د ((کابل پروسه)) او له نړیوالې ټولنې سره پر میکانیزم توافق

شریف الله خوستی

 

په افغانستان کې د یوه عادلانه نظام او تلپاتې انکشاف لپاره د لا اړینو او حساب شويو ګامونو اخستلو اړتیا انګیرل کیږي. دغه ګامونه او پر عدل او نیاو ولاړ نظام کولای شي په ملي او نړیواله کچه د افغانستان راتلونکې تضمین کړي. د نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو لپاره یوه مشخصه کړنلاره او د انکشاف، بیا رغونې او ښې حکومتوالۍ په برخه کې عملي اقدامات کولای شي له افغان دولت سره په دې تړاو مرستندوی تمام شي.

د کابل پروسې په نامه د افغانستان د دولت نوی بهیر، چې لندن نړیوال کنفرانس، د سولې جرګه او د کابل نړیوال کنفرانس یې څو مهمې کړۍ دي دغو اړتیاوو ته د ځواب ویلو هڅه کوي. د کابل په بهیر کې د افغانستان د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو پر رول او سیمه ییزې همکارۍ تمرکز هم پاموړ دی، ځکه په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرني سیاست توجه د هغه پر سیمه ییز اړخ هم متمرکزه شوې ده.

د چارواکو په وینا، د کابل پروسه دوه داخلي او بهرني بعدونه لري، چې په بهرني هغه کې یې د لندن نړیوال کنفرانس شاملیږي. په دغه کنفرانس کې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي انکشاف او سولې بهیر ملاتړ اعلان کړ.  د همدغو کلیدي مسایلو په تړاو د مادرید غونډه وشوه او ولسمشر کرزي جاپان او امریکا ته سفرونه وکړل، چې د روان بهیر د نړیوال ملاتړ په تقویه کې یې اساسي رول درلود. د کابل پروسې په داخلي یا کورني بعد کې د سولې ملي مشورتي جرګه او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو انتقال راځي، چې دواړه د افغانستان لپاره ښه زیري دي.

د کابل نړیوال کنفرانس د افغان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو لپاره پر یوه څرګند میکانیزم او معیارونو د توافق فرصت چمتو کوي. په دغه کنفرانس کې افغان دولت د امنيت، اقتصاد، زېربناوو، کرنې، بشري سرچينو، کليو پراختيا او حکومتدارۍ په برخو کې له ١٤ تر ١٥ ميليارده ډالرو په لګښت پروژې وړاندې کوي. د لندن تر کنفرانس وروسته افغان دولت، سکتوري وزارتونه په پنځو ډلو وېشلي او دغو ډلو په خپلو اړوندو څانګو کې کابل کنفرانس ته د چمتووالي په موخه پروژې خپلې جوړې کړې دي. ټاکل شوې د کابل په نړيوال کنفرانس کې د يادو شويو کاري چوکاټونو پر عملياتي پلانونو خبرې وشي او نړيواله ټولنه په دې برخه کې خپلې مرستې اعلان کړي.

د کابل نړیوال کنفرانس د مسوولانو په وینا، دغه کنفرانس پر شپږو ستراتیژیکو ساحو امنیت، سولې او پخلاینې، اقتصادي پراختیا، ښې حکومتوالۍ، سیمه ییزې همکارۍ او نړیوالو اړیکو تمرکز کوي.  دغه شپږ ساحې د افغان ولسمشر حامد کرزي د سوګند له مراسمو سرچینه اخلي، چې افغان دولت یې د پلیتابه په هڅه کې دی.  

د کابل کنفرانس او یادو شویو ساحو تمرکز په ټولیز ډول پر دوو اهدافو راڅرخي، چې یو د افغانستان د ملي واکمنۍ د احیا لپاره پر یوې مشخصې طرحې موافقه او بل د نړیوالې ټولنې د مرستو په تګلار کې بدلون او د افغانستان د لومړیتوبونو پر بنسټ د هغو بیا منسجمول دي. ددغو اهدافو د تطبیق او پرځایښت لپاره په ټولیز ډول لس معیارونه تشخیص شوي، چې د مشروع قوې استعمال، د قانون او قضا واکمني، د دولت داخلي مالي بنسټ، کرنه، ثبات او امنیت، ملکي اداره او ټول هېواد ته د ملکي خدمتونو پراخول، زیربناوې، د بشري پانګې رامنځته کول، د اقتصادي چارو پرله غښتیا، پکې شامل دي.

ښه حکومتداري، د مرستو لګښتلارې، د امنیتي مسوولیتونو انتقال، اقتصادي انکشاف او سیمه ییزې همکارۍ به د کابل کنفرانس محتوا وي. د دغه کنفرانس اهداف به د ملي پیوستون په څېر نویو پروژو، ملي پروژو، ۱۰۰ ورځنیو پروژو او د شپږمیاشتنیو او کلنیو لومړیتوبونو د تشخیص له لارې  پلی کیږي. د مرستو د انسجام په برخه کې به هڅه دا وي، چې ۵۰ سلنه مرستې د افغانستلان بودجې ته لاړې شي او ۵۰سلنه نورې د افغانستان د لومړیتوبونو پر بنسټ پخپله نړیواله ټولنه ولګوي.

دغسې د کابل پروسې پر بنسټ، په ۲۰۱۱ کال کې به له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تدریجي وتل پیلیږي او په ۲۰۱۴ کال کې به د افغانستان ټولې چارې افغاني شوې وي او امنیتي مسوولیتونه به افغان امنیتي ځواکونه پرغاړه اخلي.

په ټولیز ډول د کابل په پروسه کې مهم اړخونه راټول شوي، خو تر ټولو مهم څیز د افغان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعهد او د یوې باوري فضا رامنځته کېدل دي، چې د یادو شویو اهدافو په پلیتابه کې له دواړو اړخونو سره مرسته کولای شي. له اداري فساد سره مبارزه او د مرستو په لګولو کې شفافیت له افغان دولت نه د نړیوالې ټولنې مهمې او جدي غوښتنې دي. افغان دولت باید په دې برخو کې نړیوالې ټولنې ته خپل صداقت ثابت کړي او که داسې ونه شي، د بې اعتمادۍ دوه اړخیزه فضا به پرخپل ځای پاتې وي او دغعه کنفرانس به هم یو سمبولیک رول ترسره کړي.

افغان دولت د لومړي ځل لپاره د یوه مهم نړیوال کنفرانس مشري پرغاړه اخلي، ځکه خو باید د مشرتابه وړتیا ثابته کړي. د دوه اړخیزو همکاریو او باور رامنځته کولو پر میکانیزم باید موافقه ترلاسه کړي او د همدغه میکانیزم په چوکاټ کې خپل لنډمهالي او اوږدمهالي امنیتي، اقتصادي او نور پلانونه چمتو کړي. که چېرې پر یوه دغسې متفقه میکانیزم همغږي او توافق راشي، دا به چارو پر همغږۍ سربېره، د افغان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د راتلونکې ښې ملګرتیا زمینه هم برابره کړي.   

 

 

 


بالا
 
بازگشت