رحمت اله روان

 

له مخالفينو سره د خبرو اترو لاره له اسلام اباد اوعربستان ځخه تیر یږی

 

د سولې دعالي شورا وياند مولوی قیام الدین کشاف دتلی دمیاشتی په ۱۹ نیټه په کابل کی یوې خبري غونډی کی له وسلوالو طالبانو سره د غير رسمي خبرو اترو پخلى وکړ او له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه پاکستان او سعودي عربستان څخه يې وغوښتل، څو په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې همکاري وکړي،نوموړی دخپلو خبرو په جریان کی وویل له دی امله چی دخبرو اترو پروسه زیانمنه نشی دیادوشویو خبرو اترو په باب ډیر جزئیات  ځکه نه شی ور کولی چی(( یوه نفر یوه ورځ تنها دومره ویلی ؤ،چی زه حاضر یم خبرو اترو ته هغه بیچاره سبا نه ؤ)) ځکه نو دامهال به په دی هکله دمعلومات افشا کول ښی پایلی ونه لری تر ګټی به یی زیان زیات وي.

هغه ددې کس نوم وانخيست ، خو ويل کیږی ، چې يو مهم طالب قوماندان ملابرادر ، وروسته له هغه چې دکابل دحکومت سره خبرو اترو ته حاضر شو ، تیر کال په پاکستان کې ونيول شو او په دی ورستیو ورځو کی له بنده ځخه بیرته ازاد شوي دی نوموړی په داسی حال کی له مخالفینو سره دخبرو پخلی کوي چی له افغان حکومت سره دخبرو اترو لپاره کابل ته دناټو په الوتکو کی دطالبانو دیو شمیر مهمو طالبانو خبرونه هم خپاره شوي دي په دی هکله په زیاتو رسنیو کی ویل کیږي چی دغه خبری اتری دطالبانو دکویټی اوپیښور دشورا له اعضآ وسره شوي دې خو دطالبانو مشر ملا محمد عمر اخند تری ناخبر ساتل شوي دی .

نيويارک ټايمز ور ځپاڼی د امريکايي سرچينو په حواله تیره اوونی خبر ورکوي، چې د امريکايي ځواکونو په مرسته د طالبانو څلور لوړ پوړي استازي کابل ته راغلي وو او د حامدکرزي له ټيم سره يې د سولې په اړه خبرې وکړې. د خبر له مخې په دغو څلور تنو کې دحقاني باصلاحيته استازی هم موجود و، خو سرچينې يې دنوم له ښودلو ډډه کړې ده. دغه طالب مشران تر مذاکراتو وروسته د ناټو په نظامی الوتکو کې بیرته پاکستان ته خوندي رسول شوي دي.لکه ځرنګه چی څو ورځې وړاندې جنرال پتريوس هم ورته خبرې ته اشاره کړې وه
په همدې حال کې نیویارک ټایمزورځپاڼې  د یوه افغان چارواکي او په سیمه کې د یوه پخواني دیپلومات په قول راپور ورکړ چې د طالبانو د مشرتابه شورا، چې د کوټې په شورا مشهوره ده،درو غړیو د افغانستان له حکومت سره په ابتدايي خبرو کې ګډون کړی دی

نیویارک ټایمز وايي چې سپینې ماڼۍ او افغان مقام، چې په خبرو کې یې ګډون درلود، له دې ورځپاڼې څخه غوښتي چې د دغو درو طالبانو او همداراز د حقاني د کورنۍ د هغه غړي نومونه افشا نه کړي چې په خبرو کې یې برخه اخیستې وه.دوی دا غوښتنه د دې لپاره کړې چې هسي نه پر هغو برید وشي.

مخکې امریکايي رسنیو ویلي وو چې د سراج الدین حقاني کشر ورور او تره له یوشمیر پاکستاني امنیتي مقاماتو سره کابل ته تللي وو او له افغانستان چارواکو منجمله ولسمشرکرزي سره یې خبرې کړې وې.

تیره اوونۍ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان ویلي وو چې د ده تر قوماندې لاندې ځواکونو د مولوی عبدالکبیر په شمول یوشمیر طالب مشرانو ته لاره اواره کړې وه چې کابل ته لاړ شي او له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نورو قومندانانو هم د نوم د نه څرګندولو په شرط دا ادعا کړې وه خو دا لومړی ځل دی چې دا خبره د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان په خپله تاییدوي

پیتراییس وویل چې یوشمیر مهم طالب مشران د افغانستان له حکومت سره په تماس کې دي او نور هیوادونه هم په افغانستان کې ښکیل دي . ده د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې ابتدايي وبللې.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونوعمومي قومندان زیاته کړه:«په ځینو خاصو مواردو کې موږ د دغو خبرو اسانتیا رامنځته کړه.کنې دا د طالبانو د جګپوړو مشرانو لپاره اسانه نه وه چې دننه افغانستان ته لاړ شي او بیا د ایساف له اطلاع پرته کابل ته سفر وکړي.

خو طالبانو له مولوی کبیر سره مرکه خپره کړه .په دې مرکه کې د نوموړي له قوله دا خبره رد شوې چې ګنې کابل ته تللی او له افغان چارواکو سره ږغیدلی دی.

په کابل کی دسولی دعالی شورا ویاند مولوی قیام الدین، کابل ته د ناټو ځواکونو له خوا د طالبانو د لیږ دولو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دهغوى طالبانو خونديتوب ، چې دسولې له بهير سره يو ځاى کیږی ، يوه ضروری او حتمي خبره ده ، چې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره کيږي . نوموړی طالبان دافغانستان دخاوری بچیان بللی دی او وایی چی هغوی هم دنورو افغانانو په شانی حق لری چی امتیازات مطراح کړي او دسولی عالی شورا فکر ور باندی وکړی

نوموړى د خبرو اترو په پرمخ بيولو کې د اسلامي هیوادونو په ځانګړې توګه د عربستان هڅې ارزښتناکه بولي او عربستان يې د خبرو اترو لپاره يو امن ځاى وباله .

نوموړي د سعودي عربستان له پاچا خادم الحرمين شريفين څخه وغوښتل ، څو د خپل اسلامي مسؤوليت له مخې، د سولې په ټينګښت کې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي ، له خپل معنوي نفوذ څخه کار واخلي او ښکیلی خواوې سولې ته وهڅوي .

کشاف وايي چې د نورو ګاونډيو هېوادونو په پرتله د پاکستان له اسلامي جمهوريت څخه دهغوى هيله زياته ده او ياد شوى هیواد بايد نیغ په نیغه په دې برخه کې همکاري وکړي .

 نوموړى دخبرو په پروسه کی دپاکستان درول او تاثیرپه باب زياتوي چی، له مخالفينو سره د خبرو اترو لاره له اسلام اباده تیر یږی که چیری لازمه شی چې کو مې خبر ې اتر ې وشی او نتیجه هم ورکړ ی با ید له پا کستان سره خبر ې اتر ې وشی . لکه څر نګه چې د پا کستان لو مړی وزیر سید یو سف رضا ګیلانی څه مو ده مخکې په ښکا ره وویل پا کستان دافغانستان دمخالفینو سره په خبرو کې اسا سی رول لو بو لې شی او د امر یکا او پا کستان تر مینځ په هغو سټر اتیژیکو خبر و اترو کې چې د اکتو بر په ۲۰ د دوا ړو هیوا دونو د سیا سی او پو ځی مقاما تو تر مینځ تر سره شوې ، دغه مو ضو ع مطر ح شوی ده. داسې ښکاري پا کستان ته باید اساسی رول ورکړ ې شي خو امر یکا تر اوسه پوری دپاکستان په رول باندی راضی نه ده.امریکا غواړی چی دپاکستان فوځ دی ته اړکړی تر ځو په پاکستان کی دننه مخالفین وځپي،په دی باب په واشنګټن کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو په وروستۍ ورځ د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلنټن له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په یوه خبری غونډه کې له پاکستان سره د دوو ملیارد ډالره پوځي مرستې اعلان وکړ.

دا دوه میلیارده ډالر به د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات د پوځي مرستو د پروګرام په چوکاټ کې د پنځو کلونو په مودې کي پاکستان ته ورکړل شي او پاکستان به وکړای شي چې په دې پیسوله نورو هیوادونو څخه په امریکا کي جوړې شوې وسلې او مهمات وپیري

د دغو مرستو تر اعلان وړاندې د اوباما د حکومت ځینو جګپوړو مامورینو رسنیو ته ویلي وو چې پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د دوه ملیارده ډالرو دا مرسته د دې لپاره ده چې امریکا غواړي یو ځل بیا پاکستان ته ډاډ ورکړي چې د دې هیواد د پوځ د اړتیاوو په اړه د اوږدې مودې تعهد لري او امریکا غواړي د پاکستان پوځ دومره غښتلی شي چې طالبان او القاعده وسله وال وځپلی شي

 د سياسي شنونکو په اند البته پا کستان هم یو ډول اند یښنې لر ی او تر هغه وخته چې دغه اند یښنې لیر ې نشی په دومره اسا نۍ سره نه غوا ړی چې طالبانو سره خبرې اترې او سوله وشي د پا کستان مهمه اند یښنه يوه د کشمیر مسله ده او بله په کا بل کې د یو ه داسې حکو مت ځا یې پر ځا یې کیدا ده چې د اسلام اباد د سیا ستو نو تا بع وی او هند په کې نفو ذ ونلري. البته په سیمه کې د امر یکا په هد فو نو هم با ید ستر ګې پټې نشی چې هغو ته د رسیدا لپاره یې په افغا نستان کی جنګیږی او تر څو چې دغه هد فو نه نه وی پو ره شوی دغه تپل شوې جگړه به دوام ولري. امر یکا اوس د همد ې تپل شوې جنګ په پلمه له کابل حکومته په رسمی تو ګه غو اړی چې له واشنګټن سره داسې تړون وکړ ی چې د هغه پر اساس امر یکا د افغا نستان په سټر اتیژیکو ځا یو نو کې دایمی پخی اډې ولرلې شی د سرچينې په وينا ، که چيرې په افغانستان کې دسولې د ټينګښت په برخه کې ګاونډي هیوادونه ، نړيواله ټولنه او کوم هېوادونه، چې په يو ډول نه يو ډول د افغانستان په مسئله کې ښیل دي ، يو بل ته لاس ورنکړي ، په هېواد کې سوله او ثبات ټينګیدای نشي .

که څه د سولې د عالي شورا وياند له وسله والو مخالفينو د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبرې کوي خو د طالبانو تحريک د يوې اعلاميې په خپرولو سره له افغان دولت سره د سولې له پاره د هر ډول تماس نيول رد کړي دي .

په دغه اعلاميه کې چې  د تلې په ٢٩ مه ځینو خبری رسنیو ته استول شوې ويل شوي چې د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبرې د افغان حکومت او ناټو تبليغات دي

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د واشنګټن ، کابل او نړیوالو رسنیو دا آوازې په کلکه رد کړې چی وایی طالبان د امریکا تر نظارت لاندی د افغان حکومت سره په خبرو اترو لګیا دي . اعلامیه وایی چی که داسی وی نو هغوی دې کوم سند او ثبوت وښیی او د اشعال په صورت کی دغسی خبری اتری نه ځای نیسی او نه یې موږ تاییدوو . اعلامیه زیاتوی چی د دغسی پروپاګنډ هدف دا دی چی د افغانستان اشغال ته قانونی او ابدی رنګ ورکړی او هم د افغان حکومت فساد او بې اعتباري ورک کړی .
اعلامیه په پای کی لیکی چی اشغالګران دې د دغسی پوچو تبلیغاتو او ظالمانه پوځی عملیاتو پر ځای زموږ له هېواده ووزی تر څو خپل بایللی نوم او حیثیت بیرته خپل کړی که نه درانه تلفات او اقتصادی ضایعات به یې نصیب وی.

 

 

 پای

 رحمت اله روان



 

 

 

 


بالا
 
بازگشت