د عبدالباری جها نی صیب او د طالبانو د نشیطونو په منځ کښی څه توپیر شته ؟

لیکوال: اجمل زمانزی

څو موده مخکی د افغان جرمن آنلاین ویب پاڼه چه په بهر کی د یو لړ افغانانو او په ځانګړی توګه د  ځینی پښتنو لیکوالو په منځ کی اعتبار لری د افغانستان د ملی سرود شاعر ښاغلی عبدالباری جهانی د یوه نوی شعر د «موری رخصت راکوه ځم در څخه» تر عنوان لاندی نشر ته وسپارل. د ده نوم او د شعر د عنوان په لیدلو سره می هیله داوه چه ښایی دا به د هیواد هغه پیاوړی سرتیرو ته چه هره ورځ د هیواد د سولی، خپلواکی او عزت د ساتنی لپاره او د خپلو ځانونو په قربانولو سره د ورانکارو ترهګرو پر ضد مبارزی کوی او په ډیر مظلومانه ډول شهیدان کیږی ویل شوی وی.

خو کله چه شعر تر پای پوری یی می ولوست، ډیر وځوريدم چه څنګه جهانی صيب د خپل ادبی مهارتونه سره په غيرمستقيمه توگه د طالبانو ځانوژونکي جنایاتو توجيه کړي. څرنګه چه ښاغلی جهانی د امریکی په ویرجینیا ایالت کی اوسیږی، داسی ښکاریږی چه هغه په احطياط سره یی دغه شعر تنظیم کړی تر څو د امریکاییانو لخوا تر سوال لاندی رانشی. خو واقعیت داده چه دا شعر افغانانو ته واضح پیام لری؛ او هغه دا چه ګواکی په افغانستان کی همدا اوس «جهاد» او «غزا» د طالبانو لخوا د «کفری» یرغلګرو پوځیانو پر ضد روانه ده او د هر افغان لپاره اسلامي دنده داده چه په دی غزا کی برخه واخلی او ځانونه د قربانی او شهادت لپاره یی آماده کړی.

جهانی صيب  پخپل شعر کی یو مجازی ډیالوګ د یوی کونډی مور او ددی مسلمان زوی په منځ په یو منظوم قالب د ننه کی داسی ترسیم کړی دی چه پکی ځوریدلی مور هڅه کوی چه خپل زوی د انتحاری برید د ترسره کولو څخه یی منصرف کی، خو زوی یی خپل کلک تصمیم د اسلام او د مخوروعالمانو او د امیرالمومنین د اسلامی ارشاداتو په رڼا کی نیولی دی او مورته یی د خپل تصمیم حقانیت بیانوی. که څه هم جهانی صيب پخپل شعرکی احتمالاْ د دی له وجهی نه چه په امریکا کی اوسیږی مستقیماْ د قرآن پاک څخه کوم آیت نه نقلوي، خو یو مسلمان لوستونکی ته دا تلقینوی چه د ځان وژنی برید کوونکی عزم او کړند توب د اسلام د سپیڅلی دین له نظره کاملاْ موجه ده او دا هغه شی دی چه الله تعالی پخپل قران کی په سوره توبه آیت ۲۴ په اړه یی فرمایی: قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ.

ژباړنی: «ووایه [ای محمده!] که وی پلرونه ستاسی او ځامن ستاسی او ورونه ستاسی او ښځی ستاسی او خپلوان ستاسی او هغه مالونه چه ګټلی دی تاسی هغه او [هغه] تجارت چه ویریږی تاسی د نا چلیدو د هغی او هغه ځایونه د هستوګڼی چه خوښوی تاسی ډیر محبوب تاسی ته له الله نه او له رسول د الله نه او له جهاده په لاره د الله کښی [له پاره د ترقی د دین] نو انتظار کوی تاسی تر هغه پوری چه راولی [راولیږی] الله امر [حکم د عذاب] خپل او الله نه ښیی سمه صافه قوم فاسقانو ته».

په همدا ډول د جهانی صيب شعر دوو نورو آیتونو سره په ظاهری توګه سمونتیا لری هغه چه خدای تعالی پکی مسلمانانو ته په ډاګه کوی چه مال او اولاد په دی فانی نړی کی یوازی د ابتلا لپاره ده او هغو ریښتینی مسلمانانو چه د خدای لپاره د جهاد په لور کی خپل مال او اولادونو نه تیریږی خدای تعالی به یی ډیر اجر ورکړی (سوره انفال: آیت ۲۸ - سوره تغابن: آیت ۱۵).

د دی مبارکو آیتونو په پام نیولو سره د ځان وژونکی عزم، حتی په داسی حال کی چی مور یی ورته عذر او زاری کوی چه دا کار ونکی، داسی ښکاریږی چه ګواکی د خدای عز وجل اوامرو سره پوره سمونتیا لری.

داسي هم گمان کيږي چه دغه شعر چه د د طالبانو د حماسی ترانو او نشیطونو ته ورته ده له جهاني صيب له سخته ناسيوناليستي افکارو څخه سرچينه اخيستي وې. د افغانسستان پياوري فرهنګي شخصيت صبوراله سياه سنګ چه په خټه پښتون دي، د جهاني په يو شمير  غيرمعقولو ناسيونالستي شعرونو کښي سخته نيوکه کړۍ او ويلي چه د افغانستان په نازک حالت کښي د ړونانډو ډنډه ده چه خپل خلک مستقيمه لاره وښي، نه چه دوې نور هم  په نفاق او شقاق وهڅوي.

جهانی صيب کومه بیسواده یا بیخبره سړی نده چه و نه پوهیږی چه شعر او شاعرتوب د خپله ټولنیز محیط او عینی شرایطو نه بیل څیړل نشی کیدلای. زه پوره باور لرم چه جهانی، که څه هم د امریکی په متحده ایالاتو کی اوسیږی، خو د افغانستان له اوضاع نه بیخبره نده. به دی وروستیو میاشتو کی د کورنی او بهرنی رسنيوو لخوا دا واقعیت چه ترهګرو طالبانو د ځان وژنی عملیاتونو لپاره د ټنکی ځوانانو نه او حتی د ماشومانو نه په ډیر ظالمانه توګه ناوړی استفاده کوی د افغانستان ټول خلک ته خورا واضحه شوی ده. د ځینو ریپورټونو سره سم، طالبانو حتی د نشه یی ټوکو نه د ماشومانو او ټنکی ځوانانو د نشه کولو لپاره استفادی کوی تر څو چه هغوی د ځان وژنی بریدونو په وخت کی پخپل ځان و نه پوهیړی او د یو کاملاْ غیر عقلانی په وضعیت کی هم هغه وکی چه د طالبانو لخوا ورته ویل کیږی.

داسی ښايي چه جهانی صيب په آګاهانه توګه د بي عقلو طالبانو او ددوي دپرديو په لمسون جهاد د توجيه کولو لپاره یی دا شعر ویلی وې. که نه هیڅ بل دلیل نشته چی په داسی حال کی چی ټول افغانان د طالبانو ناوړی کړند توب هره ورځ پخپلو سرو سترګو کی ګوری ، او د میډیا له لاری نه یی پر خبریږی، یو پوه او فرهنگې سړی راشی او د یو جاهل ترهګر کیسه په یو رومانتیک او ویاړوونکی حماسی شعری قالب کښي ځاي ورکړي. 

د پاسنیو دلایلو په اساس په ډاډ سره ویل شو چه د جهانی صیب او د طالبانو د نشیطونو په منځ کښی څه توپیر شته.

 

 


بالا
 
بازگشت