پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار

 

که فلسطين له کافره غواړو،ولې پښتونستان له مسلمانه، ونه غواړو ؟

د دينپوهاندسيد حسين هاشمي
  د يوه غبرګون پخلی او شننه:

((په ملايانو کې هم  يو نيم مسلمان پيداکېدای شي)) متل له پخوانه دود وو، خو له پرونيو جهادي ملايانو(خالص، نبي، رباني، سياف، فهيمه... ) يې نيولې تر نننيو طالبي ( ملا عمر،حقاني، فضل اله ...) دوی له انساني- اسلامي ضد نادودو سره يې کارونګ  نور هم زيات شوی دی. خو ما پکې خپل کليوال  دينپوهاند پاچا سيدحسين هاشمي په رښتينه مانا د ((يونيم مسلمان)) غوره بېلګه نومېرلی چې د جهاد له تورو بوړو، يا د ستر حمزه په وينا((د کثرت له بتکدې نه))، يوازې مسلمان نه، چې پر((حب الوطن)) ټينګ پښتون هم  راوتلی دی. دا دی دلته يې د زباد لپاره دهغې ليکنې يو غورچاڼ او شننه ګرانو هېوادوالو ته وړاندې کوم چې د يوه((مسافر)) نومي طالب پلوه نيمچه ملا په غبرګون کې  يې کښلې او پوره او وېړه  بڼه يې ((ټول افغان)) ته د خپراوي په موخه سپارلی وه.
د ده د غبرګون  پلمه د ښاغلي قريب الرحمن سعيد له خوا((د سلطان صلاح الدين ايوبي د وخت رښتينې  پېښې)) ژباړه وه او داچې مخاطب يې خبره پر عثماني خلافت، عربو او فلسطين او بيا اوسنيو شخړو راڅرخولې وه، نو ده ورته د يوه تاريخي- منطقي تړاو او پرتلې له مخې  پښتونستان هم د يوې ورته ربړې او مسألې په توګه په سترګو کې ننه اېستی او  مايې هم د پخلي او شننې په ترځ کې د يوې نيمې سمونې او بشپړونې هڅه کړې ده، په دې لاندې ډول:
1- د دې لپاره پوره او نټه نه منونکي تاريخي لاسوندونه شته چې تورکو په خپل شپږ- اووه سوه کلن سياسي تېر مهال کې دوه درغلي يا غلط شهرتونه ترلاسه کړي دي:
ـ يو داچې له خپل ژيړ توکميز، په بله وينا، تورکمغوليز رغښت او بڼې(قوارې) سره د سيمې دکلاسيکو شاعرانو له خوا  تر  جګړه مارۍ او تالانګرۍ ((ترکتازی)) څخه  د ښايست د سېمبول په توګه ډېر ستايل شوي دي. دې انګېرنې او تېروتنې له يوه ورانپوهاوي اَره او سرچينه اخېستې او هغه دا چې کله دغه ځوځ ماځوځ له  التای غرونو څخه منځنۍ اسياته را خپاره شول، تر هند و اوسنۍ تورکيې پورې په پارسي او پښتني دربارونو کې له مرييتوب او سپاهيتوبه سترو سترو ټولواکمنيو (اېمپېراتوريو) ته ورسېدل او تر اَرياني ځمکو وروسته يې اروپايي هغه هم لاندې کړې، نو ډېر سپين تو کمي اَريايان او اروپايان پکې راګډ شول او د دغه سېمبولايزېشن جوګه شول(د پوره څرګندتيا لپاره: زيار،از غلطيهای مشهور ديرين تا واقعيت های علمی امروزين. اَريانای برونمرزی، شمارۀ تابستاني 1381).
ـ دويم درغلي اوڅارتيا(شهرت) يې د ((عثماني خلافت)) او بيا(( اسلامي خلافت)) ډنډوره ده چې له بده مرغه په دغه ډنډوره کې ډېرۍ برخه عجمي مسلمانانو اخېستې وه. هېښنده يې بيا لا داچې د هغه د بيا راژوندي کولو او نړيوالولو خوب خيال اوسنۍ ترهګره بنسټپالنه رازېږولې ده!
کوم پت پرسستيژ د رښتتينو اسلامي خلافتونو، له خلفای راشده رانيولې تر امويانو(661-749ز) او عباسيانو(750-1258ز)پورې د اسلام او مسلمانانو د ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول د عيسايي اروپا پر وړاندې  ګټلی وو، تورکانو (1285- 1918)  پر ځمکه وويشت. همد غو تورکانو د اسلام هماغه رښتيني مجاهد سلطان صلاح الدين هم پسې واخېست چې  د عيسايانو له خوا پر مسلمانانو راتپليو دوه سوه کلنو بلوسګرانه(تعرضي) صليبي جنګونو(1095-1270ز) ته يې پايټکی کېښووه او هسې په ناببره ډول  ترې  په توره تېښته  بريالۍ شو. که پرکورنۍ يې چې د سويس په لوزان کې اوسي، لاس نه دی برشوی، خو په غچ کې يې لاتراوسه د ګرد کوردي ټبر له ځپلو او ترې د اړوندو ځمکو له پرله پسې بلوسلو نه لاس پر سر شوي نه دي.
که تورکانو په خپل وحشت اوبربريت يو خوا اسلام او اسلامي خلافت
سپکه وړۍ کړي، نو بلخوا يې د عيسايي نړۍ تر څنګه د خلافت تر پردې لاندې ښکېللې اسلامي نړۍ ، په تېره عربي هغې کرکه هم ځانته پوره را پارولې ده.
 داچې پاچاصاحب ليکي:
(( انګرېزي حکومت له عثماني خلافت څخه غوښتنه وکړه چې د يوه يهودي دولت لپاره دې ورته په فلسطيني خاوره کې اجازه ورکړ ي او هغوی دا کار ونه کړ)).
مګر، ترکوم ځايه چې را وروسته پېښو وښووله، دانټه(انکار) يې د فلسطينيانو او ياد((قدس شريف)) په پار نه، بلکې له دې وېرې وکړ چې عربي خاوره يې د خلافت يا په سهي مانا، د ښکېلاک له ولکې و نه وځي. له دې خبرې يې چې انګرېزانو  د تورکانو پر ضد عربان راوپارول، هم داسې برېښي چې عربي ولسونو تر هغه مهاله ارام ناست ول. حال داچې له کلونو کلونو راهيسې د تورکانو د نازغموړ وحشيانه چال چلن او ظلم و زور پر وړاندې په عربو کې ازاديپال غورځنګ را پيل شوی وو. نړيوال شيطان يې هم ديهودي نيواک او راتلونکو نورو ګټو په موخه ملا ور وتړله، هغه هم  د يوه شيطان ا لشياطين  په بولندويۍ(قومانانۍ) چې تر تش په نامه خپلواکۍ پورې يې د((عربي لارنس)) په نامه  د عربي جنګيالانو څرګنده لاربني او بولندويي کوله. هماغه نومور عربي لارنس وو چې را وروسته د پښتنو ازاديپالو پاڅونونو د ځپلو او بياد هند د ازاديپال غورځنګ په اوږدو کې د خپلو لاسپوڅولپاره د يهودي هغه غوندې د يوه بل مصنوعي دولت د رغاونې په موخه پښتونخوا ته راغی، خو دغلته د نويو او بيا پټوڅارګري دندو له کبله  د عربي چلتار او جامو  پر ځای د پښتني پير او ستانه له جامو او نوي نامه ((پير کرمشاه)) سره.
 د عثماني خلافت پر وړاندې يې  خواره واره عربي ازاديپال  جنګيالي سره يولاس کړل، خو له تور کانو ګټلې خپلواکي يې پر خپلو نيوکلونيالېستي موخو راوڅرخوله او د اَرو او رښتينو ازاديپالو ګټندويانو پرځای يې  پر بېلابېلو  شاه مېشتيو او شيخ مېشتيو(شاهيو او شيخ نشينيو) او اميرانو وېشلې خاوره خپلو  لاسپوڅو لوړپاړکيزوکورنيو ته ډالۍ کړه او پاچاصاحب  هغه ډالۍ داسې راتعبيروي او ليکي: په بدل کې يې د يوه تلپاتې صيهونستي دولت دروند بار پر اوږو ورکېښووه چې نن يې ناوړې پايلې  موږ ټول په غړولو سترګو ګورو( هو موږ عجميان اوفلسطيني او نورو عادي عربي ولسونه، نه شاهان، اميران او شيخان)!
زموږ دينپوهاند د مسافرخان په غبرګون کې دې پايلې ته رسېدلې چې تر يوې هسې تش په نامه ازادۍ څخه، هماغه (تش په نامه) خلافت  غوره وو:
((لنډه داچې چې موږ مسلمانانو پخپله  خپل مسلمان ورور او خپل اسلامي خلافت  راپرځولی، نه نورو. انګرېز خو راته د خير پر غونډۍ ارام ناست وو لکه نن سباچې راته ناست دی او سيل مو کوي. ته دا راته ووايه چې زموږ دغه عربي ورونو هېوادونو ته خو کتاب الله او سنت رسول الله او نور ټول اسلامي اصول او مقررات مخ ته پراته ول، نو ولې يې ترې مخ وګرځاوه او د يو غير مسلم پر خوله يې باور وکړ او د هغوی په خولې پسې ولاړل چې اوس پرې ټول مسلمانان روحاً ځورېږي. دا خو داسې يوه د نفاق مساله مينځته راغله چې په پايله کې مو له خپله لاسه خپلې پښې او لاسونه غوڅ کړل...)).
له فلسطينه تر پښتونستانه
پاچاصاحب د دغو دواړو ښکارندو(پديدو) تر منځ يوه منطقي تړاو ته د نوموړي پام داسې را ګرځوي:
(( اوس راځو دېته چې کومه جبري او ناروا پرېکړه هماغوانګرېزانو له نن څخه نژدې څه د پاسه يوه پېړۍ ترمخه پر موږ هم را تحميل کړه. نو که ته وايې، هلته کار په شيطاني توګه ترسره شو او له خپلې بې اتفاقۍ موخپله اسلامي خاوره له لاسه ورکړه، مګر دلته خو راباندې په زور او جبر فيصله شوې. هلته خو عربي ورونه هېوادونه راپورته شول او له خپل اسلامي خلافت نه يې ځانونه بيل کړل. ليکن پر ما خو خپله د زبرځواک او ښکېلاکګر له خوا فيصله تحميل شوې ده. بيا هم زما معامله او فيصله پخپله د هغه وخت له زبرځواک سره شوې، نه د بل چا سره او پخپله يې هرڅه کړي دي. دا خو داسې مانا لري، لکه په قضا کې چې محکمه متهم ته بې له مدافع وکيله فيصله واوروي. اوس چې دوی په افغانستان کې پراته دي، نو د نړيوالو قوانينو له مخې چې همدوی جوړ کړي او زموږ هوايي او ځمکنی قلمرو د همدوی په کنترول کې دی، نو دا د دوی يو اخلاقي مسؤوليت هم دی چې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا تامين کړي...)).
ګوره کله چې غازي امان الله مصر الازهر ته ولاړ او هغه وخت ټوله اسلامي نړۍ د انګرېزانو له خوا ترګواښ او تهديد لاندې وه لکه څنګه چې نن ده. نو هغه هم د سيد جمال الدين غوندې وېره لرله چې څنګه له دغې راروان سېلاب څخه ځان او هم اسلامي نړۍ بچ کړو. هلته ترې د محصلينو له خوا يوه پوښتنه دا هم وشوه چې ستاسو په غاړه کې خو دا لباس اسلامي نه دی، نو هغه ورته خپل ځواب ورکړ. مګر دا يې هم ورته وويل چې دا ستا په جيب کې دې دغه پيسه هم خپله نه ده چې بيا په دې سره د مصر الازهر کې يو ټکان راغی او د غفلت له خوبه راوېښ شول ...او دا فکر له خلکو سره پيدا شو چې څنګه له دغه راروان سېلاب څخه خپل ځانونه بچ کړو. له بده مرغه چې نن ورځ موږ د غازي امان الله خان او د سيد جمال الدين غوندې کسان پخپل مينځ کې نه لرو چې يو جامع او نړيوال فکر وکړي. او يا په ملګرو ملتونو کې د عبدالرحمن پژواک غوندې يو وطنپال او پرخاوره مين انسان هم نه لرو چې له ديپلوما تيکو لارو دا مساله هلته د ملګرو ملتونو په مقر کې راولاړه کړي او په صافو سپينو ټکو کې پرې غوروشي)).
بيا هماغې پاسنۍ پرتله داسې  ورغځوي او په سترګو کې يې ورننه باسي:

((که بيت المقدس او نورو اماکن مقدسه  له فلسطيني خاورې لرې کړې، نو زموږ او د هغې خاورې څه فرق دی. ټوله يوه د خدای مځکه ده او خدای ته به پاته وي. که خبره د اشغال او د ښکېلاک وي، خو هغه دی چې هلته هم راڅخه اخېستل شوې او دلته هم راڅخه اخېستل شوې. هلته خو بيا د فلسطين د يو څه نسبي هويت خو شته، ولې زما د ګواښ سره مخ دی او ولې مخ شي؟ هلته خو که په رښتياوو وي او که پر دروغو يو نړيوال خوځښت خو شته او هم عربي نړۍ چې اوس ټول په دې سره قانع دي چې بايد دواړه جلا او مستقل حکومتونه شي، نو ولې بيا له ما څخه خپله خپلواکي اخېستل کېږي او دا راڅخه د خپل مسلمان ورور له لاسه اخېستل کېږي چې په پټه او ښکاره ورسره همدوی ملګري دي. که ملګرتوب او يارانه يې ورسره نه پايللای، نو سپينه به يې ورته ويلای وای، خو ورته نه يې وايی. په دې کې يې هم منافقت دی چې نه غواړي اصل حقيقت رابرسېره کړي ځکه چې بيا ورته په سيمه کې د خپل هر ډول نفوذ لپاره پلمه نه پاته کېږي.
بله دا چې ته د يهودي دولت يا اسرائيلو پورې نښتی يې، نو ولې دې خپلې مسالې ته دې توجه نشته. داسې فکر کېږي چې دا کار به موږ ته الويت هم ولري نسبت هغه ځای ته. که متوجه شې، نو هلته هم د يو ظالم حکومت بنسټ همدوی اېښی دی او دلته يې هم اېښی چې خپله د آی ايس آی اداره د يو انګرېزي جنرال په ذريعه تاسيس شوې چې هم پرې لېرې ختيځ تر استراليا پورې دا ټوله سيمه وڅاري او هم پرې د روسيې تزاري امپراتورۍ مخه ډب کړي او افغانستان يې لا په هغه وخت کې د يو حايل دېوال په توګه پرېښووه. د دې په څنګ کې يې داسې يو ناروا وېش وکړ چې بنګال يې پاکستان او کشمير يې هندوستان ته حواله کړ او زموږ شا رګ يې هم راپرې کړ. دا خو د يو نړيوال ظالم سياست نتېجه ده چې نژدې څه د پاسه يوه پېړۍ کېږي چې انګرېزان عملاً په سيمه کې نشته، مګر سياسي، اقتصادي، نظامي او هر اړخېزه نفوذ يې تراوسه هم په ټوله منطقه او سيمه پروت دی. داسې د سرطان يوه دانه يې راته پرېښې چې که جراحي عمليات يې کوې، نو د دې وېره شته چې هرڅه فلج شي او که يې نه کوې، نو ترڅو چې ژوندي يو نو دا کړښت به مو تر پايه وي. همداسې د پاکستان او هندوستان ترمينځ د کشمير په مساله کې. د عراق، ترکيه او ايران ترمينځ د کردستان مساله همداسې د عراق و کويټ او همداسې ورپسې نورې درواخله.
ته څه فکر کوې هغه کس چې هلته يې درباندې يهودي دولت دروتپه او دلته يې راباندې دا اداره، نو دوی خپله اوس په يو جنجال کې اخته دي. که له مينځه يې وړي، ممکن چې دوی ورته ووايی چې موږ وړې بايد چې اسرائيل هم له مينځه ولاړ شي او دا کار خو هغوی نه کوي. نو چې هغه نه کوي، نو دا هم نه کوي. خو منافقانه خصلت يې دا دی چې دوی اوس هغه د حق خبره نه کوي چې معاهده خوڅه د پاسه يوه سليزه وړاندې پوره شوې، نو اوس دې مسالې ته ولې طوالت ورکول کېږي  او همسايه ورور مو هم کله يوه پلمه او کله بله پلمه راولاړوي؟
له چين نه يې چې سترګه سوځېده، نو هغه دی ،همداسې په پټه خوله يې ورسره د هانګ کانګ خبره خلاصه کړه او زموږ  او هغه مساله خو سره ورته والی لري. هلته هم د انګرېزانو له خوا د هغوی پر برخليک چاړه راکښل شوې وه او پر ما هم، نو کله چې وخت يې پوره شو، بس خبره خلاصه شوه. څوک چې تلل هغه دی چې ولاړل او چې څوک نه تلل هغه دی پاتې شول او هانګ کانګ چين ته وروسپارل شو، نو ما ته ولې څوک خپل حق نه راکوي؟)).
بيا ورته د هانکانګ بېلګه مخې ته ږدي او ليکي:
((که خبره د ميراث د پاتې کېدو وي، نو هانګ کانګ هم دا حق درلود چې موږ ته دغه خپله خاوره د انګرېزانو له خوا په ميراث کې راپاتې ده او موږ يې اوس ميراثخواره يو، ولې له چين سره اصلاً په دې خبره هېڅ  يوياد هومره هم ونه شو، نو له ما سره ولې بيا دا ګوتې ماتوي. حال دا چې د وراثت دعوه يې زموږ حق دی، نه د دوی. دوی دې خپل حق يعنې کشمير لومړی له انګرېزانو او بيا دې له هند څخه وغواړي، نو چې خپل حق له هندو او له انګرېزه غوښتی نه شي، نو ولې دا زور يې اوس له ما وباسي که څنګه؟))
زه پور غواړم، ته نور غواړې؟
زموږ ستانه او دينپوه ليکوال دېته هېښ پاتې دی چې پاکستان مو له خپل منځته راتګ او بيا له جهادي پېر راهيسې په کورنيو چارو کې لاسوهنه خپل ابدي حق ګڼي. د دې پرځای چې د انګرېزي بادارانو له خواور بېله کړې ځمکه مو بيرته راپرېږدي،  هغه غير قانوني استعماري کښلې بريد ليکه راباندې اوس په خپل زور قانوني کول غواړي. لکه چې ليکي:
((ډېره شرموونکې خو لا داوه چې زموږ ځينو جهادي مشرانو خو له ډېرې خوشا مندۍ  نه خپله خاوره د پاکستان پنځمه صوبه ګرځوله. بيا چې دا کار ورته ګران برېښېده، نو د يوه کنفدرېشن نظر يې ور وړاندې کړی وو او حال دا چې موجوده کشمير خو د يو کنفدرېشن شکل لري. موږ چې له يوې خوا د خپل هويت پنځه زره کلنه دعوه کوو او له بلې خوا مجاهدين ځانونه بولو، نو دا زموږ ايمان وغيرت وشهامت او دا في سبيل الله او اعلاء کلمة الله مجاهده اوس د دې اجازه راکوي چې بېموجبه او وړيا پر وړيا خپله خاوره بل چا ته وروسپارې او دا خو د يو کس کار نه دی. هر بچی د دې خاورې حق لري او نظر ته يې بايد درناوی وشي. که څه هم د پاکستان د حکومت يوه جګپوړي چارواکي، خورشيد قصوري دا خبره په هالينډ کې کړې وه چې که افغانستان له موږ سره د ډېورند مساله يوې خوا ته کړي، نو موږ به يې په امنيت کې مرسته وکړو او بيا يې د اغزن تار وړانديزکړی وو او  همداسې ورته نظر مولانا صاحب فضل الرحمن هم درلود چې افغانستان بايد د ډيورنډ مساله له پاکستان سره يوې خوا ته کړي، موږ به يې هله د امنيت تضمين وکړو.
له حقوقي پلوه خو هېڅوک د چا حق بل چا ته نه شي ورکولای، دا چې مولانا صاحب يې کويړ البته له کومې مرجع به ورته يو څه په غوږ کې څڅول شوي، که نه، نو ولې د خپلې بښتونخوا له نورو پارټيو سره  ټولپوښتنې يارېفرېنډم ته زړه نه ښه کوي. يو کار چې په سوله ييزه توګه کېږي،خدای دې حاجت دېته پاتې نه کړي چې په وينو تويولو ختمه شي. يوخوا وايی چې په افغانستان کې آيين نشته او بلخوا پخپله تراوسه د يو ور تپل شوي حکومت تر انګرېزي واکمن قانون لاندې شپې او ورځې تېروي. افسوس چې زما اسلامي قانون يې قانون نه باله او خپل انګرېزي قانون ته يې هغه مهال د مشروعيت حق ورکاوه چې طالبانو د باميانو بوتان ويشتل.
لکه څنګه چې ورته تا اشاره کړې، دا به ډېره هېښنده وي چې خپل حق له خپل يو مسلمان ورور څخه نه شې غوښتلای او نه يې درکوي او لاپه ټوله سپين سترګۍ زموږ  په کورنيو چاروکې لاسوهنه کوې او خپل مسلمان ورور پر بل مسلمان ورور وژنې، نو موږ به څنګه وکړای شو چې له يو ظالم زبرځواک څخه  خپل حق (فلسطين) وغواړو؟
که دې اوسني تاوتريخوالي سوچه اسلامي بڼه لرلای، نو پوځي يا څارګري (استخباراتي) ادارې خو له ډېرو مشرانو څخه څه سندونه هم اخېستی ول، مګر هغوی پوهېدل چې دا کار کوم قانوني مشروعيت نه لري، خو بيايې هم د د خپلو راتپلو طالبانو په ملتيا زړه وار ونه کړ او له بندي ډاکټر نجيب الله څخه يې پرې له وخته مخکې لاسليک اخېسته چې په نتېجه کې هغه هم ووژل شو. والله اعلم، دا مسايل به پخپله وخت وزمان روښانه کړي. تا ته خو پته ده چې په حدودي قضاياوو کې چې شکوک پيدا شي، نو حدود نه شي اجراء کېدای، نو زموږ په دغه ناسور زخم کې چې دغسې شک وشبه پرته ده، نو دا اجتهادي قضاياوې او مسايل به څنګه شي؟ دلته خو بيا د سياسي اواسلامي مسايلو ټکر راغی. نو په داسې يوې پېچلې موضوع کې به له يوې سياسي مسالې څخه ناوړه اسلامي ګټه پورته کول هم درسته نه وي. مشروعيت او نامشروعيت يې ته پرتله کړه!))
بيا يې همدا نن سبا داسلامي نړی ترمنځ. روان خپلمنځي اړپېچونه  او کړ کيچونه مخې ته ږدي  چې ورځ پر ورځ پسې زور اخلي او نوي نوي برېدونه او بعدونه راخپلوي:
((... پاکستان خپل ځانته مثلث غواړي او ايران خپل ځانته د خپلې خوښې مثلث غواړي. د پاکستان مثلث پاکستان، افغانستان او ايران رانغاړي. مرحوم ضياء الحق خو دا ارمان ګور ته يووړ او د ايران په مثلث کې بيا خپله ايران، افغانستان او تاجکستان پراته دي. چې ښايي  وروسته وروسته تر آذربايجان، عراق او نورې عربي نړۍ ته هم وروغځېږي.
که ترکيه دا خوبونه ګوري چې ځانته يو پخوانی ترکمنستان راژوندی کړي، نو بيا خو هغوی ستاسو پرځای دوستم ته ترجيح ورکوي چې په ښکاره يې ملاتړ کوي. نو دا به بيا څنګه شي چې د يو اسلامي خلافت د بيا راژوندي کېدو په موخه دې د يو کمونيست جنرال ملاتړ وکړي؟
 ...که لږ ورپسې وړاندې ولاړ شو، ستا څه خيال دی چې  د سعودي عربستان او ايران ترمنځ او ورپسې همداسې نور اسلامي هېوادونه به له ايران سره د يوې اسلامي نړۍ د رامنځته کولو لپاره څومره همغږي ولري؟
له بده مرغه زموږ مذهبي اختلافات دومره ارت و بيرت دي چې په سر سر کې يې د سلفېزم او شيعېزم  غوندې د نفاق يو ډېر بد تخم يې را کې شيندلی دی، نور ملي، سياسي او اقتصادي مسايل لا پرځای پرېږده!
 پر وړاندې يې هلته وينو چې اروپاييان سره پرله پسې نژدې کېږي او سره ازاد تګ را تګ کوي، حال داچې ته خپلې کعبې ابراهيمي ته هم بې وېزي او بې پاسپورټه نه شې ورتللای!...)).
 طالبي بنسټپالي  هم ورته په علمي او شرعي دک و دليل ور ردوي او اسلامي ضد پايلې يې په سترګو کې ور ننباسي:
((... داچې وايې، په سوات کې به شريعت نافذوو او په ميرانشاه کې به يې نافذوو، نو دا اسلامي شريعت ولې په مرکز کې نه نافذېږي؟ نافذه قانون خو له مرکز څخه صادرېږي نه له سرحداتو. ټوله د خدای مځکه ده او هغه حقيقي وارث دی، نه بل څوک، نو بيا ولې دغومره لوی سماوي دين چې د ټول عالم بشريت دين دی، خپلې پولې برېدونه سره تر يوې محدودې ساحې پورې ولې منحصروې؟ ته څومره ساده فکر کوې چې ګوندې خدای يوازې په پېښور او پاکستان کې دی او بل چېرته نشته؟ کنه همدا مدارس خو د انګرېزانو د واکمنۍ پر وخت په سرحد، بنګال او هندوستان کې هم وې، نو خدای مکړه چا چې په هغه وخت کې علم کړی نو اوس به ورته په سپکه سترګه ګورو. کله چې انګرېزان پر برتانيي هند لاسبري ول، نو د ديوبند او لکهنوو غوندې مدارس هم ول، مګر انګرېزانو هلته کومه څرګنده  لاسوهنه نه کوله او که په پټه يې څه کړې وي، نو خدای ته به ښکاره وي، همداسې الازهر هم درواخله.
دا يو نړيوال پېچلی سياست دی چې له ځان سره سياسي، اجتماعي او اقتصادي موخې او  ورسره ورسره نظامي پراختيا غوښتنه او پر نړېوالو زېرمو خېټه اچول دي، خو  بده دا ده چې د داسې ناولو شومو موخو په برخه کې ورسره زموږ ځينو ملايانو مذهب يوځای کړی او په دې پلمه له مذهبه يوه ناروا او نامشروعه سياسي ګټه پورته کوي!
دا چې تاسو ما ته د التمش د ليکنې په اړه يادونه کړې، خو زه به هم تاته د رفيق افغان د ليکنې د لوستلو سپارښت وکړم چې د ١٩٩٥ کال د مارچ پر دويمه په تکبير اوونيزه ١٧ – ٢٠ مخونو کې خپره شوې او همدارنګه زموږ د وفا د انګرېزي خپرونې د ١٩٩٥ کال د اپريل مياشتې په څلورمه ګڼه کې د طالبانو د راپورته کولو The Rise of Taliban تر سرليک لاندې خپره شوې زه به يې درته د ١٥ مخ يو پاراګراف دلته کټ مټ په هماغه انګرېزي بڼه مخې ته کښېږدم:
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20).
Resume of his article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the madrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”
نور نو په دې مساله کې به مولانا فضل ا لرحمان  ښه پوهېږي چې هغه دوه برتانيي ديپلوماتان څوک ول او CIA ولې ورسره لېوالتيا وښووله چې دې کار ته يې راودانګل. که تاسو خپل هغه اسلامي او ايماني رسالت ترسره کړئ او دا جوته کړئ چې هغه خبرې په کومو ټکو مشتملې وې؟ خير که ته نه پوهېږې، نو نورې نړۍ ته خو معلومات شته چې هغه څوک ول؟ ويل کېږي چې يو يې د هغه وخت د بهرنيو چارو د وزارت يو عالي رتبه افسر هم وو، نو ته چې ما ته دا وايې چې ته د اسلام د دښمنانو په وطن کې درس وايې، نو بيا قراني قانون نه شي نافذولاې، نو دا پاراګراف څه وايی:
 
ايا د يو مجاهد په صفت ستا ايماني او اسلامي اخلاق د دې اجازه درکوي چې ته دې د يو انګرېز پر خوله راپورته شې، نو که ترې منکر يې، نو دا خپرونه خو دروغ نه وايی.
زه حيران دېته يم چې يوخوا دا وايی چې انګرېز مې اسلامي عثماني خلافت راونړاوه او بلخوا يې راباندې صيهونيستي دولت راوتپه، او بيا يې هم تر قوماندې لاندې ځې، بلکې د همدوی د مالي او نظامي مرستو په ملاتړ راوزېږېدې!
دا خو بيا منافقت دی، نه اسلاميت. دا خو څه ساده او ملايي خبره نه ده. دا جنګ دی او جنګ د ماشين غوندې اباتې واعاشې، لوژيستيکي، نظامي او طبي مرستو ته اړتيا لري او دا درته له کومه برابرېږي؟ هماغه يوه مرجع ده چې يوې لوري ته يې لاس پر لاس او بلې لورې ته يې د بل په لاس برابروي چې دا هم له امکانه لرې نه برېښي چې اصل مقدار شايد طالبانو ته هم ونه رسي. همداسې نورې ډېرې مسالې شته، خو ولې زموږ ننني ياران پرې پټه خوله دي. که څه وايې، يارانه خرابېږي او که څه نه وايې، نو ناسور ترې نور هم شړېږي!
ته چې ما ته (ولن ترضی عنک اليهود الخ) رامخته کوې، نو دا ولې له مولانا صاحب نه نه پوښتې چې کله ورسره انګرېزي ديپلوماتانو خبرې کولې، نو خدای مکړه ګوندې دا ايات يې له ياده وتلی وو او که څنګه او که خدای مکړه د بلعم بن باعوری غوندې په ابتلاء کې واقع شوی وو. که د دې ايات کريمه حکم هغه ته په هغه وخت کې متوجه نه وو او که څنګه؟ ايا تا ته هم متوجه نه دی که څنګه؟ دغه مشکوکې خبرې خو ترننه همداسې لاينحله پاتې دي. خير که موږ يې پټې کړو الله به يې راښکاره کړي ځکه چې الله جل جلاله هېڅکله حق نه پټوي. دا د تاريخ جبر دی چې د هېټلر په مقابل کې يهود ونازول شول او يو صيهونيستي دولت يې راباندې راوتپل شو، مګر له بده مرغه زموږ د وينو په بدله کې هغه خپل روا او مشروع حق هم څوک نه راکوي چې کله راته طالب، کله راته اغزن تار و سپوږمکۍ پلمه او مشمشه کوي، کله يوڅه او کله بل څه. د ډېرې خواشينۍخبره ده چې له خپل مسلمان او همسايه ورور څخه مې خپل روا او مشروع حق نه شم غوښتلای او چې څه وايم، نو د کفر ټاپه را باندې لګېږي، نو له انګرېز او امريکايي نه به څه ګيله وکړم؟
 
زه چې اوس له دی ځايه فلسطين ته لاس وراوږدوم، نو ايا دا به ښه نه وي چې له (وانذر عشيرتک الاقربين)نه يې را شروع کړو. ډېره د افسوس وړ خبره ده چې نيکونو مې خلکو ته د عبرت او ان مسلمانۍ درس ورکړی او خلکو ته يې د حکومتونو چلونه ورښوولي، ولې نن يې بچيان د نورو په اشاره د دنيا دا او هغه سر سره ګزوي چې دا يې هم له موږ سره يوه منافقانه عمل دی. له خپل روا او مشروع حق نه مې محروموي. کله راته يو څه او کله راته بل څه په خوله کې ږدي او له خپل حق نه يې د اسلام په پلمه محرومه کړی يم. الله جل جلاله دې لږ څه سياسي شعور موږ کې هم را پيدا کړي. زه خپلې خبرې  نورې د ١٩ سيپارې د سورة الفرقان په ٦٣ ايات پاي ته رسوم:     
 
وافوض امری الی الله ان الله بصير بالعباد.))
داوه، زموږ د ټولمنلي هېواد پال دينښوواند او دينپوهاند د هر اړخيزې ليکنې يوه لنډه شننه چې هيله ده، د درنو اسلام مينو او پښتو مينو د لوستنې جوګه شي.
        

    په درناوي

 

 


بالا
 
بازگشت