عبدالقیوم

 

حق به دچا سره وي؟

سراسرخیانت دی داتقوأ پکښي درک نسته

ټول کښته پورته کیږي دجوړي هيڅ مدرک نسته

نه له یوه سره صلاحیت سته نه ددواړوسره آزادي

نه دوي په رازخبردي چي باداران يې څه غواړي

ټول پردي مرموز لاسونه دي چي دلته کارکوي

زموږولس بې عمله دې دواړه طرفه يې استعمالوي

نوردګټي يې بیزارکړو،شردي نه رارسوي

داخپل ککړدي مهارکړي ولس دي نه په زوروي

هرڅه دوي راخراب کړل بیا يې نه راجوړوي

معلمه قسم که ځیني خلاص سوڅوچي موږ نه سوسړي

خبري اودبیان آزادي هغه لوي نعمتونه دي چي دالله پاک دلوري مختص وانسا نانوته اعطأ سویدي. پس هیڅ چا ته داحق ندي ورکړل سوي چي دانسانانو څخه دخبرو اوبیان آزادي واخلې. خداي (ج) فرمائې:( آلرحمانُ.علم القرآن.خلق الاءنسان.علمهُ البیان)۱-۴ ترجمعه [مهربانه خدای(ج).قرآن کریم راوښود،انسان يې پیدا کړي،و هغه ته يې بیان (هغه چي په زړه کي دي) ورذده کړه].بلې دبیان حق محفوظ دي ،رسول دخداي(ج) فرمائې:(لا یستقیمُ اِیما نُ عببدٍ حتیَ یستقیم قلبُهُ ولا یستقیم قلبُهُ ختیَ یستقیم لِسانُهّ): ترجمه: ترڅوچي دانسان زړه درست نسي ،ایمان يې نسي درست اوکامل کیداي،زړه هغه وخت درست کیداسي سي چي ژبه يې درسته سي.اوپدي توکه اسلام هغه شخص لوی مجاهد بولي چي دظالم اوحق پټونکي امیر اوپاچا ومخته دحق ږغ پورته کړي. په اسلام او اسلامي نظام کي ټول خلګ دامیر اورئیس څخه نیولې ترعادي شخص پوري وقانون ته په اطاعت مکلفیت بلل سویدي. هیڅوک تربل چا اوهیڅ ټبرتر بل ټبر دتقوأ پرته برتري نه لري.

حضرت ابوالا علی مودودي(رح) پر کنزالعمال حواله ورکړیده او ددې حدیث مبارک روایت کوي:(پرتاسو باندي به په نژدې کي به داسي کسان «حاکم» سي چي دهغوي په لاس کي به ستاسوروزي وي، کله چي دوی ستاسي سره ږغیږي،درواغ وايې! اوکه کوم کارکوي،په فساد لاس پوري کوي! دوي ستاسي څخه تر هغه وخته نه خوښیږي ترڅوچي دهغوي دمفاسدو تعریف اوصفت ونه کاندئ اودهغو درواغ تصدیق نه کړي!ځکه نو تاسي وهغوته «حق» تر هغه وخت چي عملي يې کړي وړاندي کړئ! که پرتاسي تیری وکړی اوڅوک دهغو په لاس ووژل سي «شهید» دی!).دوستانودادي ډیر کلونه تیرسول،نوپیدا ځوانان سول،ځوانان زاړه سول اوزاړه دي خدای(ج) وبخښي.هرڅه مو دسر په سترګو ولیدل،پرخپل وجودمو لمس کړل. سوال دادي چي زموږ په هیواد کښي اوسنۍ روانه لانجه به کله اوڅنګه ختمه شي؟ دحاکم دولت اوحکومت کړنې اویادمخالیف لوري کړنې ،دکوم یووه کړنې داسلامي اصولو،افغانې دود اودستور،دبشري اونړيوالو قوانینوسره سرخوري؟ مثلاً:کرزي علاوه پرنورجهان دایرانه هم د پیسو کڅوړي ترکوره وړي ،دپاکستا ن حکومت دی خپل وروربولې، اودهغوغواړي چي اول پرده بیا پر افغانانو ورحمیږي اولطف وکړي که یوځل ده ته داموقع برابره کړي چي دملأ محمد عمر سره وګوري.مګردپاکستان دخارجه چارووزیره(حنا بې بې) دري ساعت دکرزي تردرخواست(دملأ محمد عمرسره دده دملاقات ) په جواب کي وايې چي دا مفکوره (چي ملأ عمر په پاکستان کي دی) یوه احمقأ نه مفکوره ده. یعني څه؟ حامد جان هم چپ پاتیږي.

بل په دي ورځو کي دتلویزونو پرمخ د مصاحبو اوګردي میزو دبحثونوتوده خبره دملي شورأ لخو دوزیرانو ورغوښتل (استحضا) دي شورأ ته. معلومیږي چي دحکومت طرفداران یا په فساد شریک غښتلې دي ، اوقصدي يې دملي شورأ لوبه کرمه ساتلې ده.وزیران دخپلووزارتونو دناسم اجراأتو(دبودجي نه مصرف) په منظور شورأ ته استحضا کړل ،اولا دالوبه روانه ده.دشروتونودراکړي وکړي بازار ګرم دی،دمیلمستیاو اوتحفودتبادلې معمله په زورکي ده.دیوه فاسدحکومت په منځ کي فاسد ترحلقې غښتلې دي. دحکومت دطرفدارودا یوخبره به يې ولیکم ،یوشمیر دساده ګي له مخي اوزیات په فساد کي شریک دخپلوخبرو پروخت ملت ته وايې: موږخودرشوت دورکړي اومعاملې کو م څه نه وینو،آسناد نلرو،څوک چي آسناد لری لطفاً دي يې دا ستاسي دمیډیا ګانو له لاري ولس ته وښې. په یوه وجهه عجب خبره ده! په بل دلیل بایدي همداسي وي .رشوت اوفساد هغه سطحي ته جګ سویدي وچي دیوملیون ډالروپه ارزښت کم رشوت ،رشوت نه ویل کیږي هغه یوه وړه تحفه ده. یوڅوک چي تعمیرونه،قصرونه،بنګلې،شرکتونه،دغصب مځکي،دبانکونولټونه، هوټلونه،په خارجي بانکونوکي زیرې،په خارج کي قصرونه اومارکیټونه درشوت،قاچاقو، غلاوو او خیانت په پیسوجوړ داټول نه ویني نو بیا به هغه ړانده یوکاغذ دسندپه توګه څنګ وویني اوپه څه ارزښت به ورته قایل سي.سیاسیون دي یوسي،ولس دي پوهه اودځان ملګري کړي خیانت،خائن،ظلم اوظالم،مرګ اوقاتل ديورکړي.په احترام .معلم عبدالقیوم ۲۳-۲-۲۰۱۲م

 

 

 

معلم عبدالقیوم دامریکأ څخه

aqayum7@gmail.com

 

 


بالا
 
بازگشت