آذرخش حافظي :

حکومت په آزاد بازار کې ګوتې نه شي وهلی ،هر څوک په خپل زړه توکي پلورلی شي

 مُفسر

افغانستان د ګوتو په شمار څو ملیتيـ او په وچه پورې محدود یو داسې  سترا تیژیک ـ او له حماسي تاریخي پېښو ډک هېواد دﺉ چې نړۍ یې له سویْلي آسیا سره تړلې . خو چې چا افغان جغرافیې ته په کاږه کتلي ـ  ځانته یې په دغه خاوره کې خپل قبر  په خپله کیندلی ، او له ځانه سره راوړي ارمانونه یې تر پوره کېدو مخکې ګور ته ور سره وړي دي . خو افغانان یې له مرګ ژوبلو او زندانونو سره سره په کې اېل کړي نه دي . ځکه چې د سوچه وینې لرونکي افغانان ځانونه وژني ـ خو تر شا خپل راتلونکي ځوځات  ته پېغور نه پرېږدي . همدا وجه ده چې په افغانستان کې  دغه ملیتونه تل د زبر ځواکونو په حضور کې  هم  د دوو اصولو (اسلامیت  او افغانیت ) په لرلو سره ژوندي پاتې شوي . په خپلو کې یې  هر اړخیزه اسلامي ملي سلا مشورې سره کړې . د خپلو شته اصولو پر بنسټ یې داسې حکومتوته او نظامونه جوړ کړي ـ چې پر اساس یې د کورنیو او بهرنیو ستونځو او کشالو  هواری پرې را وستی . داسې خپلمنځي اډاڼې او هستې یې جوړې کړې ـ چې پر مټ یې ملي باور پرې د ځان کړی ـ  او د ور پېښو ستونځو او خنډونو د لرې کېدو جوګه شوي دي . چې  موږ یې  د سلطان محمود غزنوي ـ  میرویس نیکه او لوی احمد شاه بابا ښکاره  تاریخي بېلګې  په لاس کې لرو . هغوی هر یوه په خورا صداقت ـ سپېڅلتیا ـ متانت  ـ او بشيپړې امانت دارۍ خپل ملت تر څنګ درولی ؤ ، ځانونه یې په اخلاص او ایماندارۍ سره د خپل سپېڅلي وجدان  په جامه ښایْسته کړي وو . په ستونځو او کړواوونو کې یې د لومړیتوب حق ځانته ور کړی ؤ ، او په آسانه شرایْطو کې یې د لومړيتوب حق خپل لوېدلي ملت ته ور کړی ؤ . د هغوی د بریاوو او سوبو راز په همدې کې ؤ . له ځانه سره  یې نورو ملکونو ته اخلاق یووړل ، ځکه یې فتوحات په برخه ـ  او پر نورو باندې یې حکومت کولو ته لاره پرې هواره کړې وه .په پاکستان او هندوستان کې همدا اوس هم موږ د سلطان محمود غزنوي او لوی احمد شاه بابا پښتو او دري اشعار او زاړه دیوانونه وینو ،او ډېری پاکستانیان او هندوستانیان په دري ژبه د سلطان محمود غزنوي اشعار زمزمه کوي . خو زموږ د حکومت او نظام  د نړیوالو ځواکونو په حضور کې لس کاله تېر شول ـ  ولې متأسفانه چې د خپل مافیایي سیستم ـ او پر اداري فساد ککړو ادارو له لاسه یې پر خپل ملت او نړیوالو دواړو باندې  خپل باور او وخت  له لاسه ور کړی . نه یې ځانونه جوړ کړل ـ او نه یې خپل وران ویجاړ  ملت  او خاوره پرې ورغوله . دا ځکه چې دولت په خپل حکومت کې داسې خلکو ته ځای ور کړی چې سر یې د حال او قال په دواړو ژبو د بهرنیانو او ګاونډیانو په واک اختیار کې ور کړی ـ او پښې یې د ننه د   افغاني نظام په یوه موزه کې د  بهرني مافیایي زور پر مټ ننه ایستلې دي . هغه هم داسې چې د دولتي ونې ټول  ستر عایْداتي ـ تولیدي ـ نظامي ـ تعلیمي  ـ تحارتي ـ  سیاسي ـ  کلتوري ـ  کرنیز او برېښنایي  ښاخونه  او رېښې یې د پردو استخباراتو په ملګرتیا پرې د ځان کړې . دغه ډول مسؤلین  تل خپل ځانونه په اصطلاح د افغانستان فاتحین ، غیر مسؤل ، او واجب الاحترام ګڼي . ددوی له خوا پر نورو باندې ددوی هر ناورا عمل روا ـ او د ؤلس روا غوښتنې ناروا بولي . په خپله په فساد کې تر ستوني  پورې ډوب وي . چې ؤلسمشر ته ورشي ، په سر کې ځان ډېر ورته مخلص  ـ  ملي ـ قانوني ـ  خوا خوږی ـ امانتکار  او نه ستړی کېدونکی  جامع الکمالات کارپوه  ور وپېژني . خو کله چې هر اړخیز فساد تو طیْې او بېسوادي  یې افشأ ـ او یا له دندو لرې کړی شي ، نو بیا حکومت د خپلو تخریبي او استخباراتي کارونو په واسطه وېروي . او ددولت  ملي رازونه د اړوندو چاپي ـ غږیزو او تصویري رسنیو له لارې  له دیموکراسۍ نه پر ناوړه ګټې پورته کولو سره د ملي ګټو پر ضد  د افغان دوښمن په ګټه پخش او نشر ته سپاري . که د اوبو او برېښنا ـ کرنې  ـ تعلیمي او فرهنګي  ـ او همدا ډول امنیتي ، قضأیي او تجارتي سکتورونو ته پام را واړوو ، دا تېر لس کاله یواځې د ملت سترګو ته خاورې ور شیندل شوې ، او د نړیوالو له خوا بهرنۍ مرستې ټولې په بډه په کې وهل شوې دي .  د بېلګې په توګه : موږ په افغانستان کې د برقي انرژۍ د تولید له پاره ډېرې سر شارې منابع  او داسې  امکانات لرو چې له مخې یې افغانستان کولی شي د برېښنایي تولیدي امکاناتو له برکته هم خپل ځان  د برېښنایي اړتیاوو له اړخه خود کفا کړي ، افغانستان به خپله د مصرف له  وارداتي او کرأیي دایرې نه پرې را ووځي ـ  د خپلو زرګونو او لکونو ـ حتی مېلیونو مېګاوتاټه برېښنایي  تولیداتو سیمه ییزو صادراتي مارکېټونو ته به لاره ومومي ، او افغانستان به په یو ماشیني ـ تولیدي  او صادراتي هېواد بدل شي . هم به یې زراعتي سکتور وده ور سره وکړي ، دښتې او بیا بانونه به د بندونو او کانالونو  له جوړولو سره خړوب ـ او پر خپلو هېواد والو سر بېره به بهر ته د افغانستان غلې دانې صادرې شي . په لسګونو میلیارده ډالر د امریکې له خوا برېښنایي سکتور ته ور کړل شول ، خو په بدل کې یې د تاجکستان هغه وارداتي برېښنا او پایې افغانستان ته په کرأیه راوړل شوې چې پروژه یې آن د ظاهر شاه او داؤد خان پر وخت سره له (۲۰۰۰۰ ) سب  سټېشنونو  رد شوې وه . خو د وخت د اوبو او برېښنا اوسني وزیر صیب همغه  رد شوې پرژه بېرته په لوی لاس را ژوندۍ . او فسح شوي قراردادونه یې له سره له روسي پلوه نیمه آزادو هېوادونو سره د هغوی په خوښه  وکړل . او پر ځای یې د کورنۍ برېښنا او کانالونو  همغه پرژې په لته ووهلې چې پیسې یې هم ور ته لرلې ، امریکې ور کړې وې ، امریکه له ښاغلي کرزي سره هم پرې خوا بدې شوه . چې یا د برېښنایي لګښتونو حساب کتاب ور کړي . او یادې اسماعیل خان لرې کړي . خو اسماعیل خان پر هغه بودجه د افغانستان پر ځای  د تاجکستان اړتیا ور پوره کړه . پر دې سر بېره همدا اوس د چورپور او  وزیر محمد اکبر خان مېنې زور واکو له پېله تر ننه پورې د برېښنا د لګښتونو بېلونه نه دي تحویل کړي ، شپه ورځ برېښنا هم ورته چالانه ده ، خو نور غریبان چې محض مېتر یې خراب شي هم (۴۰۰۰ ) افغانۍ بډې یواځې د خلاصولو ترې اخلي ، دغه دﺉ یو بام او دری هواوې !

همداسې په تعلیمي او فرهنګي اړخونو کې له نمایش پرته د ریښتیني تعلیمي نصاب اړتیا پوره نه شوه . په لومړنیو ښوونځیو ـ منځنیو او لوړو زده کړو کې لا تر اوسه پورې د داؤد خان د وخت له کمونېستي او جهادي ځپلي  زاړه نصاب او کره کولم نه ګټه اخیستل کېږي ، په کتابونو کې یواځې د کتابونو له متنونوڅخه  سر لیکونه او ځینې احساساتي او د خود ارادیت ژوندي ساتلو او حتی ځینې دیني کلمې هم ایستل شوې ، په ډېرو لوړو لګښتونو په بهر کې په مېلیونو کتابونه چاپ شوي . خو یو یې هم د افغان بچیانو په درد نه خوري . نن سبا په افغانستان کې تعلیمي سکتور خصوصي تجارتي بڼه غوره کړې . او دنورې نړۍ سره څه ـ چې د ګاونډي پاکستان ـ ایران او تاجیکستان سره هم په کیفیت کې سیالي پرې نه شي کېدی . ولې په کمیت کې یې پر ټولو پښه ور اړولې ده . په داسې حال کې چې نه د مکتب تعمیر شته ـ او نه یې هم د استادانو معاشونه . او بده لا دا چې د کابل په مکتبوتنو کې د زور واکو زامن له تومانچو او چړو سره مکتبونو ته  را ځي ، چې ډېر ښه مثال یې د درېیمو مېکرور یانونو د حاجي عبدالقدیر لیسه ده .

د فرهنګ په اړه خو هډو سوال نه پیدا کېږي چې زموږ اوسنی فرهنګ چاته ورته دﺉ . ځکه نن ورځ زموږ فرهنګ یوه  مېکسه نړیواله بڼه خپله کړې ده . چې موږ ور ته د هغه پخواني افغاني فرهنګ نوم نه شو ور کولی . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوسني چارواکي هم داسې خلک نه دي چې ددې سُنتي مسلمان هېواد پر شا زلمو دې زړه  سوی  وکړي . ملي ترمینالوژۍ ته لګیا دي د موریانې په څېر یې ټوله په پردیو وارداتي ترمینالوژیو وخوړله . د ملي تاریخي عابداتو غلا په کې په ماهرانه ډول پیل شوې . او فارسي ژبې ته یې پر پښتو باندې دومره ترجېحیت ور کړی ـ چې اوس آن په پښتون مېشتو ولایتونو کې هم د ظاهرشاه د زمانې په څېر فارسي مکتوبونه په رسمي ادارو کې چلېږي . په خپله  وزارت کې د لسګونو متخصصو ـ په کار پوهو او وطنپالو پښتنو ریْسانو لرې کول یې ډېر ښه مثال دﺉ .   هنوز لګیا دي افغان ځوانان ـ په تېره پېغلې د اخلاقي فساد خورولو ته په قصدي توګه ور ټېل وهي . که څوک شک لري ، نو په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د ځوانانو نمایشي معینیت ته دې ورشي چې هلته څه تېرېږي ؟ او د ځوانانو ښاغلی معین صیب  پر څه باندې ککړ دﺉ ؟!!!.... .

 اوس به لږ سر د تجارت وزارت ته هم ور ښکاره کړو چې هلته څه تېرېږي ؟ د تجارت په وزارت کې همدا اوس د سون  او خواکي توکو بیې آسمان ته ختلې دي . هغه د چا خبره  افغانۍ له جنس سره تلل کېږي . مایع ګاز خپله د تجارت د وزیر ـ او دوو نورو هغو مافیایي سر کښانو په لاس کې دﺉ چې د مخه یې ملي شتمنۍ غلاکړې ، او اوس یې نړیوال ستر تجارت پر لاره پرې اچولی .د طالبانو په واکمنۍ کې یو کیلو مایع ګاز په (۱۹ ) افغانۍ ؤ ، کله چې د لومړي بن ډله پرې را ورسېدله ـ مایع ګاز میاشت په میاشت ـ او کال په کال ور سره پورته شو ، څه موده وړاندې یو کیلو مایع ګاز په مرکز کابل کې  له ( ۱۲۰  نه تر ۱۵۰ ) افغانۍ پورې پلورل کېده ، په داسې حال کې چې د یوه کیلو ګاز اصلي بیه (۴۶ ) افغانۍ وه ، او دا نخرې هر کال د سړو د موسم په رار سېدو سره د ټول هیواد په بېچاره ؤلس باندې  روانې دي ، چې ددې لارې نه فاسد چارواکي او کرغېړنه مافیا په سلګونو مېلیون ډالره هر کال په خپله بډه وهي  .

دتجارت د اتاقونو یوه چارواکي او نامتو مافیایي ګوډاګي  آذرخش حافظي خو دا هم وویل چې حکومت هېڅ حق نه لري چې د آزاد بازار په بیو کې ګوتې ووهي ـ د هر چا خپل زړه چې هر څوک هر څه په هره بیه پلوري ، د حکومت په کې کار نه شته . انور الحق احدي لومړی د ګازو بیه في کیلو (۴۵) افغانۍ وټاکله ، اوس یې (۵۹) افغانۍ ټاکلې ده ، خو ګازپلورونکي في کیلو پر همغه ( ۸۰ او ۹۰) افغانۍ پلوري . ملت غریب حیران دﺉ چې د چا ومني ـ او چاته ور شي . ځکه د توکو  را نیولو غټ تجاران خو هم د حکومت غټ  غټ چارواکي دي . همداسې د قضأ  او امنیتي چارو هم همدغه حال دﺉ . یواځې کرزی که اور او لمبه هم شي ـ  په یواځې ځان څه نه شي کولی ، تر څو ټول ورسره ټیم یې صادقانه همکاري  ونه کړي . ځکه هغه متل دﺉ چې وایي : په یوه ګل نه پسرلی کېږي . ؤلسمشر ته په کار ده چې ځانته یو صادقانه ټېم جوړ  کړي .  له دغو آزمویل شو نه دې نور تېر شي .خپل ځانته دې یو داسې وطنپال او ریښتینی  ټېم جوړ کړي چې هم د واک پاتې  ور په غاړه مسؤلیت پرې تر سره کړي، او هم  تېرې تېروتنې په کې جبیره شي .

 

 


بالا
 
بازگشت