روغ ډیر دی که لیونی؟

ریاضی داسی یو علم دی چی د معادلاتو حصول  یی استدلال ته ضرورت نلری د مثال په ډول ۱۶۲۶دا هغه عدد دی چی دامریکایی نظامیانو تلفات په افغانستان کی ښیی دا چی له اصله څومره دا عدد ټیټ ښودل شوی دا ددوی کار ده دا په دی چی هغه بی پلاره  بی موره بی کوره او بی اوره او یا هغه جانیان او ډاکوان چی له بندی خانو نه یی جنګ ته را لیږی او پلار او مور یی هم په دی دوعا چی نور یی مخ ونوینی معلومداره خبر ده چی دوی یی نه په ژوندو کی شمیری او نه یی هم په مړو کی ، له همدی ځایه ده چی ۱۶۲۶داسی یو عدد پاتیږی چی په ۱۶۲۶ کورنیوسره تړاو لری . اوس به راسو دی ته دا شمیره چی په ډاګه شوی یعنی څه؟ دا ۱۶۲۶ هغه نظامیان و چی اوس په ژوندو کی نشته یا په بل عبارت نه یی چاته خیر رسیږی نه شر، ددی دنیا نه قطع ارتباط شوو او یو د مستعمل لرګی صلیب ورته جایزه ورکړ شوه که چیرته یوه سونامی  یا ګرد باد پری راشی هغه هم تری اسمان ته اوچتوی او دا جایزه به د یو بل نوبتی نظامی په برخه کړی . د مړو داستان پاڼه به واړوو ولی چی مړو پسی که شین سترګی وی که سور مخی خبری ښی ندی . و به ګورو چی ددی مړو نظامیانو کورنی یعنی پلار او مور او په تیره بیا میرمن او اولادونه یی چی دی ته سترګی په لار وو چی خاوند یا پلار به یی دیوه

« فاتح په لباس کی مدالونه پر سینه ځوړند » به غیږ کی نیسی چی دا خیال او خندا یی په سرو اوښکو بدله شوی حال یی څه دی ؟. نه ښایی چی ددوی حال یواځی او په مجرد ډول د کور په چاپیریال کی وڅیړل شی . که په دقیق ډول دا موضوع وڅیړل شی چی په یقن سره د سایکولوژیستانو تر مطالعی لاندی ده او هره ورځ د حالاتو د نویو اونویو انکشافاتو څیړنه کوی او له دی څیړنو نه څرګندیږی چی دا مناسبات هم د امریکا په ټولنه کی او هم له دولت سره په سیستماتیک شکل نوی او نوی پرابلمونه را مینځ ته کوی ،  که چیرته دا کورنی د پرابلمونو سبب او عامل دی  خو بیا هغه نظامیان چی د خدمت موده یی په افغانستان کی سر ته رسیدلی  خپل هیواد ته دپرابلمونو سره ستنیږی او دوی پخپله دامریکا ټولنی او دولت ته هم پرابلم دی او هم دپرابلمونه جوړونکی ، دوی له هغو تحایفو او سوغاتونو سره خپل هیواد ته ستنیږی کوم چی د شوروی سرتیری ستانه شوی وو . سره ددی چی دشوروی په اردوکی نظم او دسپلین حاکم وو ، قدمه دامر او قوماندی معلومه وه، سر تیری او افسر هر یوه خپل ځای پیژاند چی د امریکا په اردو کی دسره شتون نلری لکه تنظیمونه چی خپلو افرادو ته به یی ویل در سپارل شوی منطقه وساته نور هر څه چی پکښی کوی مختار یی ، ولی بیا هم د شوروی ټولنه څخه جلاشوی جمهوریتونه څه چی خپله روسیه دداسی ناورین سره مخ شوه چی کلونه لا نور په کار دی تر څو دا ناخوالی له مینځه یوسی فکر کوم چی له مینځ وړل به یی ممکن هم نوی سره ددی چی روسیه له یوه لاسه د پوتین په شانی قاطع شخص له خوا اداره کیږی. نن د روسی په ټولنه کی چرس ، هیرویین ، قتل ، اختطاف ، د فاحشو صدور، به دولتی کچه اختلاس او داسی نور چی دروسی په ټولنه کی کاملا یو نا اشنا کار وو په ورځنی ژوند بدل شوی عمل دی همدارنګه مافیایی کړی نه یواځی داچی په روسیه کی برلاسی دی بلکه د روسی د سرحداتو نه بهر هم خپل د ویلو اودیکتی توان لری او د ایتالیا د مافیا نه چی دنړی د مافیا مشری یی کوله یو ګام مخ ته دی او دا ټول د افغانستان نه مرخص شوی نظامیان دی او ځان ته افغانان وایی ، مګر د امریکا په ټولنه کی چی دموکراسی د انارشیزم په شکل وجود لری حالت به څه وی؟ که لږ په دقت متوجه شو وبه وینو چی دا نظامیان د بی بازخواسته وژنو و دحاکم او بادار په څیر په دفترونو کی دیکتی کول ، په زندانونو کی دشکنجی اوبیحرمتی کل مختاری ورسره په نشه یی توکو روږدی کیدل ....او بیا داسی ټولنی کی یی ژوند کول چی هلته مطلق انارشیزم حاکم دی او سرمایه دارد ځان او خپلی سرمایی د ساتلو له پاره له خدایه همداسی روانی ناروغانو او جانیانو ته ضرورت لری.له بلی خوا دا په ډول ډول ناروغیو اخته نظامیان او جنایتکاره څیری یواځی ندی دوی په افغانستان او په هر بل یوه هیواد کی چی پل ایښی دی  د ځان په شان کسان یی روزلی او مشخصی کړی یی مینځ ته راوړی او بی تردید چی دوی یو له بل سره په ارتباط کی دی ، دا په دی معنی چی دوی نه یواځی خپلی ټولنی بلکه نورو ته هم پرابلم دی حاصل دا چی د امریکا ټولنه چی هسی هم په نړی کی د جنایاتو ریکارد لرونکی ټولنه ده دمعیوبو ، معلولو او په روانی ناروغیو مصاب نظامیانو دشمیرپه زیاتیدو سره به خپله دامریکا ټولنه او دولت به په یوه مریضه ټولنه او دولت بدل او د خپلو خلکو او جهانیانو له پاره به درد سر وی ، خو لا اوس هم چی د پیښی پیل ده او اوبه لا د ورخه ندی تیری کیدای شی مخه یی ونیوله شی او په غیر حال کی تاسو خو یاست غرق موږ به درسره غرق کړی او دا معادله به لاینحله شی چی روغ ډیر دی که لیونی؟.

اندړ

 

 


بالا
 
بازگشت