محب سپین غر:

 

 الپ او کندهار

 

 

هغه ورځ لیری نه بریښي چې د افغانستان او د هغه د بیلابیلو سیمو نومونه او پیښې د نړۍ د لسګونو هیوادونو د تاریخ مهم څپرکي جوړ کړي. په زړه پورې دا ده چې زموږ وړه، خو زړه خاوره او د هغې پیښې د نړۍ له تر ټولو ځواکمنو او سترو هیوادونو سره په تړاو کې پاتې شوي، ان تر دې چې ځینو څیړونکیو او تاریخپوهانو افغانستان ته د امپراتوریو د راپرځوونکي نوم وربښلی دی. خو د خواشینۍ وړ ده چې همدې مهم هیواد بیا پر خپل برخلیک هومره زړه نه دی سوځولی او له هر مهم بري وروسته یې د کور دننه ډیر ځورونکی او ان له شرمه ډک حالت زغملی دی!!!

د الپ او کندهار خبره مې کوله. د المان د بایرن ایالت د ګارمیش- پارتینکیرښین په غرنۍ سیمه کې د روان ۲۰۱۱ کال په فبروري کې د سکي وهلو نړیواله اتلولي ترسره کیږي. د دغې اتلولۍ مهم ډګر د کندهار په نامه یوه له وارورو ډکه دره ده چې نوم یې زموږ له لرغوني او نومیالي کندهار سره نیغ په نیغه تړاو لري.

اروپایي تاریخي سرچینې د کندهار نوم د الکساندر او سکندر له نوم سره په تړاو کې بولي. د هغو په وینا، کله چې مقدوني الکساندر پر ۳۲۸ مخزیږدیز کال اراخوزیا لاندې کړه، نو د اوسني کندهار په سیمه کې یې خپله لومړنۍ الکساندریا جوړه کړه چې د کندهار نوم د هماغې الکساندریې یا سکندریې اړولې شوې بڼه ګڼل کیږي. دا مساله د ژبپوهنې او په ځانګړې توګه د نومپوهنې او ځای نومپوهنې یا ژبجغرافیا (توپونومي، توپونومیستیک) د څانګې اړوند یو جلا بحث دی چې زموږ له دې لیکنې سره مخامخ تړاو نه لري.

د الپ د غرونو زړه ته د کندهار د نوم رالیږدیدنه له الکساندر او د اراخوزیا یا رخج له جګړې سره نه، بلکې له یوې بلې جګړې سره نیغ په نیغه تړاو لري او هغه د افغان او انګلیس دویمه جګړه ده. لکه چې څرګنده ده د دغې جګړې پر مهال د بریتانیا د پوځ مشري د ډګروال فریدیریک رابرتز په غاړه وه، چې ځواکونو یې پر۱۸۷۸کال د کورمې له لارې پر افغانستان یرغل وکړ. دغه برید رابرتز د تورنجنرالۍ پوړ ته لوړ کړ. نوموړي ته پر ۱۸۷۹ کال د افغان ـ انګلیس د دویمې جګړې پر مهال د کندهارـ کابل د څه ناڅه لس زره کسیزبریتانیایي لښکر مشري ور وسپارل شوه.

اروپایي سرچینې لیکي چې فریدیریک رابرتز د ۱۸۷۹ کال د اکتوبر پر ۹ کابل لاندې کړ او څو میاشتې وروسته یانې د ۱۸۸۰ کال د جولای پر ۲۲ یې عبدالرحمان د افغانستان د امیر پر څوکۍ  کیناوه. اخوا پر همدې مهال بریتانوی جنرال جیمز پریمروز د غازي ایوب خان په مشرۍ د افغان جنکیالیو له خوا په کندهار کې کلابند وو.

 

غازی ایوب خان

 

رابربتز پریکړه وکړه چې د دغې کلابندۍ د ماتولو او د هلمند د جبهې له انګریز مشر بریګادیر جارج باروز سره د مرستې په موخه د جګړې ډګر ته  ورودانګي. د نوموړي همدې تدبیر د جګړې برخلیک د بریتانویانو په ګټه واړاوه. د بریتانیا دربار فریدیریک رابرتز ته په افغانستان کې د دغو پرله پسي بریو له امله « د کندهار سردار» او  بارون لقبونه ورکړل.

 

 

 

جنرال فریدریک رابرتز

 

جنرال فریدریک رابرتز وروسته د بریتانیا د پوځ د لوی درستیز تر پوړۍ ورسید. خو د کندهار د سردار لقب یې زموږ کندهار هم له ځانه سره د الپ د غره جګو څوکو ته هسک کړ. نوموړي پر ۱۹۱۱ کال دالپ د سکي وهلو د سیالیو لومړنی جام یا کپ رامنځته کړ. تر ده وروسته د سویس د میورین په سیمه کې یو شمیر بریتانوي سکي وهونکیو خپل کلپ ته د کندهار کلپ نوم ورکړ. د کندهار د سکي وهونکیو کلپ پر ۱۹۲۸ کال د اتریش د ارلبیرګ په سیمه کې د سکي وهنې لومړنۍ سیالۍ تر سره کړې. له ۱۹۵۴ کال راهیسې ګارمیش ـ پارتینکیرښین د ارلبیرګ ـ کندهار د سکي وهنې مهم مرکز ګڼل کیږي. خو په «کندهار» کې نړیواله اتلولي بیا له ۱۹۶۹ـ ۱۹۷۰ کال راهیسې تر سره کیږي.

 په زړه پورې دا ده چې د الپ په کندهار کې هم د ښځو او نرینه وو لوبې په جلا جلا کرښو کې تر سره کیږي. خو د دې کار لامل کولتوري تبعیض نه، بلکې جنسي نابرابري ښودل شوې ده.  دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې پر ۱۹۹۴ کال یوه اتریشۍ سکي وهونکې اولریکې مایرت د لوبې په ترڅ کې له منځه لاړه. له دغې ویرجنې پیښې وروسته اوس د ښځو د سکي د ځغاستې کرښه د نرینه وو د هغې په پرتله یو څه لنډه ده. د ۲۰۱۸ کال د ژمنۍ اولمپیا د تر سره کیدو په موخه د المان د بایرن ایالت د نوماندۍ په غوښتنلیک کې «کندهار» هم د نړیوالې اتلولۍ له پاره په پام کې نیول شوی دی. خو ایا د افغان کهول کندهار به تر هغه مهاله د جګړې او سرلوبې د سیالۍ له ډګره راوتلی وي او که یه؟

هو، کهول هم یوه په زړه پورې ریښه لري.

کهول یا کهال په حقیقت کې عبري (یهودي) ویی یا کلمه ده چې مانا یې د خلکو ټولنه، غونډه او جرګه ده. یهودي کهول یا کهال د پښتو ژبې له کندي، ګنۍ او پښت سره اړخ لګوي. په روسي ژبه کې ورته کګال وایي. په پولنډ او د ختیځې اروپا په یو شمیرهیوادونو کې د شپاړسمې او اتلسمې پیړیو په ترڅ کې د یهودانو جلاوطنه ټولنو ته کګال یا کهال (کهول) ویل کیده چې د یهودانو د هویت څرګندویي او د هغوی د ګټو استازولي یې کوله. کهال یا کهول د یهودانو یو ډول کولتوري او دیني ټولنې (کمیونیټي) وې چې په اړونده هیوادونو کې به یې د کوربه دولتونو او یهودي ټولنو ترمنځ  د مالیې، دیني مراسمو، سرشمیرنې او نورو چارو په برخه کې منځګړیتوب کاوه. دا چې« کهول» او «کول» پښتو ژبې ته کله او څنګه لار موندلې، له بده مرغه ما په دې اړه کوم کوټلي او پاخه مواد او لاسوندونه ترلاسه نه کړای شول.

 

(د المان د « زیود دویچې څایټونګـ،، ۳۲ ګڼه» او« ویکیپیډیا» په مرسته)

 

۲۰۱۱-۲-۱۶

 

 


بالا
 
بازگشت