حامد عبیدی

 

د قرآن کریم د سپکاوي عاملین دې مجازات شي

بګرام کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د قرآن کریم د نسخو  سوځیدل د ګنو افغانانو غوسې راپارولي دي .

د تیرو څو ورځو راپدې خوا ګن شمیر افغانان  د هیواد  بیلابیلو ولایتونو کې سرګونو ته راووتل او د بهرنیو ځواکونو دا کار یې په سختو تکو وغانده .

ددغو لاریونونو په ترڅ کې لسګونه افغانان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي .

ددغې پیښې په هکله دوو افغان چارواکو بي بي سي ته ویلي چې امریکاييانو دغه قرآن شریفونه له طالب زندانیانو نیولي وو ځکه ګومان یې کوو چې هغوی یو بل ته د پیغامونو د لېږلو لپاره کارول.

دغې پیښې د افغان حکومت ،ملي شورا او د خلکو سختې غوسې راوپارولې .

افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا له غړو سره د مشورې وروسته د پیښې د څیړنې په موخه یو پلاوی وتاکه .

دغه پلاوي  ویلي  دي ناټو ورسره ژمنه کړې ده،چې ددې پیښې عاملین به ژر تر ژره محاکمه کړي .

دغه پلاوي همداراز ویلي دي ،چې  افغان حکومت بايد زر ترزره د بگرام د زندان مسوليت ترلاسه کړي چې په دې ډول راتلونکې کې د داسې پېښو مخنيوى وشي.

همدارنګه د امریکا ولسمشر ،ددفاع وزیر ،د سپینې ماڼې چارواکو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان ددغې پیښې له امله د افغان ولس څخه بښنه غوښتې ده .

په تېر کې هم د بهرنیو ځواکونو له لوري دې ته ورته اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په غبرګون کې تاوتریخجن لاریونونه شوي وه.

تیر کال د امریکا په فلوریدا ښار کې  هم  قرآن کریم ته اور اچول شوی وه ،چې له امله یې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې پراخه لاریونه وشول او په  ترڅ کې یې د ملګرو ملتونو  ۷ کارکوونکي د لاریون کوونکو لخوا ووژل شول .

د بګرام دغې پیښې یو ځل بیا د افغانانو غوسې راپارولې ،چې له امله یې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې لاریونونه دوام لري .

بهرني ځواکونه ،باید په دې پوه شي ،چې د افغانانو پر دین او ناموس باندې تیری په هیڅ صورت سره  افغانانو ته د زغملو وړ نه دی .

له بلې خوا د تیرو لسو کلونو راپدې خوا د بهرنيو ځواکمونو په عملياتو کې د ولسي خلکو وژنه د افغانستان او د دغه هېواد د لويديځو ملاتړو ترمنځ، په يوه جنجالي موضوع اوښتې ده.

 افغان حکومت تل له نړیوالو ځواکونو غوښتي دي ،تر څو په خپلو عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کیدو مخه ونیسي ،خو په تاسف سره چې د حکومت  دغې هڅې تر دې مهاله ښې پایلې نه دي ورکړي او له امله یې د هرې ورځې په تیریدو سره ددغو ځواکونو پر وړاندې د خلکو غبرګونونه زیاتیږي.

که څه هم افغانستان ته ددغو ځواکونو د راتګ څخه لس کاله تیریږي ،خو له بده مرغه  دوی تر دې مهاله نه دي پوه شوي ،چې د افغانانو د کورونو تلاشي او ددوی دیني ارزښتونو ته سپکاوی افغان ولس ته د منلو وړ نه دی .

د افغانانو دینې ارزښتونو ته سپکاوی او د شپې لخوا ددوی پر کورونو د بهرنیو ځواکونو لخوا عملیات هغه څه دي ،چې ورځ تر بلې د خلکو او بهرنیو ځواکونو تر منځ واټن جوړوي.

اوسمهال چې له یوې خوا د طالبانو سره د خبرو هڅې روانې دي   او له بلې خوا د امریکا او افغانستان تر منځ د استراتیژیک ټړون د لاسلیکولو پر سر خبرې دوام لري د ورته پیښو رامنځ ته کیدل دغه هڅې له ستونزو سره مخامخوي.

بې له شکه ،چې د امریکايي سرتیرو دغه سپکاوی  ددغه هیواد د سیاست څرګندويي نه کوي ،بلکې ددغو سرتیرو تیروتنه ده  ،خو دغه هیواد په دې باید پوه شي ،چې افغانان د ورته پیښو پر وړاندې ډیر جدي دي او دغو پوځیانو ته د جزا ورکولو غوښتونکي دي .

که چیرې دغو پوځیانو ته د امریکا  حکومت لخوا جزا ورکړ شي بې له شکه ،چې  نورو ته به عبرت شي او تر ډیره بریده  به د ورته پیښو مخه ونیول شي.

ورته پیښې  له یوې خوا د افغان حکومت او نړیوالو تر منځ واټن جوړوي او له بله پلوه د افغان ولس د غوسې لامل ګرځي.

د افغانانو لپاره دا شان پیښې د منلو وړ نه دي او که چیرې بیا تکرار شي، نړیوال ځواکونه به د سختو غبرګونونو سره مخامخ شي او د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې به له منځه ولاړ شي .

ښه خبره دا ده ،چې په دغه برخه کې نړیوال هیوادونه پر خپلو  ځواکونو داسې سخت  قوانین وضع کړي، چې هیڅ یو سر تیری د ورته پیښو د تر سره کولو جرات ونکړي.

ددغه کار سره به  له یوې خوا  د افغان ولس او نړیوالو ځواکونو تر منځ رامنځ ته شوی واټن به له منځه ولاړ شي او له بلې خوا به د سولې روانې هڅې بریالی شي .

 

 


بالا
 
بازگشت