کوږ بار تر مزله نه رسیږی

 


د همیشنی عادت له مخی د نورو انترنیتی پاڼو تر څنګ د اریایی ښکلی او د منځپانګی ډکه پاڼه هم هره ورځ ګورم او مطالب یی لولم . پدی پاڼه کی د ښو او پوهو لیکوالانو ، شنونکو ،ادیبانو او تاریخ پوهانو لیکنی زموږ د اوسنی نسل د یون لپاره لوی غنیمت ګڼم ، او دی پاڼی ته د نور پرمختګ هیله کوم. 
له بده مرغه یو څو د ګوتو په شمار کسان په غرضی او مرضی لیکنو د خلکو سترګو ته خاوری اچوی او د هغو افغانانو تخریب ته یی ملا تړلی چی په اوسنی وخت کی د افغانستان د پرمختګ لپاره هلی ځلی کوی نوموړی سید موسی عثمان ځان دومره پوه ، پاک او سپیڅلی راپیژنی چی ګویا په افغانستان کی نه پیدا شوی او نه لوی شوی وی. 
ښاغلی سیدموسی عثمان د حاجی علی اکبر چی دی عزیزی بانک یو کوچنی سهمدار او مرستیال په پته چی کومی بی اثباته او لی تعصبه ډکی څرګندونی کړی د چا په خبره بی کڅوړی ډزی بولم او د خپل ژوند او سترګو لیدلی حال دی ښاغلی حاجی علی اکبر او د ده د کورنۍ په په لنډ ډول دوستانو ته وړاندی کوم..
حاجی علی اکبر چی زه ورسره د څلویښتو کالو راپدیخوا پیژندګلوی لرم زموږ په ولسوالې کی د یوی درندی او مخوری کورنۍ غړی او د پخوا څخه په خپل قوم اوکلی کی دی ښه نوم او شهرت خاوند دی.
دی ده کورنۍ د وطن او خلکو ګټو ته متعهده کورنۍ ده او پدی لاره کی یی ډیر ګلالی ځوانان شهیدان شوی دی. 
پخپله حاجی علی اکبر یو لایق په وطن او خلکو مین شخص دی دخپل ماموریت د ختم څخه وروسته یی چی کله ازاد کاروبار شروع کړ د خپل استعداد او پوهیپه برکت یی ښه تجارت وکړ خارج ته ولاړ او د نورو افغانانو په څیر یی ډیری ستونځی وګالی او پیسی یی وګټلی د ډیرو افغانانو سره یی زیاتی مادی مرستی کړی دی لوړی زده کړی لری د ملی او بین الملی چارو په اړه د خپل نظر خاوند سړی دی.
زما په اند که د ښاغلی کرزی څخه دولتی اوتوریته او مقام منفی شی نو کرزی به خپل اس د علی اکبر په کور کی وتړی.  په هر صورت هغه څه چی سید موسی عثمان د حاجی علی اکبر څخه د څه شی طمعه لری زما د دی خبری د ثبوت لپاره دی ده د لیکنی ضد او نقیص دلایل کیدای شی مثلآ یو ځای لیکی چی حاجی علی اکبر لوی قاچاقبر او غل دی او بل ځای بیا کاږی چی علی اکبر د قاچاقبرانو اشپزی کوله نو که چیری ښاغلی سید موسی عثمان رښتیا وی نو بیا ولی د هغی لویو قاچاقبرانو نومونه ولی نه اخلی ؟
زما په شمول ټولو افغانانو ته کوم چی په اوکراین کی اوسیږی معلومه ده چی حاجی علی اکبر په هیڅ قاچاق کی لاس نه لری او که چیری افغانانو ته یی د دوی کومی پیسی د بانکی معمول په حساب وطن ته لیږلی او خپله مزدوری یی تیری اخیستی وی دا به در سره ومنم.
بله دی انسانانو د قاچاق مسله ده چی د حاجی علی اکبر څرک په دی کی نه لیدل کیږی ټولو ته څرګنده ده چی دی دریو لسیزو کورنۍ جګړی په پایله کی په ملیونو افغانانو د خپل وطن څخه د وتلو هڅه کړی او دا لړی تر اوسه روانه ه ، زه فکر کوم چی ښاغلی سید موسی عثمان به هم دی همدی لړی مرغلره وی ټول افغانان په غیرو قانونی لارو د وطن څخه وتلی او د افغانستان دولت دی د خلکو سره کومه همکاری نه کړی او نه یې کوی نو چا چی دی د افغانانو سره مرسته کړی ده کور ودان.
اما حاجی علی اکبر د داسی خلکو سره د خپله جیبه مرسته کړی د لسهاو افغانانو څخه ما اوریدلی دی چی حاجی علی اکبر په مادی کومک خارج ته وتلی دی. 
ښاغلی سید موسی عثمان په خپلو ورستیو څو لیکنو کی د عزیزی بانک مرستیال حاجی علی اکبر داسی تخریبوی چی ګویا دا بانک نه ریس لری نه نور مرستیالان ، او د نوموړی ځوی باندی هم ورته تور لګوی.
ما چی کله د اریایی ویبپاڼی په ارشیف کی وکتل د سيدموسی عثمان  ټولی لیکنی یواځی زموږ د ټولنی دمجاهدو خلکو د تخریب لپاره ځانګړی شوی او ټول لیکل یی بی ثبوته اود تعصب څخه ډک دی.
ښه ده چی انسان د خپلی لیکنی او خبرو په پایله کی نورو ته ښه څرګندیږی ، ددی امکان شته چی حاجی علی اکبر به ستا لیکل لیدلی وی یا نه خو یو ځل بیا درته وایم چی : کوږ بار تر مزله نه رسیږی !
ستاسو د روغتیا په هیله

حاجی ګل عباس
اوکراین ـ ادیسه

 

 


بالا
 
بازگشت