حامد عبیدی

 

 

حکومت باید ځوانانو ته جدي پاملرنه وکړي

 

افغان ولسمشر حامد کرزي د اداره او منجمنت انستیتیوت د لومړي پړاو د فارغانو سره د خبرو پر مهال  ژمنه وکړه ،چې د دغه انستیتیوت د ټولو فارغانو لپاره په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابروي.

ښاغلي کرزي دا هم وویل ،چې له دغو  فارغ شویو محصلینو څخه یو شمیر یې د لوړو زده کړو په موخه بهرنیو هیوادونو ته استوي.

ولسمشر له دې وړاندې هم د ځوانانو په یو شمیر غونډو کې پر ځوانانو غږ  کړی وه  ،چې له تعليم پرته د بل څه په فکر کي نه اوسي.

که چیرې په رښتیا ولسمشر خپله ژمنه پلی کړي او دغو ځوانانو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړي ،بې له شکه چې په دولتي ادارو کې تر ډیره بریده به شته ستونزې هوارې شي.

اوسمهال په دولتي ادارو کې د پخواني زوړ سیسټم  له امله دیرې ستونزې شتون لري .

پخواني تجربه لرونکي مامورین کمپیوتر او نوې ټکنالوژی سره بلد نه دي ،نو له همدې امله په  دولتي ادارو کې د یو عادي کار لپاره باید څو ساعته انتظار وباسې.

که چیرې د تجربه لرونکو مامورینو تر څنګ ځوان نسل ته هم په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره شي تر دیره حده پورې به په دغو ادارو کې شته ستونزې هوارې شي.

 

حکومت باید په جدي توګه ځوان نسل ته پاملرنه وکړي او د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي.

له زده کړو ليرې والی، بي وزلۍ ، وزګارتيا ، په نشه يي توکو د روږدو ځوانانو زیاتوالۍ،د کانکور په آزموینې کې د لسګونو زرو ځوانانو بې نتیجه پاتې کیدل، ، ودونو کې ملا ماتوونکي لګښتونه او کډوالي د ځوانانو د سترو ستونزو څخه شمیرل کیږي.

د پورتنیو ستونزو تر څنګ د پوهنتونونو فارغانو لپاره د کاري زمینو لږوالی هم د ځوانانو پر وړاندې د لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي.

هر کال په لسګونو زره ځوانان د پوهنتونونو څخه فارغیږي .

یو شمیر دغه ځوانان چې د لوړو زده کړو تر څنګ په انګریزي ژبه هم پوهیږي ،نړیوالو دفترونو او یا خصوصي موسساتو کې جذبیږي ،خو د کاري زمینو د لږوالي له امله ګن شمیر  دغه ځوانان بیا وزکاره پاتې کیږي.

دولت تر دې مهاله ددغې ستونزې د هوارولو په برخه کې کوم جدي ګام پورته کړی نه دی.

دا لومړی ځل دی ،چې ولسمشر حامد کرزي د یو شمیر فارغانو سره ژمنه وکړه ،چې هغوی لپاره په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابروي.

بې له شکه چې یو شمیر افغان ځوانان د ښه وړتیاوې تر څنګ هیواد او ولس لپاره د کار لیوالتیا هم لري ،خو له بده مرغه چې دغو ځوانانو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه نه برابریږي.

هر کال یو شمیر ځوانان د افغان حکومت په هڅو او یو شمیر هیوادونو په مرسته د لوړو زده کړو په موخه بهرنیو هیوادونو ته ځي ،خو کله چې دغه ځوانان د زده کړو د پای ته رسولو وروسته بیرته هیواد ته راستنیږي یا په خصوصي موسساتو کې جذبیږي او یا هم د څو میاشتو لپاره وزګاره پاتې کیږي.

حکومت ددغو ځوانانو د جذبولو لپاره هیڅ ډول پروګرام نه لري.

دا د حکومت دنده ده ،چې ددغو ځوانانو د راستنیدو سره سم د هغوی لپاره د کار زمینه برابره کړي .

که چیرې حکومت تحصیل لرونکو ځوانانو ته پاملرنه وکړي او د هغوی لپاره په دولتي ادارو کې د کار زمینه  برابره کړي ، له یوې خوا  په ټولنه کې د وزګارتیا کچه راتیتیږي او له بله پلوه ددغو ځوانانو په جذبولو سره دولتي ادارې پیاوړې کیږي.

په دولتي ادارو کې د ځوانانو لپاره د کاري زمینو برابرول په دې معنا نه ده ،چې دیري مسوولیتونه ځوانانو ته وسپارل شي ،بلکه موخه دا ده چې د تجربه لرونکو کسانو تر څنګ ځوانانو ته هم په نظام کې ځای ورکړ شي  تر څو تجربه لرونکي مامورین د ځوانانو په مرسته د نوي تکنالوژی سره بلد شي او د ځوانانو د پیاوړتیاوو څخه ګټه پورته کړي او همدارنګه ځوانان د تجربه لرونکو مامورینو د تجربو څخه زده کړې وکړي.

اوسمهال ګن شمیر پیاوړي ځوانان په نا دولتي موسساتو کې پر دندو بوخت دي او ددغو موسساتو په ودې او پراختیا کې عمده رول لري.

د مثال په توګه: د هیواد دننه ګن شمیر رسنۍ د ځوانانو لخوا چلوول کیږي،د نا دولتي او بهرنیو موسساتو ګن شمیر مشران ، مدیران ، سلاکاران او کار کوونکي ځوانان دي او په  مخابراتي او هوایي شرکتونو کې هم ځوانان د پام وړ دندې لري.

 پورتنیو مثالونو ته په کتو سره ویلای شو ، په هغو برخو کې چې ځوانانو ته ډیره پاملرنه شوې د پام وړ پرمختګ یې کړی .

که چیرې په دولتي ادارو کې هم ځوانانو ته د پام وړ مسوولیتونه ورکړ شي ،بې له شکه  دولتې ادارې به هم ورځ تر بله وده وکړي او ظرفیت به یې لوړ شي.

 

 

  


بالا
 
بازگشت