د فساد ضد ځپل شوی مأمور

په دولتي ادارو کې قانونیت او مصؤنیت نه شته

                                            

څو ورځې مخکې ؤلسمشر حامد کرزي په خپل تېر لس کلن واک کې د کورنیو او بهرنیو ستونځو د حل په اړه  دودیزه لویه جرګه را وغوښتله . او د را بلل شوې ( ۲۰۳۰ ) کسیزې دودیزې لویې جرګې له ګډون والو یې وغوښتل چې  له امریکې سره د افغانستان د سترا تیژیک تړو ن ـ او همدا رنګه له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې په اړه دې  دولت ته سلا مشورې ورکړي . هغوی په (۴۱)  وېشل شویو کمیټو کې بېلابېل او یو بل ته سره ورته نظرونه ور کړل . او د جرګې د افکارو او نظر یاتو تر توحید  او غورچاڼ وروسته  په (۷۵) مادو کې دولت ته دغه لیکلې سلا مشورې وسپارل شوې . او ؤلسمشر حامد کرزي بیا په خپله اختتامیه وینا کې  ملت او حکومت ته په خطاب کې وویل :

((په دولتي ادارو کې دولتي مأمورین مصؤنیت نه لري ، اواداري چارواکي قانوني مسؤلیت  نه احساسوي.)) 

د ؤلسمشر له دې دوو خبرو ( د قانونیت او مصؤنیت له نشتوالي ) داسې برېښي چې د ؤلسمشر دغه دواړه خبرې پر ځای ـ او ریښتیا دي . ځکه په  دولتي ادارو کې یو ريْس قانون تر پښو لاندې کوي . ادارې ته پر ته له وړتیا او لیاقته د خپل زړه ـ خپلې ډلې ـ خپل ګوند  او خپلې خوښې  خلک را ولي . قانوني وطن دوست ـ پر اسلام او وطن مین افغان مأمور پسې اخلي ، ډول ډول توطیْې ور ته جوړوي . حکومت ټول د واک مافیایي خپسې لاندې کړی . چې له کبله یې دولت د قانون خلاف پر اداري فساد اخته کړی . خپل رشوت او اختلاس ته یې لارې پرې خلاصې کړې . افغانستان یې د ټولې نړۍ په وړاندې په لوی لاس بد نام کړی . د حکومت ـ  ملت  او نړۍ تر منځ یې بې باورۍ او فاصلې را منځته کړې . کورنیو او باندنیو مافیایي ډلو ټپلو ټول حکومتي واک داسې قبضه کړی ـ چې مُستحق او د وړتیا څښتن پښتون بچي ته  په لوړو زده کړو او تحصیلي بورسونو ـ دولتي پوستونو ـ او نورو اړونده ادارو کې ځای نه ور کول کېږي . او که کوم یو په کې وي ـ هغه په ډله ییزه توګه پسې اخلي . آن تر دې چې ریْس جمهور د ډېرو شکایتونو له مخې یوه ډله پسې واخلي ـ پر ځای یې بله داسې ډله ورته مخې ته کړي  چې  تر مخکینۍ ډلې هغه د چا خبره زر چنده خرابه  او ناوړه وي . د دوی کار په دولت کې دولت ته د وفادار او باوري مأمور په نامه دادﺉ چې تل یو د بل په وړاندې سمتي ـ ژبني ـ ګوندي ـ توکمي او مذهبي  متقابلې ستونځې جوړوي . ښکاره بېلګې یې موږ د رسنیو په مرکز ـ اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو ادارو کې په ګوته کولی شو ، چې ؤلسمشر په رسنیو مرکز کې خپل ویاند  وحید عمر سره له خپل مشخص ګروپه د خپلې  دندې او خپل مسؤلیت نه پېژندلو پر اساس پسې واخیست ، پر ځای یې په رسنیو کې ډاکټرعاشرـ او د خپل ویاند پر دنده اېمل فیضي وټاکل شول . خو ډاکټرعاشر چې مخکې د داخله چارو د وزیر (ضرار احمد مُقبل ) پر مټ  په نوموړي وزارت کې پر یوه خاصه دنده ګومارل شوی ؤ ، او هلته یې په یوه پروژه کې ډېرې پیسې په غلا سره په خپل اکاونټ کې پټې کړې وې ، او هغه مهال  د عاشر اصلي ملاتړی او دونر( ضرار احمد مُقبل ) هم له داخله وزارت نه لرې کړی شوی ؤ ، او پر ځای یې حنیف اتمر د داخله چارو وزیر وټاکل شو ،  او عاشرمخکې د دوو میاشتو له پاره جاپان ته د ضرا ر احمد مُقبل له خوا لېږل شوی ؤ ، خو حنیف اتمر د عاشر اړونده پروژه تفتیش او بر رسي کړه ، او غلاشوې ټولې پیسې یې دده په اکاونټ کې و موندلې ، نوموړی یې یواځې له دندې وشاړه ، او له پولیسي او عدلي توقیف او تعقیب نه یې خلاص کړ . خو انډیوالانو یې بېرته د حکومت په رسنیو مرکز کې د وحید عمر مرستیال وټاکه  ،  چې پایله یې آخر دده د رسنیو د مرکز د ریْس پر دنده ګومارلو تمامه شوه . چې  په مېلیونو ډالر یې دلته هم غلا او اختلاس کړل . (۲۰۰۹ ) ماډل په لسګونو موټر یې د (۲۰۱۱) ماډل په پلمه هر موټر د (۲۲۰۰۰ ) ډالرو په ارزښت را ونیو ، او خپلو ځانونو ته یې د (۸۰۰۰۰ ) ډالرو موټر را ونیول . خپلو خاصو انډیوالانو ته یې د (۱۸۰۰ ) نه تر (۳۵۰۰) او آن تر (۵۰۰۰) ډالرو پورې  پټ معاشونه وټاکل .ساپی د خپل بانډ خلک په مدیر یتونو کې ټاکي ـ او عاشر خپل کسان ټاکي . کار پر بې دفاع مأمورینو کوي ـ او دوی له خپلو انډیوالانو سره شوګېرې او نورې ناروا معاملې په نایټ کلپونو کې کوي . له ارګ نه په زوره را شړل شوې د مونیتورېنګ څانګه یې تر ننه پورې یرغمل  له ځانه سره نیولې ده . د هغوی د (یو ان ډي پي ) پروژه چې ښاغلي حمید زاده یې پیسې ټولې و تښتولې . او وحید عمر په لوی لاس داسې له منځه یووړه چې  له ( یو ان ) نه یې خپل ځانته په خپله خوښه پرته له شتون نه د (۱۵) تنو ډرېورانو غایْبانه هوایي معاشونه غوښتل ـ او هغوی نه ور کول . خو د مونېتورېنګ څانګې  معاشونه یې د ډ ېرېد و پر ځای ورته نیم کړل ، او له اېشیا پونډېشن څخه یې د هغوی پوره معاشونه دا دری کاله اخیستي . خو  ددوی له خوا د رسنیو د مرکز په جوړو کړیو ځانګو کې له پېله تر اوسه پورې  کوم محسوس کار نه شته ، او دونران به یې را وستل ـ د مونیتو رېنګ څانګه به یې دونرانو ته ورښودله  . او ور ته ویل به یې چې موږ ریْس جمهور ته داسې کارونه کوو، او له دونرانو څخه به یې پر مونیتورېنګ څانګه پیسې اخیسې ، د ارګ د مطبوعاتي دفتر ځینو مرستیا لانو  هم پر دغه مظلومه څانګه څه صرفه نه ده کړې ، او ددوی پر کړیو کارونو به یې کرېدېتونه اخیستل . او د مونیتورېنګ د څانګې حقوق به یې له نورو سره د یوې معاملې په صورت کې په خپله بډه وهل . او مونیتورېنګ څانګې ته به یې نه خپل  حقوق ور کولـ  او نه به یې معاشونه ور پورته کول . آن تر دې چې څو ځلې یې په زوره له ارګ نه را وشړل . خو کله چې ((څه موده وړاندې د ؤلسمشر مطبوعاتي ویاند ښاغلي اېمل فیضي له دوی نه د مونیتورېنګ څانګه بېرته ریاست جمهوري ته وغوښتله ، او ساپی او عاشر پرې خبر شول ، نو د ؤلسمشر ددفتر ریْس ښاغلي عبدالکریم خرم ته  دغو  دواړو جنابانو  ویلي چې پر مو نېتورېنګ څانګه موږ له دونرانو پیسې اخلو ـ که دا څانګه له موږ نه ارګ ته را ولۍ ـ دونران بیا موږ ته پیسې نه را کوي .)) اوس که په دې خبره  باندې ریْس جمهور شک لري ـ  په دې اړه دې له ښاغلي خرم او ایمل فیضي نه پو ښتنه وکړي . او د خبرې سپیناوی او وضاحت دې ترې وغواړي ، چې ولې د مونېتورېنګ څانګې  د ارګ  پر دغه رسمي مأ مورینو نادولتي اجیرو بې هویته خلکو دا دری کاله خپل سوړ تجارت کړی ؟ په داسې حال کې چې  د هغوی حقوق یې په خپل منځ کې سره وېشلي . او نایټ کلپونه یې پرې فعال کړي دي . همدا اوس وحید عمر په شهرنو کې د خپل پخوانې نایټ کلپ تر څنک د رسنیو مرکز ته ورته یو بل داسې مرکز پیل کړې ـ او د رسنیو د مرکز ځینې غړي په پټه په کې کار کوي  چې مواد هم له همدغې دولتي مرکز نه ور غلا کوي ،او اړوند و سفارتونو ته ددولت مطبوعاتي رازونه ور وړي . له وحید عمر سره د ځوانو رهبرانو تر نامه لاندې یوه داسې لویه بله شبکه هم شتون لري چې په ځینو وزارتونو کې د ویاندانو او مرستیالانو  په نوم  په ډېر مهارت او زرنګۍ ځای پر ځای شوي ، د ادارهْ امور د مرستیال ـ او د پرچمیانو د عدالت اجتماعي ګوند د مشرانو او غټو شعله یانو او پخوانیو خادستانو او د خادستانو د زامنو په شمول له وحید عمر سره  نږدې کار کوي . خو د مونیتورېنګ څانګې  دغه رسمي مأ مورین یې له هر څه نه د ښاغلي کرزي تر چپنه لاندې  محروم  او یرغمل ساتلي ؟ ولې ؟ علت یې څه دﺉ ؟ آیا د ریاست دولت چارواکي هم په کې شریک دي ـ که څه ؟ په داسې حال کې چې دغه له هر څه نه محروم ساتل شوي مأ مورین له تېرو نهو کلونو را هیسې د شپې او ورځې په شواروز کې (پنځه ) بولتینونه پرته له څه ځنډ ـ رخصتیو او نورو سوپر سکېل امتیازاتو نه  په اتوماتیکه تو ګه  ؤلسمشر ته تیاروي . خو ریْس جمهور یوه ورځ هم ددغې کسانو د کار پو ښتنه ونه کړه چې آیا تاسو کومه ستونځه هم لرۍ ـ که نه ؟ او له تاسو سره چا کوم وخت کومه مطبوعاتي او مسلکي مرسته  کړې ـ که نه ؟ او یا دا بولتینونه پېریان راته چاپوي ؟ د پخواني ښاروال  ډاکتر نور زاد په زمانه کې ددې څانګې له مستحقو بې کوره مأ مورینو سره د کور جوړولو له پاره د ځمکو وعدې وشوې ، د (۲۲) تنو له پاره ځمکې خپله نور زاد ور کړې وې ـ چې لست یې خپله له نور زاد سره هم شته ، ؤلسمشر کولی شي په دې اړه له نور زاد نه پو ښتنه وکړي ، د مونیتورېنګ څانګې دغه نمرې د ارګ هغې مافیا وخوړلې او ویې پلو رلې چې خپله څو څو کورونه لري . او څو څو یې وپلورل . او دغه بېچاره مأ مورین اوس هم بېکوره په کرایي کورونو کې په قرض پراته دي . نو دا کوم عدل او کوم انصاف دﺉ ؟ د ارګ د مافیا خو همدغه بېزنېس دﺉ . او نور زاد یې په دې اړه تهدید کړ.چې حال به نه وایې .  نو موږ ته شک پیدا دﺉ چې نور خو پرېږده ـ اوس ښاغلي کرزي په ارګ کې هم ځمکنۍ  مافیا را ته ساتلې ، او خپله  د ارګ د مأ مورینو حقوق ور باندې خوري . که نه نو ولې یې مخه نه نیسي ؟ او د خایْنانو پر خیانت  ولې ځان نه خبروي ؟  او خایْن ولې پرته له مالوماتو پر دندو ګوماري ؟ دا هېواد خو خایْنانو وران ویجاړ کړ . نو کرزي ولې پر خایْنانو باور کړی ؟ خایْنان یې تر څنګ ور سره کښېنولي ـ  او د مظلومانو پر مخ یې خپلې در وازې تړلې دي ؟ د ادریس په نامه یو مأمور چې خپله ؤلسمشر را وستی ـ او له نږدې یې پېژني . او زما په مخکې ؤلسمشر د دندې پوښتنه ترې وکړه چې کار دې څنګه شو ؟ خو کله چې ادریس نامي ته خنډونه جوړ شول ـ هغه مجبور شو چې د خپلو ستونځو غږ ښاغلي کرزي ته ورسوي ـ خو وحید عمر د امنیت یانو پر مټ د ارګ د دخول کارت ترې واخیست او پوره دوې میاشتې یې ارګ ته نه ور پرېښود . چې په دې اړه ؤلسمشر خپله له امنیت یانو او ادریس نه پو ښتنه کولی شي .  په داسې حال کې چې ؤلسمشر له همدغه خایْنانو څخه ځینې یې  له ځان سره د مظلوم ملت د برخلیک ټاکلو په موخه نړیوالو تړونونو ته د ملت د نماینده ګانو او اهل خبره په توګه هم بیایي . بودجې د ملت پرې لګوي ـ او ګټې یې د خپلو ځانونو دي . خو آخر به دغه افغان بچیان داسې مجبور شي چې د خپل مظلوم ؤلس تر څنګ به ودرېږي ـ او افغان چارواکي به د فرانسې د لویي ګانو په څېر په ډبرو ولي . ځکه هغه د لېنېن خبره چې ویلي یې دي : (( ضرورت مادر ایجاد است .)) آخر به افغانان له مجبوریته خپل ځانته د حل یوه لاره لټوي ، په لاره کې ورته پراته خنډونه  به د لېبیایانو ـ مصریانو ـ سوریایانو ـ یمن یانو او نورو په څېر  له منځه وړي . او ځانته به یوه باوري اداره جوړوي .ځکه اوس  هغه وخت نور تېر شوی چې واک دې تل له یوې کورنۍ ـ او څو تنو نورو ناوړه انډیوالانو سره وي ، او نور ملت به له هرڅه نه محروم ـ بیده او یرغمل  په مظلومیت کې  ساتل کېږي . دا نو نه شي کېدی چې تورې دې لا لا وهي ـ مړۍ دې حمدالله وهي . ؤلسمشر دې په خپلو ادارو کې له سره په چاڼیزه توګه عملي اقدام وکړي . که نه پردي خو هسې هم ترې پردي دي ـ خو کېدی شي چې ددغو نا برابریو په بهیر کې خپل هم ترې پردي شي . ځکه احترام او بې احترامي  دوه مُتقابل اړخونه دي . چې په صادقانه احترام کې یو د بل په وړاندې باور ـ ثبات ـ هویت ـ خود کفایي ـ سر ښندنې او خپلواکي موندل کېږي ـ او په بې احترامۍ او ګډوډۍ کې ټول ځانګړي او ټولنیز ارزښتونه او تعادل  له منځه ځي . او ؤلسمشر دې دغه تعادل لومړی په خپل ارګ کې بر قرار کړي ـ بیا دې په نور افغاني نظام کې سمون راولي . تر څو دده قانوني ریښتینی موجودیت پرې  یقیني  شي . که  نه  نو کورنۍ ـ سیمه ییزې او نړیوالې غونډې  ده ـ او د ده ادارې ته  ملي برأت ـ بقأ  او قانونیت  نه شي ور کولی . 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت