له خبريالانو څخه د دفاع کميټې په ولسمشر کرزي غږ کړی چې د رسنيو ازادۍ ته ژمن پاتې شي

 

له خبريالانو څخه د دفاع کميټې په افغان ولسمشر حامد کرزي ته په یو لیک کې د افغانستان د د دفاع د وزارت د وياند لخوا د وال سټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې د يوې خبريالې ماريا ابي حبیب اړوند اعلاميي په هکله خپله انديښنه څرګنده کړيده او له ولسمشر حامد کرزي څخه ېې غوښتي چې د د رسنيو ازادي ته ژمن پاتې شي او له حکومتي چارواکو وغواړي چې په خبريالانو باندې له بريد کولو ډډه وکړي.

د وال سټریټ ژورنال امريکايي ورځپاڼې خبريالې ماريا ابي حبیب د مارچ په اتمه یو خبر لیکلی چې پکې ويل شوي چې افغان هوايي ځواکونه د وسلو او مخدره توکو په قاچاق کي ښکيل دي او د دې ځواکونو په الوتکو کې وسلې او مخدره توکي په هيواد کې دننه له یو ځایه بل ځای ته لیږدول کيږي.

راپور له افغان او امريکایی لوړ پوړو چارواکو څخه د موضوع په اړه نقل قولونه کړيدي. همدارنګه نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په راپور کې ويلي چې دوی دا موضوع څیړي.

د دې راپور له خپريدلو دوه ورځي وروسته د دفاع وزارت د وياند جنرال ظاهر عظیمي لخوا یوه اعلاميه خپره شوه چې خبرياله ماریا ابي حبیب پکې شخصا ګواښل شوي وه.

د دفاع وزارت اعلاميه د دې لپاره چې دا خبرياله د خلکو تر منځ بې اعتباره کړي وايي، (د میرمن ماریا ابي حبیب په نوم خبرياله چې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي لپاره کار کوي د ملي اوردو د تخریب په موخه له عقدي ډک چلند کوي، د دې خبريالې غیر واقعي راپورونه د بهرنيو او کورنيو سرچینو لپاره بشپړ واضع دي).

له دې یی بده دا چې اعلاميه زیاتوي، (د وال سټریټ ژورنال د راپور په نظر کي نیولو سره د بيلا بیلو هیوادونو ځیني سیاسي ګروپونه په هیواد دننه د خپلو ګټو لپاره د د ميرمن ماریا ابي حبیب په څیر خبريالان ګوماري چې په خپلو داسې بې بنسټه او غیر واقعي راپورونو له لارې ځان مطرح او مشهور کړي او ځینې کيڼ اړخې رسني پرې بوختې کړي).

د خبريالانو څخه د دفاع کميټه وایی چې په خبريالانو داسې تورونه چې له نورو هیوادونو پیسې اخلي ډیر جدي دي او کولای شي چې د خبريالانو ژوند په خطر کې واچوي او زیاتوي چې داسې تورونه د افغانستان په څیر هیواد کې چې قانون کمزور وي لا ډیر خطرناک دي.

همدا ډول دا کمیټه وايي چې داسې ګواښونه نورو خبريالانو ته هم پیغام ورکوي چې د حکومت د ناسمو کړنو په اړه راپورونه ورنه کړي.

----------

نوټ : لاندې د ماریا ابي حبیب د خبر لینک او همدا ډول د خبريالانو څخه د دفاع کمیټي لینکونه دي:

 

د هوايي ځواکونو په اړه راپور:

http://online.wsj.com/article/SB10001424052970204276304577263032415519426.html

د خبريالانو څخه د دفاع کمیټي د لیک لینک:

http://cpj.org/2012/03/afghanistan-must-uphold-its-commitment-to-free-pre.php


مننه او درنښت

--
Habib Khan Totakhil

The Wall Street Journal

KABUL, Afghanistan

Work: +93 (0) 797777113

Personal: +93 (0) 799 69 50 60

Twitter: @habibkhant

Skype: habibkhant

 

 

 


بالا
 
بازگشت