کرم او کورکمن: د یوې کډوالۍ کیسه

لیکوال: حسنین کاظم

ژباړه: محب سپین غر

 

ټوله ګناه د تورو مرچو په غاړه وه

 

 

                هالنډیانو چې د مصالحو سوداګري یې په ولکه کې وه په پای ته رسېدونکې  شپاړسمې پېړۍ کې د تورو دانو [مرچو] بیې لوړې کړې. بریتانیا چې د رامنځته کېدو په حال سترځواک وو، نه یې غوښتل د بیې دغې دیکتې ته غاړه کیږدي. د بریتانیا په اند هالنډیانو په هند کې ډېر ځوا ک درلود. دغه راز  [دوه نور] ښکېلاکګر ځواکونه فرانسه او پرتګال هم هلته پر خوځنده هلو ځلو بوخت وو.

         له همدې امله د ۱۵۹۹ کال د سپتمبر پر ۲۴ د لندن ۲۴ سوداګر سره راټول شول چې یوه کمپنۍ جوړه او له هند سره سوداګري پخپل لاس کې ونیسي. د کمپنۍ لومړنۍ پانګه ۷۲ زره پونډه وه چې ۱۲۵ تنو په کې ونډه درلوده. په دې توګه د ختیځ هند بریتانوي کمپنۍ رامنځته شوه. په دې کار سره لومړی د یوه سوداګریز او ورپسې د ښکېلاکګر ځواک په توګه د بریتانیا دراپورته کېدو د بنسټ ډبره هم کېښودله شوه.

        په پېل کې انګلیسان په رښتیا هم پر سوداګرۍ اخته وو. د ۱۶۰۰ کال د اګست پر ۲۴ کېپتان ویلیام هاوکینز  او د هغه نورې عملې  د «هیکتور» په نامه بېړۍ کې د بمبی په شمال کې د سورت په بندر کې لنګر واچاوه. هغه څه چې دوی په هند کې ولیدل، پخپلو سترګو یې باور نه شو کولی، لکه خوندورې مصالحې چې په انګلستان کې یې [په یوه ګرام پسې د خلکو سترګې راوتې]، خو دلته د هند په بازارونو کې کوټه کوټه پرتې وې او دغه راز  چای، بوره، ګرانبېه تیږې، ورېښمین او کشمیره ښکلي  دستمالونه او ښکلي اوبدل شوي رنګارنګ شالونه.

       په اګره کې مغل واکمن،  ویلیام هاوکینز ته هرکلی ووایه. [د اګرې] اسلامي دربار ډېر ژر پر دې پوه شو چې د بریتانویانو د راتګ موخه لکه د  اسپانویانو په څېر [دیني] تبلیغ نه دی چې  هغه مهال یې له ډېرې مودې راهیسې په سویلي امریکا کې کاوه، بلکې  سوداګري ده. د هند او بریتانیاد پاچاهۍ ترمنځ اقتصادي اړیکو له یوې نیمې پېړۍ نه زیات په بې ټکره توګه دوام درلود، خو د بریتانویانو حرص ورځ په ورځ زیاتېده: نور  نو د بریتانیا خول دومره پیاوړی شوی و چې هند له خپلو ټولو شتمنیو سره په دغې امپراتورۍ پورې اړه لرله.

        سترې بریتانیا له ۱۷۵۷  نه را په دېخوا د هند پر لاندې کولو پېل وکړ. دغه مهال دختیځ هند کمپنۍ د دغه هیواد په  لویدیځ کې په بمبی او د ختیځې څنډې په مدراس او کلکته کې بندري اډې درلودې. د بریتانیا له خوا پر هند باندې د خېټې اچونې د بهیر بشپړېدو نږدې یوه پېړۍ وخت ونیو. په پای کې هند تر ډېره ځایه د بریتانیا مستعمره وه.  هغه څه چې یوازې د سوچه اقتصادي ګټو په بڼه پېل شوي وو پایله یې بلواکي او د پردیو واکمني راوخته.

           د [بریتانیا] په امپراتورۍ پورې [د هند] تړلتیا خپلې نښې هم پرېښودې: د ښکېلاک په ډول او سبک جوړې شوې پرتمینې ودانۍ تر اوسه لا د هغه مهال د اغېز څرګندویه دي. خو د هغو زیاته برخه د کلنیو موسمي ورښتونو له کبله نړېدلي چې دبیارغونې له پاره یې له ډېره وخته راهیسې د اړتیا وړ پېسې نه موندل کیږي. بریتانویانو د کریکېټ لوبه هم له ځانه سره سویلي اسیا ته راوړه، خو ډېر ژر  یې په خواشینۍ سره احساس کړه چې هندیان ترې په دې سپورت کې ډېر مخکې دي. برسېره پر دې هغوی [د هند] سیاست ولسواکیز کړ او حقوقي سیستم ته یې هم د بریتانوي هغه له بېلګې سره سم  بڼه ورکړه. دغه راز  یې انګلیسي ژبه هم  دود کړه، خو هندیانو هغې ته هم  خپل ځانګړی رنګ ورکړ.

         ورو ورو ګڼ شمېر هندیانو ځانونه د نوو واکمنو له خوا، چې تر یوه ځایه یې له دوی سره له امپراتوري غرور نه ډک چلند کاوه،  تر ستم لاندې احساس کړل. له همدې کبله هندیانو د برابر دریځ غوښنته کوله. دوی د ختیځ هند کمپنۍ ته  نور د  زبېښاکګرې (استثماري) واکمنۍ د وسیلې په سترګه کتل. 

       [په دې لړ کې]   پر ۱۸۵۷ کال یو پاڅون تر سره شو:  هغو هندي پلیو سرتېرو چې [په هند کې یې] د بریتانیا په پوځ  کې خدمت کاوه او «سپاهیان» نومېدل، د نوې وسلې له کارولو نه ډډه وکړه. [د هغوی دلیل دا و چې] د دغو وسلو کارتوس ګنې د خنځیر او غویي پر  وازدې غوړ شوي وو او دا کار مسلمانانو او هندوانو دواړو ته سپکاوی ګڼل کېده.

          هماغه و چې بریتانوي افسرانو  هندي سرتیري، له امر  نه د سرغړونې په تور،  زندان ته ولېږل. اخوا  هندي ولس  له دغو بندیانو سره خپل پېوستون څرګند کړ  چې په پایله کې یې په بېلابېلو ښارونو کې بیا بیاخونړۍ جګړې تر سره شوې. یوازې په ډیلي کې هندیانو په سلګونو   اروپایان له تېغه تېر کړل. بریتانوي ټولګي یوازې له زیات زور او ځواک نه په ګټې اخیستنې او د زرګونو کسانو په وژنې سره پر دې بریالي شول چې د سپاهیانو پاڅون  وځپي. په دې توګه د هند د ازادۍ لومړنۍ  ستره جګړه له ماتې سره مخامخ شوه. اخوا  د ختیځ هند بریتانوي کمپني هم له منځه یوړل شوه او له دې وروسته د هند واکمني نوره په مخامخ توګه د بریتانیا په خول پورې وتړل شوه. ان تر دې چې له ۱۸۷۷ نه وروسته  د بریتانیا واکمنو له خپل لقب سره د«هند دپاچا» لقب هم وتاړه او په سیمه کې یې یو مرستیال پاچا یا ویسرای کېناوه.

           خو هندیانو هم د خپلې خپلواکۍ ارمان له لاسه نه ورکاوه: پر ۱۸۸۵ کال  یې د کانګرس ګوندجوړ کړ چې تر ډېره ځایه هندوان پکې راټول شوي وو. په ۱۹۰۶  کال کې بیا مسلمانانو د مسلم لیګ ګوند جوړ کړ. دوی ټولو په پېل کې د هندیانو له پاره د زیاتو حقوقو غوښتنه کوله، خو وروسته یې د بریتانویانو د وتلو غوښتنه هم وړاندې کړه. په دې لړ کې مسلمانانو له ۱۹۳۰ کال وروسته د شمېر له پلوه د هندوانو برلاسۍ ته په پام سره د لومړي ځل له پاره د یوه خپلواک اسلامي دولت د جوړېدو خبره هم را پورته کړه. 

         دهند د ازادۍ مبارزه د مهنداس کرمچند ګاندي له برکته چې خلکو« مهاتما» یا «ستر روح» باله،په نړۍ کې لاپسې نامتو شوه. نوموړي چې په لندن کې یې د وکالت په څانګه کې زده کړه کړې وه د نه زورزیاتي لار خپله او هڅه یې وکړه چې د ټینګار  (مقاومت) او یو لړ نورو سمبولیکو کړنو له لارې بریتانویان وتلو ته وهڅوي. ده غوښتل چې هند باید د یووالي په ساتلو سره خپله خپلواکي ترلاسه کړي.

           ګاندي له سیاستوال جواهر لعل هنرو سره په ګډه چې وروسته د هند لومړنی صدراعظم شو د هند د خپلواکۍ د غورځنګ مشري کوله. خو د مسلم لیګ مشر،  ځیرک  حقوقپوه او سیاستوال محمد علی جناح بیا بر عکس خپل چانس په دې کې لیده چې د یوه اسلامي دولت د جوړېدلو پلار شي.

        هغه څه چې [د تېرې پېړۍ] دڅلوېښتمو کلونو له نیمایي نه وروسته په هند کې رامنځته شول هغه  د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ داسې ډله ییزې وژنې وې چې ساری یې تر هغه مهاله چا نه و لیدلی، ان تر دې چې سیکان هم په دغو جګړو کې ورښکېل شول. هندوانو مسلمانان تورنول چې غواړي هیواد وویشي. مسلمانانو بیا پخپل وار نیوکې کولې چې د هندوانو په تر واک لاندې هند کې تر ستم لاندې دي. یوازې یو بڅرکی بس و چې په ټول هیواد کې اور بل شي.  دا داسې وخت و چې شپېته زره بریتانوي او دوه سوه زره هندي سرتېرو نه شو کولی هغه مهال دغه درې سوه میلیوني هیواد د خپلو وګړیو له لاسه خوندي وساتي.

          د هغه وخت اجباري شړنې او ډله ییزې تښتېدنې ان  تر ننه لا د هند او پاکستان د  زړو په یاد دي. د هغوی ګڼ شمېر د دې پېښو پړه د هغه وخت پر ښکېلاکګر ځواک یانې سترې بریتانیا ور اچوي. د نوموړو په وینابریتانیا په نړېواله دویمه جګړه کې کمزورې شوې، د خپلواکۍ له پاره د هندیانو له غوښتنو او د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د خونړیو جګړو له لاسه  نوره ستړې شوې وه چې  په پای کې یې له دغې سترې نیمې وچې نه پښې سپکې کړې او هغه یې خپل برخلیک ته پرېښوده.

         داسې برېښېده چې ګاندي ښایي و نه شي کولی د هند د یووالي د ساتنې په اړه خپله هیله پلې کړي. خو جناح خپلې موخې ته ورسېد. په پای کې بریتانویان له هند نه ووتل او د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۱۴ د پاکستان دولت او یوه ورځ وروسته یې دهند جمهوریت جوړ شو. [خو خبره ټوله له تورو مرچو راپېل شوې وه.]

د المان د جېبي کتابونو چاپتون، دویم چاپ، د۲۰۰۹ کال دسمبر ، ۲۴ـ۲۷ مخونه

 

 


بالا
 
بازگشت