ولی محمد نورزی

 

نوی کال نوی ورځ او نوي پسرلي  

 د نوی ۱۳۹۰  هجری شمسي کا ل  را رسیدو ته  څو ورځي پا تی دي. نوروز ، نوی کال، نوی ورځ او نوی پسر لئ د افغا نستان په لر غوني تاریخ کي د ډیرو پخوانیو وختونونه زمونږ په هیواد کي  رواج درلودي. او تر ننه پوري دا ورځ دیوی ملی ، عنعنوی، کلتوري او دودو یزی میلی په بڼه په شاند ارو رسمی او غیر رسمي بڼه لما نځل کیږي . د  نوروز په راتلو سره د ژمي  د فصل  او موسم اخرني ورځ  پای ته رسیږي او د پسر لئ  نوي فصل او موسم د  ګلانو په غوړیدلو سره د بلبل د چڼو هارو  آواز د زمزمي په شکل د نسترن ، نرګس، لاله او دګلاب د ګل خپله زړه بخښونکي خو شبویه د چا پیر یا ل رنګ ته د ښایئست سمسور تیا ور کوي. غرونه ، دښتي ، شاړي ځمکي، تپې او درې د ښائیستوب داسی جامی اغوندي چه د هر انسا ن روحی او فکری ژوند ته د نوی فکر او نوی  خیال هیلی او پیغام ور بخشي.

نوروز د یوه ښکلي طبیعیت  د خو شالی هغه وسیله ده،  چه په کال کي یوه ورځ را ښکا ر ه شي او دراتلونکي هوسا او خوږ ژوند په زړه پوري  الهام پکښي نغښتي وي. د نوروز یا نوی کال دا پر تمینه ورځ د نړي په ګوټ ګوټ کی په مختلفو ډولونو سره د  اسلامي هیوادو د خلکو لکه تر کیه،ایران ،  تا جکستان، ازبکستان ، آذر با یجان، تر کمنستان ¸افغا نستان،قذا کستان ،تاتا رستان ،قرګزستان. دګیستان ، کوردستان او ځینو نورو هیوادونو  کی د یو ی خاصي او ځانګړۍ ورځی په تو ګه  د خلکو له خواه په  پر تمین  ډول سره لما نځل کیږي او پخواني تا ریخي، او کلتوري سلسلی لري.هر هیواد دا ورځ  د خپلو خلکو د لرغوني تاریخ پر بنسټ  د خپل محیط او چا پیر یال پر ماحول  په جلا جلا ډول سره لمانځي چه د لمانځني مراسم یی یواو بل ته ور ته نه دي.                                  

په افغانستان کی دا ورځ هم خپلي تا ریخي ریښې  لري. نوروز یا پسر لي زمونږ په هیواد کي د مختلفو قومونواو ملتونو په منځ کی په بیلا بیلو مراسمو سره لمانځل کیږي. دهیواد په جنوبي ، غربي او شرقي بر خوکي لکه هلمند، کند هار، فراه، نیمروز ،زابل، اروزګان،ننګر هار ، لغمان کنړ،پکتیا ، میدان او غزني ولایتونواو سیموکي دا ورځ ددولتي چارواکو او عادی وګړو لخواه د نوي پسر لي یا د بزګر دورځی په نامه یادیږي.

د ځمکو خاوندان، کروند ګراو بزګران دولایتي چارواکوڅخه کیماوی کوداو سره، اصلاح شوی تخمونه، میوه داره او بی میوي نیالګي او دځمکي د  کرني او نباتي د تولیداتو  لپاره ډول ډول  دواوي تر لاسه کوي.د کرهڼی وزارت دنده لری چه د ټول هیواد په کچه  د حیواناتو او څارويو د ښه روزلو او د کر وندګرو د ښه  تشویق او همکاري په منظور خپله مرسته په  وړیا اومجاني ډول سره او یا اود ډیری اوږدي مودي قرض له لاری  لاسته راوړي  اود یوه منظم  پلان  له مخي یي بزګرانو ته  ور کوي.

بزګران په غه ورځ خپل تندرسته تکړه روزل شوی څاروي د ننداري لپاره د ولایت مرکز ته راولي تر څو د چارواکواو نورو بزګرو د توجه او ښه تشویق سبب وګرځي.

  د هیواد په شما لي او مر کزي بر خو کي دا ورځ ددهقان اود جنډۍ د پورته کولو د ورځی سره برابره ده. په مزار شریف، ، کابل، پر وان، بامیان ، بغلان، تخار، میمنه،کندز،هرات،جوز جان، سمنګان غزنی او نورو سیموکي جنډئ پورته کیږي.

 ددی منطقی خلک بیا په نورو  ملی لوبو او تماشو سره دا ورځ د خوشالي او نیک مرغي  په فضا کي په عنعنوي او دودویزو توګه د ځانګړو مراسمو او پروګرامونو په در شل کي  لمانځي او په ډیرو درنو او شاندارو مراسمو سره  ددی ورځی درناوی کوي.   

په دی ولا یتونوکی د وزلوبي(بزکشی) نیزه غِور ځول او پهلواني لوبي هم د خلکوپه منځ کی ځانګړي ځای لري چه  د لیدلو او ننداری وړ تیا لري .                                                                           

 دافغا نستان دیرش کلن کورني جنګ او بهرنی ښکیلاک زمونږ دګران هیواد خلک  د ملی ، مذ هبي . کلتوري او عنعنوي میلو څخه محروم کړل. زمونږ  ویاړلی خلکو ددی ښادیو او خوشالیو پر ځاي ظلم ، غم ، درد، مرګ،ناخوالي،او درني قرباني ور کړي.

دوی د نوزوز د خو شالي ورځ نلر ی ، د اخترود مبا رکی ورځی نشي لمانځلی او د آزادي او خو شالی د نورو ورځو د لما نځني نه هم بي بر خي دي .زمونږ پر هیواد  د نړي د ټولو زورورو زبر ځواکانو یرغل او تعرض وکړي. که یو زورور زبر ځواک دماتي سره مخا مخ شوی دي نو بل بیا له وخته نه د حملي او تعرض لاری چاری سنجوي. چه ددوستی په نوم د یر غل اوښکیلاک  ریښی ټینګوي اومونږ ځپی.

افغانی لوړ پوړی چارواکی د خپلو خلکو د خد مت جوګه نه شول. زمونږ د حق او عدالت څارنوالان اوقاضیان  انتخابي تش په نا مه وکیلان، ګما رل شوي بی مسلکه وزیران آماتور سفیران او بی سواده والیان او انتخابي رئیس جهور د خلکو د سوکالۍ ، آرامي او ترقي لپاره هيڅ هم ونکړل.  دفساداو چور چپاول دروازی خلاصی دي، رشوت جر یان لري، اداري  فساداو زور واکي  د قانون تر ستوني پوري را رسیدلي دي.

دقانون د تطبیقولو  لړي ډیره کمزوری ده، کورني زور واکه مافیا په ښکاره ډول سره  خلک ځپی او وینی څښې، ولی دوي خپلو چړ چو او میلو  ته ادامه ور کوي.

  بهرنئ  فوځی قواه بیا په رڼا ورځ ړانده او بی پلانه هوایی بمونه پر کوچنیانو، زړواو ځوانانو، دسیمي د خلکو پر نراو ښځو باندي غور ځوي.د باز خواست او حق در وازی تړل شوی دي. دعدالت او حقیقت ځاي درغلي اوبی غوری نیولی دي. دظلم،ستم، ،تجاوز زوراو قوت په خپل حا ل باقی پا ته دي. د خوارغریب افغان آواز څوک نه اوري ،او دا ناوړي او نا خوالی د افغان انسان د عا دي ژوندانه د قسمت او نصیب  کا سه داسی چپه کړله ، چه د ګردی سترې نړي په منځ کي یواځی بی غوره او بی همتا پا تي شو.

زمونږ د افغا نا نوهیلی او ارزو ګاني دیوي پر مخ تللي نړي په چوکاټ کي تراوسه پوري بی ځوابه او لا درکه دي.د ښه ژوند تضمین نشته او په نژدی راتلونکي کی د ښه ژوند د سمون او جوړښت هيڅ نښي او نښانی نه لیدل کیږي او دا پروسه په ټپه ولاړه ده.

د غربي نړي د مرستي  د ډالرو  کاروان د کارګو پیماني د میلیا ردونو تر سر حده  واوښتي، ولی ډیر لږ يي د هیواد د انکشاف، پر مختیا او آبادی لپاره پکا ر ولویدي .

 بهرني استازو، کورني دړه مارانو او ددولت د لوړي رتبي فا سدو رشوت خورانو دغه د مرستي را لیږل شوي په میلیونونو پیسي  په سپینو ستر ګو او رڼا ورځ حیف او نوش کړي او د هیچا لخوا د پو ښتني او ګر ویژني  سلسله  پلي او عملی نشوه.

 زه دنوي۱۳۹۰ هجری شمسي کال درارسیدو له امله  ټولودوستانو، خویندو، میندو، ځوانانو او زړو،درنوملګرو،په بهر او کورکی دننه ګران افغانستان ، ټولو محترمو درنو هیوادوالو ته دزړه له کومی مبارکی وایم . اودلوی خداي ( ج ) له درباره څخه وټولو  وطنپالوهیوادوالو ته په نوی هجری شمسی کال کی دښه خو شاله ژوند،صحت او سلامتیا،اتفاق اتحاد اویووالی هیله او ارزو لرم،دټولو هیودوالو لپاره دا نوی کال او نوي پسرلۍ په افغانستان کی د سر اسري سولی ، سو کالي اوامنیت نه ډک کال غواړم.

هیله لرم  چه ټول افغانان په داخل اوبهر کی چی دنړی په هر ګوټ اوهر ځاي کی چه ژوند کوي د نوی کال په نوو هیلو او نووارزوګانو سره دا ورځ په خوښی او خوشحالی ، ددوستي،اتحاد اویووالی په فضا کی تیری کړي. خپل کور اووطن په خپل لاس اباد کړي او ټول هیوادوال پرته له هرنوع کینی ، بغض اوتبعیض نه سره یو موټی شی، اوددوستی او اخلاص په فضا کی ژوند وکړی  ،تر څو وخپلو خلکو او ګران هیواد ته دخدمت مصدروګرځو او دخپلی خاوری د ساتني لپاره د لوړ احساس د توان او طا قت سپرشو .

هره ورځ مي نوی ورځ او نوی کال مي نیک مرغه               

 

 


بالا
 
بازگشت