رحمت اله روان

 

کرنیل امام په خپل دام کی بند پاتي دې

 

 

په یوه ویدیو کی چی خبری رسنیو ته رسیدلی ده دپاکستان دنظامی استخباراتو (ای،ایس،ای) پخوانی غړي سلطان امیر تارر چی د کرنل امام په نامه مشهور دی، دم ګړی په خپل هغه دام کی بند پاتی دي کوم چی دنورو لپاره یی دلاری په سرکی ایښي وو، گواښ کړی چی که دپاکستان دولت د لشکر جنگوي العلمی د یاغی ډلی نه د هغه د خلاصون لپاره هڅه ونکړی ، نو د حکومت اسرار به افشا کړي،دلته یوه خبره ډیره مهمه داده چی دابه کوم اسرار وی چی کرنیل امام به هغه افشا کړي چی افغانا او یا دنړی نور وګړی دهغو اسرارو ځخه لا تر اوسه نا خبره دی یو شی چی معلوم هغه دادی چی دابه هم د جهانی ټولنی لپاره د۹۲۰۰۰ اسنادو په شان کومه نوی اسرار نه وی چی له هغو دی دپاکستان دلاسوهنو ځوک لا مخکی خبر نه وي خصوصا د امریکا سی،ای ایی دپاکستان د ای،اس،ای له ټولو پتو اسرارو ځخه ډیر ښه خبره ده او په ځینو خاصو شرایطو کی یی دافغانستان په اړه مشترک عمل هم کړي دي داځکه چی دویکی لیکس له لوری په افشا شو اسنادو کی تر ټولو په زړه پوري خبر داده چی په دی اسنادو کی ویل شوی دي چی امریکایی چارواکو دپاکستان استخباراتی مقاماتو ته اجازه ور کړي،چی دافغانستان ددولت له مخالفینو سره په ازاده توګه په هرځای او هر وخت یی زړه وغواړی کتلای شي..

تیره اونی یو انترنیټی پاڼې (ویکي لیکس ) د پاکستان، امریکا ،ناټو ،او ایران د ګاونډیانو د کړوړه او اهدافو په باب په انټیر نيت یو ۹۲۰۰۰ صفحې راپور خپور کړځینو لویدیځو هیوادو دنوموړی راپور په باب ځیړنی شروع کړي دی ترځو ددغو راپورو په هکله اصلی نتجو ته ورسیږي،دامریکا ولسمشر بارک اوباما په دی هکله ویلی دی چی دی په دی اند یښمن دی چی دافغانستان دجګړی په باب افشا شوی اسناد ممکن ځینی کسان او عملیات له خطره سره مخامخ کړي دامریکا ولسمشر په عین حال کی ویلی دی چی په دی اسنادو کی داسی ځه نوی شیان نشته چی پخوا نه وو افشا شوی او یا نه وی ویل شوي .که چیری دبارک اوباما ودی خبري ته چی وایی((دجګړی په باب افشاشوی اسناد ممکن ځینی کسان اوعملیات له خطره سره مخامخ کړی)) په غور ځیر شو دنومړی هدف په لمړی قدم کی باید پاکستان او دپاکستانی ځارګری اداری جنرالان او کرنیلان وی چی دټولو په سرکی جنرال حمید ګل او کرنیل امام کوم چی همدا اوس دطالبانو تر اسارت لاندی شپی او ورځی سبا کوي قرار لري چی، دپاکستان دولت ته یی ګواښ کړي دی که خوشی نه شی دپاکستان دمداخلی په باب به ډیر مهم اسرار افشا کړي

په دوهم قدم کی دامریکا دولسمشر ځرګندونی دایران ودولت ته اشاره ده ځکه په دغو اسنادو کې د ايران يادونه هم شوې او ويل شوي، چې ايرانيانو هم طالبانو ته وسلې او پيسې ورکړي دي،په یوه سند کی ویل شوی دی چی ایران اووه تنه طالب مشران خپل هیواد ته وروبلل او هغوی ته یی وړاندیز وکړ چی دهر افغان عسکر دوژلو په بدل کی به سل زره کلداری او دافغان دولت دهر مامور دوژلو په بدل کی به دوه سوه زره کلداری ور کړي

خو د افغانانود پاره هم دا کوم نوی خبرې نه دی، د ۳۰کلونو ځخه را په دی خوا افغانان ګریوان څیره وو چه ای اس ای دافغانستان په چارو کې مستقیمه لاسوهنه کوی ،زموږ ستونې څیرو شو چه وایو امریکا په لوی لاس جګړه زېږوې خو د نړی خلګ ورځ تر ورځ لاپسی کڼیږې ،دویکی لیکس له لوری دپټو اسنادو افشا یو ښه ثبوت کیدای شي چه د افغان مظلوم ملت په وړاندي د غربیانو ، پاکستان او ایران ناوړه کړ وړه دوې په خپل لاس برملا کړي ،او دیو بیچاره او پرامن ملت په وړاندی دا ستری دسیسې ټولو ته څرګندی کړي،نور نو لازمه ده چی امریکا دخپلو هغو ډالرو په واسطه چی دکمک په نامه یی دپاکستان دحکومت په اختیار کی ږدي دخپلو نظامیانو او بی ګناه افغانانو وینی دننه په افغانستان کی تویی نه کړي.

د لويديځو مشهورو خبري رسنيو د هغوﻻسوندونو پر بنسټ ، چې ((ويکي ليکس )) ورته ورکړي له دې رازونه پرده پورته کړې ، چې د پاکستان څارګره اداره ((ای اس ای )) په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي .
دغه اسناد ښيي ، چې په کابل کې په ورستيو څو بريدونو کې ، چې د طالبانو لخوا تر سره شول ، ((ای اس ای )) ﻻس درلود . په دغه رپوټونو کې ليکل شوي ، چې ((ای اس ای )) له 2004 ز کال څخه بيا تر 2009 زکال پورې بريدونو کې دخالت درلود . ﻻسوندونه په ډاګه کوي ، چې ((ای اس ای )) په 2008 ز کال کې د جمهور رييس حامد کرزي په ترور کولو او همداراز د هند په سفارت او د ناټو پر الوتکه باندې بريدونو کې ﻻس درلود .
د همدې رپوټونو په لړ کې يو بل ﻻسوند ښيي ، چې د پاکستان ((ای اس ای )) د زرو شاو خوا موټرسايکلونه يوازې د جلال الدين حقاني ډلې ته ورکړي دي .
داسې اسناد هم شته ، چې په کې ((ای اس ای )) هڅه کړې په افغانستان کې بهرنيو او افغان ځواکونو ته په الکولي مشروباتو کې زهر ورکړي .
نيويارک ټايمز ورځپاڼه په خپله نوې ګڼه کې وايي : هغه امریکايان چې په افغانستان کې په جگړه اخته دي، له ډیر وخت نه دا شک کوي چې د پاکستان نظامي استخبارات په پټه په افغانستان کې له بغاوت سره مرسته کوي

دغه اسناد چې د "ویکي لیکس" خپاره کړي دي، وايي، پاکستان په ظاهره د امریکا کلک ملگری دی، خو د استخباراتو نمایندگان یې له طالبانو سره په مستقیم ډول گوري، په مخفي ستراتیژیکو غونډو کې ورسره برخه اخلي او هدف یې دا وي چې د یاغیانو داسې شبکې تیارې کړي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په خلاف وجنگیږي او پر افغاني عسکرو باندې حملې طرح کړي.

په هغو پټو اسنادو کې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د فعالیت په باب ویکي لیکس انترنټ پاڼې خپاره کړي،یوه موضوع چې پرې ټینګارکیږی او ډیره دتوجو وړ ده هغه ، د افغانستان په بحران کې د ګاونډیو هیوادونو رول دی ددغو سندونو پراساس پاکستان اوایران دمخالفینو ملا تړ کوي خو دپاکستان نوم په ځنګړی ډول دافغانستان په هره پيښه کی اخستل شویدې او دهغوی په رائس کی دجنرال حمید ګل او د ای،ایس،ای نومونه په خاص ډول اخستل شویدي

د ویکي لیکس له لوري له افشا شویو سندونو سره سم پاکستان د افغانستان په شخړه کې دوه ګون یا دوه مخی رول لوبوي، یعنې له یوې خوا ځان د تروریزم پرضد په جګړه کې د امریکا او لوېدیځ مهم متحد ښيي او له بلې خوا تقریباً له هرې ډلې سره چې د افغانستان د حکومت او په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو پرضد عملیات ترسره کوي، ارتباط لري. په دغو خپرو شویو سندونو کی داسی کومه پيښه نشته چی د آی،ایس،آی نوم پکی په ښکاره او ډیرو واضح ډول نه وي یاد شوي

نیویارک ټایمز لیکي، په اوسنیو خپرو شویو محرمو اسنادو کې یو رپوټ دا هم دی چې د هند د سفارت مخې ته له حملې یوه اونۍ مخکې د پولنډ استخباراتو خبرداری ورکړی وو چې د هند په سفارت باندې د یوې لویې حملې امکان شته. خو حمله کوونکو او د حملو طرز له وړاند وینې توپیر درلود. په رپوټ کې د آی.ایس.آی نوم نه وو یاد شوی

یو بل رپوټ چې د ٢٠٠٨ کال د اگست د میاشتې دی، د آی.ایس.آی د یوه ډگروال نوم یې یاد کړی چې د طالبانو سره یې یو ځای د جمهور رئیس حامد کرزي د وژلو پلان طرح کړی وو.

نیویارک ټایمز لیکي، ډگر جنرال حمیدگل د ١٩٨٧ نه تر ١٩٨٩ پورې د آی.ایس.آی رئیس وو او په همدې وخت کې د پاکستان استخباراتو او سي.آی.اې په گډه افغان ملیشو ته چې د شوروي په خلاف جنگیدل، وسلې او پیسې رسولې. خو کله چې جگړه ختمه شوه، جنرال حمید گل له پخوانیو مجاهدینو سره خپل تماسونه ختم نه کړل، چې وروسته د طالبانو په څیره کې ظاهر شول.

د جرمني د بهرنیوچارو وزیر ګویدو ویسترویله د اروپايي اتحادیې له وزیرانو سره په خبرو کې وویل :موږ باید دا وګورو چې د ویکي لیکس ویبپاڼې له لوري په زرګونوخپرو شویواسنادو کې نوي مالومات څه دي.

بلخوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرویلیم هېګ وویل دی هیله لري چې د دغو اسنادو افشا به په افغانستان کې فضا خرابه نه کړي.ده همداراز وویل :ما تراوسه پورې دا اسناد په تفصیل نه دي لیدلي خو باید نړیوالو هلوځلو ته زیان وانړوي.

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون پاکستان ته د طالبانو د ملاتړ په خاطر خبرداری ورکړ او ویې ویل داسي نه شي کیدای چې په ظاهره د طالبانو پرضد خبرې کوي خو په پټه له هغوی سره مرسته کوي،دبریتانیا صدراعظم دغه ځرګندونی دهند هیواد ته دخپل رسمی سفر په محال کړي دي نوموړی همدا راز ویلی دی چی دپاکستان له لوری له هغو ډلو سره چی په تروریستی هلو ځلو بوختی دی هر راز مرسته او کمک دزغملو وړ نه دی ده ویلی دی دا ډول ملاتړ او مرستی اسناد پخوا هم موجود وو

په افغانستان کې د نا امنۍ له پيله افغان دولت، افغان کارپوهانو او ګڼو عامو افغانانو همدا چيغې وهلې، چې ترهګر چیرته دي او څوک يې ملاتړ کوي او دا دى، ددوى خبرې کلونه وروسته د ويکي ليکس له خوا د پټو معلوماتو رسوا کول تايدوي. د معلوماتو وروستۍ رسواينه ښيي چې امريکايي چارواکي په دې پوهیدل چې ترهګر د افغانستان له خاورې بهر روزل کيږي او د افغانستان د نا امنۍ سرچينه هم په بهر کې ده، خو له دې ټولو سره سره يې په دې برخه کې کوم اغيزمن ګام نه دى پورته کړى. په افغانستان کې زرګونه افغانان، افغان امنيتي ځواکونه او ګڼ امريکايي ځواکونه له همدې امله ووژل، نو اوس چې ښکاره شوه، چې دا يو خيانت و، چې له افغان او امريکايي ولس سره وشو، له دې امله امريکا بايد دې ولسونو ته ځواب ووايي.

په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل د امريکايي ځواکونو يو بل جنايت دى، چې د افغانانو تر څنګ افغان دولت يې هم تل په اړه خبره کوي. په داسې حال کې چې ډېر کله خپلواکې ادارې، عام افغانان او افغان دولت د ملکي وګړو د وژنې خبره کوي، خو امريکايي چارواکي ترې انکار کوي. تر ټولو ښه بېلګه يې د سنګين وروستۍ پېښه ده، افغان ولسمشر، مشرانو جرګه، خپلواکې سرچينې، عام افغانان او رسنۍ ټول تايدوي؛ چې په سنګين کې ٥٢ ملکي وګړي وژل شوي، خو د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان ډېوېډ پېټريوس له سره په دې سيمه کې عمليات ردوي

بلخوا امريکا تل ادعا کوي، چې افغانستان زموږ ستراتيژيک دوست دى. په داسې حال کې چې د ويکي ليکس له خوا د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ امريکا په دې پوهيږي، چې افغانستان ته جنګيالي له کوم هیواد څخه راځي. خو بيا هم له هغه هیواد سره د مالي مرستې په گډون هر ډول مرستې کوي، نو که له دې سره سره بيا هم امريکا له افغانستان سره د ستراتيژيکې دوستۍ خبره کوي، نو دا د خندا وړ خبره ده. ځکه دا ستراتيژيکه دوستې نه، بلکې په دوستۍ کې دښمني او له افغان دولت سره خيانت دى

دافغانستان ولسمشر دتیری پنجشنبه په ورځ دیوه مطبوعاتی کنفرانس په طرز کی د (ویکی لیکس) دافشا شوو اسنادو په هکله وخبریالانو ته وویل(( هيله لرو چې افغانستان ، زموږ ګاونډي هيوادونه اودامريکا دمتحده ايالاتو په ګډون زموږ متحدين له هغو ټولو حقايقو څخه چې له دغوسندونو څخه ترلاسه کيږي خپل راتلوونکي چلند لپاره درس واخلو اوکه چيري ددغو سندونو له مخې ضرورت پيداکړو چې دتروريزم پرخلاف دمبارزې لاري چاري بدلي کړو افغانستان به له شک پرته دبدلونونو غوښتوونکي شي . جمهوررييس دافغانستان ددريځ په بيانولو سره څرگنده کړه: افغانستان له خپلو گاونډيو سره ددوستانه اوپياوړو اړيکوپرمختيا ته دوام ورکوي څرنګه چې موږ په يوه داسې سيمه کې يو چې دايران اوپاکستان په گډون له خپلو گاونډيو سره نږدي اړيکي او آن خپلوي لرو . له دې امله موږ دتروريزم اوبنسټ پالنې پرخلاف دمبارزې لپاره چې موږ ټول ورڅخه زيانمن يو دښواړيکواو دښه والي اوتفاهم په لاره کې خپلو هلوځلو ته دوام ورکوو او له هغو حقيقتونو سره چې افشاشوي دي افغانستان له تروريزم سره دمبارزې اوله گاونډيوسره ددوستانه اړيکو دپرمختيالپاره په خپل هوډ کې بدلون نه راولي . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دبهرنيو هيوادونو داستخباراتو لاسوهني ته دافغانستان دځواب په باب وويل دې مسالې ته عملي ځواب په يوه ورځ اويوه مياشت کې نه کيږي دايو بهيردى اوافغانان پوهيږي چې دهغوى پرخلاف څه عملونه ترسره کيږي او آن له امريکا څخه مخکې پوهيدل په دې برخه کې دافغانستان غږ تل لوړ و خو داچې ولي نړۍ ورته پاملرنه نه کوله يوه بيله پوښتنه ده . البته موږ دافغانستان خلکو ته دامنيت تامينول دجګړي ددوام له لاري نه ونيو، په همدي دليل موله خپلو متحدينو څخه ډير پخوا غوښتنه کړې ده چې له تروريزم سره جګړه دافغانانو په کليو اوکورونو کې نه ده بلکي دهغوي په پټنځايونو ، روزنځايونو او دتمويلولو په ځايونو کې ده چې له ا فغانستان څخه بهر پراته دي . دا چې افغانان څومره توان لري چې دغه پټنځايونه له منځه يوسي يوه بله پوښتنه ده او زموږ په ملي حواکمني پوري اړه لري اوهلې ځلې کوو چې دخبروله لاري اوله نورو لارو څخه دغه کار ترسره کړو خو زموږ متحدين داځواک لري اوپوښتنه دلته ده چې ولي دغه کارنه کوي دغه پوښتنه په نړيوالو پوري اوله تروريزم سره په نړيواله مبارزه پوري هم اړه لري چې هغه هدف ته چې دلته راغلي دي او له هغه ځايه ځخه چی خطرمتوجه ده ولی دهغه پر خلاف اقدام نه کوي)) که ځه هم دافغانستان ولسمشر دکوم هیواد نوم نه دی اخستی خودهغه ټولی ځرګندونی و ګاونډی هیواد پاکستان او دهغه هیواد نظامی جنرالانو او کرنیلا نو ته وي.

په همدې خبري کنفرانس کې ښاغلي کرزي په افغانستان کې د امریکايي قواوو د سري استخباراتي راپورونو افشا کول هم وغندل نوموړی وویل چی ددغو پټو اسنادو رسوا کیدل به دهغو افرادو ژوند په خطر کی واچوي چی په افغانستان کی یی خارچی قواووسره مرسته کړي وه،ښاغلی کرزی ددغو سري اسنادو افشاکول غیر مسوولانه وبلل او وی ویل اوس دمخبرانو ژوند په خطر کی دي.په عین حال کی دویکی لیکس دشبکی بنسټ ایښودونکی جولیان اسنج وایی چی داسنادو دخپرولو نه مخکی یی دټولو مخبرانو نومونه کتلی دي او همدا وجه وه چی ۱۵ زرخ پټ سندونه چی دجاسوسانو نومونه په کی وو افشا نه کړل

په ټوله کې د ويکي ليکس لخوا خپاره شوي پټ معلومات که د هر هدف لپاره وي، خو افغان او امريکايي ولسونه بايد د امريکا له حکومت څخه له دوى سره د کړي خيانت په اړه ځواب وغواړي،امریکا باید دافغانستان په هکله په خپله جنګی تګ لاره کی  تغیر راولی ځکه چی دننه دافغانستان په کلیو او بانډو کی تروریستان او دهغوی ځالی نشته

 

 

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت