د ابو دانیال لیکنه :              

دوطن خایْن ته !

ښځې د کـــــور کوي کـار +  مافـــیا نور کـــوي کــار

یو ترهـــــګر لـري نــــــوم +  بل یرغلـګر لري نـــــوم

بل فــسادګــر لري نـــــوم +  معامـــله ګـــــر لري نوم

یو تحلـــیلګر لـري نــــوم  + بل سـوداګــر لــري نــوم

چا شرکتونـه جـوړ کـړل+ چا شـهرکـونه جـوړ کــړل

نړۍ پــلانونه جوړ کړل +  غلو جوالونه جوړ کــړل

افغانان ټول تــپاه شـول  + چارواکي هم رسواشـول

د افغــانـانــو کــــور کې + چا پاټکونه جوړ کــړل

جنګ دﺉ پردو جوړکړی + هم یې پښتون ځپلی

غریب په زړه داغــلی + خـایْن هر ځای ښاغـلی

د چا سرونــه لاړل + د چا پلـرونه لاړل

دلته د غلو په واک کې + د چا جیبــونه لاړل  

چا له هېواده افغانۍ و ایستې + چاد نیکه زړې شړۍ وایـستې

سر ببر په کې څپلۍ وایستې+ چا ترې مېزونه او څــوکۍ وایستې

د چا شملې او لوپټې ولــوېدې +  د چا د ابۍ زړې پایڅې ولوېــدې

څوک په دامونوکې تړلي وینم+ د چا له خولو نه حـماسې ولوېدې

څوک پر پښتو تجارتــــونه کوي + څوک په نشو کې خپل عیــشونه کوي

څوک چرچري غوندې سندرې وایي+ څوک په پاریس کې تعلیــمونه کوي

څوک دڅوکۍ او مۍ کدو په غم کې+ څوک د قصرونو او بنګلـــو په غـــم کې

څږک د راتلونکي اقتدار په غــــم کې + څوک د چاپو او د داړو په غـــم کې

چا دغریب  مالونه شته خـــــــــــوړلي+ چا د یتیم ،کونډې کالي څــیرلي

چا د ملت چوپړ ته ځان ســـــــپارلی + چا د خپل ځان له پاره خپل ځــپلي

څوک د برخلیک شېبې په ګوتو شماري + څوک دخپل واک لارې په سترګوڅاري

چا د تقدیر لاس ته خپل ځان سپارلی + څوک د قاچاق قافـلې غبرګې څاري

څوک یې له وېرې اېتلاف جوړوي + څوک یې په بیړه کې خپل ځـــواک جوړوي

څوک امریکې ته په پلمو روان دي + څوک یې دامونه د نیـ جوړوي

پر چایې ژوند په مغارو کې تېر کړ + د چـایې واک په اندېښنو کې تېر کړ

څوک د ناټو په مجلسو کې ناست وي + څوک د تور تم په زولـــنو کې ناست وي

د چا پردۍ مخابـــــــرې په لاس کې + څـــوک د ذلـت په دروازو کې ناست وي

څوک ددوښمن په کمینو کې پــراته + څوک د پردیو په لمــــــــــــــبو کې پراته

څوک بیاځانونه په خطر کې ویـــني + څوک د ماتم په زولنو کې پــــــــــــــراته

چاته دژوند شېبې محشر جوړ شوی  + چاته پردی غم خپل اخــــــــتر جوړ شـوی

چاپه دوبۍکې بېلدېنګونه جوړکړل + چاته پردی واک لوی خنــــــجر جوړ شوی

افغانستان کې زه غمونه ویـــــــنم  + هم یې د وینو سېلابـــــــــــــــــــونه ویـنم

دنیا راغلې د مقصـــــــــد له پاره + د مسخرو په کې جشــــــــــــــــــنونه وینم

د افغان خاوره به اتـــوم سوځوي + په دې دوزخ کې به پښتون سوځــــــــــوي

زما له وطن یو ریشیما جوړېږي  + په دې هېواد کې به ژوندون سوځـــــــــوي

د تاجیکانو کور به هم ورانـېږي + د ازبکانو کور به هم نــــــــــــــــــــــړېږي

پر اسلامي نړۍ تــوپان راغلی + د ترکمنانو کــور بــه هم نــــــــــــــــړېږي

افغانستان ته جهانیان راغــــلي + هم به ایران هم پاکستان ورانـــــــــــــــېږي

                      دانـــیاله ! چاچې تــړونـونـــــه کړي

                      هغوی وطن ته خــیانـــــــتونه کړي

                     نن په ډالرو پلورل شوي دي ټـــول

                    هغوی چې تېروخت جهادونه کړي

                   

 


بالا
 
بازگشت