رحمت اله روان

 

 

دویکی لیکس په اسنادوکی دایران دبرخلیک په باب معلومات

 

 

دویکی لیکس وېبپاڼې بنسټګر چې د امریکا د پوځ پټ اسناد یې خپاره کړي فعلا په زندان کی دي، دبریتانیا دپولسو مشر ورسنیو ته ددسمبر دمیاشتی په اوومه نیټه په لندن کی وویل چی میتروپولیټن پولیسو ښاغلی اسانج په لندن کی ونیوی. پر هغه له دوو ښځو سره د جنسي اړیکو د نیولو تور و، ولی هغه دا تورونه نه مني او دا دخپل ځان په هکله یوه توطیه بولی.

د پولیسو په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې له ۳۹ کلن اسانج سره اړیکه ونیول شوه، چې بیا هغه په لندن کې د سهار پر نهه نیمو بجو د پولیسو مرکز ته ځان حاضر کړ او ځان یې پولیسو ته تسلیم کړ.دویکی لیکس په اسنادو کی دډیرو نورو اسناد په ځیر دایران ددولت په با ب ځینی پټ اسناد په ګوته شوي دی هغه اسناد چی تر اوسه پوری دایران په باب په ځینو رسنیو کی نشر شوي دی په لاندی ډول دي

ایران هم لږترلږه هومره خطرناک دی لکه چې پاکستان دی

د ۲۰۰۷ کال په اګست کې د افغانستان د هماغه وخت د بهرنیوچارو وزیر رنګین دادفر سپنتا د امریکا د باندنیو چارو مرستیال وزیر ریچارد بوچر ته  وویل چې د ده حکومت باید د پاکستان له لوري د یاغیانو د ملاتړلوی خطر ته توجه وکړي او له ایران سره مخالفت نه شي زغملی

سپنتا وویل:موږ له امریکا او بریتانیا سره موافق یو چې ایران ډېره لاسوهنه کوي، خو موږ لېواله یو چې له ایران سره احتیاط وکړو او د افغانستان په سرحدونو کې بله جبهه پرانه نیزو

سپنتا په یو بل ځای کې بیا امریکايي مقاماتو ته ویلي چې دی باور لري چې ایران هم لږترلږه هومره خطرناک دی چې پاکستان دی.ده همداراز ادعا وکړه چې دا مسله یې د ایران ولسمشرمحمود احمدي نژاد ته هم وریاده کړې ده

سپنتا همداراز وویل :«ما دا موضوع د ایران له بهرنیوچارو وزیرسره یاده کړه او هغه راته وویل چې چې دی په دې قضیه کې دخیل نه دی خو ویې ویل چې دی په دې کې شامل دی چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو ملاتړ وکړي

هند او ايران، پاکستاني طالبانو او بيلتون غوښتونکو پښتنو ته مرستې رسوي

دکن هرالډ خپرونې د ويکي ليکس د وروستيو رسواينو له قوله خبر ورکړى، چې د عربي متحده امارتو امنيتي چارواکي ګومان کوي چې هندوستان او ايران پاکستاني طالبانو او بيلتون غوښتونکو پښتنو ته مرستې رسوي

په هغه غونډه کې چې دوبۍ کې د زياتو ساعتونو لپاره د امريکايي چارواکو او د اماراتو د امنيتي چارواکو ترمنځ د ٢٠٠٩ کال په دسمبر کې جوړه شوې وه، د اماراتو لوړ پوړو امنيتي چارواکو همدا خبره وکړه، چې هندوستان او ايران پاکستاني طالبانو او بيلتون غوښتونکو پښتنو ته مرستې رسوي، څو جګړه پرې وکړي. په دغه غونډه کې امريکايانو دا غوښتل څو معلومه کړي چې متحده عربي امارات له طالبانو سره مرستې کوي او که نه. ددغې غونډې په لړ کې د امريکايانو په قول افغاني او پاکستاني تروريستانو سره تړلې ډله لشکرطيبه او جماعه الدعوه القران والسنه هم ياده شوې ده، خو اماراتي چارواکو په دې اړه بې خبري ښودلې ده. دغه راز ددغه سند له مخې او د متحده عربي اماراتو د امنيتي چارواکو له قوله ددې امکان هم ښودل شوى دى چې شايد په دغه هيواد کې ميشت پښتانه به له طالبانو سره مالي

د ویکې لیکس د يوه سند له مخې چې د امریکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن لاسليک کړى، سعودي عربستان د طالبانو په څېرد سني اسلامپالو ډلو تر ټولو لوى تمويلوونکى بلل شوى دى

په دغه سند کې چې د تېر کال د دسمبر پر ۳۰مه نېټه چمتو شوى، راغلي دي: ”ډېرو نورو هڅو ته اړتيا ده، ځکه چې سعودي عرب د القاعدې، طالبانو، لښکر طيبه او نورو ترهگرو ډلو لپاره د يوه مهم مالي مرکز په توگه رول لوبولۍ  دى.”

د هيلري کلنټن له خولې، په سعودي عربستان کې صدقه ورکوونکي، د گردې نړۍ د سني ترهگرو ډلو تر ټولو مهمه مالي سرچينه ده.

خو په دغه سند کې نور خليجي هېوادونه هم د سعودي عرب ترڅنگ په دغو معاملو کې ښکېل ښودل شوي دي. په دوى کې قطر، کويټ او متحد عربي امارات راځي.

امريکايي اسناد ټينگار کوي چې د افغانستان او پاکستان په کړکېچ کې يو ډېر مهم عامل له پامه غورځول شوى او هغه دادى چې په دغو هېوادو کې کړکېچ ته د عرب سمندرگي د سيمې شتمن صدقه ورکوونکي لمن وهي، خوځايي حکومتونه يې د درولو لپاره څه نه کوي.

ددغو برېسره شويو اسنادو له مخې طالبان او نورې اورپکې ډلې د حج، عمرې يا روژې په پلمه عربستان ته ورځي اوله گټلو صدقو سره بېرته ستنېږي.

په رپوټ کې راغلي چې طالبان په اماراتو کې له مېشتو زرگونو پښتنو څخه پيسې په زور اخلي.

رپوټ وايي چې کله کله دوى پښتانه سوداگر چې په دوبۍ کې کار کوي، تښتوي او د پرېښودو په بدل کې يې پيسې غواړي. دا کار ددې سبب شوى چې دغه سوداگر افغانستان يا پاکستان ته د ستنېدو پر مهال، ټکټ د تگ پر ورځ اخلي چې پلانونه يې برسېره نشي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې په دغه سند کې سعودي عرب يو بې پروا همکار ښودلى چې ترهگرو ډلو ته د پيسو رسېدو ته د يوې ستراتېژيکي مسالې په سترگه نه گوري.

برسېره شوي اسناد د سرخوږي بله سيمه، عربي متحد امارات بولي چې طالبان او د حقاني ډله په کې د ځايي سوداگريو له لارې خورا ډېرې پيسې راټولوي

د افغانستان د شورا غړي او مذهبي مشران د ایران معاش خواره دی

له کابل څخه واشنګټن ته په مخابره شویو سندونو کې د افغانستان په چارو کې د ایران مداخله او نفوذ پراخ بلل شوی دی

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې نن د ویکي لیکس له لوري د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د افشا کړیو اسنادو پراساس ولیکل چې ایران یوشمېر افغان سیاسي مشرانو، د ولسي جرګې غړیو او مذهبي مشرانو ته معاش ورکوي،افغان مذهبي مشران روزي، طالبانو ته تریننګ ورکوي

په دې سندونو کې همداراز راغلي چې د کرزي د حکومت یوه جګپوړي مقام ،چې په وروستیو کې یې په خپله وویل چې له ایرانه یې د پیسو کڅوړې ترلاسه کړي، د امریکا یوه لوړ رتبه دیپلومات ته وویل چې کابینې ته د یوشمېر نومول شویو وزیرانو په شمول د افغانستان د حکومت د مختلفو سطحو مقاماتو ته ایران منظم معاش ورکوي

عمر داوودزي د فبرورۍ په میاشت کې ،چې لا کرزي ته د ایران د پیسو د کڅوړو د ورکولو خبره نه وه افشا شوې ،په کابل کې د امریکا مرستیال سفیر ته وویل : پر دې سربېره چې یوشمېر افغان مذهبي مشران د ایران تر اغېز او نفوذ لاندې دي، دا هیواد د افغانستان د حکومت مرستیال وزیرانو، رييسانو او حتي څو مقاماتو ته چې په ارګ کې کار کوي، معاش ورکوي

داوودزي دا ادعا هم کړې وه چې ځینې مقامات له چوکیو په دې خاطر لېري شول چې افغانستان ته وفارداره نه دي ځکه چې له ایرانه پیسې اخلي

داوودزي د امریکا د سفیر مرستیال ته ویلي وو چې د افغانستان حکومت د ایران تر غیرمنظمو او نامطمینو پیسو د امریکا دوامدارو مرستو ته ترجیح ورکوي

ده همداراز ویلي وو چې ایران په خپله خاوره کې افغانان روزي چې له طالبانو سره یوځای په افغانستان کې وجنګېږي او په زرګونو افغان ملایانو او مذهبي مشرانو ته ایران معاش ورکوي او دا ټولې چارې د ایت الله خامنه يي په دفتر کې د یوه مقام له لوري تنظیم کېږي

له امریکايي دیپلومات سره د داوودزي پر خبرو سربېره د ویکي لیکس له لوري د امریکا په ګڼو نورو افشا شویو سندونو کې د ایران نفوذ او د خپل ګاونډي په وړاندې ،چې پیسې ورکوي، د کابل د حکومت بې کفایتي ښودل شوې او ویل شوي چې ایران پر حکومتي چارواکو سربېره د افغانستان د شورا غړیو ته رشوت او وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي

 ایران وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي

د ویکي لیکس له لوري په خپرو شویو سندونو کې ویل شوي چې د۲۰۰۷ کال په وروستیو کې د پالیسۍ په برخه کې امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرایریک ایډلمن کرزي ته وویل چې د ایران لاسوهنه او یاغیانو ته د وسلو ورکړه مخ په زیاتېدو ده

دا خبرداری په داسي حال کې ورکړای شو چې طالبانو ته د ایران په خاوره کې د پوځي روزنې د کمپونو، د چاودونکو موادو، وسلو منجمله د اوږو د یوډول له مځکې څخه هوا ویشتونکي توغندي د ورکولو راپورونه خپاره شول

په سندونو کې همداراز ویل شوي چې کرزی هم په دې باور لري چې ایران د افغانستان د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي څو افغانستان د سیمې پر یوه مهم ترانزیتي مرکز بدل نه شي او له بلې خوا د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د انتقال نل لیکه تېره نه شي

ایران دافغانستان دولسی جرګی غړی دامریکا پر ضد هڅوي

په یوه بل راپور کې،چې په ۲۰۰۹ پوري اړه لري، خبرداری ورکول شوی چې ایراني مقامات د افغانستان په شورا کې پر له پسې د ولسي جرګې غړي هڅوي چې د لوېدیځوالو خلاف پالیسیو ملاتړ وکړي او په خپلو غونډو کې امریکا ضد مسایل مطرح کړي

د ولسي جرګې د مرستیال میرویس یاسني له قوله ویل شوی چې د ایران استخباراتي مقام پرې فشار راووړ چې د ولسي جرګې په بحثونو کې د امریکايي ځواکونو له لوري د ملکیانو د مرګ ژوبلو مسله په اجنډا کې شامله کړي

ده ته یې دا هم ویلي چې که دا کار یې وکړ نو ایران به یې ملاتړ وکړي. خو کله چې یاسیني له دې موضوع سره مخالفت وکړ دوو نورو وکیلانو دا موضوع راپورته کړه

په سندونو کې ویل شوي چې د ایران له لوري له دې ټولو لمسونو او د امریکا له فشارسره سره د افغانستان حکومت نه غواړي چې په ښکاره د ایران د مداخلې یادونه وکړي

په ايران کې د طالبانو ليدنه

له اسماعيل خان سره يو تړلي کس فيض احمد د ايران په مشهد کې د هرات مېشتو طالبانو سره کتنه وکړه، چې د افغان دولت پر ضد د بريدونو د پلانونو د نيولو په اړه سلامشوره وکړي. له اسماعيل خان سره دغه تړلى کس په مشهد کې اوسيږي او په مشهد کې يې د طالب مشرانو بسم الله ديوانه، ګوډ معروف او ګوډ وکيل سره کتلي دي، چې د حکومت پر ضد د بريدونو په اړه تيارى ونيسي

دایران داستخباراتو دوه غړی افغانستان ته داخل شوی دی

د ايراني استخباراتو دوه تنه غړي د پروان ولايت د غوربند د سياه ګرد ولسوالۍ ته د جاويد غوربندي (د سيمې يو با نفوذه اوسېدونکي) په همکارۍ راغلي دي. دغه دوه ايرانيان د عبدالجليل او د احمدين په نومونو جعلي افغاني تذکرې په همدغه ولسوالۍ کې ترلاسه کړي دي. نوموړي جاسوسان کله کله کابل ښار ته راځي او د عبدالجليل غوربندي په هوټل کې پاتې کېږي. دغه جاسوسانو ته دنده ورکړل شوې، چې د دولت او بهرنيو ځواکونو پر ضد تبليغات وکړي، ترڅو افغانان را وپاروي. همدا راز دوى له حزب اسلامي او طالبانو سره د افغان دولت او بهرنيو پر ضد په بريدونو کې همکاري کوي. عبدالجليل ۳۷ کلن دى وړه توره ږېره لري او واړه ويښتان لري. احمدین ۲۵ کلن دی.

امریکا برای ویزای دیپلومات‌های ایرانی در عراق تصمیم می‌گرفت»

خبرگزاری فرانسه از قول اسناد منتشر شده در ویکی‌لیکس: سفارت امریکا در بغداد، درخواست ایرانیان برای ویزای دیپلوماتیک از عراق را کاملا زیر نظر گرفته و در مورد این درخواست‌ها تصمیم‌گیری می‌کردند. روند تصمیم‌گیری این سفارت برای ارایه ویزای عراق به دیپلومات‌های ایرانی گاه تا ۱۶ ماه به درازا می‌انجامیده‌است.

این سند مورخه آپریل ۲۰۰۹ می‌نویسد که وزارت خارجه عراق از سال ۲۰۰۸ نام ایرانیانی که درخواست ویزای دیپلوماتیک دارند را برای تایید به سفارت امریکا در بغداد می‌فرستاده است.

به نوشته این سند، بررسی پیشینه این افراد نشان داده که «در حدود ۲۰ درصد از آنان رابطه احتمالی با سپاه پاسداران یا وزارت اطلاعات ایران داشته‌اند

 آیت‌الله خامنه‌ای سرطان خون»

روزنامه لوموند فرانسه از قول یکی از اسناد ویکی‌لیکس مربوط به اوت ۲۰۰۹: یک تاجر غیر ایرانی مقیم آسیای میانه که زیاد به تهران سفر می‌کند «از یکی از آشنایان خود شنیده علی‌اکبر رفسنجانی به او گفته‌است که علی خامنه‌ای سرطان خون دارد که این سرطان در مرحله پیشرفته‌ای قرار دارد و رهبر جمهوری اسلامی ممکن است طی چند ماه آینده فوت کند.

اخطار دولت مصر به ایران

قاهره:- در یکی ازاسنادی که ویکی لیکس آنرا منتشرکرده، عمرسلیمان وزیرامنیت مصر بر عدم مداخله ایران در امور داخلی مصر تاکید و حتی به ایران هشدار داده است.  وزیر امنیت مصر می گوید” پیام آشکاری را برای ایران فرستادیم و اعلام کردیم اگر در امورداخلی مصر مداخله کند در امور داخلی این کشور  مداخله خواهیم کرد.”

در سند ویکب لیکس اشاره شده  که سازمان امنیت مصر در مقابل مداخلات ایران دست به تقویت افراد مخالف ایران در عراق و سوریه  دست زده است.

این پیام ها در اپریل سال 2009 برای امریکا فرستاده شده و به همراه 250 هزار سندی که ویکب لیکس منتشرکرده افشا شده است.

اسناد جدید تاکید می کند حبیب العادلی وزیر  داخلهء مصر ، پروگرام های شبکهء حزب الله  را در صحرای سینا متوقف  و حتی رهبر این پروگرام ها را دستگیر کرده است و   از  ارسال اسلحه ایرانی از سودان به غزه  جلو گیری کرده است

بر اساس این گزارش عمرسیلمان به واشنگتن اعلام کرده بود که قاهره برای جلوگیری از ارسال کمک مالی به حماس به ” موفقیت هایی ” دست یافته است.

در گزارشی که روزنامه بریتانیایی ” گاردین ” منتشرکرده ، پیام هایی که توسط دیپلومات های امریکایی ارسال شده به تلاش های این کشوربرای جلوگیری از ارسال اسلحه از ایران وسوریه به گروههای  تندرو در  شرق میانه اشاره شده است.

گاردین همچنین بر اساس اسناد ویکلیکس گزارش داده است که امریکا در مارچ سال 2009 به مصر و اردن هشدارداده است که ایران در صدد ارسال ” اکمالات سنگین اسلحه” به سوریه است تا از این کشور به سودان واز آنجا برای حماس ارسال شود.

 

 

پاي

رحمت اله روان



 

 

 


بالا
 
بازگشت