رحمت اله روان

 

د طالبانو ملا تړ د(اى ، اس ،اى) رسمي پاليسى ده

 

دبريتا نيا يوه مهم تحقيقا تي مرکز په خپل يو نوى راپور کې ويلي دي چې دپا کستان استخبارات نه يوا زى په افغا نستان کې وسله وال طالبان رو زي او تمويلوي يې بلکې دطالبانو په مشرتا به شورا کې هم استا زي لري دلندن داقتصادي پو هنتون په نوم تحقيقا تي مرکز وايي دپا کستان دپوځي استخباراتو اداره يا اى اس اى د طالبانو پرُ فوځی عملیاتو دپام وړ اغیزی لري

د لندن د اقتصادي پو هنتون دتحقيقا تې مرکز په راپور کې را غلى دى دپاکستان استخبارا تي اداره اى اس اى نه يوا زې طالب وسله وال تمويلوي اورو زي بلکې استازې يې دط البانو د مرکزي شورا په غونډو کې ګډون کوي اوددوى پرپوځي عملياتو د پام وړ اغيزې لري دبريتا نيا ددې مهم تحقيقا تي مرکز راپور چې تیره يکشنبې خپور شوى وايي دې تحقيقاتو په ډاګه ښود لې ده چې د طالبانو ملا تړ داى ، اس ،اى رسمي پاليسى ده . رويترز خبري ا ژانس ليکي له وسله والو طالبانو سره داى ،اس ،اى داړيکو په اړه که څه هم له ډيرې مو دې را هيسې شکو نه و خو ددې راپور جزئيات چې دنو موړي تحقيقا تي مرکز په وينا دلويديځ دوو امنيتي چاروا کو هم تا ئيد کړى دى شايي په افغا نستان کې د جګړې دختمولو په برخه کې دپا کستان د ژمنو په اړه په لويديځ کې نوې انديښنې را منځته کړي . په راپور کې ويل شوي دي چې دپا کستان ولسمشر اصف علي زرداري داى ، اس،اى له مشرا نو سره په ګډه دروان ميلادي کال په لومړيو کې دپا کستان په زندان کې دطالبانو د نږدې پنځوسو بندي مشرا نو سره په يوه پټ ځاى کې و کتل .اود هغو د خلاصولو ژمنه يې و کړه . را پور اد عا کوي چې ولسمشر اصف علي زرداري هغو ته وويل : دوى ځکه نيول شوي دي چې دى دامريکا له خوا تر فشار لا ندې و درا پور په وينا دا ثا بتوي چې د طالبانو ملا تړ دپا کستان دملکي حکومت په لوړ پوړو کې هم کيږي

دلندن داقتصادی تحقیقاتی مر کز دځرګند ونو دتایئد په اساس یوی بريتانوې ورځپاڼې سنډې ټايمز دروانی (جون) دمیاشتی په ۱۷ نیټه ادعا كړې ده چې پاكستان له ياغي طالبانو سره د وسلو او نورو ضروري شيانو مرسته كوي

له كابل نه د سنډې ټايمز د يوه خبريال (مايلز ايموري) يو راپور خپور شوى دى چې پكې ويل شوى پاكستان نه يوازې دا چې طالبانو ته وسلې او مهمات رسوي بلكې اهداف هم دوى ورته ټاكي چې چیرته او څه ډول عمليات وكړي په دی راپور کی بیاهم ویل شوی دي چی آصف زرداری له بندی طالبانوسره ولیدل له هغه نه پیځه ورځی وروسته دطالبانو یوه لویه ډله بندیان دپاکستان دکوټی ښار ته یووړل شو او خوشی شول،په دی راپور کی راغلی دی چی آصف زرداری دافغانستان دطالبانوله دوهم مشر ملا عبد الغنی برادر او نورو بندی طالبانو سره هم ولیدل چی تر دی لیدنو او کتنو ۴۷ ساعته وروسته ټول بیرته خوشی شول،دسنډی ټایمز په دی راپور کی راغلی دی چی دکوټي دشورا له ۱۵ تنو ځخه داوو تنو په باب دقیق معلومات شته چی هغوی دپاکستان داستخباراتی ادارو کسان دی

په راپور كې د پاكستان پر استخباراتي شبكو تور لګول شوى چې هغوى طالب جنګياليو ته وسلې او خوراك برابروي او سياسي مشورې وركوي، همدغسې دوى ته دا مشورې وركوي چې باروتي ماينونه څه ډول ومومي او د ناټو په اكمالاتي كاروانونو كې څه ډول درزونه واچوي. ورځپاڼه لیکلی دی چی هغوی دهر ځانمرګیو برید ګرو کورنیوته دوه لکه کالداری ور کوي.

د لندن د اقتصادي پو هنتون راپور د طالبانو د قو ما ندا نا نو او پخوانيو وزيرا نو او همداراز دلويديځ او افغا نستان له امنيتي چارواکو سره دمرکو په استناد ليکي داسې ښکارې چې پا کستان يوه ډيره لويه اوحيرانوونکى دوه مخه لو به کوي . نژدى يو کال مخکې مايکمولن دامريکا د وسله والو ځواکونو لوى درستيز او جنرال ديويد پترايس دامريکا ځوا کونو د مرکزي قرار ګاوو عمو مي قو ما ندا ن ويلي و داسې نښې نښا نې شته چې ښايي اى،اس،اى دطالبانو او القاعده ملاتړ کوي .د وى ددې فعاليتو نو دسمدستي بند ولو غو ښتنه و کړه خودلويديځ جګپوړي چاروا کي اکثيرا په عام نظر کې په دې اړه له خبرو ډډه کوي ځکه ويريږي چې له پا کستان سره به يې اړيکو ته زيان واوړي دراپور ليکوال (مټ والدمنت چې دامريکا په هروټ ) پو هنتون کې همکار استاد هم دى دى وايي د پا کستان له مرستې پرته به ډيره ګرانه وي چې نړيوال ځوا کو نه اود افغا نستان حکومت د وسله والو طالبانو پرضد مبار زه کې پرمختګ و کړي راپور د افغا نستان دډيرو ناارا مو سيمو د ط البانو له قو ما ندا نا نو سره د مرکوپه حواله ليکي چې پا کستان له افغان طالبانو سره خپل پراخ ملا تړ ته دوام ورکوي او په دې کې مالي مرستې ، وسلې او مهمات او نور امکا نات شا مل دي . او زيا توي چې دا حقايق د طالبانو دپخوا نيو وزيرا نو د يوه لويديځ کارپوه او په کا بل کې د ملګرو ملتو نو د يوه جګپوړي مقام له خوا هم تا ئيد شوي دي . دوى وايي چې طآلبان ترډيره حده داى ،اس ،اى اود خليج د هيوادو نو دځينو ډلو په ما لي مرستو متکي دي تقريبا ټول هغه طالب قوماندانان هم چې دلندن د اقتصادي پو هنتون په راپور کې مر کې ورسره شوي په دې بارو دي چې داى ، اس ،اى استا زي دکويټې دشورا په غونډه کې ګډون کوي . را پور ليکي له دې مرکو څخه په ډا ګه جو ته کيږي چى داى ، اس ،اى استا زى دکويټى دشورا په غونډو ياد ګډ ون کوونکو اوياد ناظرانو په تو ګه ګډون کوي اود پا کستان د پوځى استخباراتو اداره دطالبانو دتحريک له جګپوړو مشرا نو سره اړيکې لري.
دنوموړی تحقیقاتی راپور په باب دویلو وړ ده ، چی داکوم جالب او نوي تحقیقاتی راپور نه دي کوم چی دهغه په اساس دی دافغانستان خلګ دپاکستان داستخباراتی شبکی دلاس وهنو ځخه اوس خبریږی،بلکی دافغانستان ټول خلګ په دی باور دی له کومه وخته چی پاکستان په ۱۹۴۷ م کال ځخه را په دیخوا دنړی دنقشی پر مخ په مستقیله تو ګه پیدا شوی دی له هغه تاریخ تر نن ورځی پوری دافغا نستان دخاوری او خلګو د اساسی دښمن په ځیره کی ظاهر شو دي او په پاکستان کی هر نظامی او ملکی رژیم دافغانستان خاوری ته له غرضه ډک لاسونه دمداخلی په توګه دخپلو شومو اهدافو په خا طر را اوږده کړي دي او دغه لاس وهنی له ۱۳۵۲ه ش کال ځخه په ډیره ښکاره توګه دطالبانو تر دوری پوری ځرګندی وي او همدغه کلونوکی پاکستان دافغانستان په ورانه ولو کی په مستقیمه توګه برخه در لوده په دی باب دپاکستان دنظامی فرقو یرغل په ۱۳۶۹ ه ش کی دجلال اباد او خوست په ښارونو باندی ښه مثالونه دی چی دهر افغان په یاد دي.
دپاکستان ددولت دوه ګونی لوبه له ۲۰۰۱ م کال ځخه را په دیخوا دترهګری سره دمبارزی په خاطر لا ښه ځرګنده شوه ،په دی باب دافغانستان خلګ اوځینی دولتی مسولین په هیځ وخت کی بی تفا وته نه دی پاته شوي او دپاکستان ددوه اړخیزی لوبی په باب یی هر وخت خپل اواز دنړیووالو تر غوږو رسولی دي،ولی متا سفانه چی نړیوالی ټولنی په راس کی امریکی او انګلیس دافغانانو وخبروته لا تر اوسه غوږ نه دی نیولی او دترهګری سره دمبارزی په نامه ټول فشار یی دافغانستان په داخل کی دبی ګناه خلګو پروژلو او دهقوی دکورونو په بیځایه ورانولو باندی اچولی دی او یوازی دپاکستان داستخباراتی شبکی او دهغوی داجنتانو خبرو ته یی کوم چی دافغانستان په موجوده دولت کی دهمدغی شبکی په مرسته ځای پر ځای شوی دی غوږ نیولی دي او دتروریزم سره دمبارزی اصلی مر کز یی چی دپاکستان نظامی استخباراتی شبکه ده له یاده ایستلی ده او دهغوی دفعالیت ځخه یی ستر ګی پټی کړی دي،همدغه علت دی چی ده نهه کلونو په جریان کی دتروریزم سره په مبارزه کی کومه ډیره وړه نتجه بدون له خپلو تلفاتو اواقتصادی ضعف ځخه بله ځه لاس ته را نه وړل،اوکه دا وضع په همدغه شکل دوام وکړی او دپاکستان داستخباراتی شبکی فعالیتونه تر کنترول لاندی را نه ولی او دترهګری واصلی مر کز ته چی په پاکستان کی دی توجه ونه کړي په اینده کی به هم کومه خاصه نتجه لاس ته را نه وړي،

دلته د پاکستان دپخوانی دکورنیو چارو دوزیر نصر اله بابر یوه ډیره مخکنی وینا ته چی پخوا په ځینو سایتونو کی نشر شوی وو دپورته موضوع دښه روشانه ولو په خاطر په لاندی ډول دلوستلو وړ بولم
نصيرالله بابر دپاکستان پخوانی وزیر په خپله یوه ويناكې ويلې ول: چې زماكورته یوه ورڅ د جنرال ضياوالحق پوځي مشر د والي په امرراواستول شو اوراته يې وويل چې بهټو او ضيا د امريكاد رابطې په باره كې غواړي څه ووايي او بهټو د اټومى پروګرام په باره كى دوكه وركړه خو همداوجه وه چى سزاوركړل شوه .
جنرال بابر وايي چى پرافغانستان باندى جهاد بهټو شروع كړجنرال ضيابيا په ګروپونو باندى تقسيم كړ دافغانستان باغيانو ته ژوندون وركړل سو.
بابر وايي چى تر۱۹۷۷ پورى داټول خلك تكړه ول خوپه همدى كال باندى جنرال ضيا امداد بند كړاوداخلك په ګروپونوتقسيم سوه خوبيا وروسته هر يودپيسوپه تلاش كى هري خواته اخته سول.
بابر وايي چى بيا په ۱۹۷۸كى دغوخلكوژړل او پرماراغلل مادغه كسان دايران سفارت خانى ته يووړل او دامى ورته وويل چى ددغوخلكوسره مرسته وكړى خو د دغى خبري راوروسته يوه ورځ وروسته زه بندى سوم خوكله چى دبند څخه راخوشى سوم نودايرن سفارت خانى دغه كسان شړلى ول نوبيا زه دى ته اړسوم چى دغه ګروپونه مى رارهى كړل اودامريكا سفارت خانوته مى يووړل .
جنرال نصيرالله بابروايي چى په اسلام ابادكى زمايوملګري ووچى هغه ته مى ټيلفون وكړ اوورته ومى ويل چى كوريې جوړاوه وروسته مى ورته وويل چى زه نجار دراستوم چى دهغه مطلب دى حكمتيارنومى کس و، بيا مې ورته وويل چى نوربه زموږدغه شفر وي او دغه نمبربه استعمال كړوخوامريكادافغانستان دباغى ګروپونوسره په ۱۹۷۹كال دمئي په مياشت كى مرسته شروع كړه .
نصيرالله بابر وايي چى ضيا يوبل چم داهم وكړ چى روسان كله افغانستان ته داخل سول نوپه پاكستان كى دافغانستان لپاره يونوي حكومت جوړكړل سو دلته دهر آزاد تحريك لپاره يو ا ساسى او فوجى پليټ فارم جوړيږى نوپه هم دى خاطردجينيوا مذاكرات وسول نوپه دى وخت كى اختلافات ول چى دغه غونډه وه نه سوه بابروايي چى په دغه وخت كى زما او دضياترمنځ ډير اختلافات رامنځته سول.
بابر بله خبره داسى كړى چى زه په ۱۹۷۴كي كله د دوهم ځل لپاره فوج ته ولاړم او زه بريګيډير وم نويوه ورځ زه بهټو وغوښتم او ويې ويل چى دصوبه سرحد والي غواړم او زه چى په دى وخت كى بريګيډير قوماندان وم نوقبايئلى خبري او خطونه راسره وه .
په ۱۹۷۶م كال دفبروري په مياشت كى دبهټو سيكرټري او پوځيان ماته راغلل او دوى راته وويل چى دسرحد ولايت دوزيراعلا په توګه موووټاكلى خوكله چى مى دخپلې ميرمنى سره په دي هكله خبري وكړى هغى راته ويل چى خپل ولايت مودي نوبيا ما دغه وظيفه قبوله كړه .
جنرال بابر ويلى چى ما دطالبانوسره داسى مرسته وكړه چى يوازى لارښوونې مى ورته وركړې خو وسله اونورڅه د دوي سره لس او شل كاله مخكى وه .
بابرويلى، ماخو افغان ټرانزټ لار خلاصه كړې ، ددوى سره خو له وړاندې ذخيري هم موجودى وى .
بابر ويلى چى كله روسان ووتل نوطالبان هم افغانستان ته ورغلل اوموجوده سول .ما يوازى ګلبدالدين حكمتيار او برهان الدين ربانى ته سبق وركړى او دعبدالرشيد دوستم سره مى هم تعلقات وه خو دوى امن نه راوستى نوبيا طالبانوپه افغانستان كى امن راوستى.
بابر ويلى كله چى زه داكتوبر په مياشت كى دافغانستان پلازمينى كابل ته ولاړم نوهلته د اوربند خبره وسول چى دوى بيا دفيډريشن لپاره هم تيارسول بابر زياته كړى چى كله زما حكومت ختم سو نوبيا دمذاكراتود حتمى شكل وركولو لپاره دوى تلل بابر ويلى وه چى دغه ټول كارونه ماكول دپاكستان دگټى لپاره مى كول .
جنرال نصيرالله بابر ويلى چى كله چى سردار محمد داودخان د ولسمشرۍ په چوكى كښيناست نوما په ۱۹۷۳ م كال كى يو پلان جوړكړ او دايران دصدر او معاون سره مى وليدل اوپه افغانستان كى مى دروسانوخبره ورسره وكړ.
وروسته مى گلبدين حكمتيار ،احمد شا مسعود او برهان الدين ربانى او داسى نوروته مى سبق شروع كړ نو وروسته له دي بهټو بيا انتخابات يو كال مخكى شروع كړ .
بابر ويلى چى ما غوښتل د ريل گاډي سړك جوړكړم او زماخيال و چى تيل او ګيس ملتان ته ورسوم چى هندوستان هم تري ګټه پورته كړى خو لومړى مى داخبره وكړه چى او ل بايد دكشمير مسئله حل سى او دغه رقم تراسيا او هندوستان پوري لاره سمه وي دهندوستان څخه تر بنګله ديش ،برما او ماليزيا پوري به تګ راتګ کېږي.
جنرال بابر ويلى چى په افغانستان كى په جګړى او بربادۍ كى ايران هم لاس درلودي ايران هم پردغه لار غواړي چى اسيا ته لار پيدا کړي.
كله چى په اسلام اباد او پېښور كى خبري وسولى نوبيا څوك ديوكال او څوك دشپږو مياشتولپاره يوڅو عمر دحكومت لپاره وټاكل سوه چى هغه هم مسخري وې جنرال بابر ويلى كه بيسوادي او جلاوطنى نه واي نوبه بيا ولى داحالت راتلى .
نوموړي ويلى چى بيا په ۱۹۹۲كال كى i.s.i جنرال اسد دورانى دجنرال نجيب الله سره هم خبري وكړى بابر ويلى چى جنرال نجيب الله هم ماته راغلى و، هغه هم دغه غوښتل چى گډوډي رانسى ما دڅلويښت او ترپنځوس ځايوڅخه زيات ددريدو ورته وويل چى په هر ځای كى يويو ټانك و خو دوی لاره وتړل نوپه دغه دوران كى زما دربانى دحكومت سره ونه لګيدل هلته ما خلكوته وويل تاسوبايد آزادى راولئ او هر يوبايد اتفاق راولى .
جنرال نصيرالله بابر ويلى چى زه كندهار ته ولاړم چى هلته مى وليدل ټول خلك د اعليحضرت محمد ظاهرشاه په راتګ خوشحاله وه او په اكثرو ځايونوكى دظاهر شاه بيرغونه ځوړند ول او دروان حكومت څخه په تنگ ول نوموړي ويلى چى بيا ما ټول سفيران راټول كړل او ورته ومى ويل چى ددوي سره كومك وكړى .
دi.s.i مشر دافغانستان دمشر ډاكتر نجيب الله سره دسولى خبره وكړه بابر ويلى چى په اخركى داوايم چى په افغانستان كى په سمه توګه جنګ ايران جوړكړى دى او دطالبانوراتګ افغانستان ته د۷۳پلان جوړسو او دامن اوامان سره افغانستان ته داخل سول نوموړى وايي چى دطالبانوحكومت خپل ځان ته ښه دى او کوم اتحاد نه شي راوستلای.
هیله لرو چی جهانی ټولنه وخپلی تیروتنی ته توجه وکړی او دپاکستان داستخباراتی شبکی په دوه اړخیزه لوبه باندی پس له دینه ستر ګی پټی نه کړي او د بی ګناه افغانانو وینی دترهګری سره دمبارزی په خا طر دننه په افغانستان کی تویی نه کړي

 پای

رحمت اله روان

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت