رحمت اله روان

 

د كوچيانو او هزاره ؤ ستونزو ته باید سیاسی رنګ ور نه کړل شي

 

 

متاسفانه په وردګو ولايت كې د كوچيانو او هزاره وو تر منځ د لومړۍ جګړې نه وروسته يو ځل بيا جګړه شوې ده چې مړي او ټپيان هم لري ،دکوچیانو او هزارو تر مینځ په تیرو اتو کلونو کی څو ځله دغسی جګړی رامنځ ته شو ي دی هر ځل ددغی ناوړه معضلی دحل لپاره دهیواد دولسمشر له لوری ځانګړی کمیسیون او پلاوی ټاکل شوي دی خو دغه ستونزه لا تر اوسه په اساسی توګه نه ده اواره شوی.
په دې بايد ټول لوري ښه و پوهيږي چې افغانستان د ټولو افغانانو شريك كور دى، په دې شريك كور كې هیځوک د بل د حق د غصب حق او واك نه لري، د كوچي او هزاره اوسنى ستونزه هيڅكله په عاجل بنياد او داسې ګواښونو معقول حل ته نشي رسيداى چې ځينې ډلې او افراد يې هڅې كوي. ،که چیری داسی وایی تیر کال خو دغه مساله دولسمشر کرزي له لوری حل شوه چی کوچیانو له بهسودو ځخه را وګرځیدل ,بیا ولی دغه پيښه تکراریږي داځکه چی تر اوسه پوری اساسی حل نه دی پيدا شو ي او په دغه پروسه کی دوا ړه لوری ، اوسنی دولت او هغه کمیسیون چی ددغی معضلی دحل په خاطر ټاکل شوي دی ملامت بولی
د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ له شخړو نه په تیرو او اوس دواړو حالاتو کې سياسي ډلې او د شرايطو زېږند هغه قومي مشران ګټه پورته کوي، چې په همدغسې کړکیچنو او قومي او سياسي شخړو کې خپل مشرتوب او پايښت ويني. په تیرو او اوس دواړو وختونو کې دا هم په ډاګه شوې، چې هغوي له دا ډول قومي شخړو نه د خپلو ځانونو او خپلو بادارانو په نفع کار اخستي دي. په دې منځ کې ولس دي، چې د نورو د ناولو اهدافو د پليتابه په لار کې قرباني کيږي.
سره له دې چې دا مسئله يوه حقوقي مسئله ده، خو په دې وروستيو کې هڅه شوې چې له دې مسئلې سياسي ګټه پورته شي او ويل کيږي چې په دې مسئله کې بهرني هیوادونه لاس لري چې د ايران نوم په کې تر ټولو وړاندې راځي ، په دی خاطر چی نوموړی هیواد تلاش کوی چی نوموړی موضوع ته سیاسی رنګ ور کړی تر ځو دعامو افغانانو تو جه دهغه عمل ځخه کوم چی د بی ګناه افغانانو اعدامول په ایران کی دي دخپل ځان ځخه ودی اختلاف ته واړه وي او افغانان په خپل مینځ کی په جنګ دتل په شان مصروف وساتی ، لکه ځرنګه چی معلومه ده هر ځل ددغی معضلی د مطرح کیدو سره سم په کابل کې يو شمیر کسانو چې ځانونه د کوچیانو او هزاره وو مشران بولي، په اړونده قومونو کې د نفوذ پيدا کولو لپاره دې دې مسئلې ته سياسي رنګ ورکړى او دا مسئله يې پر دولت د فشار په توګه هم کارولې ده. اوس هم ددې خبر له خپرېدو سره سم يو شمیر کسانو او سياسي ډلو سخت غبرګون وښود او د ولسي جرګې د ټاکنو او د سولې دملي مشورتي جرګې د تحريمولو ګواښ يې وکړ.حال داچی په افغانستان کې هره ورځ د بهرنيو له خوا په وحشيانه ډول ملکيان وژل کيږي خو د تاسف ځاى دا دى چې يوې دغې سياسي ډلې هم کوم غبرګون ونښود او نه يې هم د ټاکنو او د سولې د جرګې د تحريمولو ګواښ وکړ. له دې ښکاري چې دغه ډلې فاشستې ډلې دي او يوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره دخارجی استعمارګرو کړیو په هدایت او مشوره دې مسايلو ته سياسي رنګ ورکوي.
د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په شخړه کې د تلفاتو او مسالې د شدت په اړه ډېري له مبالغې کار اخستل کيږي. دغه مبالغه او تبليغ ډېري د هغو اړخونو له خوا کيږي، چې نه غواړي دغه دوه ټبرونه په سوله کې څنګ ترڅنګ ژوند وکړي. هغوي له همدغسې مسايلو نه په استفادې سره هڅه کوي، په ټولنه او سياسي جرياناتو کې خپل موقف او دريځ مطرح کړي.
په کابل کې له دې شخړې نه متفاوت انځور وړاندې کيږي. ځينې لوري، چې په شخړه کې خپلې ګټې خوندي بولي او له دې لارې د امتيازاتو په لټه کې دي، موضوع خورا حساسه څرګندوي، خو د هغو واقعيتونو د پلټنې زيار نه باسي، چې هلته د سيمې خلک او دواړه متخاصم اړخونه ورسره مخامخ دي. له نږدې نه د واقعيتونو له درک پرته دا قضاوت ستونزمن دي، چې وويل شي، څوک بريد ګر دي او څوک له ځان نه دفاع کوونکي. دغسې قضاوت نه يوازې دا، چې د سياسي ډلو ټپلو حيثيت زيانمنوي، بلکې په هغوي پورې تړلي رسنيز او ټولنيز بهيرونه هم زيانمنولاي شي.
دلته يوه مساله مهمه ده دا چې متاسفانه د ولسي جرګې هزاره وكيلانو د جرګې له غونډو سره پريكون كړى دى، په داسې حال كې چې دا د مسالې حل لاره نه ده، ددې پر ځاى دوى بايد د كوچيانو له وكيلانو سره په ګډه د استدلال او منطق په زور د مسالى د حل يوه لاره موندلې واى حقوقي مسايل په سياسي فشارونو نشي حل كيداى. په دی مساله کی که دولتی ار ګانونه او دواړو لوروته سیاسی ډلی او اشخاص خپل مسؤلیتونه درک نه کړی دغه لانجه به دحل پرځای نوره هم اوږده شی او بیا به یی دحل لاره ډیره مشکله وي
ددې شخړې په باب يو ښه زيرى اوس دادى چې د ولسمشرۍ دوهم مرستيال له يوه جګپوړي پلاوي سره پرون د وردګو ولايت دايميردادو ولسوالۍ ته ولاړ او د ښكيلو لوريو د استازيو سره په يوه دوه پړاويزه حل لاره توافق ته رسيدلى دى، خداى دې وكړي نور په دې لانجې كې يو څاڅكى وينه هم تويې نشي او همدغه اوربند په يوه تلپاتې سوله بدل شي.
د جمهور رييس دويم مرستيال محمد کريم خليلي دپنچشنبه په ورځ د ٍږر دمیاشتی په ۲۹ نیټه له غرمې وروسته ديومطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې دکوچي خلکو او دسيمې اوسيدونکو ترمنځ د شخړې دحل کولو په اړوند ددولت وروستي اقدامات او اجراات رسنيو ته اعلام کړل  دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې په دې مطبوعاتي کنفرانس کې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي ، دکورنيو چارو وزير دملي دفاع وزارت داوپراسيون رييس او دوسله وال پوځ دلوي درستيز اوپراتيفي مرستيال ګډون کړي و . دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي زياته کړه دجګړې دسملاسي بندولو او داوربند درعايتولو او دغه راز دسيمې دخلکودکليو او اوسنيو سيمو پرخلاف دهر راز پرمختګ اوبريدونو دمخنيوي او د استوګنې سيموته دبې ځايه شويو کسانو د ستنيدو په باب ددولت ټولې پخواني پريګړې په بيړه دتطبيق په حال کې دي او دکوچي خلکو اودسيمې داوسيدونکو ترمنځ د مجادلې داساسي او بنسټيز حل په مقصد دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس داساسي قانون او د وزيرانوشورا دپريکړې دتطبيق په لاره کې دکوچي خلکو دميشت کولو اودځمکې دويش په مقصد يو حکم صادر کړي دى . دجمهور رييس مرستيال ددغه حکم صادرول دکوچيانو دميشت کولو په باب دسيمې دخلکو او کوچيانو دغوښتنې دتحقق په لاره کې يوستر ګام وباله . دکنفرانس دکار په دوام دکورنيو چارووزير دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست حکم ولوست . په دې حکم کې ويل شوي دي .

 ١_ د شخړې وړ ساحو څخه دکوچيانو وتل دې سرله نن ورځې د ١٣٨٩ کال دثور دمياشتې له ديرشمې نيټې څخه پيل شي .

٢_ دتيزک ، کجاب او د دايميرداد دسيموهغه اوسيدونکي دې چې ددغې شخړې له امله يې خپل مالونه او څاروي له لاسه ورکړي او کورونه يې ويجاړ شوي دي او دغه راز هغه کوچيان چې په څړ ځايونو اوورشوګانو د نه لاس بري له امله زيانمن شوي دي له تثبيت وروسته دې ددولت له خوا تاوان يې جبيره شي .

 ٣_ دکوچيانو دميشت کولو په لاره کې دځمکې دويش په مقصد د وزيرانو شورا دمصوبې او دجمهوري رياست د پورته ذګر شويو حکمونو په پام کې نيولو سره ، يوځل بيا دکرنې او اوبو لګولو او دکورنيو چارووزارتونو او دسيمه ئيزو ارګانونوخپلواکي ادارې ته په ټينګار سره لارښوونه کيږي چې په دريو مياشتو کې دې دکوچيانو د ميشت کولو او ژوندانه په مقصد دځمکې دويش عملي کار پيل کړي .

 ٤_ دافغانستان داسلامي جمهوريت وزارتونه او دولتي ادارې او دسيمې له اوسيدونکو سره دکوچيانو دستونزو دحل کولو دايمي کميسيون ددغه کميسيون د فعاليت لپاره ضروري اسانتياوي برابري کړي په دې مهم ملي کار کې هر راز بې پروايي او ځنډ دمجازاتو مستوجب بلل کيږي .

 ٥_ دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه او دملي امنيت لوي رياست دې دترلاسه شويو موافقو د تطبيق بهير وڅاري له دواړو لورو څخه ديوه لوري د سرغړونې په صورت کې دې له سرغړونکو سره جدي او قانوني چلند وکړي .

 ٦_ دغه کميسيون موظف دى چې دخپلو اجرااتو په باب په پرله پسې توګه دملي امنيت دشورا غونډو ته رپوټ ورکړي . ددغه کنفرانس په پاى کې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي او دکورنيو چارو وزير دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړ. .

افغان دولت ته په دې برخه کې تر ټولو ډېر مسووليت راجع کيږي، ځکه دا د نن ورځې ستونزه نه ده، بلکې له تیرو اتو کلونو راهيسې ولس ددې شاهد دي، چې د وردګو په بهسود ولسوالۍ کې کوچيان او هزاره ګان په نښتو او تاوتريخوالي کې پايي. ددې ستونزې اساسي حل په کار دي . دولت بايد اوسمهالو شرايطو او د کوچيانو اقتصادي او ټولنيز وضعيت او اړتياوو ته په پام سره، د هغوي لپاره ځمکې او څړځايونه بیل کړي. په هغو سيمو کې، چې ددوي او سيمه ييزو خلکو ترمنځ شخړې راپورته کيږي، د دواړو اړخونو ځمکني حدود بايد معلوم شي. کوچي ته دې د هغه څړځاي وسپارل شي او ځايي خلکو ته د هغوي ځمکې. دولتي ملکيتونه دې له قبالو سره يوځاي کوچيانو او نورو مستحقو مالدارانو ته وسپارل شي. په دې توګه به د هر لوري حدود څرګند او پر يوه او بل د بريد مخنيوي شوي وي. دغسې د کوچيانو د ژوند ښه والي لپاره بايد هغوي ته د کرکيلې ځمکې ورکړل شي، د مالدارۍ چارې يې د څړځايونو په تثبيت سره وده وکړي او بالاخره ټول هغه امتيازات ورکړل شي، چې په يوه مدني ټولنه کې نورو وګړو ته ور کول کيږي
افغان دولت ته په کار ده چې ددې مسئلې د دايمي حل لپاره کار وکړي تر څو له يو اړخه دا ستونزه حل شي او له بله اړخه د دغو فاشيستانو دغه ناوړه تجارت دهمیشه لپاره پاى ته ورسيږي،پای رحمت اله روان
.

 

 


بالا
 
بازگشت