برگــردان چند سـرود جهـانی

 

 

صبورالله سـیاه سـنگ

hajarulaswad@yahoo.com

 

 

به دیدارت آمـدم، نقش گامهـایت بود، تو نبودی

ترانه هـایت در کرانه هـای شهـر فریاد میشدند، تو نبودی

در کلبه، روسـتا و هـر گذر یک داسـتان گشت میزد

در هـر بر نامه چون مـوم فروزه هـا میدرخشیدی، تو نبودی

خداوند چهـره ات را در مردمک دیدگانم کاشــته اسـت

در نمـود هـر چکره سـرشک میدرخشیدی، تو نبودی

همـانند افســانه پریده از آغوش کودک

به برگ برگ یادواره هـا میباریدی، تو نبودی

در نهفت سینه ربابهـا آواز کاشته ای

در هـر زخمه و هـر ترنگ نواخته میشدی، تو نبودی

در بامـداد بلبلهـا چه هنگامه فشانده ای

همچو وزشی از سـرزمین گلهـا گذشتی، تو نبودی

میهن انگاره جهـانی را به یورش گرفته ای

در هـر مصراع، در هـر چکامه ام سـر میزدی، تو نبودی

 

[][]

 

خمـار مي نه مـاتېږي شرابونه بېګانه دي
ساقي راته اشنا دى خو جامـونه بېګانه دي
پښېمـانه درته نه يم بد ګومـانه راته نه سې
جنونه ته مي خپل يې ځنځيرونه بېګانه دي
سجدې ته يې د يار كوڅې ته نه يمه بللى
پردى قاصد راغلى پېغامـونه بېګانه دي
پتنګ په دې محفل كي وزر نه سي خپرولاى
لمبې پكښي سړيږي پانوسونه بېګانه دي
دې ښار كي ربابونه د سنګسار په غېږ كي غواړه
نغمې ګوتي كي ژاړي شهبازونه بېګانه دي
لښكر د غمـازانو دي له كومه رابللى
جانانه سـتا په كلي كي مي پلونه بېګانه دي
چي زمـا د لېونو چيغو جواب ورسـره نسـته
يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي
غرور مي له ناكامه تش آسمـان ته كچكول نيسي
ازل خو داسي نه و قسمتونه بېګانه دي
سـتا دم د مسيحا دى زه منكر ور باندي نه يم
طبيبه لاس دي جار سم پرهـارونه بېګانه دي
سجدې د جهـاني پر تندي مه غواړه زاهده
په دې سـركښه ښار كي محرابونه بېګانه دي

 

[][]

 

خمـارم نمیشکند، باده هـا بیگانه اند

ساقی در نگاهم آشناسـت، جامهـا بیگانه اند

پشیمـانت نیسـتم، بدگمـانم مباش

ای جنون! تو خویش منی. زنجیرهـا بیگانه اند

برای سجده به کوچه یار فراخوانده نشده ام

چاووش نا آشنا فرارسیده، پیغامهـا بیگانه اند

پروانه درین جا بال گسـتردن نتواند

زبانه هـا در آن فرو نشینند، فانوسهـا بیگانه اند

ربابهـای شهـر را در آغوش سنگسار بخواه

خنیا به انگشتان میگرید، زخمهـا بیگانه اند

از کجاهـا ارتش غمـازان را فراخوانده ای

ای نگار در روسـتای تو پلهـا بیگانه اند

این که پاسخ فریادهـای دیوانه من بر نمیگردند

یا من دگرگون شده ام یا کوههـا بیگانه اند

غرورم از ناگزیری آسمـان تهی را کشکول میگیرد

در سـرآغاز چنین نبود بهـره هـا بیگانه اند

دم تو دم مسیحاسـت، نه! رخ بر نمیتابم

دسـتانت را بنازم طبیب، مرهمهـا بیگانه اند

سجده مخواه ای پارسا از پیشانی جهـانی

درین سـرزمین سـرکش محرابهـا بیگانه اند

 

[][]

 

دا ميكده په نڅېدلو ارزي

ساقي دا جام دي په چښلو ارزي
چي لېونتوب ته عقل وتخنوي

دا زولنې په شرنګېدلو ارزي
چي زړه ته خيال د سـركو شونډو راوړي

دا شنې پيالې په تشولو ارزي
چي توروي د كوڅې كاڼي شګي

دا سوي چيغي په وهلو ارزي
چي يې كيسې د ميني تخم كري

هغه وزر په سوځېدلو ارزي
د كوه طور د لاري سـتړى نكل

جانانه سـتا په اورېدلو ارزي
سـتا له خوږو خوږو پلمـو وګرځم

وعدې دي ټولي په منلو ارزي
سـتا په جلوه د سوځېدو په اميد

ژوندون په تمه تېرولو ارزي
چي جنازه مي سـتا كوڅې ته دروړي

دا انتظار خو په كولو ارزي
مرګه ايله اوس يې په قدر پوه سوم

دا توري شپې په سپينولو ارزي
چي جهـاني د جانان غېږي ته وړي

هسي خوبونه په ليدلو ارزي

 

[][]

 

این میکده به رقصیدن می ارزد

ساقی این جام به چشیدن می ارزد

آگاهی که دیوانگی برمی انگیزد

این زولانه به ترنگیدن می ارزد

آنچه گمـان لب سـرخ به دل آورد

این پیاله هـای قرمزین به تهی شدن می ارزد

ریگ و سنگ کوچه هـا را که تیره کند

این سوخته فریاد به کشیدن می ارزد

افسانه یی که تخم مهـر همیکارد

چنان شهبال به سوزیدن می ارزد

داسـتان خسـتگی راه کوه طور

نگارا! ترا به شنیدن می ارزد

فدای بهـانه هـای ناز نازت گردم

هـر پیمـانت به پذیرفتن می ارزد

سوختن به امید جلوه تو

زندگی وینگونه به زیسـتن می ارزد

زیراک جنازه ام را از کوچه ات میبرند

این انتظار به کشیدن می ارزد

ای مرگ سـر انجام ارزشت را دانسـتم

این شبهـای تیره به سپریدن می ارزد

چون جهـانی را به آغوش دلدار میبرد

خوابی زین دسـت به دیدن می ارزد

 

[][]

 

گوره شایسـتی نجلی پشیمـانه به شی

خوله تر قیامته حوک خولگی نه بولی

دا بی انصافه دا هیرجن خریدار

پرونی شکلی ناوکی نه بولی

 

حوک یی و اوشکو ته هم نه ورگوری

هغه کتو کی چی رمزونه نه وی

حای یی د شعر په حپو کی نشته

چی د حوانی پکی مـوجونه نه وی

 

کله چی واوری د زمـان پر گوتو

دا د سیلیو په شان تیز کلونه

کله چی وغوریژی نوی حوانی

او تا ته پاتی شی خالی نکلونه

 

نور به دی اوشکی مرغلری نه وی

ناز به دی هم حوک نازولی نه شی

د تودی عیژی تودی مینی به دی

د چا اورونه سـرولای نشی

 

پر سورکی شوندو به دی ورک تبسم

زاره دردونه هیرولای نه شی

د بانو غشی به دی پح وی هلته

د خلکو زرونه به پییلای نه شی

 

پر سپینه غاره به دی توری حنی

راتاویدلای زنگیدلانی نه شی

د ناحاپی کتو یادونه به دی

د چا خوبونه ویشولای نشی

 

سـتا به هم زمـا په شان حوانی تیره شی

سـتا به هم مـا غونی مسـتی هیره شی

ته به هم یاد کی د حوانی خوبونه

په ژوندانه به دی هسـتی هیره شی

 

گوره شایسـتی نجلی پشیمـانه به شی

خوله تر قیامته حوک خولگی نه بولی

دا بی انصافه دا هیرجن خریدار

پرونی شکلی ناوکی نه بولی

 

[][]

 

هشـدار! ای دوشیزه زیبا، پشیمـان خـواهی شـد

دهـان را جاودانه غنچه نخـواهند گفت

وین خـریداران فـرامشکار داد نشـناس

زیبا روی پارینه را نازنین نخـواهند گفت

 

در نهفت نگاه هـایی که تهی از کـرشـمه باشـد

کسـی اشکهـاش را نیز نخـواهـد دید

وآنکه سـر شـار از مـوجه هـای جوانی نباشـد

در سـیلاب سـروده هـا جا نخـواهـد داشـت

 

هنگامـی که سالهـا از سـرانگشـتان تقویم

هـمچو تندبادهـا به دوردسـتهـا گـریزند

هنگامـی شگوفه زاران جوانی رونق یابند

در غرفه یاد تو نقشی مگـر از فسانه هـا نمـاند

 

سـرشکهـایت مروارید نخـواهند بود

نازت را کسـی نخـواهـد کشید

مهـر گـرم آغوش ســوزانت

زبانه هـای آتش کسـی را فـرو نخـواهـد نشـاند

 

لبخند گمشـده بر لبهـای قرمزینت

دردهـای کهن را ز یادهـا نخـواهـد زدود

پیکان مژگانت کند خـواهـد بود

دلهـای فـراوانی را شکار نخـواهـد توانسـت

 

گیسوان سـیاهت بر گـردن سپید

دگـر تابان و افتان نخـواهند شـد

یاد نگاههـای برگشـته ناگهـانت

خـوابهـای کسـی را برنخـواهـد آشفت

 

هـمـانند من جوانیت سپری خـواهـد شـد

مـاننده من شـور مسـتی را فـرامـوش خـواهی کـرد

خـوابهـای جوانی را به یاد خـواهی آورد

هسـتی در مـیان زندگی یادت خـواهـد رفت

 

[][]

 

په ژوند مي نصيب نه سوې جنازې ته دي درځم

د يار دوصل خياله هد يرې ته دي د رځم
يو تشه وعده يې دځوانۍ په بيه غواړم

سوالګرنه يم آسمـانه چي کاسي ته دي درځم
منم چي تر منزله يې سکرو ټي دي کرلي

دالار په مـاودانه ده کوڅې ته دي در ځم
يو لحظه دي مخ له رقيبانو پټو مه

لمبي خامـوشه نه سې تمـاشې ته دي درځم
داسـتا دميني اوردي چي محفل رنګينومه

پانوس رنګه بليږم بدرګې ته دي درځم

 

[][]

 

در زندگی بهـره ام نشـدی، به جنازه ات خـواهـم آمـد

ای گمـان وصال یار! به آرامگاهت خـواهـم آمـد

تنهـا وعده زبانیت را به ارز جوانی خـریدارم

ای آسمـان ! دریوزه گـرم. به خـوانت خـواهـم آمـد

مـیدانم از اینجا تا خانه ات اخگـر کاشـته اند

این راه در چشـم من آبادان اسـت، به کوچه ات خـواهـم آمـد

باور کن! دمـی رویت را از رقیبان خـواهـم پوشید

آتشهـا بالا خـواهند رفت، به تمـاشـا خـواهـم آمـد

آتش عشق تسـت که هـمـایشهـا را رنگین مـیسازد

هـمچو فانوس مـیسوزم، به بدرقه ات خـواهـم آمـد

 

[][]

 

پيالي نسکوروم دي تشومه خو دې نه
نصيبه بدلوم دي قبلومه خودي نه
تقديره زولنې دي دجانان ترکوڅې وړمه
زندانه نړوم دي تېرومه خودي نه
ازل مي لېونتوب دی له نامه سـره کرلي
ګرېوانه څيروم دي ټولومه خودي نه
دسـر سودا منمه خوچي سـر ټيټول غواړي
قاصده سـتنوم دي ورلېږمه خو دي نه
خالق مي ککرۍ سجدې ته نه دي پيدا کړي
تنديه مـاتوم دي لګومه خو دي نه
يا غي يم د فرياد د پاره نه يمه راغلي
أسمـانه کڼوم دي ژړومه خودي نه
د غره پر ژبه غواړم د شيرينې د نوم ذکر
جنونه پاروم دي ويدومه خو دي نه
زخمـونه د حبيب دي د طبيب کوڅې ته نه ځم
پر هـاره شوړوم دي رغومه خو دي نه
چې هـر محراب ته ځمه سـتا جلوه پکي بليږي
د يار د تصوير خاله هيرومه خو دي نه
چي شمېر د جهـاني د ګناهونو باندي کيږي
زاهده ړندوم دي خپلومه خو دي نه

 

[][]

 

ای پیاله! سـرنگونت مـیسازم، لیک تهی نمـیسازمت

ای سـرنوشـت! دگـرگونت مـیسازم، ولی نمـیپذیرمت

ای تقدیر! زنجیرهـایت را تا کوچه جانان مـیبرم

ای زندان! فـرو مـیریزمت، سپریت نخـواهـم کـرد

دیوانگی را از آغاز به نام من کاشـته اند

ای گـریبان! پاره مـیکنمت، نخـواهـمت دوخت

سـرم را مـیسـتانی. مـیپذیرم. ارزانیت باد!

ای پیک! نگهت خـواهـم داشـت، نمـیفـرسـتمت

خداوند سـرم را برای سجده نیافـریده اسـت

ای پیشـانی! مـیشکنمت، به زمـینت نمـینهـم

یاغی هسـتم، برای فـریاد نیامـده ام

آسمـانا! ترا خـواهـم خسـت، به گـریه ات نخـواهـم انداخت

نام شیرین را به زبان کوه گفتن خـواهـم

ای دیوانگی! تکانه ات خـواهـم شـد، بیدارت نخـواهـم کـرد

زخمهـایم از دوسـتـند، به درمـانگاه نخـواهـم رفت

ای زخم! باز مـیکاومت، تیمـارت نخـواهـم کـرد

به هـر نیایشگاه مـیروم، جلوه ات در آن هـمـیدرخشـد

ای گمـان نقشینه یار! فـرامـوشـت نخـواهـم کـرد

بر شـمـارش گناهـان جهـانی افزوده مـیشـود

ای پارسا! چشـمـانت را درخـواهـم آورد ترا از خـویش نخـواهـم کـرد

 

[][]

 

کندهـار مې د بابا په قباله دی
که پنجشير دی که واخان دی وطن زمـا دی

هـره لوېشت مې د نيکه او بابا ګور دی
په هـر ګام باندې لحد او کفن زمـا دی

هـر غاټول يې زمـا له وينو رنګ اخيسـتی
دا په وينو روزل سوی چمن زمـا دی

له نيکه راپاتې سوی په ميراث دی
دا د مشکو رباتونو ختن زمـا دی

سـرداري يې زمـا په پچه ده ختلې
له آمـو تر مسـت هلمنده مـامن زمـا دی

که تاجک دی که اوزبک دی يو افغان دی
ددې خاورې هزاره ترکمن زمـا دی

چې فکرونه د نفاق پالي په سـر کې
امتياز يې د وهلو کشتن زمـا دی

ښه يې زمـا دي، بد يې زمـا دي هـر څه زمـا دي
ددې خاورې ارغوان او زغن زمـا دی

دلته هـره تيږه کاڼی بدخشان دی
دا لالونه، غرونه غرونه دمن زمـا دی

د ازل تقسيم باغوان يم پيدا کړی
دا بهـار دا لاله زار او ګلشن زمـا دی

دا مـورچل مـورچل پکتيا او دا شېربريتي
چې فلک به کوږ ورګوري دښمن زمـا دی

که ميرويس دی که اکبر که مسجدي دی
هـره توره، هـر ميدان او تورزن زمـا دی

فتحه زمـا ده، فخر زمـا دی، جشن زمـا دی
شهيد زمـا دی د ويرژلو شيون زمـا دی

چې په زړه کې څه درتېر نسي اسمـانه
چې پرون مې د نيکونو و نن زمـا دی

 

[][]

 

قندهـار به قباله بابای من اسـت

چه پنجشیر و چه واخان سـرزمـین من اسـت

هـر بلسـت آرامگاه بابا و نیای من اسـت

در هـر گام لحد و کفن از من اسـت

چمن رنگین شـده با خـون، از من اسـت

از نیاکان برایم مـیراث مـانده اسـت

وین جایگاه مشک ختن از من اسـت

سـرداری اینجـا به قرعه مــن برآمـده اسـت

از آمـو تا هیرمند مسـت سـرزمـین من اسـت

خـواه تاجیک و خـواه ازبک، هـمه افغان اند

هزاره و ترکمن این خاک نیز از من اسـت

آنکه اندیشه هـای نفاق در سـر مـیپروراند

امتیاز زدن و کشـتنش از من اسـت

زیباش از من، زشـتش از من، هـر چیزش از من

زغن و ارغوان این خاک نیز از من اسـت

هـر سـنگ و سـنگپاره اینجا بدخشـان اسـت

وین گهـر کهسار کهسار از من اسـت

مرا باغبان تقسـیم ازل آفـریده اند

این بهـار، این لاله زار، این گلشـن از من اسـت

این سـنگـر سـنگـر پکتیای رادمردانش

که چشـم فلک در برابر شان پایین مـی افتد از من اسـت

گـر مـیرویس، وگـر اکبر یا مسجدی اسـت

هـر شـمشیر، هـر آوردگاه، هـر جنگنده از من اسـت

پیروزی ز من، افتخار ز من، جشـن ز من اسـت

شهید ز من، با مـویه هـا گـریسـتن از من اسـت

ای آسمـان برای آنکه چیزی در دلت نگـردد

آن چه دیروز از نیاکانم بود، امروز ز من اسـت

 

[][]

 

زمـا کندهـاره د زمرو وطنه

زمـا د سـر کشو پشتنو وطنه

حونه یاغی یی صدقه دی سمه

د نا فرمـانو جنگیالو وطنه

 

لکه چه بیا دی چه یرغل ته نیت دی

لکه چه بیا د غوریدو ته زره سو

لکه چه بیا دی حه په زره کی گرزی

لکه چه بیا د خوزیدو ته زره سو

سـتا د پای لوچو تر بگریو واری

سـتا د تیرو تیغونو جنگ وگرزم

سـتا د غرور حخه کاژه کتونه

سـتا قهـر وگرحم سـتا ننگ و گرحم

بیا د ملالی میوندی خرخشه

بیا تورپیکی د فرهنگ خونه سوزی

بیا د بابا د پانی پت هنگامه

بیا شاه محمـود اصفهـانونه سوزی

بیا د گرگین په کور مرگی میلمه دی

بیا د میرویس په نامه وغوریدی

بیا د اشرف د انتقام لمبه ده

بیا دی د قهـر وینی وخوزیدی

بیا دی لمن د شهیدانو دکه

بیا دی کوچنی غازی زانگو زنگوی

بیا دی په وریزی کی سیلونه گرزی

بیا دی په غیژ کی زلزلی ویشوی

 

[][]

 

ای قندهـار من، ای مهین شیران

ای مـیهن پشـتونهـای سـرکش

فدایت شـوم چقدر یاغی هسـتی

وطن جنگندگان نافـرمـان

مـانند اینکه باز هوای یورش در سـر داری

مـانند اینکه باز دلت آهنگ شگفتن کـرده اسـت

مـانند اینکه باز در دلت چیزی مـیگـردد

مـانند اینکه باز مـیخـواهی جاری شـوی

قربان دسـتار پای لچهـایت شـوم

جنگ تیغهـای برانت گـردم

نگاههـای کج مغرورانه ات

قهـرت شـوم، ننگت شـوم

باز آوازه هـای ملالی مـیوند

باز تورپیکی خانه فـرنگ را آتش مـیزند

باز هنگامه پانی پت احمـد شـاه بابا

باز شـاه محمـود اصفهـانهـا را مـیسوزاند

باز مرگ مهـمـان مـیان خانه گـرگین اسـت

باز هـم به نام مـیرویس شگفتی

باز زبانه هـای آتش انتقام اشـرف اسـت

باز خـون خشـمت به جریان افتاد

باز دامـانت پر از شهیدان

باز غازی کوچک در گهواره جنبانده مـیشـود

باز در ابرهـایت توفان مـوج مـیزند

باز از آغوشـت زلزله هـا برپا مـیشـوند

 

[][]

و سـرود برگزیده

 

دغه زمـا غيور ولس دی

دغه زمـا غيور ولس دی
دغه زمـا توپاني قام دی/ دغه توري سپيني ږيري
دا ببر ببر ﻻسونه/ دا سـرې سـرې دا غټي سـترګي
له هيبته ډک مخونه/ داله زوره ډکي مـوټي
د فوﻻدو مړوندونه/ غيرتي ډبرين زړونه
دا زيږې زيږې خبري/ دزمريو آوازونه
په سـرونو کي يې شور دی/ په سينو کي توپانونه

 

دا کږې وږې بګړۍ به/ يوه ورځ سـره غونډيږي
تريو څو جرګو راوروسـته/ د تو پان په دود خروښيږي
د کلو تږي درې به/ بيا په وينو اوبه کيږي
د غليم په بنګلوکي/ هلته بل ميوند جوړيږي

جلا ﻻ به را ژوندی کي/ داکبر په ميخانوکي
درز به واچوی سينو کي/ ډاربه وچوي په زړو کي
د جنجر عکس به يوسي/ جهـانګير ته په جامـو کي
د اورنګ شراب به ورکي/ دسـرونو په جامـو کي

 

دا تر پښو ﻻندي قبرونه/ داهير سوي لحدونه
هـر لحدئې افتخار دی/ پکې پټ دي داسـتانونه
دا تاريخ د ميړنيو/ دنيکونو يادګارونه
هـره پاڼه يې غيرت دی/ په هـر باب کي توپانونه
دا په وينو روزل سوي/ دا لاله دا سـره ګلونه
دادغرونو لوړي څوکي/ په لمنو کې لعلونه
يو دبل په غېږ اغوسـتي/ ﻻړ پرﻻړ پېيلي غرونه

 


دا وطن دعقابانو/ دا ځالۍ ده د بازانو
دا خيبر دی دا شمشاد دی/ قتل ګاه د پرنګيانو
دا سـرکښه دا مغروره/ عزرائيل د دښمنانو

هـر سيلاب يې بت شکن دی/ هـره دښته يې ميوند دی
د توپانه ډکي وريځي/ هـريو څاڅکی يې هلمند دی
هـر وړوکی يې دريا دی/ اپريدی دی که مـومند دی
پکښي غورځي دپلار وينه/ د ميرويس نيکه پيوند دی

دا ميوند ميوند دښتونه/ دا هلمند هلمند رودونه
له غيرته ډکه مېنه/ دا اټک اټک سيندونه
په څپو کي يې رزمـونه/ په هـر مـوج کي سيلابونه

دا وطن دی د زمريو/ دا هيواد به آزاديږی
دا دمسـت پښتون ولس دی/ دا په وينو کي غوريږی
په جګړه کي يې پلار مړ دی/ چې ميدان ويني مسـتيږی
هيبت پروت دی دې ﻻسو کي/ زولنی ځني بيريږي
وايي زيری دطغيان دی/ ﻻ سبا تو پاني کيږي

بيا به ګرم کي بزمـونه/ بيا به خپل کي دا دښتونه
بيا به سور دسمـال تر ملا کي/ بيا به تاو کي چنګ بريتونه
له آمـو تر اباسينه/ سـره يو به کي مـوجونه
کي به ناڅي ښکلي پېغلي/ سپيني لېچي سـره ﻻسونه
کي به ځي کاروان داوښو/ ور آزاد به وي مزلونه
کوچۍ ښکلې به ور واخلی/ تر سالو ﻻندي ګامـونه

يوه ورځ پر دغه ځمکه/ په همـدې تنګو درو کي
دآمـو مسـتو څپو کي/ داټک د سيندمـوجو کي
تر همـدغه آسمـان ﻻندي/ د همـدی خاورې دښتو کي
دبازانو له ځاليه/ د عقاب په آشيانو کي
د پړانګانو په کوروکي/ د همـدې غرونو لمن کي

دسکندر لېچي وې مـاتي/ د چنګيز پر کور ناورين ؤ
د اورنګ خنجر يې پڅ کۍ/ دبابر زړه په غمګين ؤ
د فرنګ توپ يې خامـوش کۍ/ دبابا زړه يې ﻻ شين ؤ
هـره تيږه يې پامير ؤ/ هـر لښتی يې اباسين ؤ

دغه شين آسمـان شاهد دی/ دغه سـتورو هم ليدلو
دغه لمر دغه سپوږمۍ وه/ دغه وريځو هم کتلو
د سبا د جنګ په طمع/ مـوږ دا نن ﻻ خروښيدلو
د سـرونو بازار تود ؤ/ مسـتانه باندي ورتللو

بيابه ګورئ بيا به وينئ/ پر دې مځکه قيامـونه
زندانونه به مـاتيږی/ ترې را وځي به مړونه
شخي شخي به شملې وي/ تور ببر ببر بريتونه
دملالي د ننګ چيغي/ پر دښمن باندي تاختونه
بريالي به را روان وي/ دنيزو پر سـر، سـرونه
بيا اختر به وي د فتحي/ په سـرو وينو سـره ﻻسونه
نړوي به سوځوي به/ دزاړه دښمن قصرونه
هيبتي نارې به واورئ/ لړزوي به آسمـانونه

بيا به دا آسمـان شاهد وي/ زمـوږ د فتحي د جشنونو
خم به سـرپرسـرتشيږی/ د مسـتانو په جامـونو
غليمـان به فراريږی/ دايمل بابا له غرونو

څوچي غرونه وي پر ځمکه/ څوسيندونه ﻻ بهيږی
څو مجمر دآسمـان تود وي/ د جهـان پر مخ ځليږی
څوچي وريځ پر آسمـان ګرځي/ څو چي څاڅکي ترې توئيږي
څو په نوم انسانيت وي/ د بشر په نوم ياديږي
د پښتون قام به ژوندی وي/ او همـدلته به اوسيږي
دغه زمـا غيور ولس دی
دغه زمـا توپاني قام دی

 

[][]

 

 


بالا
 
بازگشت