لیکوال: پاولو کویلېو(۱)

ژباړه: محب سپن غر

[د«ګټونکی یوازې وي» تر سرلیک لاندې د برازیلي لیکوال  پاولو کویلېو د ۱۲ رومان یوازې د یوه کوچني څپرکي پښتو  ژباړه]

 

ګټونکی یوازې وي

 

               ...... د هرات په غرونو کې د یوه پراته ښار اوسېدونکي له  سلګونو کلونو ګډوډیو، خواره واره والي او ناوړه واکمنۍ نه وروسته نور په بشپړه توګه ناهیلي شوي وو.  نور نو دا حالت د زغملو وړ نه دی، پاچاهي باید رانسکوره کړو، [ځکه چې]  د څو نورو  نسلونو له پاره د خپلسرو  او مغرورو پاچاهانو زغمنه چې [شپه او ورځ] یوازې د خپلې سوکالۍ په فکر  کې وي، نور  زموږ له وسه پوره نه ده.  هماغه وو چې لویه جرګه یې راوغوښته چې له پښتو نه په ژباړه کې د سترې شورا یا د مشرانو او  تر ټولو هوښیارو کسانو د شورا مانا ورکوي.

          شورا پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به پاچا د څلورو کالو له پاره ټاکو او هغه ته به بشپړ واک ورکوو: هغه کولی شي مالیې لوړې کړي، له موږ نه په ټوله مانا غاړه ایښودنه وغواړي، هره شپه له یوې نوې ښځې سره تېره کړي، تر بسه پورې خوراک او تر زنګېدو پورې څښاک وکړي، تر ټولو ښه او ګرانبېه کالي واغوندي او په تر ټولو ښو اسونو سپرلۍ وخوري. همدارنګه د هغه هر امر، ان که ډېر بې عقله او احمقانه هم وي باید پر ځای شي، هیڅوک حق نه لري چې د نوموړي په نیاو او عدالت شک وکړي او یا هم د هغه په  لارښوونو کې مانا او مفهوم ولټوي.

             واکمن به اړ  وي چې د څلورو کالو له پوره کېدو نه  وروسته  له  خپل پلاز(تخت)  نه لیرې شي، له خپلې کورنۍ سره یوځای له ښاره ووځي او یوازې د غاړې جامې له ځانه سره واخلي. ټول پوهېدل چې دا کار د دوه ـ  درې ورځو له تېرېدو وروسته د مرګ په مانا دی، ځکه چې د ښار ګرد چاپېره  یوه پراخه او بې سر و سامانه دښته پرته وه چې ژمی پرې کنګل او میرات مړو سړو او اوړی پرې د زغم نه وړ ګرمۍ واکمني کوله.  

          د جرګې غړيوانګېرله چې [په  دې شرطونو به] هیڅوک هم پاچاهۍ ته زړه  ښه نه کړي. په داسې حال کې به موږ  بېرته  خپل لرغوني دود ته ورستانه شو او هغه دا چې واکمن به د خلکو په اکثریت ټاکل کيږي. هماغه و چې خپله پرېکړه یې اعلام  کړه او ویې ویل چې د واکمن پلاز  تش دی، خو هر څوک چې غواړي هغه تر لاسه کړي باید پورتني سخت شرطونه ومني. په پېل کې دا اعلان د یو څوکسانو خوښ شو. لومړی تن چې دې ننګونې ته یې زړه ښه کړ د سرطان په ناروغۍ اخته و. خو هغه د خپلې واکمنۍ په نیمایي کې په داسې حال کې ومړ چې پر شونډو یې موسکا خپره وه. د ده ځای یوه بې عقله ونیو چې د ډېرې ساده ګۍ له امله یې د ایښودل شوو شرطونو پر سختوالي سر نه و خلاص شوی. خو ده څلور کاله نه، بلکې څلور مېاشتې وروسته  له تخت نه  پښې سپکې کړې او په دښته کې خوسا شو.  له دې وروسته په خلکو کې ګونګوسه شوه چې تخت ته  ګنې چا ښېرا کړي، ځکه نو هیچا هم  هغه ته زړه نه ښه کاوه.

         په دې توګه  ښار بې واکمنه پاتې شو. ور سره جوخت  ناارامي او ترینګلتیا مخ پر زیاتېدو شوه او خلک پر دې پوه شول چې د پاچاهۍ خبره باید نور د تل له پاره هېره کړي. په پای کې هغوی دې ته چمتو شول چې پخپلو دودونو او عادتونو کې بدلون راولي. هماغه وچې بیالویه جرګه  راوبلل شوه چې د خپلو غړو یوه عقلمنه پرېکړه تصویب کړي. خلک خو[تېر ځل هم] هیچاپه زور نه وو اړ کړي چې هغسې یوه ټاکنه وکړي، بلکې هغوی پخپل  داسې یوه  ځیرک تدبیر سره وکولی شول د ځواک د هغو لیونیو مخه ونیسي چې  غواړي په هره بېه چې وي ځان واک ته ورسوي.

         خو په دې ترڅ کې یو څوک راپېدا شو چې لا ځوان و، خو واده یې کړی او د دریېو بچیانو خاوند و:

ــ زه چمتو یم چې پر پلاز کېنم.

  هوښیارانو هڅه وکړه نوموړي ته روښانه کړي چې دا یوه له خطره ډکه دنده ده. هغوی ځوان ته مشوره ورکړه چې د خپلو دریېو وړو بچیانو په فکر کې شي. ځکه، دوی هغه پرېکړه له دې امله کړې وه چې واک ته د پېښلټوونکو (ماجراجویانو) او مستبدینو د رسېدو مخه ونیسي. خو د ځوان هوډ خلل نه منونکی و. لویې جرګې چې د پر شا تګ له پاره بله لار نه لیده، ناچاره یې پرېکړه وکړه چې خپل تر لاس لاندې پلانونه د نورو څلورو کالو له پاره وځنډوي.  

        ځوان او کورنۍ یې ډېر عالي واکمنان راوختل. [پخپلو کړنو کې] ډېر عادل او بې غرضه وو: د خوراکي توکو بیې یې راټیټې کړې، د کال د هر فصل په ویاړ یې جشنونه نمانځل اود لاسي صنایعو او هنر  وده یې هڅوله. خو ورسره جوخت به هره شپه تر مورګو پورې بار ګاډۍ چې په کلکه توګه به پوښل شوې وې د ښار له دروازو نه  وتلې او هیڅوک هم نه پوهېده چې په هغو کې څه شی بار دی. هو،دغه  ګاډۍ به [ هره شپه له ښاره] وتلې او بېرته به نه راستنېدلې .

            د جرګې غړو په پېل کې فکر کاوه چې پاچا له ښاره ګاڼه او خزانه باسي. خو وروسته یې پام شو چې دا خبره سمه نه ده، ځکه چې دغه ځوان پخوا ان د ښار له دېوالونو نه هم  نه و ليرې شوی. که چېرې هغه دا هڅه کړې هم وای، نو ډېر ژر به پوه شوی وای چې اسونه ليرې نه شي تللی، ځکه چې په شاوخواپرته دښته کې د خوړو او ژوندي پاتې کېدو له پاره هیڅ شی هم نه موندل کیږي. هغوي بیا سره راټول شول او پرېکړه یې وکړه چې پرې دې دي چې پاچا هر څه کوي هغه  دې وکړي. کله چې د نوموړي د واکمنۍ وخت پوره شو، نو پخپله به هغه ځای ته لاړ شو چې اسونه  په کې دخوړو د نشتوالي له کبله، او خلک د ګرمۍ له لاسه له منځه تللي دي او هر څه به بېرته له ځانه سره راوړو.  له دې پرېکړې وروسته نوره د خلکو اندېښنه پای ته ورسېده او په پوره زغم سره د ټاکلې نېټې رارسېدو سترګې په لار وو.  

          د څلورو کالو په پوره کېدو سره بایدنور پاچا له ژمنې سره سم له واکه ليرې شوی او له ښاره وتلی وای. خو خلک زړه نازړه وو، ځکه چې له ډېرې مودې وروسته یې داسې یو عادل او هوښیار پاچا په برخه شوی و.  خو د لویې جرګې پرېکړه باید پرځای شوې وای. هماغه و چې ځوان پاچا له خپلې ښځې او بچیانو نه هیله وکړه چې له ده سره یو ځای له ښاره ووځي.

ـــ زه درسره ځم. 

مېرمن یې د دې ځواب په ورکولو سره[هیله وکړه] چې لږ تر لږه خو بچیان همدلته پرېږده: هغوی به ژوندي پاتې شي، غټ به شي او وروسته به خلکو ته  ستا د ژوند کيسه کوي. خو مېړه ځواب ورکړ:

 ــــ  پر ما باور کړه.

د دغه قام له سخت دود او رواج سره سم ښځه اړ وه چې د مېړه خبره ومني. دوی پر اسونو سپاره شول او د دروازې په لور وخوځېدل، څو هلته له خپلو هغو دوستانو سره مخه وکړي چې په دې کلونو کې یې پېدا کړي وو. مشران ډېر خوشاله وو چې پاچا له دومره ډېرو پلویانو سره سره  بیا هم د دوی د پرېکړې او ویلاړ  یا ارادې  پر خلاف مقاومت و نه کړ. دې خبرې د دې څرګندویي کوله چې د ولسواکۍ دودونه [ نور له خېره سره] په ټولنیز جوړښت کې [ټینګ] ځای نیسي.

            دوی پتیېلې وه چې تر ټولو لومړی کار به یې ښار ته د هغو ګاڼو او خزانو بېرته راوړل وي چې د دوی په اند له دې ځایه ښایي ټول ټال د دریېو ورځو مزل په واټن چېرته پرتې وي.

          [دپاچا] کورنۍ په پوره چوپتیا سره د «مرګ درې» په لور روانه وه. ښځې ان سپوڼ هم تر خولې نه راایسته، بچیان خو یې له دنیا نه هم خبر نه وو چې څه پېښیږي او پخوانی پاچا هم پخپلو خیالونو او سوچونو کې ډوب و.

           دوی له لومړۍ غونډۍ نه له تېرېدو وروسته پر یوه پراخه او هواره دښته ور سر شول چې پېل او پای یې په سترګو نه لیدل کېده. شپه یې د دویمې غونډۍ په سر ر اغله. سپېده داغ  ښځه تر نورو مخکې له خوبه راویښه شوه. مخ یې د خپل پلرني ښار خوا ته ورواړاوه [او غوښتل یې د وروستي ځل له پاره له هغه سره مخه ښه وکړي]، ځکه چې ښايي نوره یوازې دوه ورځې ژوندۍ وي. وروسته چې لږ څه نوره هم پورته وختله، نو [د غونډۍ هغې بلې خوا ته یې] ښکته وکتل. دې فکر کاوه چې هلته هم ښايي له بې ژونده او بې سر و سامانه دښتې پرته بل هیڅ شی په سترګو و نه ګوري. خو هغه څه چې دې  ولیدل [لکه د څلي په څېر یې] هک حېرانه کړه.

            دا اوس پوه شوه، هغه کاروانونه چې څلور کاله په پرله پسي توګه له ښاره وتل، نه یې ګرانبېه غمي لېږدول او نه یې د زرو سکې،بلکې تخمونه، خښتې، لاړي، تیران،د ځمکې د کیندلو برمې او واټرپمپونه یې دلته راوړل چې د ځمکې له تل نه اوبه راوخېژوي. دې د خپلو سترګو په وړاندې یو نوی، ښکلی ودان شوی، ښېرازه او د ژوند له پاره د ښو اسانتیاوو درلودونکی  ښار وموند.

     مېړه چې له خوبه راویښ شو، نو د هغې خوا ته ورنږدې شو او تر څنګه یې ودرېد. [په ورو یې ښځې ته وویل]:

ـــ   زموږ  پاچاهي همدا ده. کله چې د لویې جرګې له پرېکړې خبر شوم، نو پوه شوم هغه څه چې د پېړیو پېړیو ځان مړوونکې او بې کفایته  واکمنۍ په اوږدوکې ویجاړ شوي وو په دې نه ارزېدل چې په څلورو کالو کې دې  بېاورغول شي.  د دې پرځای کېدی شي چې هر څه له صفره، له لومړۍ  ډبرې او له سپینې پاڼې پېل شي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)  پاولو کویلېو د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۲۴ د برازیل په پلازمېنه ریو دې ژینېرو کې د نړیوالو غړی شو.  کورنۍ هغه په اوه کلنۍ کې د سپېڅلي (ایګناتيوس لویولا) په نامه د یسوعیانو کاتولیک ښوونځي  ته ولېږه. پر  پاولو په همدې ښوونځي کې د لیکوالۍ لومړۍ څپه راغله.  خو پر کورنۍ یې دا څپه ښه و نه لګېده او هغه یې دې ته اړ کړ چې د حقوقو په پوهنځي کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.  خو په ده کې له لیکوالۍ سره لیونۍ او شرنګېدلې مینه د دې  سبب شوه چې زده کړه په ټپه ودروي او ژورنالیستیکې بوختیا ته مخه کړي.

              دپاولو او د هغه د ډېرې دینپالې کاتولیکې کورنۍ تر منځ مخالفت ان تر دې کچې ورسید چې په پایله کې یې نوموړی په اولس کلنۍ کې په  وچ زور د عقلي او عصبي ناروغانو په شخصي کلینیک (علي اباد) کې بستر کړ.  خو نه برېښنایي شوکونو  او نه هم د ډاکټرانو ډول ډول  دارو درملو د نوموړي یاغیتوب او سرغړاوی مات نه شو کړلی. په پای کې پاولو د خپلو پښو خبره ومنله او له  کلینیک نه یې د «هیڅ مېنې» لار خپله کړه.  له یوې مودې مرورتیا او خپلسرۍ وروسته بېرته خپلې کورنۍ ته ورستون شو.  یو کال وروسته د تیاتر د مینه والو له غورځنګ سره چې په شپېتمو کلونو کې په برازیل کې نه یوازې د هنر، بلکې د ټولینز احتجاج پر یوې پرګنیزې ښکارندې او پدیدې اوښتی و، ملګری شو.

           په تیاتري ـ احتجاجي غورځنګ کې بوختیا او پر نشه یي توکو روږدتیا نوموړی بېرته تر «علي اباده» ورساوه، خو بیا یې هم د پښو غږ ته غوږ کېښود او له روغتونه وتښتېد. داځل هغه  تش لاسۍ دې ته اړ کړ چې بېرته کورنۍ ته ورستون شي. په روغتون کې له دریېمې پلا درملنې وروسته کورنۍ نوره پر دې راضي شوه چې له پاولو نه نور «سړی» نه جوړیږي،ځکه یې هغه پرېښود چې خپلې تیاتري او ژورنالیستیکې بوختیا ته دوام ورکړي.

             پاولو کویلېو پر ۱۹۷۰ کال د یوه هیپي په توګه مکسیکو، پیرو، بولیویا، چیلي، اروپا او شمالي افریقا ته په سفر ووت. دوه کاله وروسته  بېرته برازیل ته ستون شو او د  سندرو له پاره د شعرونو پر لیکلو یې پېل وکړ چې وروسته یې د ډیرو اورېدونکو زړونه لاندې کړل. کویلېو ته هغه مهال  سیاست هم ډېر خوند ورکاوه چې دغه خوند یې ان تر اوسه  لا له خولې نه دی تللی. نوموړي پر ۱۹۷۳ کال  له برازیلي موسیقي غږوونکي راول سېشاس سره په ګډه د  «الترناتیفې ټولنې» په نوم د یوه پانګوالي ضد سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

           د کویلېو په وینا دی هغه مهال د یوه انګلیسي متناقض عارف او صوفي اېلیستر کرونلي(۱۸۷۵ـ۱۹۴۷) له لیکنو سره بلد شوی و چې د ده اثار  یې هم تر اغېز لاندې راستي وو. کویلېو د کراولي تر اغېز لاندې د خپلو شعرونو له لارې نه یوازې  د برازیل موسیقي  نشوه (نشه) کړې وه، بلکې نږدې و چې د برازیل په دویم ستر ایالت میناس – ژیرایس کې یوه                  « الترناتیفه ټولنه » هم جوړه کړي چې  د انارشیستانو راتلونکی ټاتوبی به وای.  د دغې ټولنې مهم شعار د کراولي هغه نامتو مفکوره وه چې ویل یې: «کوه ـ هر څه چې دې زړه غواړي، همدا پخپله قانون دی!».

                خو برازیلي پوځیانو چې پر ۱۹۶۴ کال یې ځانونه د کودتا له لارې واک ته رسولي وو د انارشیستانو دغه پلانونه  ورانکاري وګڼله او د نوموړې ډلې ټول شکمن غړي یې  بل «الترناتیف ټاټوبي» یانې زندان ته ولېږل. روښانه ده چې کویلېو په زاندان کې د ځورول کېدو لوست هم  زده کړ. له زندان نه له خوشې کېدو یوازې دوه ورځې وروسته نوموړی د یوې پوځي وزمه ډلې له خوا وتښتول  او څو ځلې سخت شکنجه او وځورول شو.  د پاولو له خوشې کېدو سره د هغه  تېر ریکارډ په حېرانوونکې توګه مرسته وکړه، داسې چې هغه خپل ځان څو ځایه پخپله ژوبل کړ  او په دې توګه یې یرغمل نیوونکو ته دا وښوده چې دی په رښتیا هم لیونی او  «نه بدلېدونکی» دی. هغوي نوموړی ډېر ژر بېرته خوشی کړ. خو له خوشې کېدو وروسته ده نه یوازې  د انارشیستانو ټولنه پرېښوده، بلکې د خپلې نه بدلېدنې ریکارډ یې هم مات کړ.

           پاولو کویلېو په اتیاېمو کلونو کې اروپا ته د سفر په لړ کې د المان د بایرن ایالت  د (دخاو) په سیمه کې د ناڅیستانو (نازیانو) له خوا د شکنجو او ځورونو کمپ ته هم ولاړ.  د نوموړي په وینا ده  هلته د الهام او«جذبې» په حال کې یو سړی ولیدچې دوه میاشتې وروسته  له هماغه سړي سره  د هالنډ په پلازمېنې امستردام کې په یوه کافي کې یو ځل بیا مخ شو.  نوموړي له پاولو سره په خبرو کې دی پر دې قانع کړ چې بېرته کاتولیڅیزم ته وروګرځي او د اسپانیا په (سانتیاګو دې کومپوستیلا) کې دې د حضرت عیسی دزده کوونکي او هملاري یعقوب زیارت ته هم لاړ شي.  کویلېو پخپلو ځينو رومانونو کې نوموړی سړی د «ج » په توري سره یاد کړی او زیاتوي چې دغې پېښی د ده ټول پاتې ژوندپه  ژوره توګه بدل کړ .

          او دا دی  پاولو کویلېو هغه څه تر لاسه کړل چې له کوچنیوالي نه یې ارمان درلود. نوموړی اوس د نړۍ یو تر ټولو ستر او زیات لوستل کېدونکی لیکوال دی چې رومانونه یې د نړۍ په څه باندې  شپېتو  ژبو ژباړل شوي او له دې لارې  یې ډېرې پېسې هم ګټلې دي. خو په ده کې لا «د ځوانۍ رګ» نه دی ویده شوی او هر کال له بې وزلو ماشومانو، زړو او په بهر کې د ماشومانو له روغتونونو سره په سلګونه زره ډالر  مرسته کوي. برسېره پر دې دی پر بهرنیو  ژبو د برازیلي ادبیاتو له ژباړې سره هم د پام وړ مرسته کوي.

 


بالا
 
بازگشت