ارواښاد ډاکترکبیرستوری زموږ دهیواد دادب او فرهنګ نومیالی اواکاډمیک شخصیت

 

 

دافغانستان ادبي، فرهنګي، ټولنیز او سیاسي حالات، او د انساني ژوند بیلا بیل اړخونه اود انسانانوځلانده کارنامې، د پیښو او حوادثو تاریخ د میړنیو اتلانو د سرښندنود یادګار او د حماسونه ډک تاریخ دی، چې دا تاریخ زموږ په هیواد کې د تورې دشرنګ اودقلم دفضیلت او دکلام د عفت په وسیله ګټل شوې دی .

دامیرکروړ جهان پهلوان لومړی تر لاسه شوی شعر، چې د ویاړنې، سرښندنې او دتل پاتې اتلولې او ولولو نه ډک شعر دی، دا ثابتوي چې په رښتیا سره زموږ سرلوړې ادبي اوسیاسي تاریخ د تورې او میړانې تاریخ دی . د بیلګې په توګه دامیر کروړ ددغې شعر څو بیتونه ګورو:

زه یم اتل پر دې نړۍ له ما اتل نشته                    په هندو سندو پر تخار اوپر کابل نشته

بل په زابل  نشته            

          له ما اتل نشته                      

دغې شعر دپښتو ژبه داسې مقام او معیار ته رسولې وه او ده چې د پښتو ادب تاریخ ورباندې ویاړي . دا دهر پښتون او دهر ادب پوه ملي دنده ده چې زموږ دهیواد د با ارزښته آثارو په ساتلو کې له هیڅ ډوله ایثار او فداکاری څخه ډه ډه و نه کړي، خو له بده مرغه د تاریخ په اوږدو کې زموږ ټول ملي، سیاسي، اجتماعي، ادبي او فرهنګي آثار او افتخارات د کورنیو او بهرنیو جګړو او د دشمنانو د توطعو،  دسایسو او نورو عواملو پر بنسټ په ښکاره او پټه توګه لوټ شوي او غلا شوي دي . څوک یې د تعصب له مخې لوټوي اوڅوک یې د کلدارو، ډالرو او ریالو او نورو امتیازاتو په بدل خرڅوي .

په هره ټولنه کې د ژوند خواږه او ترخه حوادث، سیاسي کړکیچونه اوستونزې او د ټولنې نیمګړتیاوې او د ټولنیز مسایل دا ټول هغه فاکتورونه دي چې دهر ریښتیني انسان،او په ځانګړي توګه د لیکوال او شاعر په ذهن کې افکار، خیال ، عواطف او احساسات راپاروي .دا پدیدې دلیکوال او شاعر په ذهن او روان کې په خیالونو، تصویرونواو سمبولونوتبدیلیږي ، اودی کوشش کوي چې دا خیالونه او تصویرونه مخاطب ته داسې بیان کړي چې مخاطب عملا لکه د یو فلم په صحنه کې ولاړ کړي ،او خپل لوستونکي اواوریدونکي داسې اعیار کړي چې ګویا دا پیښې ټولې د ده تر مخ تیرې شوې دي . دی کوشش کوي چې د دغو ستونزو دحل لاره ور په ګوته کړي .

هر څوک شاید شاعرانه احساس ولري خو هر څوک نشي کولای چې خپل احساس دشعر په قالب کې بیان کړي، دا کار هغه څوک تر سره کولای شي چې پر خپله مورنې ژبه باندې واکمن او مسلط وي، ښکلي، په زړه پوري موسیقایي کلمات او واژی وپیژني،

او دتصویر پردازی، خیال پردازی دهنر په مفاهیمو، ځانګړنواو اصطلاحاتو او دوزن، قافیې، آهنګ، تون، تخیل، احساس او داسې دنورواصطلاحاتو په پوهه بلد وي او ورسره آشنایي ولري .انسانان د ژبې په وسیله خپل عقاید، افکار، عواطف او احساسات او خپل پیغامونه خلکو ته بیانوي . ژبه باید سلیسه، روانه او خوږه وي . هر هنر ځانته خپله ژبه لري . شاعران هم لکه نور انسانان د خپل احساس او واقعي افکارو د بیانولو لپاره ژبې ته اړتیا لري، خو نه معمولي ژبې ته . شاعر بل هدف، مقصد او پیغام لري . شاعر ډیرو ښکلو او زړه وړونکو او زړه راکښوونکوپدیدو ته پاملرنه کوي او په خپل خیال او ذهن کې د دغو پدیدو ښکلي تصویرونه او انځورونه جوړوي او کوشش کوي چې دا احساسات ، افکار او تصورات د لوستوونکواو اوریدونکو ذهن ته په ډیر هنرمندانه او مبتکرانه ډول ورسوي . دی هڅه کوي د ټولنې واقعیتونه په داسې ظرافت او لطافت توصیف کړي چې د اوریدونکو او لوستوونکو په ذهن کې یو روښانه او حقیقي تصویر او خیال ترسیم کړي .

هغه ژبه چې په کې هنري او انساني احساسات، عواطف او ښکلا پرته وي هغه دشعر ژبه ده، او هغه څه چې په دغه ژبه کې بیانیږي هغه یو ډیر عالي او په زړه پورې ادبي، هنري، علمي او انساني اثر دی چې تل پاتې ارزښت او مقام لري .

له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې لیکوالانو، پوهانو او شاعرانو دادب په تاریخ کې لکه ځلیدونکي ستوري د دنیا او دخپلې ټولنې د بیلا بیلو مسایلو، حوادثو او رنګارنګ پیښو او حالاتوپه هکله خپله تګ لاره، احساسات او عواطف په بیلا بیلو ډولونو او ښکلونوپه ډیر عالي او انساني توګه په خپلو آثارو کې بیان کړې دي ، چې د دوی آثار زموږ د هیواد لویه معنوي پانګه او بډایه شتمنې ده . د دوی دا هلې ځلې او هڅې دقدر او ستاینې وړ دي .

یو له دغو درنو شخصیتو نو څخه دپښتو ژبې خادم او د لرو بر پښتنوداتحاد او اتفاق، ملي وحدت علمبردار ارواښاد کبیر ستوری و، چې په خپلو با ارزښه آثارو یې زموږ د هیواد د پښتو ادب تاریخ روښانه او ژوندی ساتلې دی .

ارواښاد کبیر ستوری د لعل محمد خان زوی دی . دی زموږ دهیواد هغه ځلانده څیره ده چې په (۱۳۲۱)هجري شمسي کال کښې د کونړ ولایت دخاص کونړ په ولسوالی کې د تنر په کلي کې په یوه روحاني ادبي او فرهنګي کورنۍ کې زیږیدلی دی . دا د کونړ ولایت روښانه ستوری دکوچینوالی څخه د یو ځانګړي استعداداو ذکاوت خاوند و. ده خپلې ابتدایې زده کړې په خپل کلي کې سر ته رسولي دي، او ثانوي زده کړې یې دکابل په ښار کې د رحمان بابا په لیسه کې پای ته رسولي دي . دی په (۱۹۶۴) کال کې په افغانستان کې له دولت له خواد لوړو زده کړو لپاره د جرمني هیواد ته ولاړو. ده په جرمني کې د فرانکفورت، کولن او ماربورګ په پوهنتونونوکې دخپل ذوق سره سم د(ساپوهنې)یا(ارواپوهنې) په څانګه کې چې دفلسفي،سیاسي او ټولنیز پوهنې علوم هم ورسره مل وو، خپل عالي تحصیلاتو ته ادامه ورکړه او په دغه مسلک کې یې د ډکتورا دیپلوم تر لاسه کړ. ستوری صاحب د(۱۹۷۵)ع کال راهیسې د د نړی د ساپوهنو د ټولنې غړی هم و.

ډاکتر کبیر ستوری هغه مخکښ او نوښتګر لیکوال، تکړه شاعر، څیړونکې، ژورنالیست، ساپوه، سیاست پوه، ټولنیزپوه ،سیاسي او ملي مبارز مشر و، چې د ده پوهه، علم، فن ، هنراو ملي او وطني احساس د ده دآثارو په رڼا کې څرګندیږي . د ده ادبي او قلمي هڅې او بریاوې دپښتو ادب په ډګر کې نه هیریدونکي اونه ورکیدونکي دي .

ډاکتر کبیر ستوری هغه نامتولیکوال اوپیاوړې شاعردی، چې دپښتو ژبې ، پښتون اوپښتنولې سره یې ژوره مینه درلوده . دډاکترکبیر ستوري دادبي او فرهنګي شخصیت په هکله زموږ د هیوادنامتو لیکوالانو، شاعرانوخپلې څیړنې کړې دي او په خپل وخت سره یې  دده د آثارو په هکله زیاتې لیکنې هم کړې دي چې د دوی لیکنې دقدر او ستاینې وړ دي، خو هغه مینه چې زه د ډاکتر صاحب کبیر ستوري دعلمي ادبي ، سیاسي او ملي شخصیت په هکله لرم او د ده اثار مې لوستلي دي ، دې ته وهڅیدم  په داسې یووخت کې  چې په جرمني کې د فرانکفورت په شهر کې دقامي مبارزینو دیاد غونډه او دپښتونخوا جشن لمانځل کیږي  د دغې پیاوړي لیکوال، وتلي شاعراو نیک نامه سیاسي او ملي مبارز دشخصیت په هکله یو څو کرښې ولیکم او خپلو ګرانو او درنو لوستونکواو دپښتو ادب مینه والو ته یې ډالۍ کړم .

ډاکتر کبیر ستوري په(۱۹۶۵)ع کال کې په جرمني کې (دافغاني محصلینود ټولنې) په  جوړولو کې د خپلو ملګرو سره یو ځای فعاله ونډه لرله . په (۱۹۷۲)ع کال کې کله چې

(د پښتنو او بلوڅو دملي آزادۍ ټولنه) جوړیده ستوري صاحب د دغې ټولنې په جوړیدو کې فعاله برخه درلوده.

ډاکترکبیرستوری  په (۱۹۷۳)ع کال کې په جرمني کې دآلمان غږ  راډیوپه پښتو څانګه کې مقرر شواو دژوند تر پایه پورې په دغه راډیو کې دپښتو ژبې د ویاند په توګه نطاقي کوله .

ډاکتر کبیر ستوري هغه پاکه ، سپیڅلې اوژوره مینه چې دپښتو ژبې، پشتو اوپښونولي سره لرله او د نامتواو پیاوړي لیکوالانو او شاعرانو لکه پاچاخان او

اجمل خټک دآثارو په رڼا کې  دپښتنو د اتحاد او اتفاق یوالي او ملي وحدت په هکله  ورسره یوروښانه او مترقي فکر پیدا شواو دې ته وهڅیده چې باید یو سیاسي ګوند جوړ کړي، همدا و چې په (۱۹۷۲) ع کال کې یې په جرمني کې دخپلو ملګرو سره دپښتون سوسیال دیموکراتیک ګوندجوړ کړاود دغې ګوندسیاسي مشري یې پر غاړه وه . په(۱۹۸۵) ع کال کې یې د پښتنو د کلتور، رسوم او عنعناتو،ادب او فرهنګ د څرګندولو په هکله  د پښتنوکلتوري ټولنه جوړه کړه . په (۱۹۹۳) ع کال کې یې دپښتون کور په نامه ټولنه جوړه کړه . په (۱۹۹۸)ع کال کې یې په پیښور کې دپښتونخوا د پوهنې دیره جوړه کړه .او همداسې یې په کونړ کې د پښتو ادبي او هنري ټولنه په (۲۰۰۳)کال کې جوړه کړه . دا ټولې ټولنې تر اوسه پورې د ستوري صاحب د ملګرو له خوا په فعاله توګه خپلو چارو ته ادامه ورکوي .

ډاکتر کبیر ستوری چې یو تکړه ژورنالیست اووتلې شاعراو ادیب و د مطبوعاتو او ژورنالیزم په چارو کې یې دا فعالیتونه تر سره کړې دي :

په (۱۹۷۲)ع کال کې یې دپښتو ادب د ودې، پالنې او پرمختګ لپاره د سپرغی په نامه میاشتنی مجله په جرمني کې خپره کړه . په (۱۹۷۶)ع کال کې یې د ولس غږ په نامه میاشتنی مجله په جرمني کې خپره کړه . په (۱۹۸۵)ع کال کې یې د لمبه په نامه میاشتنی مجله په جرمني کې خپره کړه . په (۱۹۸۶)ع کال کې یې د خیبر وږمه په نامه میاشتنی مجله په جرمني کې خپره کړه .  او په  (۱۹۸۶) ع کال کې یې د پښتونخوا په نامه مجله له جرمني څخه خپره کړه . د یادونې وړ ګڼم چې اوس محال د ستوري صاحب په نامه یوه مجله د کنړ دسیمې څخه هم خپریږي .

دا یو څرګند حقیقت دی چې د ډاکتر کبیر ستوري دا ټولې ملي، سیاسي ادبي او فرهنګي هلې ځلې او د ده خدمتونه دمطبوعاتو او ژورنالیزم په عرصه کې نه هیریدونکي، او نه ورکیدونکي دي  او د ده نوم دیو مخکښ ادیب ، پياوړي شاعر اوزړه ور او نوښتګر ژورنالیست په توګه زموږ د هیواد دپښتو په تاریخ کې ځلانده او تل پاتې دی او د ده علمي ، ادبي،فرهنګي ، اجتماعي ، سیاسي او ملي شخصیت د قدر او ستاینې وړ دی .  

ارواښاد کبیر ستوری  دپنځو زامنو او دوولوڼو پلار و، چې اوس محال په جرمني کې میشت دي او دخپل پلار په لاره روان دي . د ده څلور زامن په جرمني کې په لوړو زده کړو بوخت دي .

- ډاکتر کبیر ستوري په خپلو شعرونو کې دڅښن تعالی سره، د انسان او انساني کرامت سره خپله مینه داسې بیانوي . د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

 

د لوی خدای په نوم بښونکی او مهربان دی

په عزت، ذلت، قادر د هر انسان دی

چې څوک وغواړي په یو ساعت کې باچا کړي

چې څوک وغورځی ‌ء دتخت ځنې روان دی

نه دچا ځنې پيدا نه د چا پلار دی

دی یوازې خو محتاج ورته جهان دی

خدای دهر چا په ښه، بد عمل خبر دی

خو یې واک د ښه او بد عمل د ځان دی

خدای په هر وخت او په هر ځای کې حاضر دی

که دا ځمکه ده که ستوری د اسمان دی

اویا وایي :

محتاج کله د انسان د زیار زحمت دی

بې نیازه دی د خدای بې شان قدرت دی

عبادت دمینې نوم دی دا منمه

نیکمرغي د انسان مینه محبت دی

عبادت زاهده ستا سوال او زاري ده

په ما هسې د خدای ډیر زیات شفقت دی

اویا وایي :

د سړو سره چې کیني، سړی کېږي

هر مجلس لري تاثیر که څوک پوهیږي

چې خدای چا لره احساس د مینې ورکړي

نو یې زړه بیا د جانانه، نه صبریږي

زه دنیا کې ته عقبا کې جانان غواړې

شیخه ستا او زما کلی کله کیږي

زما عشق حقیقي، ستا مجازي دی

حقیقت کله مجاز سره سمېږي

د عشق کار کې د هر چا ده بېله برخه

د چا ستوری دی تیاره، د چا ځلیږي

اویا وایي :

راته پاتې له لویانودا پیغام دی

چې دبل په درناوي کې دروند مقام دی

که نظر دې خپل اوچت  ساتې نو پوه شه

چې لازم دبل نظر ته احترام دی

چې دبل په سپکاوي کې درنښت غواړي

دروند به نه شي تل په دې کار کې ناکام دی

چې د بل د غلامۍ سوچ لري سرکې

ازاد نه دی، د ده هم ذهن غلام دی

 

- د ډاکترکبیرستوري په آثارو کې  د  ملي احساساتو سره ، دوطن سره ، دپښتواو پښتونولي سره، دپښتو ژبې اودپښتنو ټبر سره، د پښتني پت ، عزت،ننګ، اوحیثیت سره ډیره ژوره اوحقیقي مینه او اخلاص څرګند شوې  دی . د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

پښتانه یو دي یو تاریخ او یو کلچر لري

یوه یې ژبه ننګ پښتو یې هر ټبر لري

د غیرت نښې د مشرانو په شملو کې شته دی

پښتو کوي پښتونولي د قام بچو کې شته دی

اویا وایي :

دا پښتنه خاوره پښتنو موږ نه پښتو غواړي

ننګ غواړي غیرت غواړي میړانه د نیکو غواړي

بیا د خیبر سر کې جګول سر دشملو غواړي

نور د خوشال خان توره تیره په شرنګیدو غواړي

اویا وایي :

 

پښتو دپت، ښیګړې، تورې او ورورۍ نوم دی

په پت کې ژوند، په پت کې ناسته ودریدل به کوې

ښیګڼه ژوند د پښتنو کې ټولنیز قانون دی

ښیګڼه هر چیرې بې تمې بې بدل به کوې

اویا وایي :

خدای مین  د غیرتمنو په غیرت دی

هر یو کار د غیرتمنو عبادت دی

په وطن او په خپل قام چې غیرت کاندي

ستوری وایي چې په برخه یې جنت دی

اویا وایي :

ګناه دبل چا نه ده دا زموږ خپله ګناه ده

پښتو، پښتونولۍ ته اړولې چې مو شاه ده

پښتو تش ژبه نه ده دا دژوند ښکلی قانون دی

پښتو او دپښتون تورو کې ښه لویه مانا ده

اویا وایي :

چې هم تهذیب دی هم خوږه د ګړیدو ژبه ده

ملګرو غوږ شی دا زموږ خپله پښتو ژبه ده

دفن ښکلا ده د هنر په ګلدرو کې اوسي

دروح غذا ده د سندرو او نغمو ژبه ده

اویا وایي :

پاڅیږه پاڅیږه دې کاروان سره مل کیږو موږ

نور خیالونه پوچ دي د پښتو پښتونولۍ وخت دی

پریږده تربګنۍ داتفاق او ورورولۍ وخت دی

پاڅیږه پښتونه نن د قام او قومولۍ وخت دی

اویا وایي :

د مینې دوطن نه مې زړه ځان نه بیلوي

لګیا دی خپل ټوټې ټوټې وطن راټولوي

ټوټې چې یو ځای نه کړي هومره نه کیني ارام

دسر او مال په بیه دا ټوټې کوشیروي

چې مینه دوطن کې مې زړه وریت شو پوخ سر تیر شو

روان دی سربازۍ ته ځان وطن نه ځاروي

په مینه د وطن کې ستوری و خاته اسمان ته

وګورو په غلیم له  اسمان کاڼي وروي

 

- ډاکترکبیر ستوری په خپلوشعرونوکې مینه اومحبت، ښکلا،رازونیاز،حسن و جمال

سوزوګداز اودطبیعت دمناظرو ښکلا په ډیرو رنګینوتصویرنو، خیالونواو سمبولونو

کې داسې ترسیموي . دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

 

تا چې د سرو شونډو قلنګ کې بهانې پریښودې

زه ستا ملنګ شوم ما د ټول چم مېخانې پریښودې

ستا د اوربل لاندې مې جوړه کړه دېره دمینې

د عشق نشو کې مې د مینې خزانې پریښودې

مجنون لیلا نه لاس په سر شو چې یې ته ولیدې

بلبل هم بڼ کې دګلونو ترانې پریښودې

چې ستا د سپین مخ په رڼا باندې یې زړه باېلودو

پتنګ د شمعې سره نورې یارانې پریښودې

چې ستا د تورو زلفو سیوری یې په ږیره پریوت

شیخ په ثنا کې دي  دحورو افسانې پریښودې

اویا وایي :

تا چې ماته په ناز ناز راوکتلو

ما خپل زړه دا ستا په سترګو وباېللو

ستا د سترګو تور زما دسترکو تور شو

زما خوښه شوه ستا خوښه د لیدلو

اویا وایي :

باغونه  د ګلونو د کوڅو  نه دي جوړشوي

ولاړ دي سلامۍ ته او د جانان لار راته ښایي

څه ښکلې تماشه ده د رنګونو دګلونو

دا زړه پکې د څڼو د اوربل ګلونه  ستایي

اویا وایي :

د انسان فکر او خیال که هر څو دنګ دی

ستا دحسن د تصویر د پاره تنګ دی

ستا ښکلا د خیال ورشو کې نه ځایېږي

سوز د مینې کې دې پروت خمار د بنګ دی

ستا د مینې په مستې کې مې زړه ځوان شو

زما وینه کې دا ستا د شونډو رنګ دی

اویا وایي :

څومره  مزه چې ساقي ستا په شونډو سرو کې شته دی

دومره مزه کله دمیو په پیالو کې شته دی

ښکلا پرست یم ساقي تش دا ستا لیدو ته درځم

د ښکلا زور دې د موسکا مستو شېبو کې شته

ماته دشونډو شربت راکه پېمانې نه غواړم

عشق کې ثواب د مېنې تندې ماتوو کې شته دی

میخانه وتړه راځه د ګودر غاړې ته ځو

نشه دمیو خو کونړ د سیند اوبو کې شته دی

هلته حجرې د پښتنو په ټنګ ټکور تودې دي

دقام دمینې جوش د ستوري ترانو کې شته دی

اویا وایي :

خوشبویي چې دې  د زلفو راخوره شوه

د ګلونو خوشبویي صدقه شوه

بلبلان به زیاتي څه کوي په باغ کې

بس دا ستا څڼو اوربل کې یې دیره شوه

پتنګانو سر ته هم دې الله خیر کړي

چې ډیوه د ښکلي مخ دې ورښکاره شوه

اویا وایي :

ماته چې ګودر په غاړه غلې په خندا شوله

مخ کې یې دمینې محبت سرخي پیدا شوله

زه یې دسور ټیک او د شین خال په ننداره  ومه

خلکو راکتلې پټه مینه مې رسوا شوله

ناز او ادا ګانې د ښکلا سره ملګرې وې

هر یوه ادا  یې د ښکلا سره ښکلا شوله

زور یې د ځوانۍ د مینې جوش راپارولی و

ځوانه یې  مستي وه په مستۍ  کې په نڅا شوله

ستوري چې راوختل د شپې  تیارې  خورې شولې

خوا ته شوه راوړاندې په  ذکات د خولې رضا شوله

اویا وایي :

موسم د ګلونو،  پسرلی دی، نوبهار دی

راشه ای جانانه! زړه مې تاته انتظار دی

مستې دي بلبلې، مستې مستې کډاګانې کړي

مست به دې خیالونه شي، مست شوی ټول ګلزار دی

خوند به د ګډا واخلې د ګل به نندارې وکړې

دا موسم خو ټولو موسمونو کې سردار دی

هره خوا رنګونه  دګلونو زړه راښکونکي دي

دروند نظر ګلونو ته خو خامخا پکار دی

ستوري سره جام به  د  وطن په نامه  پورته کړی

ټول محفل خمار دی ساقي هم خپله خمار دی

 

- ستوری صاحب په خپلو شعرونوکې خپل احساسات او افکار دغریبانو، مسکینانو،

مظلومانواو یتیمانو په هکله او د دوی  رنځونه  اوغمونه، لوږه اوتنده او د ټولنیزو ناخوالې، کړاوونه او ناامیدې داسې انعکاسوي . د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

 

د ژوند هره مرحله کې توانا او قهرمان شه

د سرتیرو قافله کې ننګیالی، غښتلی ځوان شه

زوړ جهان د خاېنانو د ظلمونوفساتونو

ته تباه محوه نابودکړه، خپله ته نوی جهان شه

اویا وایي :

د بل زړه ازرول چاره خطا ده

خو ازار د مور او پلار لویه ګناه ده

چې ازار دمور اوپلار وي څوک وهلی

دبخت ستوری یې تورتم وي دا رښتیا ده

اویا وایي :

جانانه نورې دا سپېرې ورځې دغم تېرېږي

د خوشحالۍ ورځې زموږ په چم تېرېږي

بیا به په وچو شونډو وار د خنداګانو راشي

په رقیبانو زلزله به په هر دم تېرېږي

ژوند یو څو ورځې په دنیا دی ابدي خو نه دی

بده ده دا څه په ښادۍ څه په ماتم تېرېږي

منم احساس د خوشحالۍ د غم وجود نه پیدا

خو که غم کې کم خوشحالي ډیره وي ژوند سم تېرېږي

اویا وایي :

په ملي غورځنګ زما ملي قیام دی

استعمار او استثمارسره مې جنګ دی

غم او درد راسره تل چې دخپل قام دی

دپښتون په آزادۍ باندې مې ننګ دی

د ملي وحدت ژوندۍ مبارز یم

زه سکروټه د خوارانومفکوره یم

 

- ستوری صاحب په خپلو شعرونو کې داتحاد،  اتفاق او ورورولې، ملي هویت ، یووالې  او ملي وحدت او د ملي احساس روزل،  دآزادۍ او دموکراسۍ، د انصاف او عدالت، دخلکو برابر حقوق او ورورګلوي ، دسولې او سوکالې مفکورې، په ډیر ښکلي سمبولونو،  تصویرونو اوخیالونو کې داسې ترسیموي . دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

جرګه ځم کور په کور دقام زلمیان راټولوم

ملي وحدت دپاره عاشقان راټولوم

پګړۍ دننګ غیرت چې د نیکونوپه سر کړي

بچي د میرویس خان او خوشال خان راټولوم

خدمت کې چې دقام اود وطن نه ستړي کیږي

د تورې او میړانې جوړ ځوانان راټولوم

اویا وایي :

د سوله او ورورولۍ که مې سر لاړ شي، لاړ دې شي

د سوچ په ازادۍ که مې سر لاړ شي، لاړ دې شي

ازاد یم پیدا شوی ازادۍ باندې مې ننګ دی

دقام په خپلواکۍ که مې سر لاړ شي، لاړ دې شي

اویا وایي :

جنډه د سولې جګوي د باچا خان بچي دي

ورورولي غواړي غلامي د چا منلی نه شي

د ستوري زړه کې اتفاق دپښتنو ارمان دی

بې اتفاقه قوم منزل ته رسیدلی نه شي

اویا وایي :

څوک خپل وطن خرڅوي، قام خرڅوي پیسې ټولوي

زه دخپل قام او وطن نه تیریدلی نه شم

څوک استعمار ته نوکري کړي خپل ولس لوټوي

زه استعمار تورې تیارې هډو منلی نه شم

څوک کړي لاره د خپل ځان د آبادۍخوښه

ستوري کړه لاره د ټول قام دسوکالۍ خوښه

اویا وایي :

آزادي د نظر نه ده چې دې خپل نظر آزاد وي

آزادي د نظر دا ده چې بل نظر آزاد وي

که غریب وي که باچا وي حق یې یو شانته وي

ستوری وایي د هوښیار هم د پا ګل  نظر آزاد وي

اویا وایي :

د انسانیت جذبه مې زړه کې د انسان خوښیږي

د ژمي شپه زما په غیږ کې د جانان خوښیږي

چې انسانان پکې په ژوند کې نوښتونه وکړي

هم مې دفکر آزادي هم دبیان خوښیږي

اویا وایي :

انسانیت له انسانانو نه بېلېږي

دې دنیا کې د ځنګل قانون چلېږي

ساتندوی چې د حقوقو دانسان و

اوس یې خپله دا حقوق په لاس ماتېږي

توپیر ورک د مدنیت او د وحشت شو

مدنیت بېرته وحشت باندې بدلېږي

انصاف وتی دی د لفظ دانصاف نه

عدالت دی ناچل شوی، نه چلېږي

بې منطقه شو منطق فلسفه پوچ شوه

خدای دې خیر کړي ستوری نور به څه پېښېږي

اویا وایي :

زموږ ملک د ګڼ قامونوشریک کور دی

پدې ملک کې هر یو قام د بل قام ورور دی

دخپل شمېر په کچ حق هر قام ته په کار دی

هسې نه چې دیو تش دبل ډک شکور دی

 

- ستوری صاحب  په خپلو شعرونو کې د تورې اودقلم فضیلت او دګلام عفت، دعلم، پوهې ، منطق او ادب  لوړ خیالونه او افکار په ډیر عالمانه او ظریفانه توګه داسې بیان کړي دي، چې هر عالم اودپوهې او ادب مینه وال په کښې د خپل ضرورت سره سم خپل هدف اومقصد لټولې شي . د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

 

دفن په ژبه سربازي د پښتونخوا واخله

توره قلم دې د خوشال خټک بابا واخله

دسربازۍ ډګر ته ځې چې چېرې تږی نه شې

شربت د شونډو پرېمانه خامخا واخله

مینه دقام کې د همزولو ځنې پاتې نه شې

د قامولۍ بېرغ په ډاګه برملا واخله

اویا وایي :

چې ځان دچا نه ورک شي نو خپل ځان نه پېژني

ګېله ترې څه پکار ده چې جهان نه پېژني

بې پوهې ځان پوهان کړي او د ټول جهان باچا شي

د ځان نه جګ باچا او یا پوهان نه پېژني

بې توله کېني  تول د ارزښتونو د جهان کړي

توپیر د شنو باغونواو بیابان نه پېژني

اویا وایي :

که ادب،  ښایست،  هنرشریک کړي کور

او دپوهې په اوږه  یې کړي څوک سور

خوځولۍ پرګنۍ شي ستوری وایي

اتفاق او په وحدت کې پروت دی زور

  اویا وایي :

نفاق اوتربګني به پخپل منځ کې ورکوو

که لوړې جګې څوکې ته د ژوند ځان رسوو

قامونه په ادب او په پوهنې پر مخ تللي

ډیوه به د پوهنې ځان او قام ته بلوو

  اویا وایي :

ما چې وکتل دې ګرد چاپېر جهان ته

هیڅوک نه وایي کم عقل خپله ځان ته

کم عقلونه  ته هوښیار کم  عقل  ښکاري

خدای دې ور نه کړي  کم  عقل دوست انسان ته

  اویا وایي :

خپلې پوهې  برابر سوچ د انسان وي

د لوړ سوچ دخاوندانو لوړ ارمان دي

ناپوهۍ نه غټ دښمن د انسان نشته

ناپوهانو  ته جهان پېژندل ګران وي

تل د ځان په هینداره کې جهان ګوري

دخپل سوچ په اندازه یې تنګ جهان وي

ځان جهان په آیېنه کې پوهان ویني

رسولی ځان تر ستورو د اسمان وي

اویا وایي :

ادب ځان پرست نه دی چې تش خپل خدمت کوي

ټولنې د خدمت نه ادب ځان نه بېلوي

ادب، ادب دپاره هسې تور دی پرې لګېږي

د عقل او منطق اصول د تور مخ  توروي

قانون کې د منطق نه شته دی دا کله کیدای شي

هدف او وسیله چې د ادب نه جوړوي

اویا وایي :

پتمن ژوند ګوره فولاد په توره نه شي

قلم  واخله  دقلم په  توره  ښه شي

دفولاد توره که هر څومره تېره شي

یابه وژني یا به مري نو دا به څه شي

په زور کلي کله کېږي دا متل دی

اخري ناچار د سولې په لار تله شي

اویا وایي :

مطلب پروت دی د لفظونو په مانا کې

دانسان د پوهاوې هره ویناکې

په تکړه قلم لیکنه کړه لیکواله

چې لیکنه دې تل پاتې شي دنیا کې

چې دخپل غیرت تاریخ پکې خوندي کړې

پاتې را نه شې په ننګ او په وفا کې

د تکړه قلم لیکنه نه ورانېږي

که یې ومینځې هر څو یې ښه صفا کې

د تکړه قلم رنګ پوخ وي نه څرېږي

ستوري ویل پوخ وي د ژوند په پرمختیا کې

 

- ستوری صاحب په خپلو شعرونو کې د ټولنې وده او پرمختګ ، سمسورتیا او پراختیا او د ټولنیزو روابطو مناسبات د دنیا په تضادونو کې داسې ترسیموي . دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

د تضادو جوړه شوې دا دنیا

د رڼا وجود تورتم نه دی پیدا

تیارې نښه د رڼا  دموجودیت ده

که تورتم نه وي، نو نه به وي رڼا

که غم نه وي خوشحالي به چېرې نه وي

خوشحالي شته ځکه غم شته دی اشنا

غم پسې د خوشحالۍ راتګ جبري دی

داسې شپه نشته چې نه یې شته سبا

دا تیارې د ژوند ورکېږي سبا کېږي

د سبا ستوری راخېژي خامخا

اویا وایي :

خداېږو  ټولنه د انسان د تضادونو کور دی

 په هر یو ګوند، ډله ټپله کې جدا سودا ده

څوک دخپل ځان څوک د مزدور او څوک د قام غم  خوري

چا سره زړه کې د انسان د خوشحالتیا سودا ده

څوک د ژوندون جرړې وباسي انسانان وژني

د چا دماغ کې د ژوندون د پر مختیا سودا ده

اویا وایي :

قانون د ضد وایي په هر شي کې تضادونه شته

اصلي فرعي د دې تضادو دوه قسمونه لیکم

قانون د نفې وایي چې نوی تل د زوړ ځای نیسي

ځکه د نوي تکامل  زوړ  زوالونه  لیکم

قانون د ټوپ وایي په یو واري کیفیت شي بدل

خو دې بدلون ته د کمي معین حدونه لیکم

 

- د موسیقی هنر د نورو هنرونو تر څنګ هغه هنر دی چې انسان ورته ضرورت لري . دموسیقی او د شعرهنر هغه فرهنګي شتمنی دي، چې دیو بل سره تړاو لري .د موسیقی هنر دشعر د هنر په وسیله ښکلې خوند او رنګ پیدا کوي .دستوري صاحب شعرونه خپل ځانګړې موسیقیت لري، خو کله چې د ده شعرونه دهنرمندانواو سندرغاړو په خوږو آوازونو، طرزونواوکمپوزونو کې د موسیقې په پردو کې مینه والو ته وړاندې کیږي نو ښکلا او خوند یې لاپسې زیاتیږي .

دستوري صاحب شعرونه او خوږې ترانې زموږ دهیواد یوشمیر تکړه هنرمندانو او سندرغاړوپه خپلو خوږو او ښکلي غږونو کې د رادیوتلویزون له طریقه او دخلکو په ودونو او محافلوکې  دساز په څپو کې په ډیرو ښکلواو خوندوروکمپوزونو او طرزونو کې دخلکو غوږونو ته رسولي دي ، چې د دوی دا فعالیتونه د هنر او ادب په ګلبڼ کښې دپوره قدر اوستاینې وړ دي .

هغه محترموهنرمندانو او سندرغاړو، چې دستوري صاحب شعرونه یې په ښکلو او خوندورو کمپوزونو او طرزونوکې جوړ کړي دي دا دي :

استاد رحیم غمزده، استادخیال محمد، استاد یارمحمدعلي زی،استاد هدایت الله استاد طلا محمد، استاد ګلزار علم، ماسټر علي حیدر، رضوان منور اوشاه ځوان منور، بریالی صمدي، ماسټر رحیم ګل بنګښ، بریالی ولي ، نازیه اقبال، وحید احمد بابو او اکبر خان، حشمت سحر، شهنشاه پاچا، شبنم، زلمی غمزده، سیداګل مینا، انور خیال، ماشوخیل مطرب، اشرف ګلزار، زاهد الله اپریدي، ګلریز تبسم اوخالدمالک، ګل جان صادق، غازي او نورالرحمن، فروغ زیب نوشیروي، معشوق سلطان او سردار علي بلوڅي او داسې نورو...............

دستوري صاحب هغه شعرونه چې پورتنیو هنرمندانواوسندرغاړو ویلي دي څو نمونې یې دلته یادوو. دبیلګې په توګه  دابیتونه ګورو :

 

جرګه ځم کور په کور دقام زلمیان راټولوم

ملي وحدت دپاره عاشقان راټولوم

او یا وایي:

که د ژوند خبرې هر څومره ترخې شي

چې دا دستا د شونډورنګ واخلي خوږې شي

او یا وایي:

زه په حجرو کې یم لوی شوی ټنګ ټکور خوښوم

د فن په غېږ کې دادب اوسیاست شور خوښوم

او یا وایي:

که ګلان وکرې د ژوند د سردرو په څوکو

زه به یې سیل لره درځم د جګو غرو په څوکو

او یا وایي:

څوک چې په دار  د تورو زلفو ځنګیدلی نه شي

هغه دمینې په رازونوپوهیدلی نه شي

او یا وایي:

د ګلاب دګل د پاڼو نه  ښایسته ده

بختور یم  چې مې وینه  پښتنه ده

او یا وایي:

ساقي راځه زموږ په چم کې میخانه جوړه کړه

یوه چنه پکې د مینې مستانه جوړه کړه

او یا وایي:

دا ده یورپي پېغله پرې  یې  ږده چې څه کوي

قید پابندي  نه مني هر څه په خپل زړه کوي

او یا وایي:

نه ماتوي  تنده د  شرابو پیالې مه راوړه

لاړ شه ساقي لاړ شه  د چینې یخې  اوبه  راوړه

او یا وایي:

فلسفې به د دنیا راټولومه

د پښتو او پښتونوالي یې ځارومه

او یا وایي:

غم به د ټولو پښتنو کوو

موږ په پښتو خپله پښتو کوو

او یا وایي:

پسرلی دګل ځواني ده یو څو ورځې وي تېرېږي

زه هغه پسرلی غواړم چې تل ځوان وي  نه زړېږي

او یا وایي:

تا چې د سرو شونډو قلنګ کې بهانې پریښودې

زه ستا ملنګ شوم ما د ټول چم مېخانې پریښودې

او یا وایي:

چې دې شونډې زما شونډو ته نږدې شوې

رانه پاتې پیمانې د مېخانې شوې

ستا د سرو شونډو په میو چې شوم روږدی

نوی ژوند، نوی رباب، نوې نغمې شوې

او یا وایي:

په نیمه شپه راپاڅیده نیازبینه په بهانه

دیدن ته دیار لاړه  نازنینه په  بهانه

او یا وایي:

لکه چې زړه دې زما زړه سره سلا  کړې ده

زما په زړه چې وه  هغه خبره  تا کړې ده

او یا وایي:

سیتار د مینې غږوم، نوې دنیا لپاره

قانون دمینې جوړومه دسبا لپاره

او یا وایي:

تېرې د ژمي اوږدې شپې شولې

بیا پسرلی راغی ونې شنې شولې

رنګ مې ستا دشونډو ګل کې ولید

مستې مې دمینې ولولې شولې

او یا وایي:

په تورو څڼو یې پراته و پردیسي ګردونه

په خوله یې هیڅ نه ویل سترګو یې ویل حالونه

او یا وایي:

رښتیا چې ملکه یې درنګونو د ښکلا

ښکلا ته دې سجده کړي ښکلاګانې د دنیا

ښایست دې د مینو د زړه مینه تودوي

د سرو ګلونو څانګې  ته په برخه یې د چا

د سر په بیه اخلم ستا دمینې افتخار

باقي به څومره نور شم راته  ووایه صفا

دا ستوری کړي پوښتنه درنه غواړي اجازه

دا ته دګل په رنګ یې؟ که ګل رنګ اخیستی ستا؟

او یا وایي:

ګلبڼ وی د بلبلو بس  یوازې زه او ته وی

دا ستا د تورو زلفود اوربل   لاندې مې شپه وی

 

او داسې نور شعرونه .............................................................

د دغو سندرو د اوریدو او لیدولپاره دا پتی وګوری :

 

http://www.kabirstori.com/?page=TangTakor&c=TangTakor_Videos

http://kabirstori.com/music/                                                                                                             

په رښتیا سره که دې ډاکتر کبیر ستوري شعرونه ته په غور سره پاملرنه وشي، د ده شعرونه ډیر خواږه، سلیس، روان، په زړه پورې او د لوړو او ژورو هنري، ادبي او علمي مطالبواومفاهیمو نه ډک دي ، همدا وجه ده چې د ده علمي او تحقیقي، ادبي او هنري آثار د هر چا په زړه کې یې ځانته ځای جوړ کړې دی، او هر څوک د ده د آثارونه د خپل ذوق په اندازه خوند او ګټه اخلي .

ستوری صاحب د لوړ، نرم او ساده مزاج، دنیکواوصافو، دعالي اخلاقواو انساني خصایلو دروند شخصیت و.ده لږ خبرې کولې او د نورو خلکو نه به یې ډیرې خبرې اوریدلې . د ده خبرې ریښتینې ، خوږې اودرنې وې،  او په کلام کې یې هر وخت د انسان او انساني کرامت حرمت څرګندیدو، اودخپل قام او ژبې سره یې ژوره مینه لرله . د ده په ذهن کې د ورورګلوې، اتحاد اواتفاق،ملي وحدت اودسولې اوسوکالې مرام له ورایه معلومیده . ستوری صاحب دعلم اوادب  دپښتواو پښتونولې دقام او دژبې دریښتیني خدمتګار په توګه روښانه او ځلانده سمبول و، او په دې لاره کې هر ډول قرباني ته حاضر و.

لنډه دا چې ډاکتر کبیر ستوری زموږ د هیواد څو اړخیزه شخصیت و، چې د ده ادبي، فرهنګي ، اجتماعي ، سیاسي اوملي شخصیت دپښتو ادب په ډګرکې ځانګړې ځای او مقام لري .د ده د منظوم او منثور آثارو نه معلومیږي چې دی یو پوخ شاعر، وتلې لیکوال، تکړه ژورنالیست، لوی سیاسي اوملي مبارز،مفکر او فلسفي شخصیت و،چې دده نوم دده هنر ، د ده فن او د ده آثار به زموږ دادبیاتو په تاریخ کې د تل لپاره ژوندی وي او زموږ خلک او په ځانګړي توګه زموږ د ادب مینه وال به د ده په نوم ویاړي او دده هلې ځلې او کارنامې به ستایي او دقدر په سترګه به ورته ګوري .

د ده چاپي منظوم اومنثور آثار دا دي :

سکروټه(شعري ټولګه)،  ژوندي خیالونه(شعري ټولکه)، سندریز پیغام(شعري ټولکه)،  خوږې مسرۍ(شعري ټولګه)، دقلم توره(شعري ټولګه)، پښتونخوا مجله، ویره ، ژبساپوهنه ، دهوښیارتیا تله، ، د ویری تله،  دهوښیارتیا  دکلتوري  بڼو تله ، دهوښیارتیا  کلتوري بې پلوه تله ، د پيداېښتي بڼود هوښيارتيا تله ،  او داسې نورآثار.

دیادونې وړ بولم چې  ستوری صاحب دسایکالوجۍ ډاکتر و . دی هغه فلسفي، علمي، ټولنیزپوه ، مفکر،عالم او مسلکي لیکوال و، چې په سایکالوجۍ کې یې په پښتو ژبه یو شمیر رسالې اوبشپړ کتاب چې د (ویره)په نوم یادیږي لیکلې دی .د ده داعلمي، مسلکي، تحقیقي  او ارزښتمنده فعالیتونه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د پښتو ژبې دعلمي کیدو په لوردقدر او ستاینې وړ دي .

ستوري صاحب په بیلا بیلو اخبارونو، ورځپاڼو، مجلو اوانټرنیټي سایتونو کې په مختلفو وختونو کې یو شمیر مقالې لیکلي او دمختلفومرکه کوونکو سره یې مرکې هم کړې دي .په لنډه توګه د ده دمقالې اولیکنې عنوانونه دا دي :

- پوهنیزې لیکنې

- ادبي لیکنې

- سیاسي لیکنې

- څیړنیزې لیکنې

- د ستوري لیکونه

- په نورو ژبو لیکنې

- د ستوري مرکې

 

ارواښاد کبیر ستوری په (۲۰۰۶)م کال کې د اپریل په څلورمه نیټه په جرمني کې له دې فاني نړې څخه سترګې پټې کړې، او د کونړ ولایت په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډیر درنښت سره چې یوشمېر سیاستوالو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانواو دستوري صاحب په زرګونومینه والوهلته اشتراک کړې  وو، خاورو ته وسپارل شو.

د څښتن تعالی څخه ده ته د فردوس جنت غواړم، د ده آثار دې تل تر تله ژوندي او ښیرازه وي .

په ډیر درنښت اوادبي مینه : انجنیر عبدالقادر مسعود   

 

 

 

  


بالا
 
بازگشت