رحمت اله روان

 

اوباما وهند ته دسفر په مهال پرپاکستان سختی نیوکی وکړي

 

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د( نومبر۶) اسيا ته خپل لس ورځني سفروهند،اندونیزیا،جنوبی کوریا اوجاپان ته پیل کړي بارک اوباما لومړی هند ته ولاړی په مبیی کی له یوی ورځی تم کیدو ورسته  دخپل سفر په دوهمه ورځ دپاکستان په دولت سختی نیوکی وکړی په خپلو ځرګندونو کی یی وویل چی تر اوسه دپاکستان دولت دبنسټ پالنی پروړاندی ډیر ورو پرمختګ کړي دي نوموړی وویل اسلام اباد هغسی پرمختګ په دی برخه کی نه دی کړی کوم چی مونږ یی هیله ورځینی لرو

د امریکا ولسمشر چې د (نومبر ۷) په ممبۍ کې زده کوونکو ته وینا کوله همداراز یې وویل چې پاکستان په خپله هم دا درک کړې ده چې له افراطیانو سره په مبارزه کې ډیرې ستونزې لري او هڅه یې کړې ده چې په دې برخه کې پرمختګ وکړي خو بیا هم دا هڅې زموږ له هیلو سره سمې نه دي.

د امریکا ولسمشر هند وهڅاوه چې په دې برخه کې له پاکستان سره مرسته وکړي. اوباما څرګنده کړه چې پاکستان په خپله خاوره کې د افراطیانو پرضد په مبارزه کې ډیر سست پرمخ روان دی

اوباما وویل، څومره پاکستانیان چې د پاکستان دننه ترهګرو وژلي دي ښایي په بل هیڅ هیواد کې دومره ملکیان ترورستانو نه وي وژلي. اوباما د اسلام اباد او کابل اړیکو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې پاکستان ته پکار دي چې په افغانستان کې په بیا رغاونه کې مرسته وکړي. نوموړي بیا له افغانستان سره د هند د مرستو ستاینه وکړه او ټینګاریې وکړ چې اسلام اباد دې هم ورته کار وکړي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما دخپل سفرپه دوهمه ورځ د( نوامبر ۷ نیټه ) د هندوستان په مبی ښار کې د پوهنتون محصلينو ته د خپلې وينا په ترڅ کې پر وسله والو طالبآنو غږ وکړ، چې د القاعدې له شبکې سره اړيکې وشلوي ، د افغانستان اساسي قانون ومني او د خپلو سياسي هلوځلو ته د رسيدو لپاره هڅه وکړي هغه زیا ته کړه که چیری طالبان ددوی یادی غوښتنی ومنی نودوی دسیاسی روغی جوړی ملا تړ کوي

که د طالبانو پخواني غړي یا اوسني غړي وايي چې دوی غواړي ځان له القاعده جلا کوي، سیاسي هدفونو ته د رسیدو د وسیلې په توګه له جګړې لاس اخلي، او د افغانستان اساسي قانون ته، لکه د ښځو حقونو ته، درناوی کوي موږ د سیاسي روغې جوړې ملاتړ کوو

د يادونې وړ ده، چې دبارک اوباما تر ځرکندونو یوه ورځ وړاندی د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير هم وويل، چې دوى تر هغو د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د منځګړيتوب مرسته نه کوي، چې وسله والو طالبانو د القاعدې له شبکې سره اړيکې نه وي شلولي، دا په داسې حال کې ده، دامريکا دولسمشرباراک اوباما دهندپه پارلمان کې دملګرو ملتونو دامنيت په دايمي شورا کې دهندله ګډون څخه ملاتړ وکړ نوموړی وویل چی دملګرو ملتونو دامنیت په شورا کی داصلاحاتو په راوستوکی چی هند دهغی دایمی غړي وی هر کلی کوي،بارک اوباما همداراز دهند او امریکا په ستراتیژیکو اړیکو ټینګار وکړ او دغه اړیکی په نړیکی دمهمو دوه اړخیزو اړیکو څخه وبللی ،په اخیر کی اوباما او دهند لمړی وزیر همداراز دتروریزم پروړاندی دګډو مبارزو ځخه یادونه وکړه
د پاکستان د ډيری ورځپاڼو د سر خبر هندوستان ته د امریکا دمتحدو ایالاتو دجمهور رئیس براک اوباما د سفر په اړه وی او بیلا بیل عکسوالعملونه یی دبارک اوباما دسفر په مهال اودهغه دځرګندونو په اړه شودلی دی، چې د نوموړي له ویناوو پيلیږی. نژدې ټولو پر تيراژه ورځپاڼو د نوموړي هغه وینا راخیستې چې ديکشنبې په ورځ یې دهندوستان په ستر سوداګريز ښار ممبی کې د پوهنتون محصلينو ته کړې

دغو ورځپاڼو خپلې سرمقالې هم د همدې سفر په اړه لیکلي،له راولپنډۍ نه خپرېدونکې جنګ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې دغه سفر د هندوستان د پوځي او اقتصادي ضرفیتونو د لا لوړولو او وړاندې وړلو په برخه کې ډیر ګټور بللی،خو ترڅنګ يې پر خپل دولت نيوکه کړې چې د هغوی د بې غورۍ او لا پرواهۍ له امله پاکستان له داسې یوه چانسه محروم شو
ورځپاڼه لیکي يوه هیواد ته د امریکا دمتحدو ایالاتود جمهور رئیس داډول سفر ناڅاپي نه وي بلکې له څو میاشتو او ان کال وړاندې یې ترتیبات نيول کیږی
ورځپاڼه وړاندې کاږي سره له دې چې پاکستان د تروريزم پر وړاندې په روانه مبارزه کې د امريکا کلک همکار اوملګری هيواد دی خو بیا هم له دغه ډول ګټو بې برخې پاتې شوی
له اسلام اباده خپرېدونکې ورځپاڼې نوای وقت همداراز لیکلی دی (که غواړې چې د نړيوال رهبر په توګه ومنل شې نو د کشمیر شخړه هواره کړه ) تر سرليک لاندې په خپله سرمقاله کې د کشمير د کشالې په اړه چې هند و پاکستان یې د ملکيت ادعاوې کوي ليکلي چې اوباما ته پکار و چې په خپلو ویناوو کې یې دغې مسلې ته هم ځای ورکړی وای
ور ځپاڼه لیکي اوباماپر هند و پاکستان غږ کړی چې خپلې ټولې لانجې دې دخبرو له لارې حل کړي خو د اصلي لانجې چې دکشمير مسله ده هيڅ یادونه یې ونه کړه
ورځپاڼه کاږي پاکستان له هند سره د کشمير له کشالې پرته نوره هيڅ ستونزه نه لري او که اوباما د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتريخوالو د ختمولو هیله من وي نو باید هندوستان دې قایل کړي چې د کشمیریانو جمهوري او روا حقونو ته غاړه کیږدی
له پیښوره خپرېدونکې د اردو ژبې يوه بلې ورځپاڼې خبرېن هم خپل د سر خبر او سرليکنه د همدې سفر په اړه لیکلې
د ورځپاڼې پر مخ (ځواکمن پاکستان د هندوستان په ګټه دی) د اوباما د وینا يوه برخه د سر خبر په توګه ليکل شوی او سرمقالې ته یې هندوستان ته د اوباما سفر عنوان ورکړی
سرمقاله د براک اوباما له هغې وینا پیلیږی چې د هندوستان په تاج هوټل کې یې وړم کال پر دغه هوټل د شوې تروریستي حملې په اړه کړې.
هندوستان ددغې حملې تور پر پاکستان پورې کړی خو ورځپاڼې خوښي ښودلې چې اوباما په دغه وینا کې د پاکستان هيڅ ذکر ندی کړی
دا ورځپاڼه هم د نورو هغو پشان هند ته د اوباما سفر ډیر ګټور بولي که څه هم پر امريکا یې نيوکه نده کړې خو له خپل دولت څخه یې پوښتنه کړې چې ولې د اوباما په سفر کې پاکستان ندی شامل؟
خبرېن هم د کشمير د مسلې يادونه کړې او پر اوباما یې غږ کړی چې ددغې مسلې د اهمیت په پام کې نيولو سره باید په دې اړه خپل رول ولوبوي
ورځپاڼه وړاندې ليکي چې پاکستان باید د هندوستان چټک پرمختګ ومني اوزیاتوي چې دغه هیواد د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې د پاکستان په نسبت ډير پرمختګ کړی
خبرېن د اداري فساد په اړه ليکي چې دغه ناسور په هندوستان کې هم موجود دی خو زیاتوی چې د هغه ځای سیاستوال بیا خيل هیواد ته وفادار او ژمن دي او له خپلې خاورې سره ډیره مینه لري
د ورځپاڼې په باور د هندي سیاستوال همدا مینه د هندوستان د پرمختګ او په نړيواله کچه د یوه راتلونکي اقتصادي ځواک په توګه د منل کیدو لامل شوې
په مجموعي ډول پاکستاني مطبوعات هند ته د اوباما پر سفر او پاکستان ته پر نه راتګ ناراضه ښکاري خو تر ډيره یې پر خپل دولت نيوکه کړې چې د ناسمې تګلارې له امله یې دغه ستر چانس له لاسه ورکړ
که څه هم ځینې دنظر خاوندان په دې باور دي چې ښايي دا کار د امريکا او پاکستان ترمنځ د تروریزم پر وړاندې پر روانې ګډې مبارزې منفي اغیزی وکړي خو د دولتي مسوولینو په وینا براک اوباما تیره میاشت په امريکا کې له پاکستاني چارواکیو سره په خبرو کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې راتلونکی کال به دغه هیواد ته هم سفر وکړي.
خو د پاکستانیانو پوښتنه داده چې ایا امريکا به دې هیواد ته هم دهندوستان په کچه اهمیت قایل شي او هغه همکارۍ چې له هندوستان سره یې وکړې دوی به هم ترې برخمن شي؟

د پاکستان پخوانی پوځی ولسمشر پروېز مشرف بیا ویلی دی چی ،هند هڅه کوي چې له افغانستانه د پاکستان دښمن دولت جوړ کړي. مشرف هغه انتقادونه رد کړل چې ګنې ده د خپلې واکمنۍ په موده کې له سخت دریځو سره مبارزه نه کوله

پروېزمشرف ،چې امریکا ته په سفر تللی څو پاکستان ته د بیرته ستنیدو ملاتړ ترلاسه کړي، سه شنبه نوامبر۹ وویل چې ده د هغو پاکستاني ترهګرو عکسونه لیدلي چې په کابل کې اوسي او په هند کې له استخباراتي مامورینو سره غونډه لري

د مشرف اشاره د بلوچستان بېلتونپالو ته وه ،چې له ډېرو کلونو راهیسي د بلوچستان د حقونو او خپلواکۍ لپاره جنګیږی او پاکستان تور لګوي چې له هغوی سره هند د افغانستان له لارې ملاتړ کوي.

مشرف وویل:«که اجازه ولرم چې ډېرې ډېرې سپینې خبرې وکړم، د هند رول دا دی چې له افغانستانه یو پاکستان دښمنه هیواد جوړ کړي.دا ماته ډېره څرګنده ده.هند په کندهار او جلال اباد کې کونسلګرۍ لري چې په پاکستان کې د ستونزو په رامنځته کولو کې لاس لري.دوی(کونسلګرۍ) بل رول نه لري

د پرویز مشرف دپورته غلطو ځرګندونو په جواب کی دامریکا د سناتور جان مککين دغه ځرګندونه کفایت کوی چی په تیره اوونی کی یی وویل، له افغانستان څخه مخکې له وخته د عسکرو ايستل به پاکستان ته دا امکان په لاس ورکړي چې له طالبانو سره همکاري زياته کړي او هغوي خپلې حملې پراخې کړې.
سناتور مککين د هند د ستراتيژيک رقيب پاکستان د پوځ په اړه نورې سختي خبرې هم کړی دی او ویلی یی دی، د پاکستان پوځ او استخبارات په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخيتا په مقصد د تروريستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي. ده وويل، متحده ايالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱ مې راهيسي د پاکستان د پوځ د ستراتيژۍ د بدلون لپاره هيڅ هم نه دي کړي.
پاکستان چې کله مجبور شوي نو د هغو تروريستي ډلو پر ضديي جګړه کړې چې د دې هېواد لپاره ګواښ و، خو د هغو ډلو پر ضد يي څه نه دي کړي چې افغانستان، هند او دغه راز د امريکا متحده ايالاتو ته يي ګواښونه متوجه کړي دي.
دافغا نستان دولسمشر ویاند وحید عمر دتیری دوشنبی په ورځ په کابل کی په خپل مطبوعاتی کنفرانس کی خبر یالانو ته دپاکستان دروانی غلطی پالسی په اړه وویل چی پاکستان هم په افغانستان کې، هم په منطقه کې او هم په خپله پاکستان کې د سولې په راوستو کې ډېر موثر رول لوبولی شي. خو له بده مرغه تراوسه یې هغه موثر رول نه دی لوبولی او له بده مرغه هلته ځینې خاصې کړۍ موجودې دي، نه یواخې دا چې د ثبات په راوستو کې مرسته نه کوي، بلکې ځيني یې بې ثباتۍ ته لمن وهي او یا هم د غیر مشروع او ترویرستي اعمالو څخه حمایت کوي،نوموړی داهم وویل چی که پاکستان دافغانستان اوسیمی دسولی اوثبات په ټینګولو کی خپل رول په سمه توګه ونه لوبوی،نه یوازی داچی افغانستان به له ناورین ځخه ونه وځی،بلکی پاکستان اوسیمه به هم په اور کی ټول یوځای سره وسوزي

دبارک اوباما نیوکو اودهغه په تعقیب دافغانستان دولسمشر ویاند وحید عمر مطبوعاتی کنفرانس او دی ته ورته ټولو نړیوالو فشارونو  دپاکستان دولت دی ته مجبور کړی تر ځو یو ځل بیا ونړیووالو ته وښیی چی پاکستان دترهګری سره په مبارزه دامریکا سره متحد دي په همدی اساس تر دپاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی تیره چهار شنبه دنوامبر۱۰ دافغانستان دولسمشر ښاغلی کرزی سره دتیلفون په لیکه یوواربیا ژمنه وکړه چی دافراطیت او تروریزم پرضد په مبارزه کی کمک کوي،په خبر پاڼو کی ویل شوی دی چی په دی اړه به ډیر ژر دپاکستان صدراعظم افغانستان ته سفر وکړي.

ډېر سیاسی پوهان وايي چې پاکستان د تاسیس له وخته ، په تیره بیا په تیرو دېرشو کلونو کې ،تل د افغانستان د ورانولو او کمزورولو هڅه کړې حال دا چې افغانان د کلتور،ژبې،دین ،مذهب او ګډ تاریخ له نظره د نړۍ تر بل هر هیواد پاکستان ته نژدې دي.دوی هیله لري چې پاکستان خپل خیر په یوه سوکال او اباد افغانستان کې ولټوي نه د دې هیواد په بربادۍ کې.

پاي

رحمت اله روان



 

 

 


بالا
 
بازگشت