محب سپین غر:

 

له دیکتاتوره تر زورواکي

 

         او دا دی ګورو چې اسلامي ختیځ هم د زورواکو او مستبدو واکمنو پر خلاف د زورزیاتي او کودتا پر ځای د متمدن پاڅون اوسرغړاوي لار خپله کړه، د هغو زورواکو پر خلاف چې متمدن او دیموکراسۍ پال لویدیځ پرې له څو لسیزو راهیسی تپلي ول. د حیرانتیا او ناځوانۍ خبره دا ده چې لویدیځ د ځان له پاره «ښه» او «دیموکرات» حکومتونه خوښوي، خو د افریقا او اسلامي اسیا پر خلکو بیا مستبد، فاسد، بلواکي او ناولسي رژیمونه تپي! ان په منځني ختیځ کې د ولسواکۍ یوازینی او          « بیلګه» هیواد اسراییل هم د خپلو لیری او نږدې ګاونډیانو په وړاندې له ورته چلند نه کار اخلي.

     خو که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي! او د دې شمار په لړ کې دا دی په پای کې په اسلامي ختیځ کې هم د ځوان او وګړني پاڅون له لارې د مستبدو واکمنو د راپرخولو لړۍ پیل شوه. په دې توګه د نومیالي ختیځپوه او متفکر سید جمال الدین افغان ستر ارمان ورو ورو رښتیاینه مومي چې ویل یې: ختیځ باید په کورني ډګر کې له استبداد او په بهرني هغه کې له ښکیلاک (استعمار) نه ځان وژغوري. هغه څه چې د افغان سید جمال الدین د ارمان په یوې برخې پورې اړه لري، دا کار د نوموړي د لارویانو او زده کوونکیو په مهم مرکز ـ مصر کې د ترسره کیدو په حال دی. خو د هغه د ارمان د دویمې برخې پوره کیدنه، یانې له ښکیلاک او د هغه له ډول ډول چلوټو او دسیسو نه ژغورون ښایي لا هم څو کلن مزل او سرښندنو ته اړتیا ولري...  

    خو اوس د دیکتاتوراو زورواکي تر منځ د توپیر په لور! د یادونې وړ ده چې د دیکتاتورۍ په ټاټوبي  او زیږنځي یانې لرغوني روم کې دیکتاتور هغه لنډمهاله سیاسي ټولواک وو چې د کړکیچ او کورني اړو دوړ د ارامولو دنده به ورسپارل کیده. هو، د دیکتاتورۍ د رامنځته کیدو پر مهال دیکتاتور د ژغورونکي دنده درلوده، نه د زورواکي! دیکتاتور، د روم جمهوریت په پړاو (له ۵۱۰  نه تر ۲۷ مخزیږدیز کال) کې د پراخو او استثنایي واکونو درلودونکی سیاسي چارواکی وو. خو د دندې له مهموالي سره سره یې د اوسنیو زورواکو په پرتله د واکمنۍ مهال خورا لنډ وو او په هیڅ توګه یې له شپږو میاشتو تیری نه کاوه. د دیکتاتور ښیګڼه په دې کې وه چې د خپلې لنډمهاله واکمنۍ پر مهال د احتمالي تیروتنو له امله د ژوند تر پایه له محاکمې نه خوندي وو.

     له اوسنیو فاسدو او مستبدو زورواکو سره په توپیر، لرغونو دیکتاتورانو په هیڅ توګه پر واک خیټه نه اچوله. هغوی پر دې ویاړ کاوه چې ورسپارل شوې دنده ان له ټاکلې مودې نه مخکې پای ته ورسوي او د هیواد د مشرتابه واګي بې له ځنډه بیرته سنا او دواړو کونسلانو یا واکمشرانو ته وروسپاري. په لرغوني روم کې دیکتاتور په لاندې حالاتو کې ګومارل کیده:

ـ د جګړې د پرمخ وړلو په موخه

- د کورني اړ و دوړ د ارامولو په موخه

- د ټاکنو د تر سره کولو په موخه

- په محکمو کې د دوسیو په باب د پریکړو په موخه

- د مشرانو جرګې د شمیر د پوره کولو او یا د هغې د بیا پرانیستلو په موخه

- د نوو قانونونو د لیکنې (تسوید) په موخه او داسی نور.

     ډیر ځلې داسی هم کیدل چې یوه دیکتاتوربه خپله دنده یوازې په څو ورځو کې تر سره کوله، ځکه چې خلکو، سنا او دواړو واکمشرانو له نوموړي نه د ښې وړتیا او چټکو ګامونو تمه درلوده. یوازې د روم جمهوریت په وروستیو کلونو کې د ساولا او وروسته بیا د یولیوس سزار له خوا هڅه وشوه چې د خپلې دیکتاتورۍ شپږمیاشتنۍ موده پسې وغځوي. د یولیوس سزار هڅه نه یوازې د روم د اساسي قانون د بدلون او د یوازیني ټولواک د رامنځته کیدو سبب شوه، بلکې په پای کې پخپله ده ته هم د خپل سر په بیه تمامه شوه.

     لکه چې یادونه وشوه په لرغوني روم کې د پاچاهۍ له له منځه تلو او د جمهوریت له رامنځته کیدو وروسته د دوو کونسلانو یا واکمشرانو د ګومارنې دود پیل شو چې د برابرو حقوقو درلودونکي ول. د هغوی د واکمنۍ موده یو کال وه او هر یوه کولی شو چې د خپل سیال پریکړه ویتو کړي. خو د وخت په تیریدو او په تیره د بهرنیو ګواښونو او یرغلونو په زیاتیدو سره داسې احساس رامنځته شو چې په بیړنیو حالاتو کې ښایي سخت چلنده او یو موټي واکمني خورا ګټوره وي. هماغه وو چې د دیکتاتور د ګومارلو په ګټه پریکړه وشوه. د اړتیا پر مهال به د روم  سنا یوه کونسل ته دنده ورکوله چې یو تن د دیکتاتور په توګه وړاندې کړي. مسوول کونسل به د سنا له سپارښتې سره سم د خپلې خوښې وړ تن پر دغې دندې ګوماره. په زړه پورې دا وه چې په دې اړه پریکړه به د نیمې شپې او سپیده چاود تر منځ کیده.

     له دود سره سم به دیکتاتور د پخوانیو کونسلانو له منځ نه غوره کیده. هغه به له معمول سره سم په روم کې پر دنده ګومارل کیده. خو که چیرې به د پام وړ دیکتاتور په روم کې نه وو، نو سنا به واکمشر یا کونسل ته دنده ورکوله چې یو دیکتاتور ان له روم نه بهر هم پر دنده وګوماري. خو هیڅوخت داسې نه دي پیښ شوي چې سنا یا کونسل دې یو تن له ایټالیا نه بهر د دیکتاتور پر دنده وګوماري.

    هو، روم له نن نه دوه – دوه نیم زره کاله پخوا لا دا دود پاله چې ان په یوه بیړني او ترینګلي حالت کې به یې هم یو دیکتاتور او ژغورونکی له خپلې خاورې نه بهر نه ټاکه. خو د هماغه متمدن لویدیځ «دیموکراتو» چارواکو بیا په وار وار هڅه کړې چې د اسلامي ختیځ ګڼ شمیر هیوادونو او ولسونو ته د خپلې خوښې مشران وټاکي. د دې لړۍ تر ټولو نوې او له شرمه ډکه بیلګه پر ۲۰۰۳ کال د عراقیانو له پاره د امریکایي پال بریمر ټاکنه وه. خو زموږ له خاورې نه په زرګونو کیلومتره لیری د المان په بن کې د افغانانو د برخلیک ټاکنه هم تر هغې لږه بې پته نه وه…

   ځکه نو د تونس او مصر په ګډون د اسلامي ختیځ ګڼ شمیر هیوادونو او په ځانګړې توګه د سید جمال الدین ټاټوبي - افغانستان ته هغه وخت د «راویښ شوي» زیری ورکول کیدای شي چې له بارانه په تښتیدو سره یې تر ناوې لاندې شپه نه شي.

* د روم د تاریخ اونړۍ جال په مرسته

۱۹-۲-۲۰۱۱

 

 

 


بالا
 
بازگشت