عمرننگیار

 

دشمس په وړانګوكې جلال الدين محمد بلخې مولاناشو

دعمر(ننگیار)لیکنه

 

خنك آن قماربازى كه بباخت آنچه بودش

بنماند هيچش الاَهوش قمارديګر

دغه شعردشمس تبريزي سره دمولاناجلال الدين محمد بلخې دليدووروسته دهغه دحال يوه غوره څرګندونه ده،شمس مولانا يوجوارۍ(قمار)ته راوبله داسي جوارۍ ته چې په كې دوړلواوبرې طمعه نه وه،خومولانادغه قمارته په ډيري ميني غاړه كيښوده خودښه بخته بريالى ترې راووت نوځكه خويي بياوروسته تل هيله كوله چې كاشكې يوحل بيادغه قمارته كينې مولانا طالعمند سړى وٌبخت ورسره ملګرتيا وكړه چې دشمس سره وپيژنې اوبخت ورسره ياروٌ چې دژونداوميني په قماركې وړونكې شې اوعاشقانو،عارفانو،ته يي نوم اوكارنامي فخراووياړوي.

مولاناپه پيل كې پرته له هيڅ طمعى په ډيرې ميړانې دخپل عزت اوژوند دجوارۍ (قمار)لوبي ته ورګډشوچې هيڅ دبري اميد ورته نه وٌخوپه پاې كې بريالى اوبډاى ددغه قمارڅخه راووت.دهغه دبري رازدهغه زړورګام په ايښودوكې دى چې په دغه قمارياجوارۍ كې يې بايلل دسره منلې وٌ،دده دغه د قماردبايللومنل وروسته بيادهغه دوړلو سرچينه وګرځيده نوځكه خويي ديوبل ځلې دقمار دلوبې هوس تل په سركې وٌاوهيله يې كوله چې كاشكې هغه قمارته دورتګ ميړانه په هغه كې تل ژوندى پاتي شې.

شمس دمولانا څخه ټولې زړي جامې ويستلې اوهغه يي بربنډ خوشې كړ چې وروسته بياهغه بربنډ وجود پرته له دي چې له چاڅخه مرسته وغواړې په هغه اطلسى جامو چې پخپله اوبدلې وٌ پټ كړاوخپلى پخوانۍ زړي جامې يې وغندلي اوكركه يې ترې وكړه:

 

تاپس جان يافت دلم واشدوبشكافت دلم

اطلس نوبافت دلم دشمن اين ژنده شدم

زهره بدٌ م ماه شدم چرخ دوصدتاشدم

يوسف بودم زكنون يوسف زاينده شدم

هغه زړي جامې څه وي؟نوم،شهرت،مريدان،دشيخ الاسلامې مرتبت لویى شته اودښوونكي مقام،هريودغوځنځيرونوكولاى شوچې شاهين يازمري دټول عمر له پاره په خپل بندكې وساتي  ،خوشمس مولاناته دليونتوب داسي قوت وركړ چې وكولاى شې دغه ځنځيرونه وشلوې مولانادهماغه قوت په همت خپلې زړي جامي څيري كړي اولري يې وغورځولې ترڅودهغه دشخصيت سپوږمى دهغوتورووريځوڅخه راووځې اودلمرپه شان شپه رڼاكړې،دغه تكل خپله مولاناداسې بيانوي:

 

گفت كه سرمست نه اى روکه ازاين دست نه اى

رفتم وسرمست شدم وزطرب اگنده شدم

گفت كه ديوانه نه اى لايق اين خانه نه اى

رفتم وديوانه شدم سلسله بندنده شدم

گفت كه شيخې وسرى پيشرووراهبرى

شيخ نيم پيش نيم امرتورابنده شدم

گفت كه توشمع شدى قبله اين جمع شدى

جمع نيم شمع نيم دودپراگنده شدم

گفت كه بابال و پرى من پروبالت ندهم

درهوس بال وپرش بي پروپركنده شدم

 

شمس مولاناته دروښانه راتلونكې كومه طمعه نه وه وركړى،دهيڅ ډول انعام اولاس ته راوړنې غوښتنه يي دهغه ذهن كې روزلى نه وه، هغه ته يي ويلې وٌچې ستادكړو بدله به داوي چې دي قمارته دغاړي ايښود ودتكل همت دركې ژوندى كړى،دا په خپله لوى نعمت دي چې څوك دې وكولاى شې په ميړانه دټولونعمتونوڅخه لاس واخلې اوددغونعمتونوسره دپيوستون ټولې كړۍ ماتي كړې اوځان ورڅخه آزادكړي،شمس مولاناته دشپي تياروته ددانګلوهمت وروبخښه،مولانادتيارونه ونه ويريده اوورګډشوخوپه اصل كې هغه شپه اوتياره نه وه عالمتابه لمروٌ،بربنډتيانه وه جامه بدلونه اوداطلسې جامواغوستنه وه،نامرادي نه وه مطلقه كاميابې وه اوپه پاې كې يوه ابدي بډايې وه چې داټول دعشق اوميني اوصاف وٌچې دسترې شتمنۍ په توګه دمولاناپه نصيب كې شول.

عشق ازاول چراخونى بود

تاگريزدهركه بيرونى بود

اوبعكس شمع هاى آتشى است

مې نمايدآتش وجمله خوشې است

 

مولاناته د ميني تجربووښودله چې آسمانې رڼه مينه په پيل كې په خونخواره څيره ځان څرګندوى ترڅوهغوى چې دننګ دډګرتوريالې نه دى په شالاړشى اونوم پاله اوپانګه پالونكې ونشى كولاى چې ددغې ميني په خوږوخوله خوږه كړي،يوازى باتوران اوپاكبازان دې معاملې ته چمتوكيداى شې.

شمس ورزده كړل اومولانا وازمايل چې عاشقي،آزادې اوخپلواكې ده ترڅوچې څوك دحپلواكۍ غوښتونكې نه وي دميني څخه به څكه ونكړي همدغه دميني لمروٌ چې دشمس دفراق څخه وروسته يې مولاناهماغسې ګرم اونورپاشونكې ساتلې وٌ،اودا ناره يي ورته هميشنې كړې چې ويلې:

 

زهى عشق زهى عشق كه ماراست خداېا

چه نغزاست وچه خوب است وچه زيبا ست خدايا

چه ګرميم چه ګرميم ازاين عشق چوخورشيد

چه پنهان وچه پنهان وچه پيدا ست خدايا

 

 


بالا
 
بازگشت