دوکتور لطيف بهاند

 

له خلکو سره د دوستۍ روسي  پوهنتون

او دهغه مشر

ولادیمیر میخایلوویچ فلیپوف

 

شپېتمه کاليزې مو مبارک

 

 

د ۲۰۱۱ کال د اپريل پنځلسمه د ښاغلي ولادیمیر میخایلوویچ فلیپوف د زوړکړې ورځ ده.

هغه نه يوازې ددغه سترې علمي موسسې مشر،یو ستر نوميالی پوهان، ددې هيواد سياسي ټولنيز شخصيت او بالاخر د افغانان يو ښه دوست دی.

سږکال(۲۰۱۱)په نړيواله کچه ددغه رياضي پوه شپيتمه کليزه لمانځل کېږي.

ددغه پوهنتون،دهغه په زرګونه استادان او محصلين او د روسيې علمي فرهنګي ټولنې دغه کاليزه په پرتم سره لمانځي.

دا پوهنتون ۵۱ کاله پخوا  (۱۹۶۰)  پرانستل شوی دی. دې پوهنتون تر اوسه پورې د نړۍ د ۱۷۰ هېوادونو لپاره تر ۷۰ زرو پورې متخصيصين روزلي دي.

اوس هم د هغه د زده کوونکو شمېر له ۳۰ زرو تنو زیات دي.

تر اوسه پورې دغه پوهنتون د افغانستان لپاره تر ۳۰۰ پورې متخصيصين روزلي او همدا اوس تر سلو پورې افغاني ځوانان دلته په زده کړه لګيا دي.

دا پوهنتون هر کال د افغانستان په اړه يو يا دوه ځانګړي علمي کنفرانسونه او يا ګردي علمي ميزونه جوړوي.

دغه راز افغاني محصلين هلته په پېلابېلو هنري فئیستيوالونو،نندارو او سپورتي مسابقو کې ګډون کوي .

نو دا به غوره وي ،چې د هغه پوهنتون مشر پروفئیسور ولادیمیر میخایلوویچ فلیپوف د شپيتمې کليزې په وياړ ،دهغه پېژند پاڼه لوستونکو او دعلم او پوهې مينوالو ته وړاندې کړو :

 

پروفئیسور ولادیمیر میخایلوویچ فلیپوف،له خلکو سره ددوستۍ د پوهتنون رئئیس

 

د زوکړې نېټه:د ۱۹۵۱ کال د اپريل پنځلسمه.

د زوکړې ځای: د ستالينګراد د يورو پينسکي ښارګوټي.

پلار:پوځي افسر.

مور :روغتيا پاله(نرسه)

له ۱۹۵۸ کاله تر ۱۹۶۸ پورې يې د يوروپينسکۍ  د ښار په دوهم شمېره ښوونځي کې زده کړې وکړې.

ترڅلورم ټولګي نه وروسته د خپل ټولګي اول نمره و.په ټولو سپورتي او نورو ټولنيزو چاروکې يې فعاله ونډه اخېسته.

پر ۱۹۶۸ کال ،له خلکو سره د دوستۍ پوهنتون ته شامل شو.دغه پوهتنون هغه وخت د افريقايي مبارز پاتريس لوممبا په نامه ياديده.

هغه د فزیک او رياضي پوهنځي په عالی درجه پای ته ورساوه .

دی د رياضي علومو ماستر شو.

له ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۵ پورې په همدې پوهنتون کې د داکټرۍ زده کړو ته دوام ورکړ.

له ۱۹۷۵ نه تر ۱۹۷۶ پورې پوځي خدمت ترسره کړ.

له ۱۹۷۶ نه تر ۱۹۷۹ پورې د ځوانو پوهانو د شورای مشر و.

له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۰ پورې په همدې پوهنتون کې د رياضي د عالي رياضي د ديپارتمنت اسيستانت شو.

په ۱۹۸۰ کل يې د رياضي علومو شننه ،تر سرخط لاندې د خپلې لومړۍ داکټرۍ دفاع وکړه.له ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۸۷ پورې دپوهنتون د علمي چارو مشر و.

د ۱۹۸۴ او ۱۹۸۵ په اوږدو کې د بلجيم د بروکسل په ازاد  پوهنتون کې خدمتي شو.

له ۱۹۸۳ تر ۲۰۰۰ زرم پورې د پوهنتون د رياضي د څانګې مشر و.

پر۱۹۸۶ کال يې د روسيې د علومو اکاډمۍ د رياضي په انستيتوت کې ،په رياضي کې خپله دوهمه ډاکټري دفاع کړه.

پر ۱۹۸۷ کال يې د رياضي د پروفيسور وياړ وګاټه.له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۳ پورې له خلکو سر ددوستۍ د پوهنتون د رياضي او سيانسي علوم د پوهنځي مشر و.

له ۱۹۸۷ نه تر ۱۹۹۳ پورې دوه ځله د مسکو د ښار د شورای وکيل وټاکل شو.

په دې شورا کې  دی د رئیسه هيات غړی او د ميليتونو ترمنځ د اړيکو د څانګې مشر و.

له ۱۹۹۳ نه تر ۱۹۹۸ پورې له خلکو سره د دوستۍ دپوهنتون د رئیس دنده درلوده.

له ۱۹۹۸ نه تر ۲۰۰۴ م  کاله پورې د روسيې په څلورو حکمتونو کې د معارف وزير و.

د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کال په اوږدو کې د معارف او فرهنګ  په برخو کې د روسيې د صدراعظم مشاور پاتې شو.

له ۲۰۰۰ کال راهيسې تر اوسه پورې د همدې پوهنتون د مقايسوي روزنيز سياست د ديپارتمنت مشر دی.دا ديپارتمنت د يونسکو د ديپارتمنت په نامه هم يادېږي.

پر ۲۰۰۵ کال د دغه پوهنتون د مشر په توګه وټاکل شو.پر ۲۰۱۰ کال بيا او ددوهم ځل لپاره رئيس شو او تر نن ورځې پورې همدا دنده لري.

د نړيوالې پېژندنې دغه پوهان،له ۲۴۰ نه زيات علمي ،علمي –رياضی څېړنې او اثار  خپاره کړي دي.له دغو څېړنو نه ۳۰ هغه يې د کتابونو په توګه خپاره دي.په هغو کې دوه هغه يې د امريکا د رياضي پوهانو له خوا بيا خپاره شوي دي.

له مورنۍ ژبې پرته (روسي)په انګريزي او فرانسوي ژبو پوهېږي.

هغه واده کړی او د دوو ماشومانو خاوند دي.

 

د روسيې دښوونې او روزنې

 په لوړتيا او پياوړتيا کې د فيليپوف ونډه

 او دهغه نورې علمي هلې ځلې:

 

له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۷ پورې په اورپايي ټولنه کې د يونسکو دڅانګې غړی.

له ۱۹۹۵ نه تر ۱۹۹۸ پورې  د اورپايي ټولنې د ښوونې او روزنې د کميسيون غړی.

فليپوف،پر ۲۰۰۰ کال، د ښوونې او روزنې د اکاډمۍ ،کانديد اکاډميسین او پر ۲۰۰۱ کال د اکاډميسین په توګه ومنل شو.

دی د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۹ کلونو په اوږدو کې د دغې اکاډمۍ  د مشرتابه د شورای غړی و.

پر ۲۰۰۳ کال د اوکراين د اکاډمۍ د بهرنيو غړو دډلې غړی ومنل شو.

په همدې کال د مسکو او د مسکو دڅنډو د پوهنتونو د مشرانو د مشرتابه د شورای غړی شو.

پر ۱۹۹۷ کال د اروپايی پوهنتونو د ټولنې د مشر مرستيال و.

نوموړی ددغو او نورو ډېرو علمي او څېړنيزو شوراګانو غړیتوب يا مشرتوب وياړ لري.

 

جايزې

۱- د دوستۍ نښان:۱۹۹۵کال.

۲- د روسيې د جمهور رئیس مننلیک:۱۹۹۹ کال.

۳-د ښوونې او روزنې په برخه کې د جمهور رئیس جايزه: ۲۰۰۰کال.

۴- د ستر افسر په نامه د بلجیم نښان:۲۰۰۰ کال.

۵- پلارني هېواد ته خدمت،په نامه دڅلورمه درجه نښان:۲۰۰۱ کال.

او نور....

په پای کې دغه پوهان ته،يو ځل بيا دځان، په روسيه کې دافغانستان دسفارت د فرهنګي څانګې  او په دغه پوهنتون کې د افغاني محصلينو له خوا د زړه له کومې مبارکي وایم او هغه ته دښې روغتيا،نيکمرغۍ او په په ټولو چارو په تيره بيا علمي هغو کې د بې پايه بري هيله کوم.

لطيف بهاند

 

 دا هم په دې پوهنتون کې ،په روسيه کې د افغانستان دسفارت د فرهنګی څانګې په مرسته د افغاني محصلينو يو نندارتون او له دې نندارتونه د ښاغلي فليپوف کتنه

 

 


بالا
 
بازگشت