله سودا نشته

بی له یاره زما خوب وخندا نشته

حکیمان فیلسوفان ټول راته وایی

بی نګاره درته دم او دوا نشته

زه چې ځان بولم مجنون مجنون هر دم کی

خدایږو ستا په شان هم بله لیلا نشته

تصور او که می خوب او که می خیال دی

بی له هجره په کی بله ژړا نشته

دم په دم می غم په غم باندی زیاتیږی

داشنا راباندی نیله پروا نشته

پتنګ وسوځی ایره شی باد یی یوسی

ډیوه خاندی وایی ماله ګناه نشته

ستا په عشق کی ما منلی همه واړه

غیر له مینی ماله بله کیمیا نشته

ای (سیلابه) په امید که د وفایی

په اشنا کی دی بڅرکی وفا نشته

 

ټال

چې د شوخو سترګو خیال می زنګوی

که دتورو زلفو ټال می زنګوی

مینی دومره اثر کړی چې پوه نه یم

خودبخود که انډیوال می زنګوی

په وصال کې چې هر څنګه ځان محکم کړم

دهجرانری شمال می زنګوی

نصیحت له دی حاجت څه دی؟ ناصحه!

یو نن نه دی سروکال می زنګوی

ارادی که هر څو وتړم (سیلابه)!

تصور دخط وخال می زنګوی

 

 

په درناوي : انجنیر عبدالقادر مسعود                                                                                                             

   

 

 

 


بالا
 
بازگشت