حامد عبیدی

 

 

د افغان لوبغاړو لاس ته راوړنې د ستاینې وړ دي

د تیرو څو کلونو راپدې خوا افغان ځوانان د سپورت په دګر کې ډیر ښه وځلیدل  او د هیواد بیرغ یې د نړۍ په کچه ورپاوه .

افغان لوبغاړو تر دې دمه د نړۍ له کوټ ګوټ څخه سلګونه مډالونه لاس ته راوړي دي .

 افغان لوبغاړي د هیواد د لوبغاړو د وروستیو کلونو لاس ته راوړنې د پام وړ بولي.او وايي دوی په دې توانېدلي چې له آسیايي او نړیوالو سیالیو خپل هېواد ته مډالونه راوړي.

تیره اونۍ د افغانستان د کریکت ملي لوبډله د آسیا د شل اوریزو سیالیو اتلولي تر لاسه کړه او د فوټبال ملي لوبډله د سهیلي آسیا د فوټبال په سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ .

دغه دوه سترې بریاوې یو ځل بیا د افغانانو د خوشحالۍ سبب وګرځید .

افغانان د نړۍ په ګوت ګوت کې د دغو سیالیو ننداره کوله او خپلو لوبډلو ته یې دعاوې کولې .

دغو سیالیو کې د افغانستان د کریکت ملي لوبډلې په پرهانګ سربېره، کوربه نیپال، عمان،مالدیف،بوټون او مالیزیا ته ماتې ورکړې.

همدارنګه د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې  په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له هند سره مساوي کړه او نورو لوبو کې یې  سریلنکا، مالدیف او بوتان ته ماتې ورکړې وې ، خو په پای لوبه کې یو ځل بیا د هند پر وړاندې يې لوبه وکړه او د لوبڅار د خیانت له امله افغان لوبډله د هند پر وړاندې ماتې وخوړه.

که څه هم لوبه  د هند د پلازمېنې نوې ډیلي په ښار کې وشوه، خو د هیواد په کچه هم زرګونو کسانو د تلویزونونو له لارې د خپلو اتلانو د لوبو ننداره کوله.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې چې افغانستان ښه او یرغلیز پیل درلود، افغان نندارچیانو هم له شوره او احساساتو ډکې چېغې وهلې.

خو د لوبې په دویمه نیمايي کې بیا  هغه مهال د افغانستان د بخت ستوري راپریوت چې لوبڅار افغان کول ساتونکي ته سور کارت وښود، له ډګره یې وویست او هند له دې کبله خپله یوه پاینلټۍ په ګول بدل کړ.

په دې پسې هندیانو یرغلیزه لوبه وکړه او په پرلپسې ډول یې درې وارې د افغانستان د ګول دروازه پرانېستله، چې وروستی ګول یې د لوبو تر ختمیدو یوازې څو دقیقې د مخه ووهل شو.

ښايي د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې دا لومړی ځل وي چې،  د فوټبال ملي لوبډله په دا ډول سیالیو کې تر پایلوبې ځان رسوي، او هغه هم له یوه داسې هیواد سره مخامخ کیږي چې پنځه وارې د جنوبي اسیا د فوټبال د سیالیو اتل پاتې شوی دی.

د فوټبال د کارپوهانو په باور افغان فوټبالیساتو په ټوله کې په دغه ټورنمنټ کې ښه لوبه وکړه او له ځانه یې د هیلو خلاف ښه وړتیا وښوده.

د کریکټ او فوټبال اتلان تیره اونۍ هیواد ته راستانه شول او  په هوايي ډګر کې پر یو شمېر افغان چارواکو سربېره د لوبو سلګونو مینه والو هرکلی ووایه، او په اتڼونو او نڅاګانو یې ولمانځل.

په تیرو څو کلونو کې افغان لو بغاړو د آسیايي او نړیوالو سیالیو څخه ګن شمیر مډالونه تر لاسه کړل .

تکواندو ،کریکټ ،فوټبال، پهلواني ، جیدو ،بایسکل چلونه ،کبدي او کاراته هغه څانکې دي ،چې په تیرو څو کلونو کې یې د آسیایي او نړیوالو سیالیو څخه ګن شمیر مډالونه تر لاسه کړي دي.

 که څه هم افغان لوبغاړي دیر لږ امکانات لري او په غیر ستنډرد میدانونو کې تمرینونه کوي ،خو بیا هم  توانیدلي ،چې د نړۍ په کچه سترې بریاوې د هیواد په برخه کړي او د یو شمیر پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړي .

د سپورټي دګرونو کمښت  ،د پرمختللو وسایلو نشوالی ، د تمرین لپاره لږ امکانات  او سپورت ته د دولت او سوداګرو لږه پاملرنه له هغو ستونزو څخه دي ،چې افغان لوبغاړي ورڅخه سر ټکوي.

که چیرې افغان لوبغاړو ته هم د نورو هیوادونو د لوبغاړو په څیر ښه امکانات برابر شي ،بې له شکه ،چې د سپورټ لاس ته راوړنې به لا هم زیات شي.

اوسمهال افغان لوبغاړي د سپورټي دګرونو او د لوبو د پرمختللو وسایلو تر څنګ ښه خوراک،
ښه تنخوا، د هیواد څخه بهر په ښوونیزو پروګرامونو کې کډون او د دولت او سوداګرو ملاتر نه اړتیا لري.

کله چې د سپورټ یوه څانګه او یا یو لوبغاړی  هیواد ته لاس ته راوړنه راوړي ،هماغه څو ورځو کې د دولت او د سوداګرو پاملرنه ورته زیاته وي  ،خو وروسته بیا هم لوبډله او هم لوبغاړي له پامه غورځي.

افغان لوبغاړي تل د دولت او سوداګرو ملاتړ ته اړتیا لري او دا د دولت او سوداګرو دنده ده ،چې د لوبغاړو سره په ټولو ډګرونو کې مرستې وکړي.

که چیرې دولت او سوداګر افغان لوبغاړو ته پاملرنه زیاته کړي او د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه  کې جدي ګامونه پورته کړي ،بې له شکه  چې د هرې ورځې په تیریدو سره به د سپورټ څانګې لاس ته راوړنې  لا هم زیات شي.

افغان لوبغاړي کولای شي د سپورت له لارې د افغانانو ترمنځ د یووالي او ملي روحیه لا ټینګه کړي، ځکه سپورتي لوبغاړي په یوه قوم او سمیې پورې تړلي نه بلل کیږي، بلکې ویاړونه یې د ټول افغانستان لپاره دي.نو په همدې اساس د افغانستان د اولمپیک ملي کمیته باید دولت او یو شمیر سوداګر دې ته اړ کړي ،تر څو د افغان لوبغاړو ستونزې هواړې کړي.

دا د اولمپیک دنده  ده تر څو د هر فدراسیون ستونزې او نیمګزتیاوې په ګوته او د حل په موخه یې د دولت او یو شمیر سوداګرو په مرسته رغنده ګامونه پورته کړي.

 

   


بالا
 
بازگشت