د ولسي جرګې ځینې نوماندان که پاټکیان او لاره نیوونکي بدماشان

 

محمد رفیع واکمن

نن سهار د لیندۍ د میاشتې په درېېمه نېټه له یوې خصوصي راډیو څخه مې دا زړه بوږنوونکې خبر واورېده چې د کابل څخه شمال ته غځېدلې لارې مساپرو تېره شپه د بغلان ولایت څخه ولسي جرګې ته د دوو ناکامو نوماندانو د پلویانو له خوا د مظاهرې او د لارې د بندیدو او تړلو له امله په یخه هوا او ناوړه شرایطو کې تېره کړې ده.

د آزادۍ راډيو د راپور له مخې ښاغلی ډاکټر نصيب مدبر د طب ډاکټر او ورور يې د فارياب امنيه قومندان دی او ښاغلی حاجي عاشق الله یو سوداګر او د ناټو ځواکونو یو قراردادي دی.

د پورته نوماندانو پلویانو دغه لاره د ترافیک پر مخ تړلې ده او هېچا ته د تګ او راتګ اجازه نه ورکوي او ځایی حکومتي چاروکي د قومي مشرانو سره په خبرو بوخت دي تر څو دغه لاره د مساپر پر مخ خلاصه کړي.

نن سهار د لړم د میاشتې په ۶ نېټه له همدغه خصوصي راډیو څخه واورېدل چې نن دریېمه ورځ ده چې د  بغلان – مزار شریف لویه لاره د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې د مساپرو پر مخ د احمد خان سمنګاني د پلویانو له خوا د ترافیک او مساپرو پر مخ بنده ده ځکه چې همدغه ښاغلي د یو شمېر هغه ناکامه نوماندانو ځینې حساب شوی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوی رایې د تقلب له امله باطلې اعلان کړي دي.

د یادولو وړ ده چې همدغې راډیو ته یو تن مساپر زنګ وواهه او له دولتي چاروکو ځینې غوښتنه وکړه چې د خلکو فریاد ته دې ورسېږي او دغه لاره دې ژر تر ژره خلاصه کړي، ځکه چې ددغې لارې بندیدل د هېواد د څو ولایاتو خلکو ته ډېرې لویې ستونزې را پیدا کړي دي.

حتی هغې وویلې: چې د سمنګان ولایت څخه د احمد خان سمنګاني پلویان خلک وهی او ډبوي او که څوک له موټرو سره ور نژدې شي نو ددوی موټر په تېږو ولي او ورته زیان رسوی، د حیرانۍ خبره خو دا ده چې هغې تیلفون کوونکې وویلې چې دغه لاره بندونکو د تاوترخوالی له امله یوه امیدواره ښځه او د هغې ماشومه وژلې ده او پنځه تنه یې ټپیان کړي دي او څو ګاډو ته یې مالي زیان هم اړولی دی..

دا چې له کله نه د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د سنبلې ۲۷ نېټې د ۱۳۸۹ کال د ټاکنو لومړنۍ پیلې اعلان کړې له هم هغې ورځې راهسې پاتې او ناکامه نوماندانو د خپلو مظاهرو په ترڅ کې خلکو ته سرخوږی او ستونزې جوړې کړي.

د یادولو وړ ده چي د افغانستان په نورو ولايتونو او مرکز کي هم د ولسي جرګې ځینې نوماندانو د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر ضد مظاهرې کړي دي او له حکومت څخه له سره د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې.

دغه مظاهرو هغه وخت لا پسې زور واخیست کله چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغه نوماندانو نومونه له لست څخه وغورځاوه کوم چې په لومړنۍ لست کې بریالي اعلان شوی و نو د شمالي ولایاتو یو شمېر ناکامه نوماندانو د کابل – شمال لویه ترانسپورتې او اکمالاتي لاره د خلکو او هېوادوالو پر مخ بنده کړه او هېوادوال یې له لویو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دا چې په افغانستان کې دیموکراسي ده خو افسوس چې د دیموکراسۍ په معنا ډېری افغانان نه پوهېږي او ددې نوم څخه غلطه ګټه اخلي، دا چې مظاهرې د دوی حق دی او باید د سولیزې مظاهرو له لارې خپل حق وغواړي خو دوی دا حق په ډېره ناوړه توګه غواړي او که حقیقت ته ځیر شو نو دا د ولسي جرګې نوماندان نه بلکې بدماشان، لاره نیوونکي، پاټکیان او وسلوال دي، ځکه که هغه په رښتیا د خلکو نماینده او استازی وي نو مهرباني دې وکړي او کابل ته دې راشي او یا هم هغه ولایت د ولایت مقام او د ټولټاکنو ولایتي دفتر ته دې لاړ شي او خپله غوښتنه او حق وغواړي نه دا چې لکه وسلوال، بدماشان، لاره نیوونکي او پاټکیانو لارې بندې او د وسلې په زور د افغانستان عامو خلکو ته ستونزې او مشکلات را پیدا کړي.

دا چې د کابل – مزار شریف پر لاره کومه امیدواره ښځه چې خپل ژوند د لاسه ورکړي، په دې کې باید لویه څارنوالي څېړنې وکړي که په دغه وژنه او مېړنه کې د نوماندانو لاس وي او په لوي لاس او قصداْ دا کار دوی تر سره کړی وي، نو باید چې دوی محاکمه شي، ځکه دوی پړ او ملامته دي.

بل دا چې ولي د افغانستان دولت سره له ټولو امکاناتو او ملکي او نظامي قوت سره غلی او چوپه خوله ناست دی او ددې تماشې او غیرقانوني کړنې ننداره کوي.

دا چې د افغانانو خوي، عادتونه او خواص ټولو هېوادوالو ته معلومه ده چې دوی په سړیتوپ، ارامۍ، پسته ژبه او د چارواکو په نرمو نرمو خبرو د خپلو دغسې ناوړه کارونو ځنې لاس نه اخلي نو دولتي چارواکو ته په کار ده چې ددغسې بدماشانو او سرکش خلکو د سمولو او لارې ته راوړلو لپاره او هېوادوالو د ژغورولو لپاره د زور او کوتک نه باید کار واخلي ځکه تاریخ ثابته کړې ده چې د زور او کوتک په مټ دوی لارې ته راتلی شي.

پرون یو چا راته وویلې چې د خوست څخه هم همدغسې نوماندان سبا د لړم د میاشتې پر اوومه نېټه د خوس کابل لاره لکه د شمالي سیمې نوماندانو د ترافیک پر مخ بنده کړي، که داسې وشي، نو لیرې نه ده چې د کابل سره ټولې تړلې لارې د همدغه نوماندانو د پلویانو له لاسه بنده شي.

بله خبره دا ده چې کیدای شي په دې کې د ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو لاس وي او بل دا چې د سولې د عالي شورا ته د ستونزو او مشکلاتو پیدا کولو هڅه هم وشي.

د افغانستان د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته پکاره ده چې ژر تر ژره له خپل واک، قوت او امکاناتو نه کار واخلي او ددوی د دغسې ناوړه کار په کولو سره له دوی سره لکه د یو مجرم په توګه چلند وکړي او دوی دې لویې څارنوالۍ ته ور وپېژني تر څو نورو دغسې وسلوالو بدماشانو او لاره نیوونکو ته یو عبرت او سبق شی، که د افغانستان دولتي چارواکي داسې کار ونه کړي او همداسې ددې ناوړه کار  ننداره وکړي، نو لېرې نه ده چې هېواد به د لویې بحران خواته سوق شي چې بیا یې کنترول او اداره خورا ستونزمن کار وي.

 

 


بالا
 
بازگشت