هلمند شيرزاد

دروان ناورين په اړوند څو پوښتنې

 

درنو دوستانو ، سياسي څيړونکو ، سياسي ګوندونو مشرانو دافغانستان داوسني اداری چلونکو ته !

زموږ پر هېواد افغانستان  کې په تيرو دری لسيزو کې پر ولسونو (پرګنو»   دداخلي کشمکشونو، او بهرنې بربنډه لاسوهنو  ( يرغلګرو) له خوا زياتی نارواوی او ظلمونه سرته رسيدلي دي .

دافغانستان ټولی شتمنې لکه سرشاره ځنګلونه، کانونه، د اوبو زيرمی ، کرهڼيزی چاری دولتي اداری تحصلي موسسی بشري قوه (انساني ځواک ) د افغانستان څوکلنه ملي اوردواو ملي پوليس اوورسره موجوده وسلی  چور او کباړ شوی. د پرديو په بازارو کې ليلام او پيسی دداخلی ټوپکمارو جيبو ته ولويدلې ، په ميلونونو خلک اواره يا جبري مهاجر ، معويب او شهيدان شول .

 

 د مجاهيدينو لپاره په پاکستان ،ايران کې د پنډ غاړو تر څنګ نظامي روزنه او وسلی د پردو له خوا اماده شوی. اوکله چې داپروژه د اي اس ای ، سي آی ای له خوا سرته ورسيدله نو وار د نصرالله بابر   د بينظير بهتوپه واکداری کې   کرنيل امام ، جنرال حميد ګل چې مخکې له مجاهيدينو لارښونه کوله دا ځل يي  په نوي شکل د ټولی نړی  ترورستان ، القاعده د طالبانو تر نامه لاندی نوی پروژه پيل کړه، ددی کار سره د سعودي شيخانو او نورو عربو خوا خوږ ي او مرسته  وکړه، او ډير ژر د مجاهدينو ځای ناستي شول . هغوي هم داسی نا روا کړه وړه تر سره کړل   چې هېواد ټول پاته شوني نور هم له مينځه يوړل ، کله چې د تروريزم حملې تر امريکا ورسيدلې اود نيويارک برجونه يي ور ونړول  نو بيا دوی د خپلو پخوانيو تالی څټو مرستی ته لاس ور وغزاوه يانی شمالي ټلوالی ته  نوموړو يو ځل بيا د بن د لوځنامې په برکت کابل ته د واک چلول پيل کړ ه.

 دا ځل دوی د دموکراسی په نامه هغه څه وکړل چې اصلا که دموکراسي داسی وي نو بايد ورسره خدای پاماني وشي.  زه يو ځوان يم او له ۱۱کاله راهسی د وطن نه په ليری فاصله کې  دمهاجرت شپی ورځی سبا کوم،  لاکين د وطن ټول حالات تعقيبوم.  هغه ړانده راکيټونه او بمباری چې په عام ولس تر سره کيږي او زموږ بی دفاع ولس پکې شهيدان کيږي او يا د ځان وژونکو حملو کې چې په لسهاوو بی دفاع عام وګړی ښځی نارينه کمکي ماشومان شهيدان کيږي،  زه د ميډيا له لاری  لولم او اورم نو له همدی وجی يوه لحظه می زړه اووجدان ندی ارام شوی. ټول وخت دخپل وطن او خلکو انديښنه راسره مل ده .

لاکين ټوپکماران د خپلو خارجي بادارانو په مل هغه مرستی چې بهرنيانو د افغانستان د بيا رغونی لپاره ورکړی وی هغه هم چور کړی ، د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون را مينځه ته نشولو .

زه غواړم څو مشخصی پوښتنې ستاسو حضور ته وړاندی کړم  هېله لرم چې زماسره يي په ځواب ميندلو کې مرسته وکړی او يا دموجوده ناخوالو اوستونزو د حل د لاری په ميندلو کې راته مشوره را کړی چې  څه بايد وشی، چپه خوله کيښناستل هم ددی خوار ولس سره لويه جفاده .

 

لمړئ پوښتنه  ـ  ټوله با احساسه وطنپالونکي انسانان پر دی پوره پوهيږي چې د ترورسټانو پنډ غالي چيری او له کومه ځايه تمويليږي ؟زما له نظره ترورستان  په ګاونډيو هېوادو کې روزل کيږي او بيا د وران کاری لپاره دلته استول کيږي  ټول وخت په زرګونو مختلف نوعه وسلی او چاوديدونکي توکي د مخاليفوينو څخه نيول کيږي ولی لاسوهونکي له دی ښکاره لاسوهنو څخه  په پوره سپين ستر ګې  انکار کوي.؟

 

دوهمه پوښتنه  ـ  ايا د مرسته شوو پيسو حساب شفاف دی  ؟او څوک به نړيوالو او ملت ته حساب ورکړي  ؟،د ۴۰ ميليارده مرسته شوو پيسو  حساب ورکول ناممکن دي په غلا کې د کورنی مافيا تر څنګ بهرنی مافيا هم شامله ده.

دريمه پوښتنه  ـ ايا واقعا د ټولو ميليتونو تر مينځ د ملي يوالي روحيه داساسي قانون   په چوکاټ کې سرته رسيږي ؟

زما له نظره د پخوا په نسبت د ملي يوالي روحيه ډيره کمزوری ده او يو تعداد ټوپکيان د خپلو سياسي هدفونو په خاطر ميليتونه ګريوان نيولې   ژبني تعصب  اومذهبي تعصب ته لمن وهي.  تازه او ژوندی مثال يي د وردګو ولايت مربوط د بهسودو ولسوالی اود کابل ولايت يا پلاځمينی  پر سر  د کوچيانو او هزاره ګانو ورستی نښتی وی .  بيا له دی کار سره سم د محقق او کريم خللي د ولسمشر دوهم مرستيال  څومره د ملي يوالي ضد روحيه اود کوچيانو پر ضد څومره سپکې سپوری وکړی .  حتا يويي وويل کوچيا  ن يانی پاکستانيان څومره د افسوس او شرم خبره ده چې دوی يي کوي دا يو مثال وو داسی په زرګونو مثالونه په شمال کې تير شوي .

څلورمه پوښتنه  ـ  د سولی تر نامه لاندی څوځله لوی جرګی وشولې ايا پيلي لري؟

زه يو کوچنې مثال وايم نور به يي تاسو را تکميل کړی دا ورستی جرګه چې د محترم حامد کرزي په نوښت په کابل کې جوړه شوه اود نوموړی جرګې مشري بيا پروفيسور رباني ته وسپارل شوه  ددی پايلی څومره محسوس دي .زما په نظر خپله رباني ددولت د ټولو پروګرامو لکه سوله د طالبانو يانورو سره مخالف دی اود دولت پر ضد يي مخالفه جبهه پرانستی نو بيا دی څرنګه د دولت لپاره د سولی په راوستلو کې مرسته کوي ؟

پينځمه پوښتنه  ـ  اياکار واقعآ ا هل کار ته سپارل شوی ؟

 نه هيڅکله يوازي تنظمي راوابط، واسطو ددی کار مخه ډوبه کړی .

شپږمه پوښتنه  ـ  د سياسي ګوندونو رول ولې په ټپه دريدلی ؟

زما نظره سياسي  ګوندونه هم  د اوسني  سياسي نظامي  حالاتو قرباني شوي اودوی هم نشي کولای د يو لوی قوي ځواکمن روښانفکري نهضت  په جوړولو کې بريالي شي  ځکه دوی هم د بهرنيو اړيکو پر بنياد سره ويشل شوي دي .

اومه پوښتنه  ـ  ايا بهرني ځواکونه په خپلو ړندو بمباريو کې عام ولسونه نه وژني ؟

په لسګونو مثالونه شته يا يوازي په بخښنه بسنه وشي يا يو کوچنوټی کميسون ته دنده ورکول شي يا هر شهيد ته يو لک افغانی د دولت لخوا ورکړل شي ايا دا لويه ستونزه پر دی حليدای شي؟

اتمه پوښتنه  ـ  د ملي وثيقه يانی اساسي قانون مواد په ټولو خلکو د طتبيق وړدي ؟

زما نظره اول خو ولسونه د قانون له موادو خبرتيا نلري او که لري بيا ټولواکان و هر څه د خپل ځان لپاره جوړ کړي د ولسونو حق همغسی تر پښو لاندی دی.

پوښتنې خو ډيري زياتی دي خو زه يي په همدی بسنه کوم زما هېله د ټولو هغه کسانو څخه ده چې د موجوده ستونزو په رابطه فکر کوي ماته د يو جامع حل په هکله مشوره يا ځواب را کړي .

 

 

په درنښت

 

 هلمند شيرزاد

 مالمو  سويډن

 

 


بالا
 
بازگشت