حامد عبیدی

 

ودونو کې د بې ځایو لګښتونو د کموالي په موخه روانې هڅې

د عدلې وزارت چارواکي  د ودونو د قانون په نامه د یوې قانوني مسودې د جوړولو خبر ورکړ.

ددغه قانون پر بڼست  ودونو کې د ۳۰۰  څخه د زیاتو کسانو  غوښتل منع شوي اود لومړي درجې ډوډۍ بیه هم ۳۰۰ افغانۍ تاکل شوې ده .

دغه قانون کې دا هم ویل شوي ،چې ښځې او نارینه باید د ودونو په محفلونو کې سره یو ځای نه وي ،او د ګډونوالو ښځو او ناوې جامې باید هم  له اسلامي شریعت سره برابرې وي.

د یاد شوي  قانون مسوده به د حج او اوقافو وزارت،سترې محکمې،علماو شورا،د ښځو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ د استازو له سلا مشورو وروسته  نهايي شي او  د وزیرانو شورا ته به  واستول شي.

د عدلې وزارت چارواکي وایي، چې دا لایحه یې وروسته تر هغې جوړه کړه چې په هوټلونو کې د ودونو او کوژدو لګښت ډیر لوړ شو او له ودونو او کوژدو پرته یو شمیر خلکو ځیني نور اضافي محفلونه هم په هوټلونو کې جوړ کړل.

په افغانستان کې د ډیر ولور د اخیستلو ترڅنګ د ودونو په مراسمو کې ډیر او ملا ماتوونکي لګښتونه هغه دروند پیټې دی، چې د بې وزلو ځوانانو په اوږو کیښودل کیږي او هغوي په پور کې ډوبوي.

دا مهال هم زموږ ډېر شمېر ځوانان له هیواده بهر په مزدوریو بوخت دي او کله چې اصلي لامل یې وپوښتل شي، نو ډېری همدا وایي، چې باید د واده د ولور او لګښت پیسې باید برابرې کړي. په همدې توګه زموږ پیغلې په کور ناستې وي او دخپل راتلونکې خاوند اوږد انتظار باسي.


په لیرو پرتو سیمو او کلیو کې سره له دې چې ودونه په کورونو او دودیزو مراسمو کې ترسره کیږي چې لګښت یې زیات نه دی خو هلته لوړ ولور د خلکو شکایتونه پورته کړي، خو په ښارونو په ځانګړي توګه کابل ښار کې تر ډیره په
پرمختللو هوټلونو کې کوژدې او ودونه کیږي.
 اوس مهال سربیره پر ودونو او کوژدو،د زوکړې ورځ، سنتي، د ماشوم د پیدا کیدو خوښي، له حج څخه د بیرته راتلو مراسم او په ځینو مواردو کې ختمونه هم په دغو عصري هوټلونو کې کیږي او د هوټلونو خاوندانو ته د چاه خبره ښې پیسې لاس ته ورځي.


عام خلک چې دې اضافي او بې ځایه لګښتونو ډیر زورولي، د عدلې وزارت له خوا د دې نوې لایحې په جوړولو ډیر خوښ دي او وایي، چې دا لایحه باید ډیر ژر په قانون بدله او عملي شي.

 هغه  کورنۍ چې ښه مالي توان هم  لري باید د بې ځایه اسراف پرځای  خپلې اضافه پېسې بې وزلو خلکو ته دمرستې په توګه ورکړي چې هم یې ثواب وشي اوهم یې خپل بشري حق ادأ کړی وی.
د فرانس پرس
آژانس د  له رپوټ له مخې ، یوازې په کابل ښار کې اویا هوټلونه جوړ شوي دي
په دغو
هوټلونو کې د ډوډۍ څو ډوله مینو موجوده وي چې د کس پرسر له درېو سوو افغانیو نیولې تر زر افغانیو پورې اخلي، ان داسې ودونه هم وي چې د ګډونوالو شمېر یې زرګونو ته رسیږي.
خو د عدلیې وزارت وایي، چې د ودونو او کوژدو په مراسمو کې به د ډوډۍ څرنګوالی هم د ښاروالۍ او پیشه ورانو د ټولنې له خوا تنظیم او هیڅوک نه شي کولای چې ور څخه سرغړاونه وکړي.

 ولسمشر حامد کرزی هم د یوې رادیویي وینا په ترڅ کې  ، د ودونو، کوژدو او خوښیو په  پروګرامونو کې ډیر لګښتونه د اسلامي او دیني ارشاداتو خلاف عمل بللی دی .

ولسمشر کرزي په خپله وینا کې له دیني عالمانو هم  غوښتنه  وکړه، چې په دې اړه خلکو ته معلومات ورکړي او د ډیرو او بې ځایه لګښتونو په مخنیوي کې خپل رول ولوبوي.

که څه هم ددغه قانون جوړول د بې ځایو لګښتونو د مخنیوی په موخه یو مثبت ګام دی ، خو په حکومت کې شته فساد ته په  کتو سره ویلای شو ،چې ددغې طرحې عملي کول ستونزمن کار دی ،ځکه چې ددغو هوټلونو ګن شمیر خاوندان زورواکي دي او په هیڅ صورت سره نه غواړي ،چې د هغوی د پراخو ګټو مخه ونیول شي.

دا چې ۹۰ سلنه قانون ماتونه خپله د زورواکو لخوا ترسره کیږي،او همدوی دي چې ۹۰ سلنه په فساد کې ښکیل دي،د مختلفو مافیاوو کنترول په لاس کې لري،چور،چپاول او غلا غدۍ همدوی ترسره کوي،نو پر دوی باندې ددغه قانون پلي کول هم ستونزمن دی.

حکومت ددغه قانون د تصویبولو وړاندې  باید د قانون لومړیتوبونه په پام کې ونیسي تر څو د قانون عملي کیدو ته زمینه برابره شي. همدارنګه ددغه قانون د پلي کولو په موخه داسې یوه قوي اداره جوړه شي او یا هم داسې یوې ادارې ته واک ورکړ شي ،چې د هر زورواکي باندې قانون پلی کړي او د سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

يكشنبه 12 چنګاښ 1390 ساعت 09:17

په دې وروستیو کې د هېواد جمهور رییس په خپله راډیویِي وینا کې یوه مهم ټکي ته اشاره کړې، چې د ډېرو افغانانو په ټولنیز ژوند پورې اړه لري. له بده مرغه د  بېځایه رواجونو او سیالیو لمن په ځېنو ځایونو کې دومره غځېدلې چې خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي. له دغو ستونزو څخه یوه هم په ودونو کې بېځایه لګښتونه دي، چې څه له واده مخکې  ترسره کېږی او څه په واده کې او څه هم له واده وروسته.

 

اوږدو جګړو زموږ اقتصادي حالت له ستونزو سره مخ کړی،  دغه راز زموږ ډېر شمېر خلک په تېره ځوانان یې اړ کړي، چې له هېواد نه بهر ولاړ شي او هغه پاتې  شمېر کورنۍ چې پیغلې او ځوانان لري د جګ ولور او د واده د جګو لګښتونو له کبله نشي کولای خپل ګډ ژوند جوړ کړي او د کورنۍ بنسټ کیږدي.

 

د هیواد جمهور رییس په خپله وینا کې ویلي: زموږ هغه کورنۍ چې اقتصاد یې ښه دی،  دوی ته ښایي چې خپل ودونه او د خوښۍ نور مراسم ډیر محدود او د دې مراسمو میلمستیاوې تر زیاته حده ساده کړي او نورو هېوادوالو ته مثال او نمونه شي، نو په دې صورت کې به زموږ هغه نورې کورنۍ چې اقتصاد یې ښه نه دی هم مجبورې نه شي چې پور وکړي، په ودونو او کوږدو کې له نورو کورنیو سره سیالي وکړي .په کوږدو او ودونو کې د اسراف پرځای د معقولو او محدودو لګښتونو له لارې کولای شو دومره پیسې وسپموو چې د زوم او ناوې د ګډ راتلونکي ژوند اړتیاوې پوره کړو، کور او د ژوند نور وسایل ورته برابر کړو. د هېواد جمهور رئیس ویلي: که څه هم د ودونو او خوښیو د مراسمو پراخیدل او مجلل کیدل موږ ته راښیی چې زموږ له خلکو سره پیسې شته او ژوند یې تر پخوا ډېر ښه شوی، خو لکه څنګه چې خبر یو زموږ ډیرې کورنۍ چې کافي مالي استطاعت نه لري دوی بیا پور کوي او د بې ځایه سیالیو د پوره کولو لپاره د ودونو او کوږدو مراسم له خپل مالي استطاعت څخه ډېر لوړ برابروى چې دا کار زموږ د کورنیو اقتصاد زیانمنوي او هم دا کار زموږ له دیني ارشاداتو سره سمون نه لري. ځکه چې زموږ دین اسراف په قطعي ډول منع کړی دی. د نړۍ په هیڅ بل ځای کې دومره لوی او پراخ ودونه نشته، دا موږ یو چې پور کوو او په سلګونو تنه خپلو ودونو ته رابولو چې له بده مرغه د ودونو د مراسمو پراخیدو او لوییدو اوس د سیالیو بڼه غوره کړې ده. هره کورنۍ غواړي چې په دې اسراف کې تربلې د مخه شي. دا کار زموږ له دیني احکامو او هم مو له ملي دودنو سره مخالفت لري او دا یو داسې بدعت دی چې په دې وروستیو کلونوکې یې رواج پیدا کړی دی.

 

 جمهور رئیس پخپله راډیویي وینا کې د افغانستان له خلکو څخه غوښتي  چې د کوږدو، ودونو او د خوښیو د نورو مراسمو په محدودولو، د لګښتونو په کمولو او د اسراف په مخنیوي کې په ګډه کار وکړي. ده همداراز له دیني عالمانو هم غوښتنه وکړه، چې د دیني ارشاداتو په رڼا کې دې دا موضوع تبلیغ کړي، چې له دې لارې د دې ډول اضافي لګښتونو په زيانونو هېوادوال خبر شي.

 

ښه داده څه ډول چې د هیواد جمهور رییس ویلي، چې په دې اړوند قومي مشران ، دیني عالمان او سیمه ییز چارواکي داسې تصمیم ونیسي، چې په ټولو باندې تطبیق شي او بیا چاته د دې ځای پاتې نه شي چې فلاني په واده کې ډېر لګښت کړی باید چې زه یي هم وکړم.

 

که داسې ونه شول نو خپله هره کورنۍ او هرځوان چې واده کوي په دې فکر کې دې ونه اوسي چې زما په هکله به خلک څه وایې ، هغه دې په دې فکر کې واوسي چې الله (ج) د ده په هکله څه وایې که چېرې د ده په کړنه کې د خدای پاک ملامتی نه وه بیا دې ری هم نه وهي ، پرېږده چې د دنیا خلک هر څه ووایی که زموږ یو شمېر خلک دا کار وکړ یعنې چې د خپل واده لګښتونه یې راکم کړل نو بیا به په ټول هیواد کې هم داسې کړنې دود شي او څوک به د واده د لوړو لګښتونو د نه کولو له کبله نه شرمېږي. خو تر ډېره ځایه چې ښکاري لوړ لګښتونه د نجلۍ دکورنۍ غوښتنه وي چې په دې توګه غواړي هم د نورو سره سیالي وکړي اوهم غواړي چې دخپلې نجلۍ قدر په اصطلاح ډېر کړي چې دا یو ډېر غلط او ناسم سوچ دی، که چېرې دی فکر کوی چې لګښت د پردي کور له خوا ترسره کیږی داهم ناسم سوچ دی ځکه اوس یې خپله لور او د خپلې کورنۍ غړې دهغې کورنې غړې ده که هرڅومره اقتصادي تاوان هغه لور ته ورسېږی نو د ده هم په کې تاوان دی ، او هغه کورنۍ چې اقتصادي حالت یې ښه دی او نه پوهیږی چې خپلې پیسې چېرې ولګوي او بیا د ځان ښودنې لپاره یې په ودونو او بې ځایه محفلونو کې لګوي هغوی دې هم پوه شی چې په دې توګه هغوی خپل سر نه اوچتوی بلکې د یوشمېر خلکو د نفرت او حسادت لامل ګرځی ، آیا هغوی په خپل هیواد  کې دغه کونډې او یتمان هیروي چې ورځ تربلې یې شمېر زیاتېږی ؟ آيا هغوی خپل هغه بې وزلي هیواد وال هیروي چې د سبا او بېګا وچه ډوډۍ نه لري ؟ که یې هیروې بیا نو هغه د سعدی په قول (( تو کزمحنت دیګران بېغمي -  نشاید که  نامت نهند آدمي )).

 

دغه اوس چې په زیاتو ودونو کې څوک هغه لګښتونه ګوري نو ډېری یې بېځایه او اضافي دي ، هغه خوراکونه چې پخېږي ، هغه جامې چې برابرېږی، هغه د ټنګ ټکور په نامه کوم لګښتونه چې کېږی، هغه ولورونه  چې اخستل کېږی ، په ښارونو کې هغه هوټلونه چې په کرایه کېږي... ډېری  اضافي ، بې مورده او بېځایه دي. داسې نه چې موږ باید په خپلو ودونو او د خوښیو په مراسمو کې هیڅ لګښت ونه کړو او خلک راټول نه کړو بلکې خبره په اسراف او بېځایه لګښتونو کې ده . داسلام سپېڅلي دین او زموږ مبارک شریعت هرڅه ډېر ښه روښانه کړي که په همدې چوکاټ کې عمل وشي نو هرڅه به سم او غوره وي.

 

د واده د لګښتونو د کنټرول ضرورت؛ليكوال:جمال الدین بیدار

يكشنبه ٢١ وری ١٣٩٠ ساعت ٠٢:١٣

رسنیو رپوټ ور کړی دی، چې د افغانستان عدلیه وزارت د یوې داسې قانوني مسودې په برابرلو بوخت دی، چې د هوټلونو د واده مصارف به ورسره کم شي. له رپوټونو سره سم، په دې مسوده کې راغلي دي، چې هیڅوک به اجازه نه لري، چې د هوټل واده ته تر درې سوه ډیر کسان راوبولي او کومه ډوډۍ، چې میلمنو ته ورکول کیږي، د هغو بیه هم باید تر دوه نیم سوه افغانۍ زیاته نه وي.
که څه هم د دغه قانون په اړه ډیر څه نه دي ویل شوي او د تسوید په مراحلو کې دی، خو څرنګه چې د عامو خلکو په ژوند باندې یې اثر مثبت او ژور دی نو په تیره یوه اوونۍ کې یې د ګڼو کسانو توجه جلب کړې ده او تبصرې ورباندې روانې دي.
خلک په مجموع کې د دغسې یوې طرحې ملاتړ کوي او د بې ځایه مصارفو د کمیدو لپاره یې یو ښه اقدام بولي. البته، دغه طرحه مخالفان هم لري او څرنګه، چې مخالفان یې زورور دي نو دا امکان شته، چې دغه هڅه شنډه شي.
د دې طرحې مخالفت دوه ډلې کسا ن کوي. یو هغوی، چې په کابل او ولایتونو کې یې د واده لوی سالونونه جوړ کړي دي او بل هغه ډله کسان، چې په تیرو لسو کلونو کې یې له هوایي لارو پیسې پیدا کړي او اوس غواړي په ټولنه کې مطرح شي. ، چې د و اده سالونونه لري. د دغو سالونونو مالکان په شمیر کم دي، خو د فوق العاده نفوذ خاوندان یې بللای شو او بلکې اکثره دا هوټلونه له هغو کورنیو سره تعلق لري، چې فعلا د چارو واګې ورسره دي او په خلکو باندې حکومت کوي.
د اورانوس هوټل مالک سلام برکي فرانس پرس اژانس ته ویلي دي، چې دغو سالونونو د خلکو مشکلات ورکم کړي دي. خلک به پخوا مجبور وو، چې په کورونو کې سلګونو کسانو ته ډوډۍ ورکړي، خو د هوټلونو سالونونو یې دغه مشکل وراسانه کړی دی.
ښاغلي برکي دا هم ویلي دي، چې: که نوې مسوده پاس شي، نو د واده د هالونو کاروبار به ورسره ختم شي.
د واده د سالونونو په کاروباریانو سربیره له دې طرحې سره ممکن هغه شتمن او قدرتمن کسان هم مخالفت وکړي، چې خپل سالونونه نه لري، مګر بې حده هوایي پیسې ورسره دي. دغو کسانو په تیرو لسو کلونو کې د ارام ژوند ټول امکانات پیدا کړي، خو څرنګه چې پیسې یې مشکوکې دي، نو په ټولنه کې یې واقعي عزت نه دی پیدا کړي. دوی غواړي، چې د خپلې بې اندازې سرمایې د لګولو له لارې ځان ته عزت او نوم وګټي.
په تیرو څو کلو نو کې په کابل کې لیدل شوي دي، چې دغو تازه شتمن شوو کسانو په ډیرو وړو مناسبتونو ډیرې لویې میلمستیاوې جوړې کړې او په زرګونو کسان یې ورته رابللې دي. په دغو میلمستیاوو کې کله نا کله له تاجکستان یا بل هیواد څخه سندرغاړې او نڅاګرې هم رابلل شوي، چې خپل هنر او د پیسو د خاوند ثروت د نورو سترګو ته ودروي.
د عدلیه وزارت د تقنین د ا دارې یوه چا رواکي عبدالمجید غني زاده رسنیو ته ویلي دي، چې: د واده میلمستیاوې اوس د ثروت او قدرت د ښودلو لپاره د سیالۍ په میدان بدلې شوې دي.
له بلې خوا په کا بل پوهنتون کې د اجتماعي علومو استاد بریالي فطرت فرانس پرس اژانس ته ویلي دي، چې: اکثره ځوانان د واده د مصارفو د پوره کولو وس نه لري او په همدې وجه واده نه کوي. د فطرت په قول، په زرګونو مليونو ډالرو خارجي مرستو ځینې کسان بې حده شتمن کړل او دوی اوس د خپل ثروت د ښودلو لپاره نوې لارې لټوي، چې د واده په سالونونو کې ګڼو کسانو ته میلمستیاوې یې یوه بیلګه ده.
په افغانستان کې سړي سر کالني عواید څلورسوه څلویښت ډالره حسابیږي. دا په نړۍ کې د سړي سر عوایدو یوه ډیره ټیټه اندازه ده، چې هغه هم د پردو مرستو په زور جوړه شوې او طبیعي ځیلي نه لري. په یوه داسې هیواد کې، چې کورنۍ د واده په یوه شپه کې لس، دولس زره ډ الره هوټل ته ورکوي، بیخي نامناسبه چاره ښکاري.
د واده د سالونونو کولتور د افغانستان د نوې شتمنې طبقې کولتور دی. کولتور همیشه طبقاتي ماهیت لري. په تیرو زمانو کې به، چې د فیوډالانو کره زوی پیدا شو، یا به یې د زوی سنتي وه، یا به یې د زوی واده و، نو لوی محفل به یې جوړ کړ، سازیان به یې ورته راوبلل او ممکن څو شپې به ډنګ و ډ ول و. هلته هم مقصد دا و، چې فیوډالان ځان تر نورو بر او مهم وښیي. خو په هغه زمانه کې نه دموکراسي وه، نه د اوس وخت غوندې سواد عام او متوسطه طبقه مطرح وه. عامو خلکو د شتمنو دارایي خدایي ورکړه ګڼله او شتمن یې بیل خلک ګڼل. خو اوس حالات بدل دي، اوس هر  څوک غواړي، چې د سیالانو سیال شي او لوکس ژوند ولري. ځکه ویلای شو، چې په اوسني وخت کې د طبقاتي کلچر ځینې دودونه د ټولنیز نفاق سبب ګرځي او ګڼې کورنۍ له اقتصادي مشکلاتو سره مخ کوي. همدا اوس که په کابل کې احصاییه واخیستل شي، نو ګڼ هغه کسان به وروسته له څو کلونو هم قرضداره ووینو، چې په هوټل کې یې واده کړی و.
د واده لومړي کلونه د عمر او د ځوانۍ خواږه کلونه وي، خو زموږ په ګڼو کورنیو باندې د واده د سالونونو او اشرافي دودونه له لاسه ترخه تیریږي.
د عدلیې وزارت ته په کار دي، چې دغه مسوده ژر تر ژر بشپړه او د تصویب لپاره یې ملي شورا ته واستوي. په دې برخه کې د دوی لس کلن ځنډ هم د بښولو عمل نه شو بللای. چارواکو په کافي اندازه ځنډ کړی او د عام ولس د ګټو په ځای یې د هوایي پیسو د خاوندانو ملاتړ کړی دی.

نظرونه (0)

 

 

  


بالا
 
بازگشت