لطیف بهاند

 

 

غزل ته ورته درې ټوټې

 

لطيف بهاند

مسکو

 

که غزلو ژبه لرلای

 

 

هره مچه دي په ماکې

ان کرکه

 په غزلو بدلوي.

که غزلو ژبه لرلاي

هغو به  يوازې او يوازې

يوه سندره ويله:

هغه به ستا دشونډو سندره وای.

 

 

****

 

ستا غږیدا

 

هر کله چې راته غږېږې

زه ستا له خبرو ځان ته،

دغزلو ماڼۍ جوړوم

خو هر وار بِيلتون دې

دا ماڼۍ

په کڼدوالو بدلوي.

 

****

 

ته!

 

ته مې په ايتونو او حديثونه کې ومروړلى

ته مې په کوډوکې ونغاړلې

ته مې په غزلوکې انځورکړې

له تانه مې تاويز جوړ کړ

 په غاړه کې مې وځړولې

او پر گوگل دې گرځوم

بيگايې چې بيدېږم

تر مچيدو وروسته  دې

سر ويږدې لاندې ږدم

او کله چې راوېښيږم

په تلوار دې را اخلم

گورمه دى

او له هر وار کتو سره دې په سترگو مښم

او ښکلوم دى.

ته زما د بخت تاويز يې.

 

 


بالا
 
بازگشت