حامد عبیدی

 

د یو شمیر زورواکو لخوا پر دولتي ځمکو ولکه کول

د تیرو څو کلونو راپدې خوا د یو شمیر زورواکو لخوا پر دولتي ځمکو ولکه کول  او د نا قانونو لوړپورو ودانیو جوړول  ګن شمیر افغانان زیانمن کړي دي.

  تيرو لسو کالو کې د نا قانونو ودانیو د جوړولو په هکله  ډير څه ويل شوي، خو تر ننه پورې هغه کسان  چې په ناقانونه توګه یې ودانۍ جوړې کړي او یا پر عامه ځمکو يې خيټه اچولې ده د قانون منګلو ته نه دي سپارل شوي.

 تیره اونۍ د ګلبهار سنټر خاوند ګلبهار حبیبی د تقلبي اسنادو د جوړولو په تور ونیول شو.

ویل کیږي ،چې د ګلبهار سنټر مالک ګلبهار حبیبي د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مارشال فهیم په تقلبي لاسلیک او حکم  د کابل ښار په شش درک سیمه کې اولس جریبه ځمکه تر لاسه کړې.

د لویې څارنوالۍ چارواکو ویلي دي،چې د ګلبهار سنټر مالک ګلبهار حبیبي  یوې درې کسیزې ډلې ته یو لک او پنځوس زره امریکایې ډالر ورکړي وو ترڅو د ګلبهار ټاور په نوم ملکیتونو ته په کابل ښار کې جعلي اسناد جوړ کړي.

ګلبهار حبیبي د کابل په ملک اصغر څلور لارې او پل محمود خان سیمه کې د ګلبهار سنټر او ګلبهار ټاور په نومونو لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړي او دغه راز د کابل ښار په شمال د خیرخانې کوتل شا ته هم یو ښار ګوټی لري.

وروسته ترهغې چې د ګلبهار سنټرمالک ګلبهارحبیبي او درې تنه نور د تقلبي اسنادو د جوړولو په تور ونیول شول، لویه څارنوالۍ وویل ، چې په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د هغو لوړ پوړو ودانیو د اسنادو په اړه هم څیړنې کوي چې په دې وروستیو کلونو کې جوړې شوې دي.
که څه هم د تیرو لسو کلونو راپدې خوا ګن شمیر دولتي ځمکې د زورواکو لخوا په زوره ولکه او یا په نا قانونه توګه لوړ پورې ودانۍ جوړې شوي ،خو له بده مرغه ،چې حکومت تر دې مهاله د دولتي ځمکو د ولکه کیدو  او د لوړ پورو ودانیو د  مخنیوي په موخه جدي ګامونه نه دي پورته کړي.

 دا لومړی ځل دی ،چې یو ملي سوداګر د نا قانونو ودانیو د جوړولو په تور نیول کیږي.

لویې څارنوالۍ ویلي دي ،چې د لوړو ودانیو د سندونو د څیړنې پروسه یې پیل کړې ده .

 دغې ادارې څو موده وړاندې منلې وه ،چې یوازې په پلازمینه کابل کې اویا سلنه دولتي ځکمې د زورواکو له خوا ولکه شوي دي.

د لويې څارنوالۍ سرچينو داهم ویلي وه، چې پر دولتي ځمکو تول خيټه اچونکي د دولت پر لوړو څوکيو کار کوي، خو په دې تړاو یې د چا نوم نه وه  اخیستی.

له بله پلوه کابل ښاروالۍ په وار وار سره ویلي دي ،چې د کابل ښاز ګنې لوړې ودانۍ په نا قانونه ډول جووړې شوي دي .

دغه ډواړه دولتي ادارې پړه پر یو شمیر لوړ پورو چارواکو او زورواکو اچوي.

دا چې دغه زورواکي څوک دي او له چا لخوا حمایت کیږي ،تر دې مهاله په هکله څه نه دي ویل شوي.

که څه هم دغه دواړه ادارې په دې پوهیږي ،چې د ځمکو په غضب او د لوړو ودانیو په جوړولو کې کوم مافیايي ګروپ لاس لري،خو له بده مرغه ،چې د خپلو څوکیو د ساتلو په موخه دغه کسان نه په ګوته کوي.

 تیر کال  د عدلې وزارت چارواکو هم ویلي وه ،چې یو شمیر زورواکو د دولتي ادارو رسمي نقشوته لاس رسي پیدا کړې او ولکه شوي ځمکې یې خپلو نومونه ته اړولې دي.

لویه څارنوالۍ هم دا خبره منلې او  ویلي یې دي، چې دغو کسانو د دغو ولکه شويو ځمکو لپاره جعلي قبالې جوړې کړې دي.

حکومت تر دې مهاله څو ځلې هڅه کړې ده تر څو د دولتي ځمکو د ولکه کیدو او د نا قانونو ودانیو د جوړولو مخه ونیسي ،خو ، په تاسف سره چې د ځمکو په مافیایي کړیو کې داسې پیاوړي کسان شتون لري ،چې د حکومت زور پرې نه رسیږي.

بې له شکه ،چې ولکه شوي ځمکې  د دولت د ځینو لوړ پورو چارواکو،یو شمیر پخوانیو جهادي قومندانانو  او یا د هغوی کورنیو پورې اړه لري.

همدارنګه نا قانونه ودانۍ هم یا د همدغو کسانو دي او یا هم د دوی په ملاتړ جوړیږي.

 اوس مهال د ولکه شویو ځمکو بیرته راګرځول او د ناقانونو ودانیو ړنګول  نا شونې ښکاري ،ځکه چې ګن شمیر دغه کسان د دولت دننه ډیر  نفوذ لري او د هیڅ یوې ادارې زور پرې نه رسیږي.

خو د لویې څارنوالۍ چارواکو ویلي دي ،چې د ځمکو ولکه کونکي په هره کچه چې وي، دوى به يې د قانون منگولو ته وسپاري.

حکومت ته په کار وه ،چې  لومړیو کلونو کې يې جدي ګامونه پورته کړي وای او د ځمکو ولکه کونکي یې د قانون منګلو ته سپارلي وای.

اوسمهال دغه کسان هم د سیاسي  او هم له اقتصادي پلوه ډیر پیاوړي دي او په هیڅ صورت سره چمتو نه دي ،چې ولکه شوي ځمکې بیرته دولت ته وسپاري او یا هم خپلې نا قانونه ودانۍ ړنګې کړي.

یو شمیر کارپوهان په دې باور دي ،چې د ځمکو د ولکه کولو لرۍ د شیر پور د پروژې څخه پیل شوه .

دوی وایي ،چې د یو شمیر حکومتي چارواکو او جهادي قومندانانو لخوا د شیرپور ولکه کول نورو کړیو ته هم د ځمکو د ولکه کولو زمینه برابره کړه .

همدارنګه د ګلبهار حبیبی لخوا د ګلبهار سنټر  او د اونکس د شرکت لخوا د یو شمیر نا قانونو ودانیو جوړل ،نورو شرکتونو او زور واکو ته هم د نا قانونو ودانیو د جوړولو زمینه برابره کړه.

له نن نه شاوخوا درې کاله وړاندې د افغانستان د ښاري پراختيا پخواني وزير يوسف پښتون ويلي وو چې په گرد افغانستان کې شاوخوا درې ميليونه جريبه ځمکه ولکه شوې او په دې تړاو يې د دولت د دويمې او دريمې درجې چارواکو نومونه هم ياد کړي و.

خو له هغې وروسته ښاغلى پښتون له خپلې دندې گوښه شو، ځيني کسان وايي چې ښايي د ښاغلي پښتون د گوښه کيدو يو لامل هم همدا وو.

همدارنګه د کابل ښاروالۍ چارواکي وایي،چې د ددغه ښار ۷۰ سلنه لوړې ودانۍ په نا قانونه توګه د زورواکو لخوا جوړې شوي دي.

تر هغه چې یو پیاوړي نظام رامنځ ته نشي او دغه مافیایي کړۍ د قانون منګلو ته ونه سپاري د ځکمو ولکه کول او د نا قانونو ودانیو جوړول  به په همدې توګه دوام ولري.

 

 


بالا
 
بازگشت