رحمت اله روان

 

 

دحنیف اتمر اوامراله صالح په ګوښه کیدلو پاکستان او ایران خو شحاله شول

 

دافغانستان ولسمشر کرزي ښاغلی اتمر او ښاغلی صالح یا استعفا ته محبور  کړل او يا هم دوی په خپله استعفا وکړه . په ښکاره سره يې د استعفا لاملونه د سولې د مشورتي جرګې په خوندي ساتلو (امنيت نيولو) کې پاتې راتلل وګڼل شول چې دغه ناکامۍ دواړو دخپلو استعفاو په لومړی ور ځ ومنله . خو د ښه پوهاوي لپاره به پر پټو او نيمه لوڅو لاملونو د ځينو خبري رسنيو لنډ خبرونه او اوږده راپورونه کیدای شي پوره رڼا واچوي

دافغانستان ولسمشر دکورنیو چارو وزیر او دملی امنیت ریئس دجوزا په ۱۲ نیټه دسولی دملی مشورتی جرګی په غونډه باندی دبرید دڅرنګوالی په منظور دپوښتنی په خاطر خپل حضور ته وغوښتل،ځرنګه چی دکورنیو چارو دوزیر او دملی امنیت دلوی ر يیس توضیحات اوڅرګندونې دقناعت وړ نه وې. دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهورريیس حامدکرزي سر دجوزا له ۱۶مې نیټې څخه ددغو دواړو امنیتي چارواکو استعفی ومنله. دجمهورريیس له لارښوونې سره سم دکورنیو چارو دنوي وزیر او دملي امنیت دلوی ريیس تر ټاکل کیدو پورې به ستر پاسوال محمد منیر منګل دکورنیو چارو وزارت د چارو او انجنیر ابراهیم سپین زاده دملي امنیت دلوی ریاست له چارو سرپرستي وکړي.
د امریکا دفاع وزیررابرت ګیتس سم دستی د افغاتستان له ولسمشرحامدکرزي څخه په دی باب په یوه مطبوعاتی مصاحبه کی وغوښتل چې د کورنیوچارو وزیراو د ملي امنیت د ريیس پرځای وړ او تکړه کسان وګوماري
ده په عین حال کې وویل چې د دغو دوو امنیتي چارواکو لیری کیدو د کرزي د حکومت پرهغو هلوځلو اغیز نه شیندي چې له وسله والوطالبانو یې سره د سولې لپاره کوي
ګیټس د محمدحنیف اتمراو امرالله صالح د استعفا د اهمیت په باب پوښتنو ته په ډېراحتیاط ځواب وایه .دا دواړه افغان چارواکي چې د یکشنبئې په ورځ یې استعفاوې اعلان شوې ،د امریکايي چارواکو له لوري د بیلګه او تکړه افغان چارواکو په توګه په نوم یادېدل او ویل یې چې دوی له فساد او خپلوي پالنې پاک دي
ګیټس د افغانستان د کورنیوچارو وزیر او د استخباراتو د ريیس استعفا د افغانانوبشپړه کورنۍ مسله وبلله
د بريتانيا د ګارډين ورځپاڼې پخپله ګڼه کې ددو لوړپوړو افغان چارواکو د استعفا په اړه مقاله خپره کړې ده.
ګارډين ليکي چې د حنيف اتمراوامرالله صا لح استعفا دبهرنيانود هغو هڅو يوه ناکامي ده چې په دې هیواد کې په فسادکې د ښکیلو اوهغو پوليسو د روزنې په هڅو بوخت دي چې ډېر يې نالوستي دي.
ورځپاڼه د يوه لويديځ امنيتي کارپوه له خولې چې له دواړو وزيرانوسره يې په ګډه له نژدې کارکاوه ليکي: د دومهمووزيرانواستعفا د لوېديځوالولپاره چې په افغانستان کې دامنيت د راوستلوپه لټه کې دي يوناورين دی او په دې هېوادکې نړيوال ماموريت نورهم له ستونزوسره مخامخ کولی شي.
لوېديځ کارپوه زياتوي: دغو دوو وزيرانودامنيت د راوستلواودفساد دله منځه وړلوپه برخه کې ښه نوم ګټلی و او که اوس ددوی پرځای په فسادکې ښکیل کسان کېني نوموږهم بايد خپلې بسترې راټولې کړو او راووځو.
دغواستعفاو، په کابل کې هغه اوازې نورې هم ګړندۍ کړې چې ولسمشرکرزي پر دغو دوو وزيرانو چې دبهرنيانوسخت ملاتړ ورسره و، باور نه درلود.
د ورځپاڼې په باور د لوېديځ لپاره په ځانکړې توګه امرالله صالح ډېرارزښتناک افسروچې لايې له هغه وخته له سي آی اې اوبريتانيايي استخباراتو ام ای ۶ سره اړيکي لرل چې د طالب ضد شمالي ټلوالې دکوماندان احمدشاه مسعود نژدې همکار و.
بهرني ډيپلوماټان او د ولسمشرۍ د ماڼۍ دننه ځينې کسان وايي د ولسمشر کرزي او دواړو وزيرانو تر منځ اړيکي له ډېره وخته ښه نه و او ولسمشردکال په پيل کې له ښاغلی اتمر څخه د استعفا غوښتنه کړې وه.
د بريتانيا دګارډين ورځپاڼه وړاندې ديوه پخواني لوړپوړي افغان ډيپلوماټ له خولې ليکي: دا د نړيوالې ټولنې پرمخ وروستۍ څپیړه وه.
ډيپلوماټ زياتوي په دې سره ولسمشرامريکايانوته داويل غواړي چې نور، نو امرالله صالح نشی ترې ساتلی او برتانيايانوته همدا ګواښ دحنيف اتمرپه اړه کوي.
ګارډين په پای کې ليکي: دامرالله صالح ګوښه کیدل به پاکستان خوښ کړي ، ځکه نوموړي طالبان په څوبريدونوکې له پاکستان سره په تړاو تورن کړي و او پاکستان ويلي و، که هغه له دندې ګوښه کیږی نوله افغانستان سره دښواړيکو ژمنه کوي
واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي د افغانستان د کورنیوچارو وزیرمحمدحنیف اتمراو د ملي امنیت ريیس امرالله صالح له طالبانوسره د سولې او پخلاینې له پروسې سره د مخالفت له کبله استعفا ته مجبوره کړای شول
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله یوه ګڼه کې لیکلي چې ولسمشرکرزي د یکشنبې په ورځ د کورنیوچارو وزیر محمدحنیف اتمراود ملي امنیت رييس امرالله صالح استعفا ته مجبوره کړل او دې ناببره اقدام د امریکا دوه کلیدي متحدان چې په افغانستان کې د امریکا هلې ځلې ورسره تړلي دي له صحنې لیری کړل
د ورځپاڼې په نظرد ښاغلیو اتمر او صالح لیری کول به ښايي د واشنګټن او کرزي ترمنځ له مخکې څخه متزلزله اړیکې یو واربیا خړ پړې کړي
د واشنګټڼ پوست په نظرپه خپل وزارت کې د اصلاحاتو د راوستلو په خاطرامریکايي چارواکي ،اتمرته په درنه سترګه ګوري.دا وزارت ترده مخکې په فساد کې ډوب وو
د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ريیس د سولې له ملي مشورتي جرګې وروسته استعفا وکړه چې په خپل پرېکړه لیک یې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وکړ.د واشنګټن پوست په نظرپه اصولو کې امریکا له طالبانو سره د افغانستان د حکومت له خبرو سره موافقه ده خو په عمل کې له احتیاطه کار اخلي .د ورځپاڼې په نظرداسي ښکاري چې د دواړو افغان چارواکو استعفاوې د سولې له خبروسره تړاو ولري
یوه جګپوړی امریکايي پوځي مقام چې له اتمرسره له نژدې همکارپاته شوی وايي اتمراو کرزي په وروستیو میاشتو کې د پخلاینې د هلوځلو پرسرپه خپل منځ کې شخړه کړې وه
دغه امریکايي مقام همداراز وویل اتمرپه پولیسو او اردو کې د طالبانو له شاملولو سره مخالفت کاوه.ده دا نه شوای منلی او که رښتیا ووایم موږ هم له اتمر سره موافق وو
د واشنګټن پوست د راپور له مخې د اتمر نوم د تیر کال د ولسمشرترانتخاباتو مخکې د یوه مهم کاندید په توګه زمزمه کیده او داسي باور کیږی چې هغه سیاست ته زیاته لېوالتیا لري
د واشنګټن پوست ورځپاڼې د راپور له مخې امرالله صالح له سي آی اې سره له ډېر پخوا راهیسي نژدې اړیکې لري د دوی اړیکې د نویي یمې لسیزې ذ کورنیوچګړو وخت ته رسیږی
یوه پخواني امریکايي استخباراتي مقام وویل ممکن صالح له کرزي سره د ځینوطالب بندیانو د خلاصون پرسراختلاف درلود.دغه امریکايي مقام وویل د طالبانو له خوشي کولو سره د صالح اختلاف له ورایه وو او هغه په دې برخه کې ډېرسخت اوجدی وو
د سي آی اې دغه پخواني مقام د افغانستان د ملي امنیت له ریاسته د صالح لیری کیدل یو ګوزار وباله
د ولسي جرګې غړي خالد پښتون واشنګټن پوست ته ویلي چې صالح له طالبانو سره د پخلاینې په لار کې یو خنډ وو.ده وویل استخبارات د پخلاینې په هلوځلو کې ډېر مهم رول لري او صالح د دې مسوولیت لپاره مناسب کس نه وو
دهیواد مشهور او په سیاسی چارو کی کار پوه او پیژندل شوی شخصیت ښاغلی احمد سعیدی په خپله یوه ډیره ارزشناکه ځیړنه کی چه په دری ژبه خپره شوی ده په یوبرخه کی داسی لیکلی دي
((
اتمر كه در عرصه سياسي افغانستان فردي با سابقه است، از مخالفان بنياد گرايي و سياست هاي پاكستان در قبال افغانستان بود و اين امر باعث شد كه كرزي وي را وادار به استعفا كند))
به گفته سعيدي، رايزني هايي با «اسماعيل خان» وزير سابق انرژي به منظور پذيرش سمت وزير كشور انجام شده بود و اين احتمال وجود دارد كه اين مسأله بهانه‏اي باشد براي واگذاري اين مقام به اسماعيل خان.(پیام افتاب)
د نړیوالو بحرانونو د تحلیل ګر( کنداس روند یوکس) په وینا دا استعفاوې وروسته له دې کیږي چې د سولې ملي مشورتي جرګې له طالبانو سره د پخلاینې لپاره یو لړ مهمې پرېکړې وکړې چې د امرالله صالح په شان د شمال ايتلاف د نورو مشرانو په مزاج برابرې نه دي
له بلې خوا د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون مطبوعاتي ريیس جیف موریل چې له دفاع وزیررابرت ګیټس سره اذربایجان ته په سفر تللی ،د اتمر او صالح د استعفا د خبر له خپرېدو وروسته دواړه وستایل او ویې ویل:«موږ دوی ستایواود دوی د خدمت او کار قدر کوو
دواړه، اتمر او صالح ،په روانه انګلیسي ژبه خبرې کوي اوله لوېدیځو مقاماتو سره نژدې اړیکې لري .
جیف موریل یادونه وکړه کله چې تیرکال ولسمشرکرزی بیا ولسمشرغوره شواو کابینه یې جوړوله امریکا لېواله وه چې اتمرپه کابینه کې شامل وي.
د پینتاګون مطبوعاتي ريیس د حنیف اتمر په باب همداراز وویل :«دی یو له هغو وزیرانو ځنې وو چې زموږ سترګې وراوښتلې.امریکايي چارواکو له اتمر سره ډېرې نژدې کاري اړیکې لرلې.

دایران اخوندی رژیم دحنیف اتمر او امر اله صالح په استعفا څکه خوشحاله شو،چی ددوی تر استعفا یوه ورځ مخکی دافغانستان  ولسي جرګې د افغان حکومت د څلورو مهمو ادارو چارواکي په دې موخه وربللي ول چې په دغه هیواد کې د عيسويت د تبليغ او پراختيا په اړه معلومات ورکړي چی دکور نیو چارو وزیر وویل چی عیسویت ته دور اوښتو په تور یی دوه کسان نیولی دی او دنیول سو کسانو ځخه یی اعتراف هم اخستی دی

خو جرګې ته امرالله صالح وويل چې تر دې مهاله يې د عيسويت د تبليغ په تور او شک د 13 ادارو دروازې ور تړلې چې ډېرې يې په پلازمینه کابل کې دي،او نوموړی په ډاګه کړي چی دعیسویت په باب تبلیغ دافغانستان پر ضد د ځینو استخباراتی سازمانونو داپراتیفی لوبو نتجه ده چی غواړی ددغی لوبی په وسیله افغانستان دخطر سره مخا مخ کړی اوزمونږ دځوانانو ذهنونه خراب کړي ،ښاغلی صالح دنوموړی لوبی اصلی سرچشمه دایران دقم ښار وباله او کومی تلویزیونی شبکی چی په افغانستان کی لو مړی ځل دعیسویت په باب ځینی فلمونه وښودل وهغی شبکی ته دشهرت ور کولو په معنا وبلل چی له دی لاری غواړی خپل تبلیغاتی کمپین ته پراختیا ور کړي.

له اټكل سره سم د كورنيوچارو د وزير او د ملي امنيت د لوى رئيس استعفاوې په بهرنيو رسنيو كې له داسې مسايلو سره و تړل شوې چې ذهنيتونه د واقعيتونو پر ځاى بيا پر بل لوري واړوي، او يوه بده منفي فضا ايجاد كړي.

متاسفانه زموږ د اوسني نظام يوه لويه كمزوري او ستونزه همدغه ده چې هر حركت سل ډوله پكې تعبيريږي. او د تاسف ځاى دا دى چې په دې سلو تعبيرونو كې يو هم مثبت نه وي، په هر څه او هر حركت كې منفي ټكيو او منفي لوريو ته تمايل زيات او هر څه ((توطيه!)) بولي، چې دا بيا زموږ د ولس پر ذهنيت ډير منفي اغيز لري.

د حكومتي چارواكيو بد ليدل، لرې كيدل، استعفاوې او نوي ټاكل كيدل په يوه نظام كې ډير معمول دي. زموږ په هیواد كې له دغسې شريفانه استعفا پرته هم دنورو بدلونونو په اړه همدغسې منفي تعبيرونه ډير كیږی.

ښايي حنيف اتمر سياسي فكر ولري، همدغسې امر الله صالح هم، دوى به له ولسمشر سره په ډيرو مسايلو كې د نظر اختلاف هم درلود. خو د دوى استعفاوې دومره طبيعي وې چې يو ساعت وړاندې د دوى پخپله هم اروا پرې خبره نه وه. دا اوس چې د كرزي په كابينه كې كوم كسان شامل دي ښايي تر نيمايي زيات يې له ولسمشر سره په ډيرو مسايلو كې يو ډول نظر و نه لري.

د دې كسانو د استعفا په اړه د داسې منفي تبليغاتو يو هدف ښايي همدغه وي چې ولسمشر بايد په هر ډول چې وي همدغه كسان و زغمي.

په لويديزو رسنيو كې پر دې استعفاو دومره لويې تبصرې چې ګواكي دا به د كرزي او نړيوالې ټولنې اړيكې خرابې كړي د افغان ولس د ذهنيت پر خرابوالي سر بيره دوې بدې پايلې نورې هم درلوداى شي.

لومړى دا چې پخپله د حنيف اتمر او امر الله صالح په اړه ذهنيت خراب شي، ځكه داسې به ښودل شي چې ګواكي دومره پر لويديزوالو منلي وو چې له ولسمشر سره يې اړيكې پرې خرابې شوې.

دوهم دا چې دوى له دې استعفا سره له نظام نه لرې كړي، په داسې حال كې چې دوى د دوو تجربه كارو افغانانو په توګه د دې نظام يوه ګوډه او ماته جوړولاى شي، له اوسنيو دندو استعفا يې له نظام او هېواد نه د وتلو او انزوا په معنا نه دى او نه بايد وي، د دې دوو لوړ پوړيو چارواكيو استعفا په هیواد كې په ريښتيني معنا د مسووليت منلو يو نوى مثبت حركت دى، خداى دې وكړي چې دا په يوه كلتور بدل شي.

متاسفانه ایران،پاکستان او ځینی لويديزوال نه غواړي چې زموږ نظام یو خپلواک نظام وی او هر ځه دافغانانو په مشوره تر سره شی همیشه په یوه نامه او بل نامه غواړی افغانان پر یوه او بل بی اعتما د او بی باوره کړي او دمختلفو لارو ځخه غواړی دافغانستان اداری نظام تر خپل تا ثیر لاندی را ولی.

 

 پای

رحمت اله روان

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت