رحمت اله روان

 

پاکستان غواړې له امریکا سره دائمی ستراتیژیک تړون لاسلیک کړې

 

له پاکستان څخه د متحده ايالاتو د ولسمشر د مرستيال جو بايدن له ليدني کتني لایوه اونۍ پوره سوې نه ده چي د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري واشنګتن ته ولاړ تر څو د متحده ايالاتو له مشرانو سره داقتصادی همکاریواوتروریزم ضد مبارزی پر سر خبری وکړې،په خبرونو کی داهم ویل شوې دې چې دپاکستان ولسمشر آصف زرداری دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا دپخوانی ځانګړې مړه شوی خاص استازی ریچارد هالبروک دویر اوما تم په یوه محافل کی دګډون په منظور واشنګتن ته په سفر تللی دې او په دی طرڅ کی ښایی دباکستان روان سیاسی او فوځی وضعیت دمتحده ایا لاتو دمشرانو سره  دبحث مهمه موضوع وګرځې

واشنګتن په افغانستان کي د ترهګری پر ضد جګړه چي اوس لسم کال يي پيل شو او ورځ په ورځ په متحده ايالاتو کي عامه ملاتړ له لاسه ورکوي، د اسلام آباد همکاري ضروري ګڼي،دمتحده ایا لاتو دحکومت ویاند ویلي دي چی ولسمشر باراک اوباما به دپاکستان له ولسمشر سره ددواړو هیوادونو دعلاقی وړ مسایلو په باب خبری وکړې،که ځه هم پاکستان دنړیوالی تروریزم پرضد ایتلاف کی دامریکا ملګری ګڼل کیږې خو دمتحده ایالاتو فوځی چارواکی دترهګري پرضد دپاکستان مبارزه کافی نه ګټي او دترهګرو زیات مشران دپاکستان دای،ایس،ای دنظامی اداری تر حمایت لاندی په پاکستان کی ژوند کوې  

د متحده ايالاتو د وسله والو ځواکونو  لوي درستيز امير البحر مايک مولن تیره اوونی په واشنکتن کی خبریالانو ته وويل تر هغه چې د پاکستان په خاوره کې د طالبانوځالي له مينځه و لاړي نسي، په افغانستان کې د سولې راتګ ناشوني ښکاري،مولن دپاکستان په خاوره کی پراته ترهګر دافغانستان دکورنی امنیت لپاره ډیر خطرناک وبلل او دنړی ټول هیوادونه یی دامریکی په ځیر له هغو سره جګړي ته را وبلل

همدا رازد امریکا لوی درستیز مایک مولن  په واشنګتن کی په خپلو خبروکی پاکستان د نړیوال تروریزم د ثقل مرکز وباله خو ډاډه دی چې د پاکستان پوځ پوهېږي چې د دغه خطر د ختمولو لپاره باید څه وکړي،مولن په عین حال کی ویلې دې چی په افغانستان کی د بریالیتوب لپاره باید په پاکستان کی دترهګرو خوندي پناه ځایونه له منځه یووړل شې نوموړی دخبرو په ادامه کی ویلی دې چی مونږ په افغانستان کی تر هغو نه شو بریالی کیدای تر ځوچی دامر کزونه له منځه نه وی تللی .مایک مولن داهم ویلی دې چی په افغانستان کی به روان میلادی کال ناکرار او ډیر خونړي وې دا باید دیوی ستونزی په توګه ومنو چی مونږ باید په را روانو میاشتو کی نورو تلفاتو ته اماده اوسو دافغانستان په ځینو سیموکی به تاوتریخوالی ډیر زیات وې

 د امریکا د ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن دافغانستان له سفره وروسته په اسلام اباد کې د پاکستان کی سمدستی دپاکستان له سیاسي او پوځې مشرانو سره وکتل،بایډن په اسلام اباد کی دخبری کنفرانس په ترڅ کی چی دپاکستان صدراعظم هم حضور در لود وویل چی دبنسټ پا لو پر ضد مبارزه باید زور واخلي بايدن همدا راز ویلي دې چی سخت دریځی یواځی دامریکا او نړی لپاره نه بلکی دپاکستان لپاره هم یو لوي ګواښ دې،القاعدی که په امریکا کی ۳۰۰ تنه بی ګناه خلګ وژلی دې نو په باکستان کی یی هم په زرګونو خلګوته مرګ او ژوبله اړه ولی ده پاکستان باید په دی پوه شی چی بنسټ پالو په باکستان کی پناه ځایونه جوړ کړی دې او خوندی مر کزونه لري،بايډن پاکستان دامریکا ډیر نژدی دوست او له همکارو هیوادو ځخه بللي دې نوموړې دپاکستان سره دمالی مرستو یادونه هم کړې ده

که څه هم افغان سياسي شنونکي  دا مني چي د ترهګرو ډلو پر ضد د جګړي د تندولو لپاره واشنګتن وخت په وخت له اسلام آباد څخه غوښتني کړي دي، خو هيڅکله يي هغه په «رښتنيي توګه» تر فشار لاندي نه دي راوستي،دامریکی لوړ پوړې چارواکی همیشه دپاکستان په هکله داسی جدی خبری کوې خو هیځکله یی هم عملی ګام نه دې او چت کړې،امریکا په ریښتنی توګه نه غواړې په پاکستان فشار راوړې تنها په لفظی څرګندونو باندی اکتفا کوې په عمل کی یی هیځ هم نه دی کړي،امریکا ځکه دپاکستان سره دجدی جلند ځخه کار نه اخلې چی پاکستان  په سیمه کی نسبت افغانستان  او دسیمی دنورو ملکونوته دخپلو اهدافو دتر لاسه کولو لپاره ډیر با ارزشته تر ټولو نژدی دوست او ملګري ګڼې

  اټکل کيږي چي و امريکا ته د زرداري د سفر پر وخت به اوباما پر هغه فشار واچوي چي په پاکستان کی دننه دافرطیانو پرضد  ژر تر ژره پوځي عمليات پېل کړي او دترهګرې سره مبارزه دننه په پاکستان کی پیا وړي کړي

په واشنګټڼ کې د امریکا او پاکستان د ولسمشرانو له خبرو وروسته یوه استخباراتي کارپوه رسنیو ته وویل د پاکستان بلواضد دوکتورین د دغه هیواد په پولو پوري محدود دی، دمنځنی ختیځ دسترا تفور داستخباراتو دځانګی یوه کارپوه ښاغلی (کامران بخارې) ویلي دی چی واشنګتن او اسلا م اباد دسیمی په باب په یوه نظر او خوله نه دې نوموړی وایی کلیدی مسله دافغانستان پرسر ددواړو خواوو په نظرونو کی بنیادی ستراتیژیک اختلاف دې،پاکستان هیځکله نه غواړي چی هغه مخالفین ونیسی چی دپاکستان له پولی دباندی په افغانستان کی جنګیږې،تنها پاکستان دهغو مخالفینو پرضد له قهره ضد ګامونه اخلې چی دپاکستان په خاوره کی دننه دهغه حکومت برخلاف جنګیږې خو دهغو هر راز ملاتړ او ساتنه کوی چی په افغانستان کی بمونه الوزه وی،ښونځی ورانوې،بی ګناه خلګ وژنې او عام المنفعه تا سیسات ورانوې او یا یی له منځه وړې.

خو له دې ټولو سره سره پاکستان توانېدلی چې په تېرو لسو کلونو کې په خپلې دې دوه مخې پالیسۍ له امریکا په ملیاردونو ډالره وشکوي او اوس هڅه کوي چې له امریکا سره دائمی ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړې او په دې توګه خپله بقا هم تضمین کړي،ځکه چی دسپینی ماڼی ویاند ددواړو مشرانو تر خبرو وړاندی ویلی وو چی دواړه ولسمشران به دامریکا او پاکستان پر استراتیژیک دیالوک هم دنظر تبادله وکړې، پاکستان دافغانستان او امریکی تر مینځ په استراتیژیک تړون باندی نیوکی له دی امله کوې چی غواړې تر افغانستان خپل ځان وامریکا ته نژدی معرفی کړې او دامریکا سره ستراتیژیک تړون دخپل هیواد په نفع بولی او په افغانستان کی خپل لاسپوځی دی ته هځوې چی باید دامریکا سره دافغان حکومت دستراتیژیک دائمی تړون مانع وګر ځیږې،اوافغان حکومت ته دا موقع په لاس ور نه کړي چی دامریکا سره دستراتیژیک تړون پرسر دافغانانو په ګټه کومی نتچی ته ورسیږې،دسیاسی چارو افغانی کارپوهان باید دی ټکی ته توجه وکړي چی پاکستان هیځکله نه غواړې چی په افغانستان کی دائمی پایدار او قوی حکومت  په وجود راشې او همیشه په خارجی او داخلی سطحه دافغانستان دګټو مانع ګر ځیدلې دی او مونږ افغانان یی په خپل کور کی په جنګ اچولی یو او ګټه دوی پورته کړې ده.

  

  پای

 

رحمت اله روان



 


بالا
 
بازگشت