رحمت اله روان

 

د ليبيا د جګړې په اړه د روسیی دمشرانو د نظر اختلاف

 

 

له یوی هفتی راهسی لوېدیځه پوځي ټلواله د لیبیا پر خاوره سختې بمباری کوي.او د امرېکې متحده ایالتونه، انګلستان او فرانسه د دغه هېواد خاوره په توغندیو ولي او هوایي بمونه پرې راغورځوي او لیبیا یی کلا بنده کړ

  ی ده د شنبې پر ماښام او د شپې پر مهال د امریکې او انګلستان جنګي بېړیو د لیبیا پر پوځي مرکزونوباندی د «ټوماهاوک» د وزرلرونکو توغندیو لږ تر لږه ۱۱۰ ګوزارونه وکړل. د تیری یکشنبی پر ورځ دریو امریکایي ستراتیژیکي بم غورځوونکو الوتکو د لیبیا اساسي هوایي ډګر بمباري کړ. د لیبیا د دولتي ټلویزیون په خبرونو کې ویل شوي چې د لویدیځې ټلوالې د بریدونو په نتیجه کې ۴۸ تنه مړه او تر ۱۵۰ زیات نور ټپیان شول. د همدې په څنګ کې لوېدیځو هېوادونو د سمندرګي له پلوه لیبیا کلا بند کړې ده.

له ظاهرې اړخه د لیبیا په وړاندې دغه پوځي عملیات د ملګرو ملتونو د ټولنې په موافقه روان دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا داسې پړېکړه لیک تصویب کړ چې د لیبیا په هوا کې معمد القذافی د جنګي الوتکو پر الوتنو بندیز لګوي. خو لکه چې ښکاري لوېدیځ هېوادونه په خپلو عملیاتو کې د نوموړي پړېکړه لیک له پولو نه ووتل. د روسیې یو ختیځ پېژندونکی اژدار کورتوف د خپل نظر د څرګندولو په ترڅ کې داسې وایي: «د لیبیا د پا سه د الوتنې د ساحو د جوړولو پړېکړه په دې مانا ده چې د لیبیا د وسله وال ځواک د هوایي قوتونو الوتکې هوا ته نشي پورته کېدای. خو کله چې د پړېکړه لیک د مسودې په تړاو رایی اخیستل کېدې، نو څرګنده شوه چې د دغه مسودې  ځینې توکي، په کافي روښنتیا نه دي فورمولبندي شوي. په عمل کې نه یوازې د لیبیا د اردو پر هوایي ځواکونو برید پیل شوی بلکې پر ځمکنیو هدفونو هم بمبارۍ کېږي. په واقعیت کې لوېدیځه ټلواله په لیبیا کې د واکمنۍ د نیولو په خاطر په جنګېدونکو لوریو کې له یوه لوري سره مرسته کوي

د لويديځ ايتلاف له خوا پر ليبيا د پوځي بريد په اړه د روسيي د لومړي وزير ولاديمير پوتين او د دغه هيواد د  ولسمشر دیمتری میدویدوف دیوه اوبل ضد ارزونو دهیواد څخه بهر خلک مشوش کړی دې ،پوتين د دوشنبې په ورځ دغه حملې د صليبي جګړو په نامه وغندلې او ميدويديف پر لومړي وزير په غير عادي توګه سختي نيوکي وکړې. يوه  ورځ وروسته دواړو سیاستوالو دا کوشش وکړی چی دغه اختلافونه  خلکوته معمولی او عادی وښیی ،د سياسي چارو کارپو ولادمير پريلوفسکي په دې باور دی چي اوسنی بحث د ولاديمير پوتين د سياسي لوبي يوه برخه ده. د هغه په وينا د روسيې اساسي قانون ته په نه پاملرني سره چي څه يي پکښي ليکلي دي، همدا لومړی وزيردی چي د هيواد بهرنی سياست ټاکي.

 پوتين غواړي چي په لويديځ کي د خپل حيثيت د لوړولو لپاره ځان سوله غوښتونکی څرګند کړي. له همدي امله روسيي د امنيت شورا د ليبيا په اړه پريکړه ليک کي مستنکف رايه ورکړه. مسکو دا حالت تقريبا واقعت ته نژدې اټکل کړی، چي يو وسله واله شخړه به رامنځته کيږي. شايد روسيه او يا تر ټولو زيات کرملين په دې توګه ډيره ګټه ترلاسه کړي. د بيلګي په توګه د نفتو بيه به لوړه شي.

د پترزبورګ د سياست د ټولني د مشر ميخايل وينګرادوف په اند، د پوتين خبري يوازي لويديځ ته نه، بلکي زياتره د روسيې خلکو ته متوجه کيږي. چي په انتخاباتو کي برخه اخلي

  نوموړی وایی زما په اند هغه څه چي موږ د پوتين او ميدويدف په بحثونو کي وينو، د روسيې په داخلي سياست کي يو ښکاره بدلون ښکاره کوي. د ولسمشر او لومړي وزير په علني خبرو اوبحثونو کي د پام وړ واټن ليدل کيږي. دا ډول مخالفتونه به، پخوا پټ ساتل کيدل او په ښکاره بحثونو کي يې ځای نه درلود.

  په مسکو کی دسیاسی چاروبل کار پوه ،سرګي چرنیا خوفسکی  په اند پوتین په دی توګه دمیدو یدف په پر تله مثبت پا یټونه اخلي ،ميدويديف د روسيي ګټو ته لږه پاملرنه کوي او ډير په دي فکر کي دی چي څنګه کولای سي چي لويديځ ته ځان ښه ښکاره کړي. نوموړی ویلی دی چی زه د پوتين سره کومه خاصه دلچسپي نه لرم ، خو زما په اند يو داسي ديکتاتور چي د خپل هيواد ګټي غوره ګڼي، تر هغه چا بهتره دی، چي د نورو هيوادونو په خدمت کي وي او  یوازی په دی فکر کی وی چی دلویدیځ لخوا وستا یل شې.

 همدا رازچین پر دې ټینګار کړی دی چې په لیبیا کې دې د شخړې د پراختیا د مخنېوۍ په خاطر،پوځي عملیات په ډېره بېړه ودرول شي.دغه خبره د چین د بهرنیو چارو وزارت استازې ځیان یوُی  په پیکینګ کې، په لنډه خبري ناسته کې وکړه.دې وویل:د لیبیا د ملي واکمنتوب،خپلواکۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی باید وشي.دیپلومات ددې يادونه هم وکړه چې د لیبیا په اړه، د ملګروملتونوټولنې د امنیت شورا د څه موده مخکېني تصویب شوي پرېکړه لیک موخه، د لیبیا د ولسی وګړو ساتنه ده،او نه دا چې لا ستره بشري فاجعه راپیدا کړي.

دبله طرفه  تیره اوونی د امريکا ددفاع وزير رابرت گېټس  په یوه دوه ورځني سفر روسيې ته تللی وو او هلته یی  د هغه هیواد د جمهورريس ديميتري ميدويدف او دفاع وزير اناتولي سيرديکوف سره کتلی دی دامریکا ددفاع

 وزیر رابرت گېټس دسفر په جریان کی په الوتکه کښي خبريالانو ته وويلی دی چي د امريکا او روسيې تر منځ په اړيکو کي په ډراماتيکه توګه بدلون راغلي. کله چي ده په ۱۹۶۰ کلونو کي د امريکا د استخباراتي کړی سره په کار پيل وکړ دا کار ناشوني ښکاريده. دا هغه وخت وو چي د روسيي او لويديځ تر منځ «سړه جګړه» پيل شوي وه

ګيټس زياته کړه روسيې موږ ته اجازه راکړې چي د هغه هيواد له لاري د ناټو عسکر او اکمالات د هوا يا ځمکي له لاري افغانستان ته انتقال کړو.

ګیتس وويلی دی چی تر اوسه پوري تقريباً شاوخوا ۳۰ زره کانټينرونه د روسيې له لاري افغانستان ته ليږل سوي. هغه زیاته کړي  چی زه فکر کوم په دی برخه کی زمونږ سره  دروسیی  مرسته دډیر  اهمیت وړ ده ګيټس د ايران او شمالي کوريا پر سر د امريکا د ديپلوماتيک دريځ څخه د روسيې ملاتړ او همداسي په ليبيا کي د پوځي مداخلې په اړه د امنيت د شورا د پريکړه ليک د نه مخنيوي څخه هم ستاينه کړی ده.

دې حقيقت ته په کتو سره چي روسيې د ۱۹۷۳ پريکړلیک چي پر ليبيا د هوايي قلمرو بندولوو سره سره چي دوی ورباندي خپل ملاحظات لرل،ويټو نکړ. د روسيې او واشنګټن ترمنځ د ښو اړيکو د يو بل مثال په نوم يادکړخو په ليبيا کي جنګ کيدای سي دا سفر تر خپل سيوري لاندي راولي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دتیری  يکشنبې په ورځ فرانسې، انګلستان او د امريکا څخه وغوښتل چي هغه څه ته د پای ټکی کښېږدي چي ددی لخوا دنه توپیر پالنی   په نامه یادیږې، روسیی دامنیت په شورا کی دمعمرالقذافی د رژیم پرخلاف د پوځی تګلاری پرسر رایو کی ونډه نه وه اخیستی ،وروسته ګېټس  د سې شنبې په ورځ د سانت پيترسبرګ څخه د مسکو پر لور سفر وکړی، چي هلته یی   دخپل سیال انا تولی سیردیکوف اوبیا وروسته دروسیی دولسمشر سره کتلی دی امريکايي چارواکي وايي چي روسيې ته پخواني سفرونه د امريکا لخوا په اروپا کي د ميزايلو د سيستم د نصبيدو پر سر د لانجو پر سر و، خو د ګېټس اوسنی سفر د دواړو هيوادونو تر منځ د هر اړخيزه همکاريو او د لا ژورو پوځي اړيکو ټيګښت په خپل منځ کي رانغاړي.

امریکايي چارواکو تیره ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر کاروباریانو د ګډو عملیاتو په

 برخه کی به له روسیی سره په خپلو هځوکی هماهنګی پراخه کړې دا په داسې حال کې ده افغان حکومت تېرکال

 دروسیی او امریکا دګټو پوځی عملیاتو له کبله خپګان څرګند کړی وو،امریکا او روسیې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې له مخدرو موادو سره د مبارزې لپاره ګډ عملیات پیل کړي دي. د نړۍ د نشه يي موادو په سلو

 کی نوی افغانستان  تولید وی چی یوه دپام وړ برخه یی په روسیه کی مصرفیږې ،د تېرکال په اکتوبر میاشت کې افغان ولسمشر حامدکرزي د هېواد په ختیځ کې د روسیې او امریکا د ګډو پوځي عملیاتو له وجې چې په ترڅ کې یې د نشه يي موادو د تولید څلور فابریکې او نژدې یوټن مخدرمواد له مینځه یوړل شول سخته غوسه وښوده. افغان ولسمشر دا کار د افغانستان ملي حاکمیت ته نه کتنه وبلله

په سپینې ماڼۍ کې د مخدرو موادو د کنټرول د پالیسۍ د څانګې مشر ګېل کېرلیکوفسکي پرون په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې که د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې هماهنګي نه وي، نو په دې

 کی دامریکا ګناه ده او دی له دی کبله بخښنه غواړې ،ښاغلي کېرلیکوفسکي زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ترمینځ هماهنګي هسکې او ټيټې لري خو امریکا به هڅه وکړي چې له دې وروسته دا نیمګړتیا له مینځه یوسي. نوموړي وویل چې دا مبارزه به په درې اړخیزه بڼه دوام وکړي او مهمه دا ده چې د ښکېلو اړخونو ترمینځ مفاهمه پیاوړشي، تیر کال روسیی  او امریکا په ګډه په افغانستان کی په زیاته اندازه نشه یی مواد له منځه یووړل،په همدی حال کی   دروسیی په حکومت کی له مخدره موادو سره دمبارزی داداری مشرویکتورایوانوف وویل چې په افغانستان کې له مخدرو موادو سره د مبارزې په ترڅ کې مسکو او واشنګټن نور ګډ عملیات پلان کړ خو ایوانوف د نورو جزییاتو   له څرګندونو څخه ډ ډه وکړه .نوموړی زیاته کړه چی دګډوعملیاتو شمیره په زیا تیدو ده ،روسیه چې په نړۍ کې د نشه یي موادو د خرڅلاو ترټولو لوی بازار دی، په نشه يي موادو نژدې درې میلیونه معتادان لري او اوس د اېچ آی  وی ایډس له ناروغی سره چی په معتادانو کی په چټکی سره دخپریدو په حال کی ده مبارزه کوی د ملګروملتونو د ارقامو له مخې له افغانستانه ځخه  هرکال د صادریدونکو نژدی دری سوه ۷۵ ټنه هیروینو پنځمه برخه دروسیی په بازارونو کی پلورل کیږې.

 

پاي

رحمت اله روان



 

 

 


بالا
 
بازگشت