پښتو او دري  د وه

خويندې ژبى

کاظم بيمار ننګرهارى د کابل پوهنتون استاد

 

د  لرغوني افغانستان پرګني سره خويندي او ورونه دي. دوى د پنځه زره کلن  روښانه تاريخ په اوږدو کي سره يو ځاي اوسيدلي او يو لرغوى کلتور او  ثقافت يي را منځ ته کړى دى. دغه شريک او نه بيليدونکى کلتور د هيواد په ګوډ ګوډ کي همغه يو شانته  لرغوني نښي نښاني لري، ا ودا را په ګوته کوي چي ددى کلتور خاوندان سره نه شليدونکي اړيکي لري. دوي پخپلو منځونو کي د افهام او تفهيم لپاره دوه لويي، ژبي پښتو او دري، استعمالولي. دوي سره دومره نژد ي  دودونه او عنعنات لري چي په ډيري سختۍ سره هم مورخين او جامعه شناسان په دى قادر نه  دي چي ووايي چه کومه عنعنه د لمړي ځل لپاره د کومي ژبي ويونکو استعمال کړيده او يا کومه کليمه د کوم شي لپاره  د لمړي ځل لپاره په کومه ژبه کي په کار وړل شويده.

ددواړو ژبو نژدي والى دا را په ګوته کوي چي ددي ژبو د انکشاف او ودي په بهير کي د ويونکو تر منځ هيڅکله هيڅ ډول تعصب او بدبيني موجود نه وه. ځکه چي دواړه خويندي ژبي په موازي ډول څنګ په څنګ  ژوندۍ پاته دي. د افغانستان پرګنو کوښښ کړيدى چي ځيني کليمات  ددواړو ژبو تر منځ مشترک او ګډلي وساتي او د عين مطلب لپاره يوه کليمه د کارد اسانۍ په خاطر استعمال کړي. دا دود د پر ګنو تر منځ قبول شوي اصل دى، او هيڅ متعصب او تفرقه اچوونکي ليکوالان او نويسنده ګان نشي کولاي چي پخپلو کرکجنو ليکنو او ويلو سره ددى ورونو تر منځ خنډونه ر امنځ ته کړي او خپل شوم اغراض سر ته ورسوي. دبيلګي په توګه زياتره پښتو ويونکي ٩٩٪ ددري ژبو وورونو په خبرو پوهيږي او افهام او تفهيم صورت نيسي. ددي واقعيت  نه  هيڅوک انکار نشي کولاي. همدارنګه که يو پښتون په پښتو خبري اتري کوي ، دري ژبي ورورنه  تري مطلب اخيستلاي شي او يو دبل سره مکالمه  او مراوده کولي شي.

د پر ګنو د يو والي او نزديکت او يو د بل  په ژبو پوهيدل او مراوده کول ددوي ترمنځ  له کلنو کلنو راهيسي د ودونو مراسم او د بل سره د وينو شراکت ، ددوي په وحدت کي موثر رول لوبولى دى. د پښتنو ودونه ددري ژبو ورونو سره او ددوي د کورنيو نژدي والى، يو د بل سره  ددوي د ژبو د افهام او تفهيم يوه بله نمونه  او بيلګه  ده.

همدارنګه ددواړو ژبو په انکشاف او پر مختګ کي بيله کوم تبعيض او تعصب  ټولو پرګنو(دري ژبو  او پښتو ژبو) لويه برخه اخيستي ده. د بيلګي په توګه زمونږ دري ژبه د اعليحضرت احمد شاه بابا د زماني څخه بيا داعليحضرت محمد ظاهر شاه او جمهور رييس محمد داود تر وخته پوري ددربار ژبه وه ا وانکشاف کي يي په دولتي سويه هڅي او کوښښونه شويدي. دا دواړه ژبي بيله کوم تبعيض او تعصب نه  ر وزل شويدي. او تر اوسه ژوندۍ او ګړندۍ پاته دي.

دواړه زمونږ د ګران هيواد افغانستان بارزي ژبي  دي چي  زياتره ا فغاني  پرګني پري خبري اتري کوي . لکه څنګه چي وطن د ټولو  پرګنو کور او مور ده، نو ټول اوسيدونکي يو د بل ورو راو خور ګڼل کيږي، د ورونو او خويندو تر منځ بي اتفاقي او تعصبي حرکات د کورنۍ بنسټ سستوي. ژبه بايد د يوي حربي په شکل د ورونو تر منځ د جدايي سبب ونه ګرځول شي.

داچي ځيني ليکوالان پخپلو ليکنو کي افراط او تفريط کوي او اذهان مغشوشوي، سم کا رنه کوي ځکه چي دا ډول بي مسووليته ليکني بيله دي چي د پر ګنو تر منځ د نفاق  تخم  وشيندي بله کومه فايده او ګټه نه لري. نو راشۍ چي د خپلو وطنوالو د وحدت په خاطر دداسي غرض الودو ليکنو مخه ونيسو، او د يو لوي  وحدت او يو رنګڼۍ لپاره کار وکړو.

                                                                   

  

 


بالا
 
بازگشت