عبدالقیوم

 

خوله+ زړه= اسلام

لمړی رکن داسلام چي کلمه ده

ویل په خوله تصد یق دزړه يې طریقه ده

چي خوله دي دزړه سره مل نه سي

نوفائده ددې ویلو به ستاڅه سي

چي اساس دلمړي رکن دي ناسم وي

ګټه نسته که څلورواړه دي نور سم وي

اوس داموضوع خوراښه توده ده

کوم پاچا بیا په رضأ کښلې توبه ده

وايې :عبدالملک بن مروان چي یووخت داسلام خلیفه ؤ.کله چي به دده حضور اومجلس ته دوخت حکومتي لویان،دولایاتواوولسوالیوڅخه مسؤل سړي ورو غوښتل سول ،عبدالمالک بن مروان به دهغوي څخه ددوي تر قوماندي اوسلطي لاندي ،رعایتودعرایضواوشکاتو په باب معلومات غوښتل نوترسلام وروسته (عبدالملک بن مروان) دمخه تردي چي سوال اوجواب شروع سي ،مخکي له مخکي به څلورخبري ورته کولې داسي:

الف:-زما تعریف اوتوصیف مه کوه ځکه زه خپل ځان تر تاښه پیژنم.

ب:-هغه څه به هم نه راته وايې چي ما نه وې پوښتلۍ

ج:- درواغ به نه راته وايې،ځکه درواجن سړي رایه اوفکر نه لري

د:- پرخپلورعیتو مي مه په قهرکوه،ځکه زه پردوې ورحم کولوته تردوي زیات محتاج یم.

په اسلام کي :چاپلوسي،جاسوسي،درواغ،غیبت لکه رشوت ټول ترټلې دي.د افسوس ځاي خودادي چي دافغانستان په دولتي دستګاه اومشرتاب کي داپورته څلواوصافه نسته چي داسلام دخلیفه عبدالملک بن مروان مرعات کول .آیا دوي په اسلام خبر ندي؟ ترموږدوي ښه خبردي .نوولې ورته پابند ندي؟ پدي چي پر... باندي باورنه لري. اودانورهغه چي اسلام منعه کړیدي لکه (رشوت،ترور، قاچاق ، درواغ،وعده خلافي،غصب) دا بیا ټول سته اودهیچا پټ هم ندي . دخدایه ویره نه لري دولس دقهره يې توپک او(څلویښت ورغلې ) هیوادونه ساتي .ولس بې علمه دي ،سوادلرونکي مودوه پریوه لاره نه ځي .

په اسلام کي یوبل اصل دادي کله چي دکوم مشکل دحل په باب دحضرت رسول اکرم(ص) روایت ،سنت اوحدیث (لارښونه )نه وي،نومتخصیص پوهه ،عالم ،مشران اونیک خلګ راغونډیږي ،ومعین مشکل ته دحل لاره پیداکوي.موږ له دي امتیازه هم دځان خوښولو، ځانونه لوړبللوپه علت محرم یوو. هرکله چي په اسلامي اوغیري اسلامي جوامعوکي داسي تر قبضي وتلې حالت لکه اوس زموږ په هیواد کي راغلې دي ،نویا دوطن منورین جمعه سویدي یا داسلام خلیفه ګانو خلګ راټول کړیدي اومشکل ته يې دحل لاره پیداکړیده .البته طبعی ده چي په اسلامي هیواد کي دغه مشران ،علمان اومتخصیصین ټول مسلمان وي،پس دغه غونډه دشورأ په نوم بلل سو یده. دداغونډوفیصله قانون ګرځي،ددي غونډي دفیصلی ماتول دهیواد دپاچا اودوخت دریس جمهور لخوا نسي ماتیدلاي. داسلام له مخي ،مشوره یوامانت دي، دکوم چا څخه چي مشوره اخیستل کیږي، هغه باید معتهد وي. دخداي (ج) صریح حکم دي ،چي په امانت کي باید خیانت ونه کړل سي اومسلمان امیر باید امانتونه اومسؤلیتونه هغوته وسپاري چي هغوي اهل وي. پس داسلامي حکم له مخي پر ټولو افغانان باندي دا فرض ده چي خپله رایه واهل شخص ته ورکړي. په اسلام او اسلامي ټولنه کي دشورأ دغړو،یا وکیل دټا کني دپاره شپږ(۶) شرطونه دي چي باید رعایت اوداسلامي دولت مشريې مرعات کړي.

۱:- باید وکیل یا دشورأ غړي په واقعي شکل مسلمان وي.

۲:-باید علاوه پردولتي قوانینو دولس په عرف اوعاداتو پوهه وي.

۳:-باید په ټوله معنا عادل او دیانت کاروي.

۴:- بالغ،دفکري ناجوړیو خلاص اوهوښیاروي.

۵:- باید دولس دلوري داعتماد وړشخص وي.

۶:- فقاهت يې ورستی شرط دي،ځکه دامقام دقانون اوحقوقو په اړه دمشورې مقام دي اومشورورکول بیله علمه مشکلات زیږوي.

بل درعایتو اوولس حقوق دي: ددي حقوقو شمیره ډیر اوږده ،خوپه کولې توګه ځیني دامطلب ایفاده کیږي:اسلام وخلګو،حزبونو،جمعیتونو،اتحادیو ته دمسلم حق په توګه دا اجازه ورکړیده چي ددولت په ګردوچاوروکي تشبث وکړي.خلګ باید ددولت اعمال دحق اوعدالت په ترازو وتلي.که يې دقانو خلاف ورزي پیداکړل ،دولت اودري ګونې قواوي باید سمي لاري ته را وکرځوي،چي همدا ډول تشبث ددولت په آموروکي دملت دګدون،مداخلې اوقضاوت ،حق تثبیتوي.اوپرخپلوټاکلو نماینده ګانو زورواچوي چي دقانون ماتونکي د دولته لیري،په عوض يې اهل دخلګو غمخور اشخاص وټاکي. ددي خبرواصلي مفهوم دموکراسي ده،اسلام ترهربل مذهب اونظام دموکراسي ته ،دخلګورائې،دخلګومشورئ اوپه حکومت کي برخي اخیستني ته ډیره ترجهه ورکوي.

درې پښتنې

ا:- آیا رئیس جمهور،معاونینو اوکابینې موتراوسه داسلام دخلیفه ګانوپه ډول عمل کړې ؟

ب:-آیا دملي شورأ دغړوپه ټاکنه کي دغه پورته داسلام دحکم پر بنیاد شپږ(۶) اصله مرعات سویدي؟.

د:- دوي اسلام ته ،ولس ته اوافغانستان ته څونه معتهد دي ؟ .

که پورته سوالونوته تاسي مثبت یا منفي جواب ورکوي دا دهر افغان حق ،خوزما په باورپه افغانستان کي ،زموږ تیرو شاهي حکومتونو،مجددي ،رباني ، اوبرحا ل حکومت هم داسلام دمقدس نوم څخه ناوړه دځانونو، کورنیو،اوسیا سي اهدافو لپاره ګټه پورته کړیده . زه سره لدي چي دټولوراپیښو ناخوالو مسؤل دونیمي پیړوچارواکي بولم ، پدې چي هم دوی وه زموږ ولس يې دعلمه محروم ساتلې ؤ.مګر زما داخبره ددي معنی نه لري چي نور خلګ په خاصه توګه خط وهونکي ،کتاب لوستونکي (تحصیل یافته ګان ) ،چي سیا سیون ،لیکوال ،شاعر ټول پکښې را نغښتل کیږي، دوی دمسؤلیته نه باسم . پدي راورسته کلونوکي ،اویا په اوسني جنجالې اوترپخوا په مراتبو خرابوشرایطو کي خو دروڼ اندومسؤلیت دپخوا په نسبت زیات هم بولم.

نه موخلګ هغسي آګاهانه معتحد د ي لکه څنګه چي بایدوي،اونه دهمسایه هیواد دولسونوسره قابل دمقایسی یو.پدې ډول موروڼ اندي (سیاسون ،څیړونکې ، لیکوال)،موږ ټول يې دسرپه سترګووینو چي نه کاراهلې کارته سپارل سویدي ،نه دري ګوني قواوي اومشر يې دلیاقت اوښایسته ګي پراساس منځته راغلې دي. نه اسلامي اصولوته پابندي پکښي مرعات سویده ،نه انسانې اوبشري قوانین، ددوي په نسب اومقري کي کوم مثبت نقش لاره.یوازي وابستګي،دپردوکړیوسره رابطې، پردوته وفاداري ،هغه څه دي چي په افغانستان کي ددولتي عالې مقامونو دترلاسه کولوسره مرسته کوي.چي دټول شرارت اصلې کړي توپکوال ،قاچابر ،مافیايې، جنګي مجرمین، پردویوجوړکړي ډلې (حزبونه) دي. پس موږ دروڼ اندو، سیاسیونو ،لیکوالو.....اوحتی مسلمانانو به حیث بیله لیکونو،خبروبل کم عملې اقدام کړیدئ؟ اوولې يې نه کوو؟ چاته ګورو؟اوڅه وخت به يې کوو؟

معلم عبدالقیوم ۶-۳-۲۰۱۲

 

aqayum7@gmail.com

 

 


بالا
 
بازگشت