۰۹ـ۰۷ـ۲۰۱۰                                                      

 

ملي یوالی، ملي یوالی او بیا هم ملي یوالی

 

بســــــــــــــــــــمل

 

عزتمنو لوستونکو!

په نوي  ډیلي کې د امریکا د پخواني سفیر «رابرټ بلک ویل » وروستی غیر مسؤلانه او ظالمانه  وړاندیز چې د امریکا حکومت  ته یې کړی  ددې سبب  شو چې  د پورتني سرلیک له مخې  نن  د بایرن مېشتوافغانانوکولتوري ټولنه  پخپل  نوښت سره یو تیلیفوني کنفرانس  دایراو دجرمني له  مختلفو ښارونو څخه بااحساسه  او هېوادپال  افغانان سره وصل کړي .

مخکې له  دې چې زموږ د کنفرانس له  جریان څخه  خبر شئ  ښه به دا وي چې لمړی د«رابرټ بلک ویل» له  توطیو  څخه ‌‌ډک وړاندیز ولولئ  البته  د تاند له  درنو چلوونکو څخه  مننه کوو چې دا لویه جفا او توطیه یې افشأ کړه :

 

                                 امریکايي دیپلومات د افغانستان د تجزیې وړاندیز وکړ

                                      

      بلک ویل له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۳ پورې په هند کې د امریکاسفیر و

تاند(پنجشنبه/جولای۸) په هند کې د امریکا پخواني سفیرد امریکا حکومت ته وړاندیز کړی چې افغانستان دې موقتاً په دوو برخو وویشي، د جنوب پښتني سیمې دې پرېږدي او د کابل په شمول شمال او لوېدیځ دې د دغو سیمو د اوسېدونکو په همکارۍ وساتي.

 

په نوي ډیلي کې د امریکا د پخواني سفیر«رابرټ بلک ویل» وړاندیز د امریکا په پولیتیکونشریې او د هند په ټایمز ورځپاڼه کې خپور شوی . په هغه کې ویل شوي چې د بلوا ضد اوسنۍ ستراتیژي نتیجه نه لري ځکه چې طالبان په دې خاطر چې د جګړې په میدان کې نه دي مات شوي خبرو او پخلاینې ته حاضر نه دي .نو امریکا باید د افغانستان د جنوبي ولایتونو کنټرول طالبانو ته ورپرېږدي .

 

څو کاله وړاندې د ولسمشراوباما د اوسني مرستیال جوبایډن په شمول ځینو امریکايي چارواکو وړاندیز کړی وو چې امریکا دې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او یوازې دې په لویو اډو کې د کومانډو او هوايي ځواک په وسیله د طالبانو مرکزونه په نښه کوي.

 

رابرت بلک ویل وايي په افغانستان کې د امریکا له کلونو- کلونوناسمې پالیسۍ وروسته د دغه هیواد له خرخوړۍ څخه د وتلو لپاره اسانه، چټکه او بې مصرفه لار نشته خوله ټولو ستونزو سره سره د امریکا لپاره د ستراتیژیکې ماتې ترټولو ښه متبادل دا دی چې افغانستان تجزیه کړي.

 

دی وايي که امریکا د افغانستان جنوبي سیمې طالبانو ته ورپرېږدي ، خپل پام به شمالي او لوېدیځو سیمو ته واړوي چې د کابل په شمول د افغانستان شاوخوا شپېته فیصده نفوس پکې دېره دی.د دغو سیمو د اوسېدونکو اکثریت پښتانه نه دي او د امریکا له هلوځلو سره ملګري دي.

 

په هند کې د امریکا پخوانی سفیر په عین حال کې وايي :« د دې مانا به دا نه وي چې امریکا کاملاً ووځي بلکې د دې پرځای به موږ په افغانستان کې د القاعده پراډو او دغه راز د طالبانو پرمشرانو د حملو لپاره له هوايي ځواک او خاصو ځواکونو(سپېشل فورس) څخه کار اخلو.موږ به دغه راز له نویو ټاکل شویو پولو پر اوښتونکو افغان طالبانو او همداراز د پاکستان د پولو په اوږدو کې د تروریستانو پر پناهځایونو بریدونه کوو.»

 

بلک ویل همداراز لیکلي :امریکابه د افغانستان د لوېدیځ ، شمال او کابل د ساتنې هڅه کوي چې په نسبي ډول د طالبانو حضور او نفوذ پکې کم دی .د بلک ویل په نظر له دې سره به په اوږده موده کې په افغانستان کې د ډېر شمېر امریکايي پوځیانو اړتیا پاته نه شي او ممکن څلوېښت یا پنځوس زره کافي وي ځکه چې د ده په نظر دوی کولی شي په دې کار کې د ازبکو،هزاره وو،تاجکو او یوشمېر پښتنو ملاتړ ترلاسه کړي او د ناټو د متحدانو، روسیې، هند، ایران ،ممکن چین، د منځنۍ اسیا هیوادونو او د ملګروملتو د امنیت شورا حمایت هم جلب کړای شي.

 

دا امریکايي دیپلومات په خپل وړاندیز کې دا هم وايي چې د امریکا لاس به خلاص وي چې حتی د طالبانو پر غیرنظامي مشرانو هم د افغانستان په جنوب کې بریدونه وکړي.

 

دی دا هم وايي چې دا مسله به پاکستان خوابدی کړي.پاکستان د افغانستان له موقتي تجزیې سره مخالف دی او د اسلام اباد عکس العمل هم ساده خبره نه ده ځکه چې د پاکستان پوځ تمه لري چې له افغانستانه د امریکايی ځواکونو له وتلو وروسته به په خپله ستراتیژیک بری ترلاسه کړي .

 

زورورو قدرتونو تل هغه ځای ، چې له مقاومت سره پکې مخامخ شوي ، تجزیه کړی او په سلو مصیبتونو یې اخته کړی دی .انګرېزان چې کله ونه توانېدل افغانستان ونیسي ، دا هیواد یې تجزیه کړ. روسانو هم چې زور ونه رسېد په افغانستان کې یې د قومي تعصبونو اور بل کړ چې تراوسه پورې افغانان ترې خلاص شوي نه دي.

 

که د رابرت بلک ویل وړاندیز عملي شو په هماغه اندازه چې بهرنیان به د افغانانو په نزد غندل کېږي ، هماغه شان به طالبان هم مسوول او ملامت وي چې هیڅ راز روغې جوړې ته غاړه نږدي.

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=20474

له تاند څخه په مننه

 

دملالې، ایوب خان او اکبرخان غازي سکه خویندو او وروڼو!

داده نږدې  یوه لسیزه کیږي  چې ځینولودیځوالود دیموکراسي په نوم ګډوډي، دسولې په ځای داور لمبې،دنظم او سمون په ځای ناوړه اداره او اداري فساد، دکوکنارو دکرکیلې مخنوي په ځای دنشيي توکولا زیات تولید او قاچاق، د دسپلین، عدالت او انصاف  په  ځای خپل سري، د دولتي او شخصي ملکیتونو او شتمنیوبې  رحمانه غصب اونورې  داسې ستونځې  په لوی لاس  را مینځ ته کړې څوجګړه لانوره هم  پسې  اوږده شي  دوی  دتعلیمي او تولیدي موسسودرامینځ ته کېدواو پراختیاپه ځای  دجګړې دواړه خواوې  اوږدې  جګړې ته تشویق یا خو اړ او تمویل  کړې ، جنګي جنایتکارانوته یې دسزأپه ځای لوړلوړموقفونه  اولوړمالي امتیازات ورکړل، لوی قاتل نمک حرام  رشیددوستم  ته یې دومره واک ورکړچې همدااوس اوس  په  شمال کې په مختلفونومونو پنځه  ډوله ملېشې لري ددغوملېشوپوځي روزنه  په  ترکیه کې شوې ده محقق،خلیلي،قانوني،غبرګ عبدالله،لطیف پدرام او نور هېواددښمن عناصر یې د دې لپاره ونازول  اونازوي یې څو دافغانستان  ریاستي نظام  دخپلو تورو موخو د تطبق لپاره یا په  فیدرالي نظام  بدل او یا خوپه  وچ  زور اووحشت  سره  د«رابرټ بلک ویل» ریچاردهولبروک، ګالبراېټ  اونورو دظالمانه تصمیم له مخې زموږ ګران هېواد تجزیه کړي  مانا داچې دادجګړې اوږدېدل دهمدې تورو نقشو لپاره دي ځکه خو موږ ټول وروڼه  قومونه  ویښتیا او ملي یوالي ته  رابولو که نه یو به هم پاته نه شي .

ظالم ډېورنډخو موږ په ملامات کړو دادی اوس خونړی«رابرټ بلک ویل» په ښکاره زموږ  ټټر اره کوي  له همدې کبله  د ده دظالمانه  وړاندیز په وړاندې جرمن مېشتو افغانانو نن په یوتیلیفوني کنفرانس کې چې څه باندې  یوه ګېنټه یې دوام  وکړد خپل کلک غبرګون  ترڅنګ ټول افغان ولس ته  په لاندې ډول خپلې غوښتنې اووړاندیزونه وړاندې  کړل :

۱ ــ  داچې د«رابرټ بلک ویل»  او ده ته  ورته کسانولکه  ریچاردهولبروک،ګالبراېټ  اونوروله ناوړو تورو نقشو څخه داسې ښکاري چې دا ټولې لوبې زموږ  دګران افغانستان  د تجزیې، تباهي، طبعي  زېرمو، مادي او معنوي شتمنیودلوټ اوتالان لپاره رواني دي نوموږ له ټولووروڼو قومونوڅخه په کلکه  هیله کووچې ملي یوالی ټینګ  کړي  تر څو دتورمخودا تورې نقشې له خاورو سره خاوري شي .

۲ ــ موږ له حامد کرزي  څخه  په کلکه غوښتنه  کووچې که ځان  دافغانستان ولسمشر ګڼي نوژر تر ژره دې  په  دې اړوند سپیناوی وکړي ، «رابرټ بلک ویل» دې  د دې ظالمانه  وړاندیز،افغان ولس ته  دتوهین او دافغان  وروڼو قومونو ترمینځ  دنفاق اچولواو جګړو ته  هڅولوله کبله  نړېوالې محکمې  ته  راکش کړي  که  ښاغلی کرزي  ددې وس نه لري نو ژر تر ژره دې  استعفأوکړي تر څو دافغان ولس په وړاندې خپل وجداني مسؤلیت ادا کړای شي .

۳ ــ موږ دکابل د ادارې له وسلوالو مخالفینوڅخه  هم په کلکه  غوښتنه کووچې که ځانونه  ددې هېواد زامن ګڼي نو په  خپلو کړنودې له  سره غور وکړي، اوس خو دادی  هغه  پټې تورې نقشې  او توطیې هم  بربنډې شوې  دا دی په  ډګردابدالي اومیرویس خان  تاریخي افغانستان  درته  تجزیه کوي،زموږ وروڼه  قومونه یودبل په ضداوږدې جګړې  ته  مجبوروي او په ناورین پسې  ناورینونه  راوړي اوس  نو تاسو هم بایدافغان ملت ته خپل  رسمي دریځ  روښانه کړئ  لکه څنګه  چې  تاسو تېره اونۍ دبایرن  مېشتو افغانانو دکولتوري  ټولنې  د پرېکړو  په  وړاندې  د یوې اعلامې  په ترځ کې خپل مثبت، رسمي اوکلک غبرګون وښودڅوپه اوسني کړکېچن وخت کې دافغانستان طبعي زېرمې مزایدو او قراردادنو ته وړاندې نه شي دا ځل هم د «رابرټ بلک ویل»  په وړاندیز خپل رسمي دریځ روښانه، د ملي یوالي  لپاره اړین ګامونه  پورته اودالویه  توطیه  شنډه کړئ  که  نه  نو راتلونکي نسلونه به تاسې هم د دې توطیې شریکان وبولي .

۴ــ  موږ  په  هېوادکې دننه  او بهر له  ټولو سیاسي،  فرهنګي،  مذهبي،  مدني، نورو ټولنیزو جوړښتونو او کړیو څخه  په زغرده  غواړوچې په افغاني مېړانه سره  د «رابرټ بلک ویل» غیرمسؤلانه او ظالمانه وړاندیز  په غونډو او محفلونو کې په  رسمي  ډول سره  وغندي ، خپل مینځي  اختلافات  هېر، د ملت  او ملي ګټو لپاره یو او بل ته  لاسونه  ورکړي او که نه  نو نه  به ستاسونننۍ چوکۍ اوموقفونه  پاتې شي او نه به  موقلم او کتابونه  داځکه  چې غلیم زموږ اوتاسو په  هراړخیزه تباهي  پسې راغلی ، دا ښکېلاکګر به زموږ  راتلونکي نسلونه  هم  په جګړو کې پولۍ پولۍ  اوافغانستان به په یوه داسې شاړه دښته بدل کړي چې بیا به نه نوم ولري او نه نشان  دزرګونو کلونو تاریخ به درته پاڼې پاڼې وسوځوي  .

باید زیاته کړو چې زموږ  د ننني تیلیفوني کنفرانس  جزیات  په  بلجیم کې  د افغان  کلتوري   بهیر مسؤل   قدرمن  حاجي امین باوري  ته دتیلیفون  په ذریعه ورکړل شول له باوري صاحب څخه مننه کووچې  له ډېر مصروفیت  سره سره یې داجزیات له ځان سره ولیکل، هغوی نن  اوسبا یوه لویه  غونډه لري  هیله  من  یوچې پخپله  غونډه کې به زموږ   وړاندیزونه  او غوښتنې  د دوی  د درنې  غونډې اروپا، امریکااوافریقا مېشتو ګڼ  شمیر با احساســــه او هېواد پالو پوهانو ، لیکوالانو او شاعرانو ته ور واوروي .

۵ ــ موږ دملګرو ملتونو له  سازمان  څخه  هیله کوو چې دانساني او اخلاقي نورمونو له مخې «رابرټ بلک ویل» محاکمه کړي  دا ځکه  چې موږ  بېګناه افغانان له  دریو لسېزو څخه  زیات  داور په  مینځ کې کړېږو خو د «رابرټ بلک ویل» لا زړه نه  دی  راباندې سوړشوی که دملګرو ملتونواداره په  دې اړوندڅه ونه کړي بیابه  دخپلواک ونه بلله  شي .

موږله «رابرټ بلک ویل» څخه پوښتنه کوو چې که یو افغان سفیر یا کوم سیاسي کس ووايي  چې  امریکا دې په شمال او جنوب  تجزیه  شي  بیا دې د دواړو خواوو وګړي  له یو اوبل سره  جګړو ته تشویق یا اړ کړل شي اویا دې الاسکا  له امریکا څخه بېله او بېرته  دې  روسانو ته ورکړه شي  نو به ستاسو ښاغلي غبرګون څه وي ؟

دوه اړینې یادونې :

۱ ــ  زموږ  دننني تیلیفوني کنفرانس ګډونوالو داوپتېیله  چې  په  جرمني کې  دامریکا سفارت  ته  شکایت  وکړو هغه  و چې د ملګرو په  خوښه زموږ یو ملګري  د برلین په  ښار کې دامریکا له سفارت سره تیلیفوني اړیکه ونیوه  خوسفیر چېرې تللی و بیایې سکرترې  زموږ شکایت یادداشت  اوهم  په ځانګړي اتومات کې  ثبت شوداګړۍ خو زموږ دومره په  وس کې  ونوره مرسته او بری به له خدای (ج) څخه غواړو .

۲ ــ  کېدای شي  ځینو لوستونکو ته  پوښتنه پیدا شي چې دا تیلیفوني کنفرانس به څه وي؟

ځواب  دا دی  چې د تخنیک د پرمختګ له برکته  دنړۍ له  هرګوټ  څخه  لسګونه  تیلیفونونه  وصل کېدای  شي  دې  ته اړه نشته  چې دیوې غونډې لپاره څوک له ارپاڅخه امریکا، استرالیایا کوم بل ځای  ته ولاړ شي  نن سبا د

ډېرولرې پرتو هېوادونو او وچو اوسېدونکي کولای شي  په یو تیلیفوني کنفرانس کې ګډون سره وکړي،  په ډېر کم وخت کې  یوه معینه موضوع وڅېړي او نتېجې ته ورسیږي .

دا کاریو څه موده کیږي چې  پیل شوی  خو موږ  دلمړي ځل لپاره همدا نن  جرمن مېشتي افغانان  سره وصل  او د خپل ګران افغانستان  دنجات لپاره موبحث وکړ داځل خودجرمني له  مختلفو ښارونو څخه  زموږ ملګري  راسره وصل ووکه خدای کول په راتلونکې کې به له خیره سره دنړۍ په کچه له قدرمنوهېوادپالوافغانانوسره وصل شو.

 

                                                                 تل دې وي افغانستان  ټینګ دې وي دافغان قومونو ملي یوالی

 

                                                                                  دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت