رحمت اله روان

 

دخارجی چارواکو دیوه اوبل ضد ځرګندونې افغانستان  بحران ته وړې

 

په افغانستان کې د امريکا تر مشرۍ لاندی د تروريزم پروړاندی د جګړي څخه دادي لس کاله تېريږي، خو تر اوسه پورې د دغی جګړې اصلی پايلي نه دي څرګندې شوې. د نوموړي جګړي د پوځي عملياتو په بهير کې چي د امريکا او ناټو د ځواکونو په ګډه ترسره شوې د مخالفینو په ځاي د افغانستان  بې ګناه کسانو ته د سر او مال ډېرزیات درانه زيانونه اوښښتي دي،چی ددی ټولو نا خوالو یوازنی علت دامریکایی لوړ پړوچارواکو تر منځ دافغانستان دکشالی دحل په باب دیوه واحد نظر او عمل نه در لودل دي نه داچی دافغانستان په داخل کی دجنګ په ډګر کی دخارجو فوځونو تر منځ واحده قومنده نشته بلکی په خارج کی ددی تر منځ همیشه دنظر اختلاف موجود دی  او ضد نقیض ځرګندونی دیواوبل پرضد په رسنیو کی بیا نوې ددی دغه رنګه ضد نقیض څرګندونو دافغانستان سیاسی او آمنیتی وضعیت نور هم دبحران دحالت سره مخامخ کړی دې او دافغانستان حالات لاپسی خرابیږې

د افغانستان دولت هروخت د امريکا په مشرۍ له ټولو بهرنيو ځواکونو نه غوښتي دي چې خپلسري اقدامات ونه کړی  او خپل هر رنګه اقدامات بايد د افغانانو په مشوره او همغږۍ کي سرته ورسوي، خو د بهرنيو ځواکو او په سرکي د امريکايي ځواکونو لوړپړو چارواکو، قوماندانانو د افغانستان د خلکو او دولت ټولني غوښتنې بابيزه ګڼلي دی او تر ننه هرڅه په خپل سر کوي. همدا ر نګه بهرنيان نه يوازي دا چې د افغانستان په پوځي چارواکي مستقيم لاس لري د هيواد په ملکي ادارو کې هم په بشپړه توګه واکمني چلوي، او د حامد کرزي په مشرۍ حکومتي چارواکي په خپلواکه توګه نه پريږدي او په حکومت کې ټولي لوړې څوکۍ د بهرنيانو په منځکي ويشل شويدي، ان دا چې د هر هيواد، وزيران، رييسان، واليان او ولسوالان معلوم دي او په دغه ډول يي د حامد کرزي په مشرۍ يو داسي کمزوري حکومت رامنځته کړيدي چې د بهرنيانو د غوښتنو په وړاندي له خپلو ملي ګټو او فرهنګ څخه دفاع نه شي کولاي. ولسمشر کرزي د روان کال د مرغومي د مياشتي په ۱۴ مه د اساسي قانون د اووي کاليزې په مناسبت وويل: بهرنيان د اساسي قانون په عملي کولو کي لاس وهنه کوي او بايد چې بهرنيان زموږ په کورنيو چاروکي لاس وهنه ونه کړي. همدا رنګه ولسمشر کرزي په تيرو وينا ووکي هم دا خبره کړيده چې د دوي ته دښي حکومتداري واک نه  ورکول کيږي....

د حامد کرزي له دغه څرګندونو څخه داپه ډاګه کېږي چې امريکا د خپلو موخو د تر سره کولو لپاره د يو کمزوري  حکومت شتون حتمي ګڼي. افغانستان ته دامريکايي لوړ رتبه چارواکو د راتللو په بهير کې د امريکا ولسمشر مرستيال جو بايډن په د اسې وخت کې کابل خپل ته نا څاپي سفر وکړ، چي په افغانستان کې د سناتور لينزي ګربهام، د دي وړانديز په وړاندې چې په افغانستان کې دې پنځه دايمي امريکایی ي اډې جوړي شي سخت غبرګونونو رامنځته شوي وو. جو بايد د خپل پنځم سفر په بهير کې چي د روان کال د مرغومي د مياشتي په ۲۱ مه سرته ورسيده، د افغان ولسمشر حامد کرزي سره يې د افغانستان په حالاتو او د خپلو پوځونو د شتون په اړوند پوره خبري وکړي. نوموړي د  حامد کرزي سره په يو خبري کنفرانس کي وويل: هيواد يي هڅه کوي چي افغان ځواکونه په خپلو پښو ودروي او په ۲۰۱۴ ز کال کې د  امنيت مسووليت په خپله غاړه واخلي. که چيرته ا فغانان وغواړي نو له ۲۰۱۴ ز کال وروسته به هم امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتي شي... امريکايان د دي هېواد د کنترول لپاره نه دي راغلي او افغانان بايد په خپله ملکي ادارې جوړې کړي...

جو بايډن د افغانستان لپاره د اوباما په ستراتيژۍ له بيا کتني وروست ويلي و، چي په ۲۰۱۴ ز کال کې په امريکايي ځواکونه له قيد او شرط پرته له افغانستان څخه ووځي. د بايډن له اوسنيو ځرګندونو څخه داپه ډاګه کېږي چې امريکايي چارواکي د افغان لانجي په هکله واحد نظر، نه لري. د امريکا د کانګرس د جمهوريت خوا، ګوند سناتور لين وولسي، د جنوري په ۸ مه په خپله وينا کې وويل: د افغانستان جګړه يوه  غميزه وه او دغه جګړه د يوي ماتي ښکارندوي او د امريکا لپاره يو ملي شرم او اخلاقي سره ټيټي دي. او زياته يې کړه چې په دغه جګړه کې ۱۴۰۰۰ امريکايانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړيدي. د امريکا يو بل سناتور جان بينر، وايي چي بايد ۶۰ سلنه د امريکايانو غوښتني په پام کي ونيسو چې وايي د افغانستان جګړه ارزښت نه لري. ددغه رنګه څرګندونو په پام کې نيولو سره په يوه جمله کې ويل کيدلاي شي چې ا مريکا هيڅکله په افغانستان د تروريزم پرخلاف جګړي د دوام او بري په اړوند د افغانستان د خلکو او دولت خبره نه ده منلي او هر څه غواړي چي د ټوپک په زور  حل کړي. په افغانستان کې د امريکا د مرموزي باليسۍ په اړوند نه يوازې دا چي د افغانانو حساسيتونو را پاريږي بلکي د ګاونډيو او د سيمي د هيوادونو مرستي د طالبانو سره ورځ په ورځ زياتيږي. په افغانستان کي د امريکا د بري راز په دې کې دي چي د افغانانو خبروته غوږ کيږدي او په ګډه سره دتروريزم پرخلاف جګړي د پاي ته رسيدو لپاره معقوله لاره پيدا کړي او که نه بيابه هم د سناتور لين وولسي، خبره ده چې د افغانستان جګړه به بالاخره د امريکا د شرمناکي ماتي څرګندوي وي

په دی اخیرو ورځو کی په افغانستان کی د نړیوالو ځواکونو یوه جګپوړي قومندان ډګر جنرال( ډیويډ رودریګوز) چی په عین حال کی په افغانستان کی دعملیاتو مسوول هم دی دخپلو ځرګندونو په طرځ کی دافغانستان وآمنیتی وضعیت ته دخوشبینی په سترګه کتلی دې نوموړی ویلی دې چی دامریکا متحده ایالات دپاکستان وملا تړ ته اړتیا نه لری حال داچی تر دی وړاندی دامریکا دټولو قواو لوی درسیز مایک مولن په ډیر تاکید سره ویلی ؤ چی بیله د پا کستان دمرستو دافغانستان جګړه نشو ګټله کیدای،جنرال دیويډ  ویلی دی چی په تیرو دوومیاشتو کی دوسلو شاوخوا ۱۲۵۰ زخیری نیول شوی دی حال داچی وړم کال په همدی موده کی په مجموعی توګه ۱۶۳ زیرمی موندل شوی وی،جنرال ډیويډ دافغان او نړیوالو څواکونو دشمیر زیاتیدوته ته په توجه سره ویلی دې چی مخالفین به په راتلونکی پسرلی کی وخپل جنګی تاکتیک ته تغیر ورکړی او ډیر پام به دسیمه ییزو مشرانو ووژلو اودسړک دغاړی دمینونو ځای پرځای کولو ته واړه وې

 په عین حال کی د( جنورۍ ٢٦مه)-  په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرايوس دی ته ورته ، په افغانستان کې د روانې جګړې په باب خوشبيني ښوولې او خپلو مامورينو ته يې ليکلي دي، چې افغان او ائتلافي ځواکونو په تېرو کلونو کې د سخت دريځو د منځنۍ طبقې مشران زيات ځپلي او دوى يې له خپلو پټو مرکزونو شړلي دي.

د پټرايوس دې خوشبينۍ ته په پام سره، چې نوموړي د افغانستان وضعيت د عراق له وضعيت سره مقایسه کوی، چې په ٢٠٠٧م کال کې نوموړى وتوانېد جګړې ته د پاى ټکى کښېږدي، ورسره تاوتريخوالى هم راکم شو. په همدې حال کې ځينې پوځي چارواکي اټکل کوي چې د افغانستان لپاره به ٢٠١١م کال تر نورو بدتره وي،افغان حکومت  به کمزوری وې داځکه چی پاکستان مخالفینو په پټ مر کز بدل شوی دې او دوی هلته په کی خوندی دې په همدی اساس زیا ت افغانان په دی باور دی چی په افغانستان کی دبهرنیو ځواکونو په موجودیت کی حالات ورځ په ورځ لا پسی خرابیږې  ډیر خلګ په دی نظر دی چی د پیترایوس او ځینو نورو بهرنیو ځواکونو عمومی قومندانان دا خوشبینی ځکه ځرګندوی چی دخپلو عسکرو ووتلو ته زمینه برابره کړې

جنرال پیترایوس او جنرال ډیويډ دا ځرګندونی په داسی حال کی کوی چی د امريکايي ځواکونو د تلفاتو په اړه يو نوى راپور ښيي، چې په ٢٠١٠ کال کې د ددې ځواکونو د تلفاتو شمېر ٦٠ سلنه زيات شوى. واشنګټن پوست ورځپاڼې ددې هېواد د دفاعي ځواک د راپور په مټ، د تیری اوونی په یوه ګڼه کې لیکلی ول: په افغانستان کې د سړک غاړې بمونو له امله، د ټپي امريکايي سرتېرو شمېر هم ٣ برابره شوى. له دې راپور سره سم په ٢٠١٠ کال کې ٢٦٨ امريکايي سرتېرو، ددې بمونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړى، په داسې حال کې چې دا شمېره د تېرو دريو کالو د وژلو شوو سرتېرو د شمېر سره برابره ده. همدا راز ٣٣٦٠ سرتېري ټپيان شوي دي، چې په دې شمېر کې ١٧٨ هغه د تېر کال په پرتله زيات شوي دي. رسمي امريکايي چارواکو اعلان کړى دى. چې د امريکايي او ناټو سرتېرو د تلفاتو د ډېرښت او د جنګ د شدت د زياتېدو په نظر کې نيولو سره انتظار کېږي چې حملې زياتې او په پايله کې يې تلفات هم ډېر شي. امريکايي ځواکونه، په افغانستان د بريد له پيله په دې هڅه کې دي، چې د سړک غاړې بمونو څخه د خلاصون لاره پيدا کړي، خو لا تر اوسه په دې چاره کې د پام وړ برياليتوب نه لري. د سړک غاړې د بمونو پر ضد د امريکا د دفاع وزارت واحد قومندان (مايکل اوتس) د لاس جوړېدونکو بمونو، چې د سړک غاړې په نامه مشهور دي، په اړه وويل: زما لويه اندېښه همدغه بريدونه دي. اوتس وايي د امريکايي سرتېرو د تلفاتو د ډېرښت لوى دليل دادى، چې زمونږ اوروپايي متحدانو، د خپل مسئوليت څخه اوږې سپکې کړې او پرځاى يې امريکايي سرتېري هغو سيمو ته تللي دي، چې اروپايي هغه يې ورتلو ته زړه نه ښه کوي، وسله وال په دې سيمو کې ډېر فعال دي، دوى په تېر کال کې ١٤٦٦١ د سړک غاړې بمونه په بېلا بېلو لارو کې ځاى پرځاى کړي وو، چې د ٢٠٠٩ کال په پرتله ٦٢ سلنه زياتوالى ښيي

دیوه بل راپور پربنیاد په امريکايي پوځيانو کې د دويم کال په مخه د ځانوژنې پېښې زياتې شوې دي. اکثره يې هغه عسکر دي چې افغانستان او عراق ته د جګړې لپاره لېږل کېږي.ددغړ ځانوژنو علت نا معلوم ښودل شوی دې هغه ارقام چی دامریکا دفوځی خدماتو داداری له لوری دجنوری په میاشت کی خپاره شوي دې وایی چی په ۲۰۱۰ کال کی ۴۳۵ ځان وژنې پیښې دوظیفی پرمهال دپرسونل له لوری شوي دې او په ۲۰۰۹ م کال کی دغه رنګه پيښې ۳۸۱ په شا وخواکی ثپت شو ی دې

د روسيې نامتو مبصر او سياسي کارپوه (الکسي بيکلو) له (راشو ټوډې)  شبکې سره په يوه ګردي مېز کې، امريکا په افغانستان کې ناکامه وبلله. بيکلو همدا راز وويل: امريکا نه يوازې دا چې کومه لاسته راوړنه نه لري بلکې ماتې يې خوړلې ده. د روسيې سياسي کارپوه الکسي بيکلو د عربي، امريکايي او اسلامي اړيکو او د امريکا د بهرني سياست د ستونزو په اړه په يوه خپرونه کې په افغانستان او عراق کې د امريکا په حضور خبرې وکړې. ده په دې خپرونه کې په يادو هېوادونو کې، د امريکا په ماتې ټينګار وکړ. بيکلو زياته کړه: له سړې جګړې او د پخواني شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې ځينې بدلونونه رامنځته شول، امريکا په بوسني او کوزوو کې جګړې ترسره کړې او په بې دښمنه برياليتوب يې وياړ کاوه د بيکلو په وينا په ٢٠٠١ لومړي کال کې امريکا په افغانستان کې د طالب په نامه دښمن سره ښکېله شوه خو لس کلونه کېږي چې امريکا ددې دښمن د ماتولو لپاره په افغانستان کې ده.  مګر هېڅ کومه پايله نه لري او ماتې يې خوړلې ده. دې سياسي کارپوه وړاندې وويل: په ٢٠٠٣ زېږديز کال کې امريکا پر عراق بريد وکړ او بې له کوم مقاومته يې د صدام نظام نسکور کړ چې دا  امريکا خپل لوى برياليتوب وباله  

مګر واقيعت دادى چې د عراق سياسي جوړښت نظر نورو هېوادونو ته، په بشپړ ډول توپير لري، امريکايان چې په ٢٠٠٣ کال کې عراق ته ننوتل،په لومړيو کې دې موضوع ته ځير نه شول. د بيکلو په وينا امريکا په عراق کې هم ماتې خوړلې او نه ده توانېدلې،چې ددې هېواد لپاره حد اقل امنيت تامين کړي، چې د ملکي وګړو زيات وژل کېدل ددې خبرې څرګند ثبوت دى. دى وړاندې وايي: امريکايي پوځيان او نور ائتلافي سرتېري له پوره عصري جګړييزو وسايلو سره  په ٢٠٠١ کال کې په دې موخه افغانستان ته لاړل چې ګواکې طالبان او القاعده له منځه وړي لس کال وروسته طالبان ددې پرځاى چې کمزوري شي لا پياوړي شوي او ددې هېواد نورې سيمې يې هم تر خپل واک لاندې راوستلې دي. بيکلو وايي : القاعدي هم په مختلفو هېوادونو کې رېښې کړې او امريکايان نه دي توانېدلي چې هغه له منځه يوسي،د بيکلو په وينا امريکا په افغانستان کې نورې موخې لري چې له يوه له هغو يې مادي ګټې دي

د ناټو یوه بل جګپوړي چارواکي یوه اوونی وړاندی وویلی دې، کله چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوي د دغه هیواد حکومت به هماغسي ونه پرزي چې په ۱۹۷۰ یمه لسیزه کې جنوبي ویتنام وپرزېد

ایټالیايي اډمیرل ګیامپاولو دي پاولا وايي، وروسته له دې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ناټو پوځیان د افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري نړیواله ټولنه به له افغانستان سره خپلو ژمنو ته دوام ورکړي

دي پاولا وویل شاوخوا شپېته هیوادونه په افغانستان کې د ثبات راوستلو او ټینګولو په هلو ځلو کې شامل دي نو افغانستان باید څوک له ویتنام سره پرتله نه کړي چې یو اړخ پکې ښکېل وو

د امریکا او د هغې د متحدانو ځواکونه په ۱۹۷۳ ع کال له جنوبي ویتنامه ووتل ، دوه کاله وروسته د جنوبي ویتنام پوځ، چې امریکایانو او فرانسویانو دېرش کاله روزلی وو، د کمونستانو د حملې په نتیجه کې د څو اوونیو په ترڅ کې نسکور شو

په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله حکومت هم د شورویانو له وتلو څو کاله وروسته وپرزېد خو د ډېرو پوځي کارپوهانو په نظر د نجیب حکومت د مجاهدینو د هلوځلو په زور نه بلکې د شوروي اتحاد د دړې وړې کېدو ، د روسیې د مرستو د بندېدو او د رژیم په منځ کې د اختلافاتو له امله وپرزېد

ځیني مورخان وايي چې د افغانستان او ویتنام جنګونه ورته والي سره لري.دوی د افغانستان په انتخاباتو کې درغلۍ او په ویتنام کې د پوځي رژیم د مشروعیت لپاره په هلو ځلو کې ناکامي د دواړو هیوادونو هیوادونو د ورته مسایلو بېلګې بولي

خو د ناټو ایټالیايي چارواکی وايي چې د افغانستان جګړه به د ویتنام په شان نه وي او نه به هماغسي ختمه شي ځکه چې دلته د سولې د راوستلو په هلو ځلو کې درسته نړیواله ټولنه شریکه ده.

 

 

  پای

رحمت اله روان



 


بالا
 
بازگشت