رحمت اله روان

 

 

انګریزان به ددریم ځل لپاره هم په افغانستان کی جګړه وبایلي

 

 

داندبندنټ دورځپاڼی دراپور په اساس انګلستان به دافغانستان جګړه دمال دکمښت له کبله وبایلي ، ورځپاڼه وايي اوسمهال انګلستان له سختو مالي ستونزو سره مخ دی او کیدای شي همدا ېې ددې جګړې دبایلودنې لامل شي . دورځپاڼې راپور زیاتوي دا ستونزه به هغه وي ،چې دانګلستان حکومت به په خپل نظامي تاریخ کې ددریم ځل لپاره په ماتې خوړلوله افغانستانه راووځي او دمنځنۍ اسیا په دغه هیواد کې به خپله نظامي بودیجه نوره هم راکمه کړي انګلستان هم دخپلو سرتیرو دمړینې له کبله اوهم دمال دکمښت له پوښتنې سره مخامخ دی . یو لوړپوړي نظامي مسوول ،چې دخپل نوم د نه یادونې په شرط له ورځپاڼې سره خبرې کولې وايي : په افغانستان کې برتانوي سرتیري پرته له کوم موجه دلیل وژل کیږي اوس زموږ او امریکایانو تر منځ خبرې روانې دي ،چې داسې لارې رامنځته کړي ،چې په افغانستان کې زموږ نظامي بودیجه راکمه شي

بریتانوي انډیپندنټ ورځپاڼې په خپله ځیړنه کې په افغانستان کې د بریتانیا پوځي حضور ته په اشارې لیکلي، چې دا هیواد نور په افغانستان کې د پوځي ماموریت د دوام توان نه لري. د مقالې لیکوال جاناتن اوین لیکي، یو بریتانوي چارواکي اعتراف کړى چې بریتانوي قواوې په افغانستان کې زښت زیات ترفشار لاندې دی او له کوم موجه دلیل پرته وژل کیږي.

دې چارواکي دا هم ویلي، چې امریکایان پوهیږي چې بریتانوي ځواکونو ته یې د دوی له توان پورته مسولیتونه سپارلي او دا یي هم منلې چې دغه ځواکونه دې د امکان ترحده له خطرونوڅخه لیرې وساتل شي. دې بریتانوي مقام چې نوم یې نه دی ښودل شوی انډیپنډنټ ته ویلي چې اساسي ستونزه داده، چې افغان امنیتي ځواکونه تراوسه دې ته تیار نه دی، چې امنیتي مسولیتونو ته په خپله اوږه ورکړي او د افغانستان حکومت هم د خپلو ځواکونو د روزلو توان نه لري.

انډیپنډنټ د بریتانیا په پارلمان کې د محافظه کار ګوند د یوه غړی پتریک میرسر له قوله لیکي چې وایي، بریتانویي ځواکونه نه شي کولای تر یوه نامعلوم وخته په افغانستان کې پاتې شي، ځکه د دغو ځواکونو شمیر زیات نه دی او د بریتانیا د دفاع وزیر هم په دی پوه دى.

په همدې ډول د برېټانيا د دفاع وزير په ورستيو کې دلندن ټايمز ورځپاڼې سره هم په يوه مرکه کې ويلي چې ددوى ځواکونه ددې لپاره افغانستان ته تللي چې د برېټانيا په واټونو کې امنيت خوندي شي او ددې لپاره نه دي تللي چې افغان نجونې ښوونځيو ته لاړې شي.

مګرم دسیاسی چارو ځیړونکی وایی دا خبره ښکاره ده چې که برېټانويان له افغانستان څخه د لندن د کوڅو امنيت ته ګواښ ويني، لامل يې خپله دوى دي، که له افغانستان څخه دوى ګواښل کيږي، نو په افغانستان کې ددوى او ددوى د ستراتيژيک دوست پاکستان په مرسته جوړ شوي سازمانونه او کسان ددوى امنيت ګواښي. افغانانو هيڅکله هم د برېټانويانو غوندې پر افغانستان د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره يرغلونه نه دي کړي، د همدې ننني برېټانويانو پلرونو لسګونه کلونه وړاندې خپلو لويو هدفونو ته د رسیدو لپاره ددې هیواد د لاندې کولو هڅې کړي او ددې هیواد د وګړو وينې يې بهولي، خو هيڅ افغان هم په لندن کې د ناوړه اهدافو په خاطر له چا ژوند نه دى اخيستى او د خپلې ارامۍ لپاره يې پر نورو ژوند نه دى حرام کړى او د برېټانويانو په شان يې د يوويشتمې پیړی د وحشت او جنايت ريکارډونه نه دي ټينګ کړي. چی ښه مثال یی د هلمند په ولایت کی دسنګین دولسوالی دولسوال ملا عبدالسلام بربنډی ځرګندوکی او په انګریزانو باندی شکاره نیوکی دي .

د موسى کلا ولسوال ملا عبدالسلام  په لښکر ګاه کې يوې خبري غونډې ته وويل: (( که زه خبر واى چې بهرنيان د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځاى د خپلو خاصو موخو لپاره افغانستان ته راغلي، نو هيڅ کله به هم له دولت سره نه واى يو ځى شوى.)) ملا سلام په هلمند کې په برېټانوي ځواکونو تور ولګاوه، چې د تېرو دوه نيمو کلونو په اوږدو کې يې په موسى کلا کې امنيت د پراخوالى پرځاى محدود ساتلى او سيمې يې په لوى لاس مخالفينو ته په لاس ورکړې وې.

نوموړي زياته کړه: (( زه نن دا خبره په ډاګه کوم چې انګريزان له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي او د دولتي کسانو په ځپلو کې ښکېل دي.)) ملا سلام وايي که دى خبر واى چې نړيوال ورسره دا ډول چلند کوي، نو هيڅ کله په هم له دولت سره نه واى يو ځاى شوى او نه به هم نور طالبان په دې توګه له دولت سره يو ځاى کېدو ته زړه ښه کړي.

ملا سلام د خبري ناستې پر مهال دا هم وويل چې، د ملا عمر په ګډون د وسله والو طالبانو ټول مشران د پاکستان او بهرنيو له خوا د بنديانو په توګه ساتل کيږي او د هغوى په کنټرول کې دي او که د طالبانو هر مشر د بهرنيانو او پاکستانيانو له خوښې پرته په کوم کار لاس پورې کړي، نو برخليک به يې د ملا برادر په شان وي.

دا چې دوى اوس په افغانستان کې په لړزېدونکو پښو د پوره ناکامۍ لار څاري، تر ګردو لوى لامل يې ددوى غلطې تګلارې وې، دا سمه ده چې په افغان دولت کې به ستونزې وې، خو ددې ټولو ستونزو اتيا سلنه لاملين همدا بهرنيان دي. که برېټانوي ځواکونه له ٢٠٠١- ٢٠٠٤ ميلادي کاله په دې فکر کړى واى چې ملي اردو او ملي پوليس و روزي، له افغان دولت سره مرسته وکړي چې په پښو ودريږي او په افغانستان کې داسې کارونو ته لاس وانه چوي چې د خلکو احساسات را وپاروي، نن به نه دوى د ناکامۍ د کندې پر غاړه ولاړ وو او نه به هم افغان دولت په دې ډول واى.

ددوى غلطو تګلارو، وحشيانه سلوک او په سيمه کې د نورو اهدافو لپاره د افغانستان کارولو نن دوى له داسې يو حالت سره مخ کړي چې له پوره مالي او ځاني زيان سره به په افغانستان کې شرميږي. د خواشينې خبره خو لا داده چې د مرګ پر پوله ولاړ دغه ړانده لا هم په افغانستان کې ددوى او افغان دولت دواړو د نجات تګلارې ( له وسله والو مخالفينو سره خبرو اترو) ته لکه څه ډول چې په کار ده غاړه نه ږدي.

اوس دغو نړيوالو ته چې خپله ډوبیدنه په خپلو سترګو ويني په کار ده چې د ځان د ژغورنې لپاره له خپل غرور را ټيټ شي او له افغان دولت سره مرسته وکړي چې پر خپلو پښو ودريږي او له وسله والو مخالفينو سره خبرې وکړي، که نه له شک پرته چې ډېر ژر به افغانستان د يو بل زبر ځواک هديره وي.

دبله طرفه په افغانستان کې د برتانيې د بمونو شنډولو مشر ډګروال باب سي ډون په دی ور ځوکی په افغانستان کی له خپلی وظیفی استعفاوکړه نوموړي د خپلې استعفا په اړه ويلې چې دوی په افغانستان کې زياتو ماهرو افسرانو ته اړتيا لري او بايد ددوی تربيوي پروګرام ډېر پراخه شي. د ده په وينا د ددوی کارکوونکي افسران تر ډېر رواني فشار لاندې دي. ده د خپلې استعفا خبره له بي بي سي سره په هغه مرکه کړې چې ځوشپی مخکی خپره شوه

پای

رحمت اله  روان

 

.

 

 


بالا
 
بازگشت