ښاغلی نصرالله حافظ زموږ دهیواد د معاصر ادب اوفرهنګ  پیاوړی شاعر او نامتو لیکوال

 

زه دپښتو ادبیاتو په رنګین او غوړیدلي ډګر کې د داسې یو نامتو ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله خبرې کوم، چې د ده نوم د یو دروند، قدرمن، نوښتګر لیکوال او شاعر په توګه دپښتوادب اوهنر په رنګینه نړۍ کې دتل لپاره ژوندی، نه  ورکیدونکې او نه هیریدونکې دی . دا وتلي لیکوال او شاعر د خپل ځلاند نبوغ اود

څپاندهنري استعداد او ذکاوت په وسیله او دخپل لوړ تخیل او اوچت فکر په درلودلو سره یې دشعر په اسمان کې داسې ستورو ته لاس غځولې دی، چې د ده ښکلي او اغیزمند شعرونه خوله په خوله ، کور په کور، کلي په کلي او ښار په ښارګرځي راګرځي . د ده منظوم او منثور آثار د مضمون، محتوا او فورم  له مخې د پښتو ادب اوشعر په بڼ کې ارزښتمند، ګټور، رنګین او په زړه پوري ملي ، ادبي او هنري شتمنې شمیرل کیږي .

دا خودرویه، غوړیدلې ، تازه او ښیرازه ګل د پښتو ادب په ګلستان کې (ښاغلی نصرالله حافظ) دی .

ښاغلی نصرالله حافظ د خپل علمي او ادبي هلو ځلو په وسیله دپښتو کلاسیکه شاعري د نوي معاصرې شاعرۍ سره د ټولو شعري اصطلاحاتواو ژبني ترکیبونوپه پام کې نیولو سره، چې تخیل، عاطفي احساسات، مفکوره، آهنګ او موسیقیت یې روح ګڼل کیږي وصل کړي دي او خپله طبع یې په ډیره ظریفانه، هنرمندانه او ادیبانه انداز سره په دې لاره کې آزمویلې ده، چې د ده دا ادبي او هنري خدمتونه او فعالیتونه د ډیر قدر او ستاینې وړ دي .

ښاغلی نصرالله حافظ د میرزا نوراسلام زوی دی، چې په (۱۳۱۰) لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالی کې د حافظانو په کلي کې په یو ادبي او روحاني کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګی پرانیستې دي . ده خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د ننګرهار په ولایت کې د خپل کلي چپرهار په ولسوالی کې په لومړنۍ ښوونځې کې پای ته رسولي دي، ده دخپلوهمزولوپه ډله کې یوځانګړی استعداد  او ذکاوت درلود، او په شپږم ټولګي کې وه، چې په شعر ویلو یې پیل وکړ . حافظ صاحب وایي : زه په داسې یو ماحول کې پیدا شوی یم، چې وروسته له آزانه ما شعر اوریدلی دی . د دغو ماحول تاثیر وه، چې زه شاعر شوم . دی په (۱۳۳۱) لمریز کال کې د عالي دارالمعلمین نه فارغ شوی دی . وروسته له فراغت نه دښوونې او روزنې په وزارت کې د ښوونکي په توګه وټاکل شو، او د خوشحال خان په لیسه کې یې دښوونکي دنده درلوده . په (۱۳۳۳) لمریز کال کې په پښتني تجارتي بانک کې مقررشواوهلته  د (ویسا)مجلې غړی شو، چې دا مجله د دغې بانک له خوا خپریدله او ده پنځه یا ښپږ کاله په دغه بانک کې کار وکړ . په (۱۳۳۹) لمریز کال کې د پښتون غږ د مجلې په اداره کې د مرستیال په توګه دنده لرله او بیا په همدغه کال کې په رادیو افغانستان کې کار پیل کړ، او هلته د رادیو د روزنې ادارې د پښتو برخې د چلوونکي په توګه وټاکل شو . په (۱۳۴۳) لمریز کال کې د رادیو د تدقیق مدیر او وروسته د هنراو ادبیاتو د ادارې د مرستیال په توګه وګمارل شو . څو موده وروسته بیا د رادیو د روزنې ادارې د ټولنیزو خپرونو د مدیریت دنده ور په غاړه شوه . ده په رادیو کې د پښتو ډرام او ډیالوګ د مدیر په توګه هم دندې تر سره کړي دي . په (۱۳۵۳) لمریز کال کې ده د رادیو د انسجام د مدیر په توګه او د هنر اوادبیاتو په اداره کې د مرستیال په توګه خپله دنده تر سره کړی ده . په (۱۳۵۸) لمریز کال کې د پښتنو او بلوڅو د خپرونې د لوی مدیر په توګه وټاکل شو، او له (۱۳۵۹)لمریز کال  راهیسې ده د هنر او ادبیاتو په اداره کې کار کاوه .

دحافظ صاحب دشعري کلام او دالفاظوعاطفي رنګ او خوند، ژبني ادبي خوږوالی او دشعري ترکیباتو پراخوالی او مقبولیت په ډیر ښکلي اوظریفانه شکل ترسیم شوي دي او په هر ادبي ذوق برابر دي، او شعري موسیقیت او آهنګ یې ښکلی او رنګین دی او د ده شعر ته یې روح بخښلی دی . د ده لومړنۍ شعر په (۱۳۳۱) لمریز کال کې د انیس په ورځپاڼه کې چاپ شوی و. ده په خپل ادبي نوښت او تازه لیکنو د پښتو ادبیاتو په ګلبڼ کې داسې ګلان وکرل، چې د ده دګلونو غوټی ګل شوی ، وغوړیدی او کل مخی شوی، چې نن سبا د ګلونو په ګلزار کې د دغو رنګارنګ او تازه ګلونو بوی او عطرونه دپښتو ادب په شین او زرغون آسمان کښې معطره شوي دي او هر څوک په ښه انداز تری نه ګټه پورته کوي .

حافظ صاحب هغه وخت، چې په رادیو افغانستان کې  د ادبیاتو په اداره کې کار پیل کړ، ده ته هلته دا چانس ور په برخه شو، چې د یو شمیر ادبي او فرهنګي شخصیتونو سره آشنا شي او په ادبي برنامې او پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي . ده هلته یوه دیني خپرونه، چې  (دسهار نذرانې) په نوم یادیدله خپروله او (۲۲) کاله یې وچلوله ، دغې برنامې د اولس په راویښولو کې ډیر زیات اغیز درلوداو دخلکو له خوا په هغه وخت کې د ستاینې وړ خپرونه وه او ډیر مینه وال  یې درلودل .

حافظ صاحب ډیرې زیاتې خوندورې ادبي لیکنې لري، اوزیاتره ښځینه او نارینه سندر غاړو او هنرمندانو ته یې سندرې او ډیر عالي تصنیفونه جوړ کړي دي ، چې د ده زیاتره شعرونه د هنرمندانو له خوا په ډیرو ښکلو طرزونو او ښایسته کمپوزونود موسیقي په پردو کې ویل شوي دي .

میرمن پروین، چې زموږ دهیواد یوه درنه،  نامتواوپخوانې سندرغاړې وه،  دحافظ صاحب شعرونه یې په ډیر ښکلي کمپوزونو کې په خپل خوندوراوزړه وړونکي آواز کې ویلي دي . دبیلګې په توګه دا بیت ګورو: 

دا ستا په سترګو کې جانانه څه اثر غوندې دی

چې مې لیدلې بیخي زړه زما اوتر غوندې دی

استاد اولمیر، چې یو خوږ ژبی، وتلی، درونداو نامتوسندر غاړی او هنرمند و  په  خپل خوږ آواز کې یې دحافظ صاحب ډیر زیات شعرونه په ډیر عالي طرزونواو کمپوزونو کې په ښکلي او د اغیز نه ډک آواز کې دموسیقی په پردو کې داسې ویلي دي، چې دخلکو په زړونوکې منګولې ښخوي او خلک ځانته راکاږي او روح ته یې آرامش ورکوي . د بیلکې په تو ګه دا بیت ګورو:

د آسمان په شنه لمن کې دبهار وریځی نڅا کړي

خوشحالي کړي اټنونه، چې خندا ورته بریښنا کړي

استاد قدیم، چې زموږ د وطن یو تکړه، نامتواو اولسي او وطني سندرغاړی او هنرمند و ده هم دحافظ صاحب شعرونه په خپل ښکلي او په زړه پورې آواز کې په ډیر ښکلي کمپوزونو او طرزونو کې ویلي دي . دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

سور سالو په سر که په مکیز باندې روانه شه

ځه کږه وږه شه لکه زرکه خرامانه شه

او یا وایي :

بیا د لیلا د لاس بنګړي په شرنګیدو ښکاري

په شونډو سرو یې سور پیزوان په ګډیدو ښکاري

حفیظ الله ګردش، چې زموږ د هیواد یو خوږ غږی اوپیژندل شوی سندرغاړی او هنرمند دی، نوموړی خپله یوه خاطره د استاد حافظ صاحب دادبي او فرهنګي شخصیت په هکله داسې بیانوي :

(پخوا،  چې کله یو سندر غاړي غوښتل، چې یوکمپوز جوړ کړي اویا که کوم کمپوز ورته پیدا کیده، حافظ صاحب ته یې مراجعه کوله ، چې زه داسې یو کمپوز لرم ته په دې قالب کې ماته یو شعر ولیکه . ماهم د مسرور صاحب نه یو کمپوز تر لاسه کړی و. داکمپوز ما حافظ صاحب ته وروړ او حافظ صاحب ماته یو شعر ولیکه، چې دا شعر یو ډیر خوندور او ښکلی وه لکه :

ښکلی دلداره زما ستا له غمه مرمه راشه بې وفا

ما دا سندره په تلویزون کې ویلې ده .)

لنډه دا، چې نه یوازې دغو هنرمندانو، چې موږ یاد کړل بلکې یو شمیر زیاتو نورو سندرغاړو او هنرمندانولکه : استاد  ایوب، طلامحمد، نعمت الله، سید علم او داسې نورو، دحافظ صاحب  ډیر زیات شعرونه په خپل خوږوآوازونوکې ویلي دي .

په رښتیا سره چې د حافظ صاحب شعرونه یو ځانګړې موسیقیت لري، ساده، روانه، رنګینه او شاعرانه ژبه لري . د ده شعرونه اولسي خوند او رنګ لري، ژبني او شاعرانه  ترکیبونه داسې انځوروي، چې د لوستونکو، اوریدونکواو ویونکو په ذهن کې یو ښکلی انځور او عیني حقیقت ترسیموي، او د خپلو ذوقمندو او مینه والو په زړونو کې داسې ښکلا او مینه راپاروي، چې دوی هرومرو ترینه ګټه پورته کړي او خپله ادبي تنده پرې ماته کړي .

داجوته ده، چې زموږ زیاتره لیکوالان او شاعران ډیر با ارزښته منظوم او منثورآثار لیکلي دي، د دغو لیکوالانو او شاعرانو لیکنې نه یوازی، چې دقدر او ستاینې وړ دي بلکې د دوی ادبي او فرهنګي مقام او منزلت زموږ په ټولنه کې یو ځانګړې ځای  او مرتبه لري او زموږ خلک د دوی ادبي هلې ځلې او خدمتونه ستایي او په درنه سترګه ورته ګوري .

حافظ صاحب هم د هغو لیکوالانو او شاعرانو له ډلې څخه دی، چې ده دخپل قلم، علم او فکر په وسیله زموږ دادب  وړانګې روښانه او ځلانده ساتلې دي . ده په خپل هنري،  ادبي او فرهنګي فعالیتونو او خدمتونوکښې (۵۲) کتابونه لیکلي دي، چې یو شمیریې چاپ شوي دي . دیادونې وړ ګڼم، چې حافظ صاحب په خپل ادبي او فرهنګي ژوند کې دخپلو ادبي آثارو په لیکلو د یو شمیر مقاماتو له خواتقدیر شوی هم دی .

د ده چاپ شوي آثار دا دي :

- دشمشاد هسکې څوکې : دا شعري ټولګه د حافظ صاحب لومړۍ ټولکه ده چې په (۱۳۶۲) لمریز کال کې د لیکوال ټولنې له خوا خپره شوې ده .

- دنغمو کاروان : په دې کتاب کې د حافظ صاحب  هغه د پښتو سندرې، چې درادیو په آرشیف کې ثبتې شوې دي، لیکل شوې دي . دا اثر په (۱۳۵۶) لمریز کال کې دنړیوال سمینار په ویاړ د بیهقي کتاب خپرولو د موسسې له خوا خپور شوی دی .

- ستا د چم ګلونه : دا شعري ټولګه په (۱۳۶۵)لمریز کال کې د چاپ او خپرولود دولتي کمیتې له خوا چاپ شوې ده .

- ستا د چم ګلونه : دا  د شعرونو بله ټولګه ده، چې  په (۱۳۶۵)لمریز کال کې د چاپ او خپرولود دولتي کمیتې له خوا چاپ شوې ده .

- سهارنې نذرانې : دا هغه دیني برنامه ده ، چې حافظ صاحب په رادیو افغانستان کې جوړوله .

- دحق پتنګان : دا دیوې خپرونې نوم دی، چې حافظ صاحب د خپل اوچت قلم په وسیله ورته لیکنې برابرولې، چې اوس هم په رادیو کې خپریږي .

- د اتم ټولګي تاریخ : دا ژباړل شوی کتاب دی، چې حافظ صاحب په پښتوژبې ژباړلې دی او په (۱۳۴۴) لمریز کال کې چاپ او خپور شوی دی . دا کتاب دپښتو ژبې د زده کوونکو لپاره چاپ شوی دی .

- مات ستوري : دا ټولګه د حافظ صاحب د شعرونو ټولګه ده،  په (۱۳۷۹)لمریز کال کې چاپ شوې ده، چې په دغه ټولګه کې د ده ډیر خوندور، ښکلي او ښایسته غزلونه لیکل شوي دي .

تاترې : دا اثر په (۱۳۶۶) لمریز کال کې چاپ شوی دی، چې په دې اثر کې خوندور نظمونه لیکل شوي دي .

- دردونه او تکلونه : دا اثر په (۱۳۶۹)لمریز کال کې چاپ شوی دی ، چې په دې اثر کې ډیر خوندور او په زړه پورې غزلونه لیکل شوي دي .

- زړه پګړۍ : دا اثر په (۱۳۸۶) لمریز کال کې چاپ شوی دی .

- هیواد، سوله او جرګه : دا شعري ټولګه په (۱۳۸۷) لمریز کال کې چاپ شوې ده.

 

 حافظ صاحب یوشمیر ناچاپ آثارهم لري او دی په دا فکر کې دی، چې دا آثار هم دچاپولولپاره ترتیب اوتدوین کړي . د دغو آثارو نومونه دا دي :

دمینې ډیوه،زما ترانې، د حق پتنګان ، په جاپان کې اسلام، دلنډو کیسې یوه ټولګه، دننګ په نامه، د بیدارۍ غږ، دسباوون نغمه، مات وزرونه، د اسلام سیاسي تاریخ، د حضرت محمد(ص) دوړکتوب کیسې، ویرنې او ستاینې، دسولې علم بردار، پردیسه مینه، مرسته، حبابه، کابل شهیدشو، غیرتي ابۍ، هغه شپه چې لمن یې سپینه ده، شعري بغاوت، منظوم لیکونه، دپښتو ژبې سره دزړه خواله، سپرلنۍ ټولګه، د نړۍ د نامتو لیکوالانو کیسې، پت پالنه، دنړۍ دمشهورو شاعرانو شعرونه (ژباړه)، د نړۍ  دادبیاتو د شهکارونو کیسې (ژباړه)،  پرهرونه ، او داسې نور.

 په رښتیا سره که چیرې د حافظ صاحب ناچاپ منظوم او منثور آثارهم چاپ شي، نو دا څرګندیږي، چې د ده آثارزموږ د پښتو ادب یوه لویه او بډایه ګنجینه او خزانه ده .

 

دبهرنیو ژبو د آثاروژباړل زموږ په هنري ، ادبي، علمي او نوروپوهنیزو برخو کې ډیر زیات اغیز لري، او زموږ لیکوالان او شاعران کولې شي د هغوی له آثارو څخه ډیره ښه تجربه تر لاسه کړي او زموږ د پښتو ادب نور هم پرې رنګین کړي . له نیکمرغه، چې زموږ حافظ صاحب هم دهغو لیکوالانواو شاعرانو له ډلې څخه دی، چې دخپل لوړ تخیل، اوچت فکراوقلم په وسیله یې د (۴۰۰) په شااو خوا کې لنډې نړیوالې کیسې او یو شمیر نکلونه یې دفارسي- دري ژبې نه په پښتو ژبې ژباړلي دي، چې د ده دا خدمت دډیر قدر او ستاینې وړ دی .

حافظ صاحب د(۵۵) کالوپه شااوخواکې په رادیوافغانستان کې دادبي او فرهنګي

فعالیتونوسره بوخت و. ده په زیاتره او مهمه مشاعرو کې دیوخوږ ژبي ویاند او انانسر په توګه شعرونه دکلمه کول ، اود زیاترو ښځینه او نارینه سندرغاړواو هنرمندانو سندرې ، شعرونه او تصنیفونه یې لیدل او اصلاح کول .

حافظ صاحب د یو شمیر مشهورو خپرونو لپاره ډیرې په زړه پورې او خوندورې لیکنې کړې دي، چې دا مشهورې خپرونې دا وې :

سهارنۍ نذرونه، دحق پتنګان، شوم دم انګازې، از هر چمن سمنې، زرغون ټال، دادب وږمې، هنر او ژوند، څپې، د نکریزو پاڼه، دطاووس بڼکه، دمعرفت سمونه، دنیسان غږ او داسې یو شمیر نورې خپرونې ، چې دا ټولې خپرونې د رادیو افغانستان په آرشیف کې خوندي دي . حافظ صاحب په سلګونو نورې لیکنې هم کړې دي، چې د وخت په ورځپاڼو، جرایدو اومجلو کې چاپ شوي دي . ده د یو شمیر نامتو، پياوړي او وتلي لیکوالانود آثارو په هکله هر اړخیزې ادبي څیړنې هم کړې دي لکه : خوشحال خان خټک بابا، استاد حمزه شینواری، استاد راحت زاخیلي، استاد قیام الدین خادم او داسې نورو.

دحافظ صاحب شعرونو د رحمان بابااود استاد حمزه شیواري له شعرونو څخه رنګ اخیستې دی .

عبدالله بختانې ، چې زموږ دهیوادیو نامتولیکوال او وتلې شاعر دی .  د حافظ صاحب د شعرونو په هکله داسې وایي :

(حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې د اولس شاعري او دپښتو د پخوانیوشاعرانو شعري عنعنې ته په ښه او درنه سترګه کتلي او په ښه ډول یې دوام ورکړی دی او غنا یې وربخښلی ده )

حافظ صاحب دخپل لوړ او شاعرانه تخیل او اوچت فکر په وسیله دپښتو غزل رنګین ساتلی دی او ډیر خوندوراو په زړه پوري غزلونه یې لیکلي دي . ده دپښتو ادب په ډګر کې په خپل نبوغ او طبیعي استعداد سره د پښتو غزل ته د عصر د نویو تجربو سره  یو نوی اوتازه رنګ ورکړ . ده خپل غزلونه په بدیعي صنعتونو، استعاراتو، کنایاتو، تشبیهاتواو سمبولونوښکلي کړي دي . ښاغلی عبدالغفور لیوال ، چې زموږ د هیواد یو تکړه لیکوال او خوږ ژبې شاعر دی د حافظ صاحب د شعرونو دښکلا په هکله داسې وایي :

(د ښاغلي حافظ په شاعرۍ کې، صنعتونه ډیر دپام وړ دي . یعنې ټول هغه معنوي او د بیان فنون   او صنعتونه ، چې زموږه  په کلاسیکه شاعرۍ کې معمول وو، په معاصره دوره کې  ښاغلی نصرالله حافظ هغه یو یوازنی شاعر دی ، چې ورته پام اړولی دی .)

حافظ صاحب دپښتو ادب یو نوښتګر اوبریالی لیکوال او شاعر دی، چې ډیرې زیاتې غزلیزې ټولګی لري لکه :

ستا دچم ګلونه، مات ستوري، دردونه تکلونه ، زړه پګړۍ او داسې یو شمیر نورې شعري ټولګې، چې تر اوسه نه دي چاپ شوي .

- حافظ صاحب  د مینې ، ښکلا او عاطفي احساس شاعر دی . ده په خپلو شعرونو کې دطبعیت رنګینه ښکلا، مینه او محبت، حسن او جمال، دمطربانو، مستانو او رندانومحفلونه، د سوزاو ساز سندرې، دمیو بلې ډیوې او د ښایسته ساقي په لاس کې دمیو جام او همداسې نور ظریفانه او شاعران ترکیبونه او سمبولونه په ډیر ښکلي او خوندور شکل د شعر په ژبه بیان کړي دي . دبیلګې په توګه د ده دغزلونو دا بیتونه ګورو، چې وایي :

شپه څومره لویه شوه اوږده شوه سبا هیڅ نه راځي

تیارې خورې په شااوخوا دي رڼا هیڅ نه راځي

دمجنون سترګې ورته فرش دي د راتلو په لاره

چې یو دناز قدم پرې کیږدي لیلا هیڅ نه راځي

او یا وایي :

ساقي! د زړه شراب په نوي پیمانه کې راکړه

مطربه کیف د دریاب په ترانه کې راکړه

په سر مې واړولې ډیرې د ستم زمانې

صله د رحم لږ په دغه زمانه کې راکړه

اویا وایي :

مونږ د شعر له کوره ځو خو غزل ځان سره وړو

بلې ډیوې د پتنګانو اجل ځان سره وړو

څه مو چې کړي په دنیا کې هغه دلته پریږدو

ښه وي که بد وي دا ناچیزه عمل ځان سره وړو

 

اویا وایي :

څرک د رڼا ته انتظار کاږم

توره تیاره کې د ژوند لار کاږم

چې مې یو ګل نشته دژوند په بڼ کې

منت به څله د بهار کاږم

اویا وایي :

د حسن ملنګان يو د جانان كوڅې ته ځو

د خپلې وركې مينې د ارمان كوڅې ته ځو

شايد چې په كې بيا مومو كعبه د خپل مراد

جنونه ستا د رحم د ګريوان كوڅې ته ځو

اویا وایي :

لكه تالا، چې یې خزانه شول زما ګلونه

په هغه رنګ دې تالا مه شه د هيچا ګلونه

لمدې په پرخه د غونچو نيمزالې سترګې نه دي

بلبله ستا په غم كې ناست دي په ژړا ګلونه

اویا وایي :

چې يې زلفې په مستۍ راواړولې

په ناز سترګوليونۍ راواړولې

ما ادم باندې د مرګ د خوارۍ خاورې

دې د حسن دُرخانۍ راواړولې

اویا وایي :

بيا د ليلا زلفې په مخ باندې سمسورې شوې

خمارې سترګې يې په كومو رنجو تورې شوې

د ښايستوكې خورې نخرې يې نورې شوې

د جهان سترګې ورته ستړې په ليدو ښكاري

اویا وایي :

نوې مې وچې پرې د سترګو د اسمان چينې شوې

تا چې په سپينه كوكۍ راوړل د خندا ګلونه

يو عجيبه غوندې شور ګډ شو په بازار د حسن

حافظ چې راوړل د غزل په لمن بيا ګلونه

دحافظ صاحب په شعرونو کې  ملي، وطني ، عاطفي او ټولنیز احساسات په ډیرو ښکلو تصویرونو او خیالونو کې  ترسیم شوي دي .  ده دټولنیز ژوند په بیلا بیلو اړخونو کې خپله شعري طبع آزمویلې ده ، چې لوستونکی یې په خونداورنګ  نه مړیږي .

ښاغلی زرين انځور، چې زموږ دهیواد  تکړه ليکوال ، اووتلې شاعردی د حافظ صاحب دشاعرۍ په هکله داسې وايي :

( نصرالله حافظ د پښتو ژبې اوسمهالی (معاصر) شاعر دی، هغه يوازې داسې شاعر دی، چې تل يې په خپل شعر کې له خپلو خلکو سره خبرې کړي دي، تل يې غوښتي چې خپل شعري غږونه نورو ته ورسوي او د خپل اولس لپاره ترانې ووايي، شعرونه زمزمه کړي او نظمونه ورته اهداء کړي، خبره د شاعر ده د يوه داسې شاعر چې کلونه کلونه وړاندې له خپل شعر سره  يې يو ځای ژوند کړی دی، شعر يې هم مينه ده او هم وينه . شعر يې ژوند دی او د داسې شاعر خبره ده، چې د کلونو له اوږدو پيچومو څخه د شعر په پلوشو کې راتېر شوی دی .)

حافظ صاحب په (۱۳۳۵) لمریز کال کې د ښوونکي او دمور دمقام او منزلت په هکله شعرونه لیکلي وو، چې دغو شعرونو د مور د ورځې لومړی درجه جایزه تر لاسه کړې ده . او بیا یې په (۱۳۵۲)لمریز کال خپلې مور ته یوشعر ولیکه او د مېرمنو ټولنې ته یې  ورولېږه. دغې شعر هم جایزه وګټله . دیادونې وړ کڼم ویل کیږي، چې هغه وخت دمیرمنو ټولنې ته د وخت ملکه هم راغلې وه، او حافظ صاحب يې د شعر د ويلو نه وروسته خپل حضور ته وروغوښته، چې د سروزو په يوې سکې او څه پيسو يې دی ونازوه. د بیلګې په توګه د د غې شعر یو څو بیتونه ګورو :

ستا له دې ښکلي خواږه نومه شم قربان مورې

زما کعبه، زما قبله، زما ايمان مورې

ځمکه خو څه کړې قدمو کې دې هواره ښکاري

د ادب سر درته ټيټ کړی دی آسمان مورې

- حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې دوطن سره، دهیوادوالوسره، دملي یوالې اوملي وحدت سره، دخلکوداتحاد اواتفاق په هکله، د سولۍ، سوکالۍ، خپلواکۍ، آزادۍ په هکله، دملي احساساتو د راپارولو په هکله ، د پښتواو پښتونولي سره خپله ژوره مینه اواحساس په ډیرو ښکلو او په زړه پورو انځورونو، اوخیالونو کې ترسیم کړي دي . د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو، چې وایي :

زه چې هسې په نشه د وطن مست يم
د پښتو د ننگ مې څښلى پيمانه ده
هسې شور مې د ملي مستئ بيدار دى
چې حيرت کې ورته ډوبه ميخانه ده
د هستۍ برابرې مې دى څوک نه کړى
د وطن هره غونډۍ مې خزانه ده
زه چې مست يم د وطن د عشق په ميو
په پښتون زړه کې مې وينه مستانه ده

او یا وایي :

اى پښتنو ستاسې وطن يمه زه
غوږ راته کيږدۍ څه ويل غواړم
اولنى شى چې ارمان دى زما
هغه د ځان آزادول غواړم
ستاسې د پلار او نيکونو کوريم
لږ دخپل ځان آبادول غواړم
چې مى پردى په حريم ونه بلوسى
تاسو نه د غومره ساتل غواړم

اویا وایي :

زه په هيڅ ډول دا منلى نه شم
آخر خو زه د پښتنو وطن يم
چې غلامى له مرگه بده گڼى
زه خو د هغو ميړنو وطن يم
چې آزادي يې د فطرت برخه ده
د پرونو د ننو وطن يم
زامنو! پام کوئ هوښيارشئ ورته
زه خو د ستاسو لرغونو وطن يم
زه پلار وطن تاسو بچي يۍ زما
زما د ننگ نشان اوچت وساتئ
زما عزت په خپلواکۍ کې پروت دى
د پلار عزت مو په غيرت وساتئ

او یا وایي :

ويــاړلی خوا ته خړ مې خيبر دی

دغيرت طور دی د جنت ور دی

ســـــردار و دلته خوړلی سر دی

بــل ځای که بر و نو دلته لر دی

د تــــورو ګـــټو ولاړ يو غر دی

پـــه تــــورو غشو پرهر پرهر دی

د زلـــمـو سيمه د ننګ ډګر دی

پـــه خپل قوت يې پوره باور دی

په کې ابادې ډېرې حجرې دي

دا تاترې دي، دا تاترې دي

او یا وایي :

زما شيرينه زما خوږ دمور او پلار وطنه
يم دې کوهکن زما د مينې پيوستون دا دى
بس چې د ستا د سوکالۍ ورځې پرې وگورمه
ارمان د عمر مې د سترگو نن پرون دا دى
ماته د سپين مخ تورو سترگو د بيلتون مه وايه
که چپرې بيل د ستا له غيږې شوم بيلتون دا دى
که رنځيدلى يم هم تا کې به صحت ومومم
زما شفا زما دوا زما روغتون دا دى
تر هغو نه کينم ترڅو چې تا آباد نه کړمه
وطنه! تا سره مې عهد نن پرون دا دى

فکر وطن ژبه وطن احساس وطن وطن شو
بې لتا نه لرم مضمون زما مضمون دادى

اى د وطن د مور د غيږې مدرسه کې لويه
ځان دې ښه پوه کړه ستا دپاره پوهنتون دا دى
چې دملي وحدت په ميو کړي ملت سيرابه
بيړه کوه ساقي چې وخت د پيوستون دا دى
حافظ دژوند وروستو سلگو کې هم وطن يادوي
شهيد په مينه د باندې پښتون دا دى

او یا وایي :

زه دشراب، زه دکباب دخوړو وږی نه یم

ماته دمینې محبت خواخوږه جامونه راکړه

ما دوزخي ته، چې دهجر په صراط تیریږم

درنه قربان شم لږ د وصل صفتونه راکړه

او یا وایي :

بیرغ دسولې مو په لاس کې د بشر دی

سوله غواړو

جګړه دې ورکه شي جګړه کې لوی خطر دی

سوله غواړو

او یا وایي :

زموږ خوښیږي د پښتو خبرې

د مرکو او جرګو خبرې

میراث زموږه د پلرو نیکونو

راپاتی شوی له وختو خبرې

او یا وایي :

ملى شعور را بيدار شوى تقاضا نوى ده
نن دپښتون دتورى شرنگ نوى رڼا نوى ده
د آزادى گټى دپاره يو خروش جوړ دى
دپښتانه له هر بچى نه سرفروش جوړ دى
بيا دپښتون تاجک په کو رکې جم وجوش جوړ دى
دسر په وينو دځوانانو نو شانوش جوړ دى
تورى له تيکونه بر بنډى راوتلى وينم
دغليمانو ورته سپينى تښتيدلى وينم

او یا وایي :

په کلک عزم هرسړى مرام ته رسي
د مطلب د لوى پړاو انجام ته رسي
د زلمو د ارادو له مضبوطوالي
گټه ډيره خپل ولس او قام ته رسي
د ملي شعور احساس چې وپاريږي
نو انجام يې يو ملي قيام ته رسي
زه د مينې په کلک هوډباندې ولاړ يم
که د ژوند غرمه مې اوس ماښام ته رسي
نيک بختي به له دې بله چرته مومي
چې مين د خپل جانان سلام ته رسي

او یا وایي :

ورپه غاړه افغانانو ته نن سبا ده

د وطن دخپلواکۍ ګټې سودا ده

اخیستل د دې متاع شي په سرونو

خپلول يې کله کيږي په لالونو
په ايثار فداکارۍ باندې کيداى شي
په پوره دلاورۍ باندې کيداى شي
دا ميدان هغو گټلى له هر چانه
چې وتلى وي دننگ له امتحانه

او یا وایي :

د پښتنې مور په لمن کې چې لوى شوى نه وي
د تيرو تورو سرته لاس وراچولى نه شي
د سپينو تورو د بريښنا سره چې نه وي بلد
د ننگ غيرت مقابلې ته دريدلى نه شي
چې په مزار د شهيدانو يې ونه رپيږي
د آزادۍ بيرغ هيڅوک پورته کولى نه شي

او یا وایي :

دلته پښتو شته، دلته پښتون شته

لیلا چې شته ده نو خود مجنون شته

دلته غورځنګ شته دلته پاڅون شته

دلته جرګه شته، دلته تړون شته

دلته  دوستي شته، هم پیوستون شته

غیرت د نن هم دپرون شته

او یا وایي :

ستا د وطن د زړه په رگ پورې ژورې نښتې
وروسته له دې دې راته ښکاري ژوندون گران اولسه!
کلونه تير پيړۍ شوې تيرې خو تراوسه پورې
تامعلوم نه کړل خائنان او صادقان اولسه!
چې ستا خدمت کوي پراته په تورو خاورو کې دي
ستا په قصرونو کې اوسيږي خائنان اولسه!

او یا وایي :

هغه چې ستا په نابودئ کې بود د ځان ويني
هوښيار شه وپيژنه دغسې کسان اولسه!
هغه چې ستا د سرسودا کوي له نورو سره
هغه به څنگه ستا وطن کاندي ودان اولسه!
هغه چې ستا په خوله وهي د خاموشئ مهرونه
آزادي څه شوه ستا د فکر او بيان اولسه

او یا وایي :

دغه دى وخت د امتحان دى د افغان اولسه!
په غړيدلو سترگو گوره دا جهان اولسه!
د ځان ځانى دنيا کړه ورانه غم د نورو وخوره
ترڅو به خورې د خپل ځان غم ستا وزيران اولسه!
چې د ملي وحدت کښتۍ دې څو سنباله نه کړې
نو ډوبوې به دې تر هغو دا توفان اولسه

او یا وایي :

چې  مې په سر کې د ملي وحدت خمار ویښ کړي

ځای د استوګنې  راته هسې میخانه کې راکړه

راته بلا د چا د تورو زلفو دام، چې نه شي

لوی قناعت راته د خال  وړه دانه کې راکړه

-      حافظ صاحب  په خپلو شعرونو کې د جنګ، ورانې، وحشت، استبداد اوظلم تصویرونه او دجګړې سره خپله کرکه داسې بیانوي . دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو، چې وایي :

اورونه رازرغون شول د ګلونو په هیواد کې

میلمنه شو محرم د اخترونو په هیواد کې

قدم قدم کې رنګ خپور شو د وینو هر خوا

د مرګ تیاره غوړیږي د رنګونو په هیواد ګې

او یا وایي :

د اور په سرو لمبو سوسیږي د کابل ګلونه

د سپرلي وخت رژیږي دکابل ګلونه

راغله بې وخته پرې سیلۍ د څه نا ترسه خزان

داسې، چې مړاوي مړاوي کیږي دکابل ګلونه

-      حافظ صاحب یو با احساسه او دردمن شاعر دی، چې د ده په شعرونو کې سوز وګداز، درداو نیاز له ورایه مالومیږي . دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو، چې وایي :

تــاسې کـه جامونه په سر واړول

موږه هم غمونه پــه سر واړول

تاسو د خوښۍ نشې په سر کړلې

موږه ټول غمونه په سـر واړول

اویا وایي :

عشقه ستا غمونه ته وخاندم که وژاړم

دې بلو اورونو ته وخاندم که وژاړم

نه د غاړې هار د چا او نه ښکلا د څڼو شوم

دې مړاوو ګلونو ته وخاندم که وژاړم

اویا وایي :

چې مې د ساز په اواز نور زړونه ناسازه نه شي

سوز د قفس راته په خپله اشيانه کې راکړه

چې زړه پرې وسوزم بې واره ورنه وګرځمه

د ژوندون شمع په آغوش د پروانه کې راکړه

چې د نړۍ د آسمان غر شم او دنيا رڼا کړم

دتېر عظمت قدرت په نوي سامانه کې راکړه

که چیرې دحافظ صاحب شعرونه په غور سره وګورو، نو داڅرګندیږي، چې حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې د داسې شعري کلماتو اوالفاظو،خواږه ترکیبونو، تشبیهاتواواستعاراتو نه کار اخیستی دی، چې د ده دشعرونو ښکلې شاعرانه کیفیت له ورایه مالومیږي .

اجمل خټک، چې یو نامتو، پیاوړې ، وتلې او په پښتو او پښتنو یو مین شاعر دی  د حافظ صاحب د ادبي شخصیت  په اړه خپل نظر داسې څرګندکړی دی :

(دی د لرې او برې پښتونخوا په شاعرانو کې د لوړ مقام څښتن دی، په دواړو – لر او بر- کې ډېر قدر او شهرت لري . د محبوبيت وړ په دې وجهه هم دی، چې دی ښکلی شعر تش د هنري ښکلا لپاره نه وايي او نه يې د خپلو شخصي جذباتو ، اوارداتو او احساساتو د اظهار لپاره ليکلی، بلکې د ټولنې تاريخ، د پښتونخوا د اولسونو د نن او پرون ارمان په داسې انداز کې بيانوي، چې سړی خوند او پند ترې اخلي او همدا ډول د مهابڼ شپونکی، د اېلبندونو کوچۍ، د پېښور يونيورسټۍ يو ګلالی او د پوهنتون يوه ملالۍ ترې يو شانته خو، جوش، ولوله او غورزنګ اخلي.

زه په خپله د شاعرۍ د ټولو اړخونو د ژورې مطالعې يو طالب العلم يم او دا مې پر ځان لازم ګڼلې ده، چې د پښتو د شعر او فن د بشري او ملي اړخ سره ډېر نږدې پېژندګلوي پيدا کړم.

په لړ کې زما ډېره دلچسپي د حافظ او د ده د شعر او فن سره ده، ځکه په دعوې سره ويلی شم، چې نه يوازې د ده شعر خوند او ژوند لري، بلکې د ده شخصيت هم د ده د شعر غوندې خوږ او اثر ناک دی .)

حافظ صاحب نه یوازې په هیواد کې دننه، بلکې په بهر کې هم دیو پیژندل شوي لیکوال او شاعر په توګه معرفي شوی دی .ده په خپل وخت کې بهرني ملکونو ته زیات سفرونه کړي دي . دده لومړۍ سفر سعودي عربستان ته وه . ده هلته د حج مراسم ترسره کړل او بیا یې ډیرې ادبي اوفرهنګي موسسې ولیدې او د دوی له تجاربو څخه یې خپله ګټه پورته کړه . ده پنځه واره  شوروي اتحاد ته سفرونه کړي دي او هلته یې دادبي او فرهنګي موضوعاتو په هکله خپل مالومات بشپړ کړی او د یو شمیر ادبي آثارو په هکله یې علمي او تحقیقاتي څیړنې کړي دي . دده ورستۍ سفر دعراق هیواددپلازمینې بغداد ته وه . په بغداد کې د صدام حسین په واکمنې کې هر کال ادبي او فرهنګي غونډې او جشنونه ترتیبیدل او دبیلابیلو هیوادونونه ادبي او فرهنګي شخصیتونه دعوتیدل . حافظ صاحب په دغه سفر کې هم ادبي او فرهنګي موسسې ولیدلې او دعراق مهمو ښارونو ته یې سفرونه وکړل . دی په دغه سفر کې هند ته هم ولاړو او د ډهلي ښار یې هم ولید.

حافظ صاحب یو دروند، متواضع او باوقاره شخصیت دی . ده په (۱۳۷۴)لمریز کال کې له رسمي او دولتي وظایفو څخه تقاعد واخیست . اوس مهال دی په کابل کې اوسیږي . دی پنځه اولاده لري، کشر زوی یې د طب په فاکولته کې درس وایي او د درس په څنګ کې دخپل پلار لاره  تعقیبوي او د شعرونو په لیکنو او ویلو هم بوخت دی .  حافظ صاحب  په خپلو نا چاپو آثارو کار کوي او غواړي، دا آثار چې ډیر لوی ملي او ادبي ارزښت لري  خپلومینو والوته  ډالۍ کړي . زه د خافظ صاحب د دغولویو باارزښتو کارونو او فعالیتونوقدر داني کوم او ده ته د خدای تعالی څخه د سترو بریاوو، بشپړې روغتیا او اوږده ژوندهیله کوم .

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادر مسعود  

د حافظ صاحب  یو شمیر شعرونه مو غوره کړي دي، چې د دغو شعرونو په لوستلو کې  د تاسو ادب دوستانو پام ورته راګرځوم :

ښاغلی نصرالله حافظ  د ارواښاد سیلاب صاحب په هکله ، چې زموږ دهیواد یو دروند، نامتو، پوخ او وتلې شاعر وه او د ده ډیر نږدې ملګری و، داسې وایي :                
کله چې زه د ګران او محتر م ورور امان الله ( سېلاب) ساپي د شهادت نه خبر شوم نو دغه شعر مې په داسې حال کې ووايه چې له سترګو مې ورسره اوښکې بهېدلې .

                                                                               سېلاب ته

سېلابه ! ته چې تللې خبر کړی به دې وای
ملګری د دې اوږود سفر کړی به دې وای
حافظ به بې له تا نه چاته توی کړي د زړه وينې
ملګرو کې مې نشته دی مثال د ستا د مينې
که بار به وو زما په زړه د غره قدر غمونه
چې ډېر به شول په ما باندې په ژوند کې کړاوونه
چې دربه غلم تاته تا به واخستل لمانه
په ډکه خوله خندا به دې خوشاله کړم بېشانه
وو تود به تل مدام ستا په وجود د شعر بزم
درېدلی څومره کلک وې د پښتو په کړي عزم
اوس واورم د چا شعر چاته ووايم خپل شعر
تم شوی چې له کوم وخته د ستا د حيات مهر
ای وروره ستا د وينو شهادت ته مې سلام دی
دوستۍ کې ستا ريښتيني صداقت ته مې سلام دی
مزار دې راته ندی معلوم ګرانه چاره څه ده
د روح نه دې مدد غواړم راښايه لاره څه ده
سر شوی يم د ژوند په نا هموارو ګړنګونو
ځپلی دومره ډېر يمه د هجر نا تارونو
کړم فکر چې به نن او يا سبا ته ليونی شم
هو څيرې به ګرېوان کړم د مالت به خندنی شم
راځه درنه قربان شم په خېر راشه لېونتوبه
توده به تاسره کړم هم د مينې ګرمه لوبه
غمونه د سېلاب به درته هر يو په حساب کړم
هو جوړ به د سېلاب په غم د شعر بل کتاب کړم
د اشا او خوا چې ګرځي دغه واړه ليوني دي
راغلي دغه ښار ته ببر سري ليوني دي
سېلابه ! کاشکې ډوب وای زه هم ستا مستو څپو کې
ملګری چې وای ستا سره د ژوند وروستو شېبو کې
قسم خورمه د ستا په نازک شعر زه سېلابه
چې ستا د مرګ خبر کړمه په زړه باندې خرابه
حافظ دې چا ته پرېښود چې ته لاړې له جهانه
قسم دی چې بې تا يمه په خپل ژوند ډېر ستومانه

********************************

د حُسن ګلان
 
مونږه د شعر له کوره ځو خو غزل ځان سره وړو
بلې ډيوې د پتنګانو اجل ځان سره وړو
څه مو چې کړي په دنيا کې هغه دلته پرېږدو
ښه وي که بد وي دا ناچيزه عمل ځان سره وړو
 
چې هلته هم پرې نغری تود محبت پاتې شي
مونږ به د مينې د لمبو خپرول ځان سره وړو
پرې لنډوو به د سپېرو دښتو اوږدې مزلې
 
بس خو همدغه به توښه د منزل ځان سره وړو
 
چې پرې ښېرازه او تازه وي ستا د حُسن ګلان
د تړمو اوښکو د باران ورول ځان سره وړو
(١٣٧٠) آريانا هوټل   احمدشاه بابا سيمينار د
*********************************
د رڼا څرک
 
څـــــــــرک د رڼا ته انتظار کــــــــــــــــــاږم
توره تيارو کــــــې د ژوند لار کــــــــــاږم
چې مې يو ګل نشته د ژوند په بڼ کې
منـــــت بـــــــــه څلـــــــــه د بهار کــــــــــاږم
هيڅــــــوک په غم راسره نه شو شريک
په يوه ســـــــر دغـــــــــــــه ناتار کــــــــاږم
وران کړي څو ځله باران د اوښکـــــــــو
 
چې په کاغذ دغــــــــــــه اشعار کــــــاږم
 
چې مې تر څو قلم په ګـــــــوتو کې وي
نوم د جانان به پرې بار بـــــــــــــار کاږم
حـــــــافـــظ" ګلونه ټولــــــــــــووم د شعر
غـــــــــــــــاړې ته ســـــتا د ګلو هار کاږم
 
(١٣٦٨)شاه شهيد کابل

*********************************

غزل

بيا د ليلا د لاس بنګړي په شرنګېدو ښكاري

په شونډو سرو يې سور پېزوان په ګډېدو ښكاري

بيا د ليلا زلفې په مخ باندې سمسورې شوې

خمارې سترګې يې په كومو رنجو تورې شوې

د ښايستوكې خورې نخرې يې نورې شوې

د جهان سترګې ورته ستړې په ليدو ښكاري

بيا د كږو بڼو په غشو د دوى ښكار كوي

وروځې لېندې په مئينانو دغه كار كوي

په بلۍ جګه شوه دا چارې هرسهار كوي

سينو كې زړونه ورته تل په رپېدو ښكاري

بيا د ګودر په لورې ځي ځان يې سينګار كه نه

د سويليو جوړ په ځان پسې كتار كه نه

د ګودر سر يې د ښكلا لنډۍ بازار كه نه

په تور اوربل يې خوږ نسيم په لګېدو ښكاري

بيا يې د خياله د سرو ټيك سور په اوربل كه نه

د مئين زړه يې بيا په سرو لمبو جلبل كه نه

په سپينه غاړه يې هيكل ورسره مل كه نه

حافظ بل يې دا ښايست په غوړېدو ښكاري

*********************************

د ميخانې بلی

راشــی، چې ډکې پيمانې واخلو

بــلا پــــه ســر د ميخانې واخلو

 شــوبه جرګه د ميکدې په نغري

غـــچ بـــه لـه تېرې زمانې واخلو

ســاقي راواړوه د سترګو کاسې

چې يو څه کيف د يارانې واخلو

لږ مو د زړه په رباب ګوتې کيږدی

چې خوند د عشق له ترانې واخلو

که نور د شمعې د رڼا پسې ځي

موږ به ايرې د پروانې واخلو

********************************

دعشق جامونه

راشه چه واړوو په سر نوی جامونه د عشق
نن راته ښکاری عجیبه غوندی رنګونه د عشق

ورته به واچوی زاهد له مستی ډک لاسونه
بیا په سر شوی دی په بل رنګ سرودونه دعشق
لاس دی زما په لاس کی راکړه چی دی ورسوم
ماته څرګند دي هسکي ټيټي منزلونه د عشق
نن يي له ډیره افتخاره سر اوچت وينمه
چا چي په سر باندي اخستي تومتونه د عشق
دمينی اور دي مدام بل وي په ګوګل ګي زما
که مي منظور دچا په در شي دا سوالونه د عشق

********************************

يو کيدو خبرې

زما خوښــــيږي  د پــــښتو خــــبـــرې
د مــــرکـــو او د جـــرګــوخــــــبــــــــرې
مــــيراث زمـــــوږه د پلــــــــرو نــــيکونو
راپــــــاتې شــــــوی له وخـــتـوخــــبرې
روغـــې زموږه په جـــــرګــــو شــوی دی
دی دا زموږ د لرغـــونـــــــو خـــــبــــــرې
شو به د مينې په کلــــــه کې جـرګـــــه
نـــــــــه اورو نـــوری د پــــردو خــــــبــرې
په يو څادر کښينو د ورورنو غــــــــونــدی
او کــــــــړو په خوند د يو کــيدو خـــــبرې

********************************

غزل

پښتو مې نه ده ورکه پښتانه لاپه کې شته دى
درانده به نه شي سپکه چې درانده لاپه کې شته دى
ټپو کې دزلمو او د ترانو په زير او بم کې
حجرې ډيرې تودې دي ميلمانه لاپه کې شته دى
غوړيږي مې خزان کې چې د زړه د بن گلونه
دمينې ارمانونه مې ستا نه لا په کې شته دى
چې نه شم غړولى سمې سترگې درته گلي
تراوسه دې کاږه واږه باڼه لاپه کې شته دى
رسيږي به منزل ته تالا شوى قافلې
گينگړې خو دمجنون د کاروانه لا په کې شته دى
تازه به مې په اوښکو دا تا لا ترغى چمن کړم
اغيزې د سپرلي د بارانه لا په کې شته دى
راځى که تماشې ته مې دزړه د لاله زار
داغونه ډير د چا د بيلتانه لا په کې شته دى
د عشق دروغى جوړې گډ حلال لوگي يې خيجي
کباب پټۍ دا نې د لړ ما نه لا په کې شته دى

********************************

 

 

غزل

د حسن ملنګان يو د جانان كوڅې ته ځو
د خپلې وركې مينې د ارمان كوڅې ته ځو

شايد چې په كې بيا مومو كعبه د خپل مراد
جنونه ستا د رحم د ګريوان كوڅې ته ځو

د مينې خراباته ستا په سر كوو سوګند
درځو پر هغې لورې د ايمان كوڅې ته ځو

د مصر زليخا دې ناز د مصر په كوڅو كړي
د مينې لېوني موږ د كنعنان كوڅې ته ځو

ورېږي مو پر سر كه د تېرو تورو باران
اى عشقه ستا د عهد و د پيمان كوڅې ته ځو

د تورو تورو شپو د كږو لارو او كوڅو نه
د لمر غوندې راوځو د اسمان كوڅې ته ځو

*******************************

دديدن خيرات

نن دې سترګو کې د کوم شراب مستي ده

چې راغلې مې په زړه هســــــــــــې سستي ده

ستا ترخې سپورې زما خوږې د نــــــــــــــــورو

ياره! دا څه محبت څنګه دوســـــــــــــــــــتي ده

ساقي ستا د منت بار په ولونــــــــــــــــــــه وړم

دا باده زما په لاس کــــــــــــــــــې ((الستي)) ده

پيدا شوی له ازله يم سرلـــــــــــــــــــــــــــــــــــوړی

د غماز غوندې مې کله زده پســــــــــــــــــتي ده

دديدن خيرات ژرژر ويشه په خــــــــــــــــــــوارو

د خير کار کې په کار هرکله چســـــــــــــــــــتي ده

مبارک دې د ښکلا هستي تل اوســــــــــــــــــــــه

راپه برخه تل مدام ماته نيسـتـــــــــــــــــــــــــي ده

ای د حسن زبردسته رحم بويــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

د حافظ خواري د عمر زيردستــــــــــــــــــــــــي ده

********************************

اوږده شپه

شپه څومره لويه شوه اوږده شوه سبا هېڅ نه راځي

تيارې خورې په شا او خوا دي رڼا هېڅ نه راځي

د مجنون سترګې ورته فرش دي د راتلو په لاره

چې يو د ناز قدم پرې کيږدي ليلا هېڅ نه راځي

د خوشحالۍ نښې زما په مخکې سد لټوي

په سپېرو شونډو مې پېره د خندا نه راځي

څنګه به روغ شي دا زما ناسور وهلی زړګی

دردونه وار په وار راځي خو دوا هېڅ نه راځي

لېونۍ نه يم، چې يې خيال د بيا راتلو کومه

اوښکه چې لاړه شي له سترګو نه بيا هېڅ نه راځي

که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه

دلته د دروغو کلي جوړ دي رښتيا هېڅ نه راځي

********************************

د کابل ګلونه

د اور په سرو لمبو سوزېږي د کابل ګـــــــــــــــــــلونه

د پسرلي په وخت رژېږي د کابل ګلــــــــــــــــــــــــــونه

راغله بې وخته پرې سيلۍ د څه نا ترسه خــــــــــزان

داسې چې مړاوي مړاوي کېږي د کابل ګلـــــــــــــونه

بلبله خواره ته په څه ځوړند وزری ښــــــــــــــــکارې

د چا اوربل ته نه رسېږي د کابـــــــــل ګــــــــــــــــلونه

د وينو رنګ د وينو بوې به په کــــــــې خود پروت وي

چې په سرو وينو راټوکېږي د کابــــــــــــل ګلــــــــــونه

دا د مالي له لاسه شوي ناپرسانه ښــــــــــــــــــــــــــــــــاره

نن چې وړيا تا کې خرڅېږي د کابــــــــــــــــل ګلــــــــــــونه

څوک څه خبر دي په دې وخت زما د زړه لـــــــــــــه اوره

چې ورته ګورم تالا کیږي د کابــــــــــــل ګلــــــــــــــــــونه

دا خو ډيوې څه په مزار د شهيدانــــــــــو نـــــــــــــــه دي

د زړه د اور په تاو بلیږي د کابـــــــــــل ګلـــــــــــــــــــونه

را ورېدلي پرې د چا د ماتم اوښـــــــــکې نـــــــــــــــه دي

په خپلو اوښکو کې لمبېږي د کابــــــــــل ګلــــــــــــــــــــونه

ماته زما د زړه ټوټه ده هـــــــــــــــــره پاڼــــــــــه د ګل

تاته به څه رنګه ښکارېږي د کابــــــــــــــــــل ګلـــــــونه

چې پټوي په مړاوو پاڼو کې خپل زېړ مخـــــــــــــــونه

دا خو په ځان پورې شرمیږي د کابل ګلـــــــــــــــــونه

ماته صفت څله کوې ته د جهان د ګلـــــــــــــــــــــــــــو

خدايږو چې ډير ډېر مې يادېږي د کابل ګلــــــــــــــــونه

هغه زما د مينتوب د يـــــــــــــــــــــــــــــــارانې ريباران

کله زما ځنې هېريږي د کابل ګلـــــــــــــــــــــــــــــــــونه

حافظ)) به نه وي که بيا راشي پسرلــــــــــی د ژوندون))

بويه چې بيا پرې وغوړېږي د کابل ګــــــــــــــــــــــــلونه

********************************

 

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادر مسعود 

 

 


بالا
 
بازگشت