حامد عبیدی

 

 

د روږدو کسانو شمیر ورځ تر بلې زیانیږيږي

 

د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت تیره اونۍ د کابل ښار څخه یو شمیر روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه يې روغتونونو ته واستول.

د نوموړي وزارت چارواکو رسنیو ته وویل چې ددغه اقدام سره به په کابل ښار کې د روږدو کسانو شمیر کم شي.

د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت کابل ښار کې د روږدو کسانو  د درملنې په موخه  یو شمیر نوي مرکزونه جوړ کړي دي.

که څه هم چارواکي د درملنې د نویو مرکزونو جوړول د روږدو کسانو د کچې د کمولو په موخه مثبت ګام بولي ،خو ټینګار کوي ،چې د هیواد په کچه د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو شمیر زیاتو مرکزونو ته اړتیا لري.

د نوموړي وزارت چارواکو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ ،چې د درملنې د مرکزونو  د جوړولو په برخه کې دې ورسره مرستې وکړي.

د تیرو څو کلونو راپدې خوا د هیواد په کچه د روږدو کسانو زیاتوالی د ګنو افغانانو اندیښنې راپارولي دي.

یو شمیر کورنۍ ،چې غړي یې پر دغې ناروغۍ اخته دي ،له حکومته غواړي تر څو د روږدو کسانو د درملنې په موخه دې رغنده ګامونه پورته کړي.

د رپوټونو پر بڼست د کابل ښارپه هغو سیمو کې ،چې روږدي کسان پکې راټولیږي د ورځې شاوخوا ۱۰ تنه روږدي افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یو ملیون هغه افغانان ،چې  د هغوی د فزیکي او فکري ځواکمنتیا څخه باید د هیواد په بیا رغونه کې ګټه پورته شوی وی په نشو روږدي دي او ورځ تر بلې شمیر کې یې زیاتوالی راځي.

که څه هم افغان حکومت  څو ځلې د روږدو کسانو د راټولولو پروګرام پيل کړی ،خو تر دې دمه نه دي توانیدلي ،چې په بشپړه توګه روږدي کسان راټول کړي.

د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت هڅه کړې تر څو د ورته پروګرامونو په لاره اچولو سره خلکو ته داسې په ډاګه کړي ،چې دوی د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په لټه دي ،په داسې حال کې ،چې دغه وزارت تر دې مهاله د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې کوم جدي او بشپړ پلان نه دی نیولی.

کله چې خلک او رسنۍ د روږدو کسانو د درملنې لپاره پر حکومت غږ وکړي له هغه وروسته د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت د یو سمبولیک اقدام په ترڅ کې یو شمیر روږدي کسان له کابل ښار څخه راټولوي او د درملنې په موخه یې روغتونونو ته استوي،خو د څو ورځو وروسته دغه روږدي کسان بیرته د ښار په واټونو کې لیدل کیږي.

 په تیرو کلونو کې روږدي کسان یوازې د کابل ښار په علم و فرهنګ سمیه کې سره راټولیدل او نشه به یې کوله ،خو په تاسف سره چې د چارواکو د نه پاملرنې له امله اوسمهال د کابل په ګنو سیمو کې دغه روږدي کسان راټولیږي او نشه کوي.

که څه هم د افغانستان د قوانینو پر بڼست د نشه یي توکو کرل او پلورل جرم ګنل کیږي ،خو  روږدي کسان په دغو سیمو کې پرته له کوم ممانعت او ډار څخه په آزاده توګه نشه یي توکي تر لاسه کوي . په آزاده توګه د نشه یي توکو تر لاسه کول ددې لامل ګرځیدلی ،چې د هرې ورځې په تیریدو سره د روږدو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راشي.

په آزاده توګه د نشه یي توکو پلورل دا په ډاګه کوي ،چې حکومت تر دې دمه ددغې ټولنیزې ستونزې د هوارولو په برخه کې کوم مثبت ګام پورته کړی نه  دی .

د تیرو دوو کلونو راپدې خوا د کابل ښار په واټونو کې هم ګن شمیر روږدي کسان تر سترګو کیږي . دغه روږدي کسان هر موټر ته دریږي او د څو افغانیو د مرستې غوښته کوي تر څو د  نشې لپاره یې پیسې برابرې شي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بڼست ،چې په ۲۰۰۹ کال کې خپور شوی دی په هیواد کې د یو میلیون روږدي کسان شتون لري.

خو یو شمیر کارپوهان دغه ارقام دقیق نه بولي او وايي چې په هیواد کې د روږدو کسانو شمیر له یو ملیون څخه زیات دی.

که څه هم د روږدو کسانو زیاتوالی هغه کورنۍ ،چې غړي يې په نشه یي توکو روږدي دي سخت اندیښمن کړي دي ،خو تر دې مهاله د دغې ستونزې د هوارولو لپاره د حکومت هڅې مثبتې پایلې نه دي ورکړي.

 د روږدو کسانو  د زیاتوالي کچې ته په کتو سره ویلای شو ،چې حکومت به هیڅکله ونه توانیږي ،چې د روږدو کسانو په شمیر کې کموالی راوړي ،ځکه چې روږدي کسان په ډیره آسانه توګه نشه یي توکي لاس ته راوړي.

افغان حکومت په وار وار سره ویلي دي ،چې یو شمیر زورواکي د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لري او نومونه به یې اعلان کړي ،خو له بده مرغه چې تر دې مهاله ددغو کسانو نومونه نه دي اعلان شوي. دا خپله په ډاګه کوي ،چې  یو شمیر لوړ پوری چارواکي د نشه یي توکو په قاچاق کې لاس لري او د روږدو کسانو د زیاتوالی ستر لامل هم په دولت کې ددغو کسانو شتون دی.
په افغانستان کې بې کاري، کمزوری اقتصادي حالت
، کډوالي،ځوانانو ته د کورنیو نه پاملرنه ، هغه لوی لاملونه دي، چې له امله یې خلک په نشه يي توکو روږدیږي.

د پورتنیو لاملونو تر څنګ نشه یي توکو ته آسانه لاس رسي هم د روږدو کسانو د زیاتوالي له سترو لاملونه څخه شمیرل کیږي.

همدارنګه وویل کیږي ،چې په یو شمیر ولایتونو کې د روغتیایي امکاناتو د کموالي له امله خلک د نشه یي توکو څخه د درمل پر ځای ګټه پورته کوي،چې دا هم د روږدو کسانو د زیاتوالي یو لامل دی.

ددغې ټولنیزې ستونزې د هوارولو په موخه حکومت باید په لاندنیو برخو کې جدي ګامونه پورته کړي.

۱- د روږدو کسانو  د درملنې مرکزونه زیات کړي .

۲- د نشه يي توکو د کښت د له منځه وړلو په برخه کې دې جدي  اقدامات تر سره کړي.

۳-  د نشه یي توکو قاچاق وړونکو دې د سیمې په کچه ونیسي او سخته جذا ورکړي.

۴- د نشه یي توکو د زیانونو په هکله د عامه پوهاوي ستر کمپاین دې  په لاره واچوي.

 ۵- د ځوانانو لپاره دې د کار زمینه برابره کړي.

 

 

                

  


بالا
 
بازگشت