په شهادت که وحدت؟

دشهادت ګټه خو مو په بل یوړله، راځي داځل يې په وحدت وګټو:

سوال دادي ؛پراوسنیو مشکلاتو(بری)دځان په شهادت اوکه زموږاوستاسي په وحدت سره ممکن دي؟ شهادت خوددنیا له غمونوڅخه دبې غمه کیدولنډه لاره ده،په شهادت کښي شخصي (اُخروي) ګټي دي. خوداوسنې زمانې(ټولنې) دموجودو مشکلاتو په کمولو کښې کوم مثبت قابل دملاحظې تاثیرنه لري.پرټولوناخوالو دبريالیتوب لاره «وحدت» دي،پدي چي په وحدت کې دبشري ټولنې دپوره اکثریت انسانانو ګټي نغښتي دي. وحدت په تشوخبرو نه کیږي ترټولو لومړي بې تعصب ککرې غواړي ،دوحدت لپارمشکل عنصرصداقت دي، ترڅوصداقت نه وي ،بیا داجتماعي مشکلاتو دحل لپاره خولمړۍ اړینه اجتماعي اوبشري مینه ده.که رښتونې مینه وي ،صداقت ورسره واخښل سي،نوښکلې دنیا جوړیداي سي.په صداقت له وحدت سره مینه،دخپل لیاقت سره برابر دوظیفي سره مینه،تردي بهتروانسان ته بل شي نسته.وحدت ،یووالې ،یوځایوالې ،جمیعت هغه څه دي چي دبشر اوبشري ټولنې لپاره نیک بختي زیږوي .نن ورځ افغان ولس لکه څنګه چي انسان دژوند ي پاته کیدو اوبقأ لپاره خوړو اواوبوته ضرورت لري پدي ډول په افغانستان کي دننه ولسونه، دسیاسي احزابو،سیاسي سازمانونو ،سیاسي شخصیتونو ،سیاسي ټولنو ووحدت ته تراوبواوخوړو زیات او عاجل ضرورت لري . په ولس کي داخبري عامي سوي دي،ستاپه سر مي دي قسم وي،ستا سر قرآن دي مادي ووهې،په خپل سر قسم خورم،ته زما پرسر لاس کښیږد قسم واخله. یا :ژبه دي کړیده،قول دي کړیدي ،پښتودي کړیده،لفظ دي کړیدي،وعده دي کړیده،قسم دي کړیدي. یا:ته خوافغان يې ، ته خومسلمان يې،ته خوانسان يې،ته خوپښتون يې .ددي خبرو دیادولووخت هغه وي چي دیوشخص له لوري داسي (ناوړه) کار سرته ورسیږي، چي باید سرته نه وايې رسیدلې لکه ( دوحدت خلاف کړنې)دهغه (ناوړه) عمل دمخنیوي اووه(مثبتي) لاري او عمل ته دهڅوني په دواړو صورتوکي همدغه کلیمات پکار وړل کیږي،چي نور دا بد کار مه کوه . موږ اوس دي خبروته مجبور سوي یو چي وحدت ماتونکوته دغه پورته قسمونه ور مخته کړو،چي نور دنوي سالم نسل دوحدت په لاره کي خنډ نسي.همدارنګه داسي اعمال چي داسلام او اسلامي قاعدي خلاف ورزي پکښي سوي وي .داسي اعمال چي دمروجو نافذه قوانین ترپښو لاندي سوي وي. نوخلګ( فاعل) یا عمل کونکې ته مخ وراړوي اودا جملې ورته پکاروړي.دوحدت خلاف عمل دبشري قوانینو ،الهی قوانینواودودیزوعنعناتو خلاف ورزي ده. چي په اصل کي داټولې خبري یوه معنی لري چي تاسي ته ووایې، نورخلاف ورزې مه کوې .قرادادونه ،معاهدي باید خطأ ایستونکې،تقلوبې اجباري اوترفشار لاندي نه وي.داخبري ډیر هغوته متوجي کیږي چي یوځل وايې وحدت ته ځو،بیا پرشاولاړ سي .هرچاه چي وعده خلافې کړیده په ژوندکي يې ښه ورځ نده لیدلې. وعده خلافي په اسلام کښی هم یوخورا لوي اصل دي ،موږ کلمه وایو (لااله االله محمد رسول الله ) یعني قول مووکړي وعده وکړل ،باورلرو ،چي خداي(ج) یودي اومحمد (ص) دهغه رسول .اوورپسې مو(امنتُ بالله) وویل .دابل قول اووعده ،ده له خالق سره نه دمخلوق سره. په ډیره خواشینې سره چي زموږدهیواد په جهادي لویانو اوهم په سیاسي لویانوکښي دامرض(تعهد ماتول ،بهانې لټول،اوبه خړول) یوه عادي شان خبره وي. اوس نوسوال دادي :آیا رښتیا انسانان دیوه آدم اولاده ده؟ جواب يې ،بلی هو انسانان دیوه پلاراویوي مور اولاده ده .هغه آسمانې کتاب(قرآن)م چي دخداي تعالی(ج) له لوري پرخپل محبوب حضرت محمد مصطفی (ص) باندي نازل سویدي ،په هغه کښي راغلې دي چي انسانان دحضرت آدم (ع) اوبې بې حوا(رض) څخه پیداسویدي.دا هم رښتیا ده چي انسا نان تر ټولو مخلوقاتو ښه مخلوق دي؟ هو، داخبره هم په هغه قرآن م کي راغلې ده. مګر دانسانانو تر منځ بیا ښه (پرهیزګاران دي) .آیا پرقرآن م باندي په یقین سره ستاسو انسانانو عقیده سته؟ ددي سوال په جواب کي باید ووایم چي «نه» ټول انسان پر قرآن م باندي ایمان اوباور نلري،یوازي مسلمانان پرقرآن م عقیده لري.ښه پوه سوم چي دغه اسمانې کتاب یا دالله (ج) کتاب یوازي مسلمانانوته مقدس دي. ښه دا راته ووایاست تاسي مسلمانانو ته په رښتیا دغه آسماني کتاب دونه محبوب دي ځانونه پر وژنې؟ خودڅونه ساده پوښتنه کوی ،موږ دالله پاک پر کلام سرونه ښندو. جهاد ته ځو جهاد کوو،کلیمه وایو، لمونځونه کوو،روژي نسو،ذکاتونه ورکوو،اوحج ته ځو.نورنوڅه وکړو؟ته يې نه ګورې چي دورځي په زرهاو پاک زړه اومعصوم خلګ خپل ځانونه شهیدان کوي،خپل دین،وطن ،نامؤس اوقرآن م ساتي.زه ستا په خبره پوسوم ،خوته زما په مطلب ونه پوهیدي .دا دونه قسمونه چي اخلې ،دا دونه زحمت چي باسي (قرآن )م لولې ،وظیفې کوي ،تسبه اړوي ،ږیر ي لري ،خبره مو څنګه ومنم،چي تاسي افغانان پرخداي (ج) ،دهغه پر رسول او قرآن باندي عقیده لري.تاسي څنګه ورڼه یاست چي یودبل غوښې خوري.تاسي څنګه وروڼه یاست چي دخپل ورور ویني څښې.تاسي څنګه وروڼه یاست،چی ستاسي دکورتر څنګه ستاسي وروڼه دلوږي مري اوتاسي ورسره مرسته نه کوي . والله وروره ته هم رښتیا وايې دي اړخ ته يې بیا زما والله که پام وو ښه سوچي راپام دي کړل موږهم نور وحدت غواړم.نوکله چي دتنظمونومشرانو،یوشمیر قوندانانو،لږ شمیر مجاهدینو(درب العزت الله ج اومحمد مصفی ص) سره پرعهد وفاونه کړل، په همدي ډول دسیاسي احزابو مشرانو هم دالهي اوبشري قوانینو خلاف دخپلوصفوفو تر منځ دبې اتفاقې اورته لمن ووهله اولايې وهي. پس داسي مشران نودولس سره هیڅ وخت وفأ کولاي نسي.دشریفو انسانانو دوستان ډیروي ،تر دښمنانو. اوجنایت کارهغه دي چي دښمنان يې زیات وي تردوستانو.مګردلته هم هغه بایدوشمیرل سي دکوچینانوپه ژبه(باروال وي نه...... وال). خوددي خبري دسپناوي لپاره به معیارهغه دکوچیانوفرموله ښه وي،په اوسنیوشرایطوکي چي لا زموږ په هیواد کي هرسوال ته جواب دتوپک له خولې راوځي قضاوت مشکل دي. تاسي دجها د ،بیا دقدرت ،خپل منځي جګړو اوبیا دامریکا اوغرب ددموکراسیو په لمن کي خپل رهبران ولیدل،چي ددوي اواسلام تر منځ څونه واټن سته .ځکه الله (ج) داعرافو دسوري په پنځه اتیایم مبارک آیت کي فرمایلي دي:ترجمه:( تراصلاح وروسته دمځکي پر مخ فساد مه کوئ).په اسلام کي د(ضررنه رسولو) اصل منل سویدي.دوي ددي اصل خلاف کړڼې وکړي اوکوي يې.اوس که څوک دغه دتنظیمورهبران انتیقادوي،دوي وايې جهاداواسلام ته یې سپکاوي وکړي. اوحال داچي ددوي کړنې داسلام اوجهاد دفضیلت پرضد وي. دافغانستان دموجوده حکومت دري سره قواوي په فساد ککړي دي،ریس جمهوردفسادونو مورده. نودالمړي ځل دي دحکومتونوپه تاریخ کي چي دموجودیت اوبقأ دقانون خلاف دي دولت ژوندي وي.ددي حکومت خوش بختي پدي ده چي دهیواد روڼ اندي لاپه (پراتیک) کي روڼ اندي سوي ندي. یودعوامومتل دي وايې(ومیږیانو ته خداي په پکارسي نووزرونه وکړي).زموږهرسړي سیاسي کاپوهه دي،سیاسي څیړونکي دي ،سیاسي تحلیل ګردي،سیاسي مبصردي،داعلمي رتبې هم نام خدادوزیاتي سویدي چي مه يې کوه خبري،نظامي کارپوهان نوڅه کوې،سیاسي لیډران،سیاسي حزبونه،ټولني، خوځښتونه، جرګي، اتحادي.په رښتیا نه يوځاي کیدونکي،دیوالې دښمنان،ځان خوښونکي،دعقدو ډک،په ژبني،قومي ،مذهبي اوسمتي ناجوړیو اخته.په یوه خبره ددوي اوسیاسي کلتورترمنځ لازیات واټن سته.هغه سیاسیون چي سیاست يې له کتابونوڅخه زده کړیدي ،پدي باید پوهه سي ،چي په عملې ډګرکی سیاست بل شکل اخلې. بل دنه یووالې اساسي عامل په سیاسي احزابواوروڼ اندوکښي دیوشمیر زړونفوذ،ځان غوښتني، لاس وهنې اودرهبري هوس، اوبس ،بل مشکل نسته.( راځي په رښتیا څه چي وایو هغه په عمل کي پیاده کړو) (وحدت دپیروزې لاره ده )راځي دیووالې ددښمنانو دهیلو خلاف له هغوسره چي سره یوکیداسي سره یوسواوله نوروسره جبهه جوړه کړو. دوحدت لپاره یوازي پرشعارونوتکیه ونه کړو.بلکي دخبروڅخه دعمل ډګرته را ووزو،دوحدت میکانیزم وړاندي کړو،څوهرڅوک دوحدت اویووالې طرفداران خپل نظرونه ورکړي اوپریواصل سره راټول سو.ټول روڼ اندي وحدت غواړي خوپه چل يې نه پوهیږي راځي چل يې یودبل په مرسته سره زده کړو. څوک چي دوحدت په طریقه اولاره ښه پوهیږي،په لنډو یوه دوصفحو کښي دي يې منظم کړي،په عام فهمه ادبیاتو،نه په اکادمیکه ژبه چي ترجمان ته ضرورت پیداسي.په لویو کشالو مومه ستړي کوي. دټولودیووالې پرلور. معلم عبدالقیوم له امریکأ څخه. تلیفون شمیره(۱۷۳۳-۲۶۴-۸۰۴-۰۱)

 

معلم عبدالقیوم دامریکأ څخه

aqayum7@gmail.com

 

 


بالا
 
بازگشت