ناطق

  

حکومت په ارګانونوکې د لستوڼي ماران ځای پر ځای کړي !!!

                                                      

زه یو انجینیر یم ، د دولت په اړوند یوه وزارت کې کارکوم . خو د پو هنتون  له وخته مې د مطبوعاتو سره زیاته مینه وه . له همدې امله یو وخت  د حکومت د رسنیو مرکز ته ورغلم . وحید عمر د رسنیو د مرکز مشر ؤ . د یوه اعلان شوي پست له پاره مې (سي وي ) ور کړه . په شارت لست کې هم را ووتم . خو کله چې آزموینه را ورسېدله . امتحان مې ور کړ او تر ټولو ډېرې نمرې مې هم وړې وې . خو وحید عمر ونه نیولم . او زما پر ځای یې یو بل د ځان په څېر سلیقوي کس ونیو . پوه نه شوم چې دا ولې ؟!!!.

څو میاشتې وړاندې مې بیا د یوه ملګري له خولې واورېدل چې دحکومت  د رسنیو په مرکز کې د واک پر سر د چاراکو تر منځ سړه جګړه پیل شوې . نوموړي وویل : وحید عمر غواړي چې دا مرکز له خپلو سوچه ملګرو ډک کړي . او د مرکز ټول امتیازات هم هغوی ته ور کړي ، خو واکمن مقام دا خبره نه ور سره منله او ور ته ویل یې چې د حکومت د رسنیو مرکز یو دولتي نهاد دﺉ . او ملي بڼه لري  چې ټول خلک په کې د کار کولو حق لري . خو وحید عمر ته ددې خبرې منل ګرانه خبره وه . ځکه چې دده د خپلې خوښې ټول کارونه په کې افشا کېدل . لنډه داچې وحید عمرد ولسمشر له ویاندۍ  نه  ووت او د رسنیو د مرکز واک هم ترې واخیستل شو ، خو عمر  دا خبره لا له وړاندې خپلو ملګرو ته کړې وه چې که له ما څخه ددې مرکز واک واخیستل شو نو زه به هم دا مرکز په آرامه پرې نه ږد م او کرار به کښې نه نم .

 بیا مې څو ورځې وړاندې د رسنیو له خولې واوریدل چې د امریکایي ځواکونو له خوا په کندهار ـ خوست او کاپیسا ولایتونو کې د شپې له خوا عملیات وشول . خلکو د بهرنیو ځواکونو پر ضد  غونډې او لاریونونه  وکړل . ولسمشر حامد کرزی هم د کورني فشار له امله دېته اړ کړی شو چې باید یو ځل بیا د بهرنیو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړي . د یادو سیمو خلک او د خلکو استازي راغلل ـ د رسنیو په مرکز کې یې په دې اړه پرس کنفرانس ور کړ. د امریکې د سفارت اړوند کسان هم د رسنیو د مرکز د ځینو هغو کسانو له لوري  په یو شکل  د دولت د کړنو پر ضد وهڅول شول  ، څوک چې لا تر اوسه د وحید عمر له تخریبي ګروپ او دولت سره د پاکستان په څېر دوه مخې ژوندۍ لاړیکې ساتي . له غونډې یو یو امریکایی ووت او د رسنیو له مرکز نه د امریکې سفارت ته ور وغوښتل شول ، نوموړي کس زیاته کړه : په ښکاره خو د امریکې سفارت وویل چې  موږ مؤقتاً خپل کسان د رسنیو له مرکز نه را غوښتي . او د ( یو اس آی ډي ) مرستې مو پرې بندې کړې دي . خو په پټه کې  ددې مرکز د داخلي عوارضو نور جزْیات او لاملونه ددې له وېرې په خوله نه راوړي چې له دغو پُستونو به لرې اوځانته  دغه د خپل زړه ټاکلي معاشونه به پرې بند شي . هغه زیاته کړه چې د رسنیو د مرکز ددغه ګروپ ځینې غړي خو ټوله ورځ او په ورځو ورځو نه وي ـ خو کله نا کله د مازدیګر او ماښام له خوا را ښکاره او دلته د دولت پر ضد ځینې تخریبي کارونه پر مخ وړي . او د تېر په څېر ریاست دفتر ته  توطیْې جوړوي  تر څو ددولت د دفتر رییس بدنام ، او پر یوه داسې ډله یې ور وتپي چې هغه هېڅکله هم له هغې ډلې سره تړاو نه لري .

خو زه وایم دغه کس چې (۸صبح ) ورځپاڼې افشا کړی ، مهرباني دې وکړي هغه اسناد او شواهد دې وړاندې کړي چې  ویلي یې دي ( د رسنیو په مرکز کې د حزب اسلامي او پاکستان پر پلوۍ کارکېږي .)

نوموړي دا هم وویل چې (( دې ډلې پخوا هم په تخریبي کارونو او هڅو لاس پورې کړی چې له امله یې ددې ګروپ ځینې کسان د رسنیو له مرکز نه وشړل شول ، خو بیا یې له زیاتو زاریو اوعذرونو له خپلو پخوانیو کړنو توبه وایسته او په مرکز کې پا تې شول ، خو دادي اوس یې یو ځل بیا په تخریب لاس پورې کړی  ترڅو د خپل ګروپ هغه نور شړل شوي کسان بېرته په رسنیو مرکز کې له دې لارې ځای پر ځای کړي . د وحید عمر د ګروپ دغه پاتې غړو چې پرته له تخریبه یې دولت ته هېڅ کار هم نه دﺉ کړی ، بلکې سر بېره پردې حکومت او کرزي ته نږدې چارواکي هم بهرنیانو ته تخریبوي او د رسنیو له مرکز څخه یې د سیاسي بېزنېس د معاملاتو مرکز جوړ کړی . داکسان هره ورځ د نظام او حکومت په تخریبولو لګیا دي اوپرته د وطنپالو او وړ کسانو له تخریب نه بل کار نه لري . په زړه پورې خو داده چې د رسنیو د مرکز مشر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي  چې د امریکایانو له دې کار سره ښایي د رسنیو مرکز سقوط وکړي .)) خو موږ یې چې  بل لور ته ګورو د رسنیو له مرکز سره د امریکې د سفارت دا ډول عمل ښایي یادې ډلې د امریکې او حکومت تر منځ د خپل غچ اخیستو په بدل کې په لاره اچولی وي . ترڅو په دې سره د امریکې د سفارت مخ خپل ځانته ور واړوي او هغه مرستې چې د رسنیو له مرکز سره کېږي ـ هغه پرې د ځان کړي . ځکه نوموړي کسان دا مهال په شهر نو کې درسنیو مرکز ته ورته د بل داسې مرکز پرجوړولو لاس پورې کړی چې  مواد یې تر اوسه پورې ټول د حکومت د رسنیو له  مرکز څخه په غلا ددوی د خواخوږو په لاس ور لېږل کېږي . او دا  یوه  داسې مصنوعي  پروژه  ده  چې  په  لوی لاس د حکومت د مخالفینو له خوا په ګډه پر مخ وړل کېږي . په دې وروستیو کې دې ډلې د روان کال د جدی په لسمه د شنبې په ورځ په (۸ صبح) ورځپاڼه کې د (( جابه جایی های سیاسی عا ملی برای قطع کمک ها به مرکزرسانه های حکومت )) تر سر لیک لاندې یو له غرض او مرضه ډک مطلب د (کاوه) په نوم لیکلی دﺉ ، خو له وړاندې یې ورځپاڼې ته ویلي چې زما نوم به نه افشا کوۍ ، خو کله چې موږ د ورځپاڼې له مسؤلینو سره اړیکې ونیولې ـ هغه کس یې را ته معرفي کړ چې همدا اوس د رسنیو په مرکز کې په ډېر لوړ معاش باندې د مشاورت دنده پر غاړه لري . نوموړي  په دغه مطلب کې د دوو تنو جاوېد لودین او وحیدعمر نومونه اخیستي ، او د هغوی د ملي شخصیت او ملي کارنامو او شاهکاریو ستاینه  یې کړې ـ  او د رسنیو په مرکز کې  یې د ځینو تبدیلیو غوښتنه هم کړې ده .او زیاته کړې یې ده چې دا ټول کارونه سیاسي ـ او د کاخ ریاست جمهوري په هدایت تر سره شوي دي .  خو دا یې نه ده ور سره یاته کړې چې ښاغلي وحید عمر په مطبوعاتي او د رسنیو په مرکز کې څه نخرې کړې دي ؟ او د رسنیو د مرکز  بودجه یې پر څه باندې لګوله ؟ آیا نوموړي حکومت ته کار کاوه ، او که  نورو خلکو ته ؟ آیا ملي خدمتګار همداسې وي ؟ ! .... یا داچې وحید عمر د د ولت د مخالف اپوزیسیون  یو فعال ؤ ؟ او هم یې پنځه ځلې د بریتانیې سفارت ته ویلي چې ددې مرکز له پاره دې پیسې نه ور کوي . نوموړي کس ویلي چې د رسنیو يه مرکز کې چې کوم تغییرات را منځته شوي ـ دغه تغییرات د حزب اسلامي په ګټه  تر سره شوي دي . او بیا یې ویلي ؛ په دغه مرکز کې د حزب اسلامي په ګټه خپرونې کېږي . خو د خپل ځان هغه خبره یې نه ده کړې چې (( کله یې له طلوع نیوز سره په کنکاش خپرونه ـ او د آزادۍ رادیو سره په مرکه کې د یوې پو ښتنې په وړاندې ځواب نه در لود ـ نو ویې  ویل : که زه د حامد کرزي پر ځای  ریْس جمهور وای ـ استعفأ مې ور کوله . )) نوموړي په دې مرکز کې د سر چپه اصلاحاتو خبره هم کړې ده . د نوموړي  له دې خبرې  مقصد دادﺉ چې  د رسنیو په مرکز کې باید څه کسان لرې ـ او پر ځای یې بېرته همغه  د دوی  د ډلې شړل شوي کسان راوستل شي .

 که موږدا خبره نوره هم راوسپړو نو بل لور ته د افغان نظام مخالفین  بهرنیو اړونده رسنیو ته د افغانستان ددولت ضد داسې غلط راپورونه ور کوي  چې ګواکي د ریْس جمهور پر شاوخوا بنسټپال او ترهګر را ټول دي ، او همکاري ور سره لري . خو زه دې جنابانو ته وایم چې دا تېر لس کاله ترهګرو د افغانستان کومه خوا وځپله . او کومه خوا په کې روغه پاتې شوه ؟ که چېرته د ریْس جمهور پر شاوخوا ترهګر راټول شوي وای ـ نو خپله د ریٌْس جمهور ورورـ او ډېر نږدې کسان به یې نه ور وژل . اوس چې څاکن خپله د ترهګرۍ په څا کې لوېدلی . نو پړه یې پر ریْس دولت او د هغه پر ټیم ور اچوي . تر څو د ریْس جمهور او ټیم تر منځ یې بې باوري را منځته کړي ، او ځای یې بېرته دوی ونیسي . خو دېته یې هېڅ فکر نه دي کړی چې دوی خپله لس کلنه  ملي بې باوري څنګه د پای په شېبو کې په باور پخولو اړولی شي ؟ !!!...

له بل پلوه د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین له دې موقع نه پر استفادې سره  ویلي چې  د رسنیو مرکز دې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې وتړل شي . ولې دا یې له یاده وتلې چې ددې  مرکزجوړېدوته خپله ریْس جمهور امر ور کړی . او په نوره نړۍ کې هم جمهور ریْسان ځانته همدا ډول د ر سنیو مرکزونه لري . د وزیر صیب دا هم له یاده وتلي چې ده خپله په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې کوم رغنده او د پاملرنې وړ داسې اقدام کړی چې ؤلس پرې وویاړي ؟همدا نن د جدیې په دوولسمه نېټه سرنوشت ورځپاڼې په د عزیر شمس په نوم یو مطلب د ښاغلي رهین په اړه لیکلی چې سر لیک یې دﺉ : ((د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر اوسه یوازې (۵،۳۶) سلنه بودجه لګولې .)) موږ له وزیر صیب نه تمه لرو چې لومړی دې خپل وزارت او خپل ځان جوړ کړي ـ بیا دې د نورو د جوړولو په تکل کې شي .

ښاغلی ډاکټر صیب رهین ! د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یواځې پالیسي جوړوونکی دﺉ  ، اجرأیي صلاحیت ورسره نه شته . ښاغلي رهین ته لازمه ده  ترڅو د حکومتي ارګانونو په وظیفوي صلاحیتونو باندې ځان پوه کړي او په دې پوه شي چې کوم ارګان کومه دنده لري او د کومې دندې پر بنسټ را منځته شوی دﺉ . نو هغه وخت به پوه شي چې دده څرګندونې یواځې یوه  پوچ خوب او خیال ته ورته دي .

ښاغلی رهین ددې پر ځای چې د رسنیو د مرکزاوسني کړکېچ ته په مثبت نظر وګوري او په دې زخم باندې د مرهم پټۍ ولګوي، پر ځای یې مالګې دوړوي او د یوه اتل په توګه په رسنیو کې را څرګندېږي ، او دا دعوه کوي چې نوموړی مرکز باید دده په وزارت پورې وتړل شي ، ترڅو د بهرنیو مرستو په وسیله ځانته د خوښۍمحفلونه پرې جوړ کړي . له دې ټولو اداري ناولتیاوو نه داسې برېښي چې دولت خو هسې هم د فساد په سمندر کې ډوب دﺉ . خو ولسمشر او نورو ذی صلاح چارواکو ته دا لازمه ده چې د افغانستان غریب ملت دې  ور سره د فساد د توپاني څپو خوراک نه کوي . ځکه حکومت اوس په خپلو ارګانونو کې د لستوڼي مارانو ته ځای ور کړی دﺉ .

 

 


بالا
 
بازگشت