د حوت درېمه په بګرام هډه کې دقرآنکریم سوځونه که عامه پاڅون ته لاره هوارول؟

  ابو دانیال

له نن نه (۳۲) کاله وړاندې د (۱۳۵۸) هجري لمریز کال د کب (حوت) په ( درېمه ) نېټه د روسي پلوه حکومت پر ضد په کابل ښار کې له بالاحصار او چنداولو نه قیام پیل شو، چې د بالاحصارسیمې د پا څون مشري افغان ملتیانو . او د چنداولو د سیمې مشري د ماؤو پلوه شیعه ګانو په لاس کې وه . دغه دواړه ډلې په تصادفي ډول په روسي ضد مظاهره کې سره یو ځای او د کابل نورشریف مسلمانان د خپلو دیني احساساتو له امله ور سره یو ځای شول ، چې پایله یې د کابل د مسلمانو ښاریانو په مرګ ژوبلو بدله شوه . ولې دا یې هم ټولې نړۍ ته وښووله چې د افغانستان مسلمان ملت په خپل هېواد کې لادینه حکومتونه نه مني . خو د حیرانتیا خبره داده چې شعله یان خو هم لادینه مفکوره لري ، نو یو لادینه د بل لادینه په وړاندې ولې د مسلمانانو له پاکو احساساتو په ګټې پورته کولو سره پاڅون ته ملاوتړله ؟ کېدی شي ځواب یې داوي چې هغه مهال چیني پلوه کمونېستان له روسي پلوه کمونېستانو (خلق او پرچم ) سره د قدرت شریکولو پر سر موافقې ته نه وو رسېدلي ، ځکه هغه مهال د وخت شوروي اتحاد او چین سره جوړ نه وو ، ځکه یې شعله یان په افغانستان کې ګوښه کړل . خو شعله یانو له دې لارې قدرت ته د رسېدو هڅه وکړه ، ولې  ناکام شول . بل لور ته سوسیال د یموکراتا نو هم ولیدل چې د خونړیو جګړو او هجرتونو بهیر د افغانستان د جنوب او ختیځ پرخوا ورمات دﺉ . ددې د پاره چې دوی هم د مسلمانانو له جګړه ییزاو مهاجر کاروان څخه ګوښه شوي نه وي ، خپل پاڅو نونه د کابل له بالاحصار او ننګرهاره پیل کړل ، دوی هم ناکام شول . خو د افغانستان مسلمان ملت د (حوت ) د (درېیمې) نېټې پاڅون ځکه د یاد بود په توګه هر کال یادوي چې هغه مهال د کابل بېګناه مسلمانان په کې شهیدان شوي دي .

ولې تر ټولو د حیرانتیا وړ خبره خو داده چې آیا سږ کال په کابل کې د حوت د درېیمې ورځې پر مهال  په باګرام هوایي پوځي هډه کې د بهرنیو پوځیانو په لاس د قرانکریمونو ، دیني تفاسیرو او احادیثو د کتابونو سوځولو پېښه تصادفي وه ، او که نه د مخه دا یو پلان شوی کار ؤ ؟

که تصادفي وي نو د باګرام په هوایي پوځي هډه کې خو له تېرو لسو کالو را په ایسته بهرني ځواکونه شتون لري ، طالب او القاعده بندیان په کې ساتي ، او د باګرام بندیخانې بندیانو ته خو دغه دیني کتابونه له هوا څخه هم نه دي ور وړل شوي ، له ځمکې وروړل شوي ، او بهرنیو ځواکونو په خپلو سترګو لیدلي دي . نوهغه مهال یې ولې ور پرېښودل ؟ او اوس یې ولې د خپلې نړیوالې سترې برخلیک ټاکونکې پای لوبې د بهیر په دغه حساسو شېبو کې په همغې حساسه ورځ د افغانستان او نړۍ د مسلمانانو مقدساتو ته په سپکه سترګه وکتل ؟

 دا په داسې حال کې ده چې له یوې خوا امریکا په (۲۰۱۴ ) کال کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو مهال وېش جوړ کړی ،  چې دا په خپله په افغانستان کې امنیتي چارې ستونځمنې کېږي ، او افغان امنیتي پو ځونه دنده لري ، تر څو د ټول هېواد د امنیت چارې په خپله غاړه واخلي . چې دا په خپله یوه حساسه دنده ده ، په داسې وخت کې باید د نویو نا امنیو ، مظاهرو ، لاریونونو او نښتو لارې ډپ شي ، نه دا چې نا امنیو ته لمن ووهل شي . له بل پلوه معتبرو سر چینو او څېړونکو ویلي چې اوس مهال د سیمې د نقشې په بدلېدو او وېش باندې کار روان دﺉ ، چې ډېر ښه مثال یې د امریکې د سنا په مجلس کې د پاکستان د بلو چستان د ایالت د وضعې په اړه د هغوی اندښنې او د یوه خپلواک بلوچستان د جوړېدو وړاندیز یادولی شو . چې په دې چاره سره به هرو مرو پاکستان سره ووېشل شي ، او د سیمې د وېش له پاره به یوه ښه زمینه ورته برابره شي .

آیا امریکایي چارواکي په خپله په خپل لاس په افغانستان او سیمه کې خپلو پوځیانو ته قبر کیندل غواړي  او که د نورو پراخ غوښتونکو او پټو سترا تيزیو د عملي کولو نیت لري ؟ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټوعمومي قو ماندان او خپله د امریکا ؤلسمشر بارک اوباما د رسنیوله لارې په شفاهي او کتبي ډول په باګرام هوایي پوځي هډه کې د قر آنکریم د سپکاوي په اړوند له افغان ؤلسمشرحامد کرزي ، د افغانستان له مسلمان ملت او ټولې اسلامي نړۍ څخه سره له دې چې په امریکا کې د خپلو سیالانو له اختلافاتو سره هم مخ شو، رسمي بښنه وغوښتله ، او ژمنه یې وکړه چې بیا به داسې پېښې نه تکرارېږي ، اوویلي یې دي چې د یادې پېښې عاملین به هم په خپله داد ګاه کې محاکمه کړي . خو افغان چارواکو په ټینګو الفاظو سره لومړی د باګرام د بندیانو ژر تر ژره افغان حکومت ته د ورسپارلو ، د شپې له خوا د عملیاتو بندولو او په باګرام هوایي هډه کې ددغه  تر سره کړي جرم او مقد س کتاب (قرآنکریم ) ته د بې حرمتۍ د مرتکبینو د علني محاکمې غوښتنه وکړه . خو په باګرام کې د امریکې عمومي پوځي قوندان زیاته کړه : دا کار په قصدي توګه نه ، بلکې په غلط فهمۍ کې دا سې تر سره شوی چې افغان ژباړونکي سمه ترجماني نه ده کړې .

کله چې افغان ؤلسمشر له ؤلسي جرګې ، حج او اوقافو وزارت ، او مدني ټولنې  څخه یو پلاوی وټاکه  او باګرام ته یې د پېښې د سپیناوي له پاره واستاوه ، پېښه ، او د پېښې عوامل او انګېزې یې وڅېړلې مالومه شوه  ، او ورته ویلي یې دي : دا کتابونه او کاغذ ګورۍ چې څه په کې دي ؟ و ژباړونکو خطونه ترې بېل کړي ، بیا یې د قرانکریم او د تفاسیرو او احادیثو د کتابونو په اړه ورته شیطا نت کړی چې ګواکي په دې تفاسیرو ، احادیثو او د قرآنکریم په نسخو کې بندیان خطونه او نورې برنامې وړي راوړي . او بل په قر آنکریم او نورو مذهبي کتابونو کې  تاسو ( ناټو ځواکونو ته ) د کافر کلمې استعمال شوې . او ستاسو پر ضد دي .

له دې وروسته ناټو ځواکونودغه مذهبي کتابونه د قرآنکریم په شمول د کثافاتو په کانتینر کې اچولي او  اور یې ور اچولی .  یوه تن افغان چې هلته یې کار کاوه دا کتابونه د کثافاتو له کانتینر څخه را ټول کړي ، همدغو شیطانانو د اسلام او قر آن ضد افغان ژباړونکو دا سړی لیدلی چې د مذهبي کتابونو په را ټولو لګیا دﺉ ، ناټو ځواکونو ته یې خبر ور کړی ، هغوی د قرآن او نورو مذهبي کتابونو ټولوونکي ته ویلي چې پردې څه کوې ؟ ټولوونکي مسلمان افغان ور ته ویلي چې دا د مسلمانانو قرآن او نور مذهبي کتابونه دي ، زه یې یوه مسجد ته وړم ، او یا یې چاته ور کوم . ګرانو لوستونکو ! تاسو به هم د هغه سړي خبرې په رسنیو کې اورېدلې وي . چې بیا همدغو لادینه ترجمانانو ناټو ځواکونو ته ویلي دا نسخې بهر ایستلو ته مه پرېږدﺉ ، ځکه بیا ستاسو پر ضد مظاهرې را وځي .

 نو اوس ناټو ځواکونو ، افغان حکومت او ټول مسلمان ملت ته په کار ده چې لومړی دا مالومه کړي  چې دغه ترجمانان څوک او په کوم توکم ، مذهب او ګوند پورې تړلي خلک دي ؟  وروسته دې له دغو جانیانو پوښتنه وشي چې دوی دا کار د خپلې انګېزې له مخې تر سره کړی ؟ که نه د چا په لمسون یې د کوم تر مخه جوړ کړي پروګرام له مخې تر سره کړی دﺉ ؟  ځکه دا پېښه په داسې حال کې تر سره شوې چې له یوې خوا ناټو ځواکونه له افغانستانه پر وتو دي ، له بل پلوه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر کابل ته د راتلو پر مهال د اپوزیسیون له مشرانو سره خاص وکتل ، او پاکستان ته  د ور تلو بلنه یې ور کړه ، چې له دې لیدو سره جوخت د اپوزیسیون هغه تصویري ، غږیزه او چاپي ژبه هم په (۱۸۰) درجو کې د پاکستان په وړاندې نرمه او بدله شوه . خو بل لور ته د حوت له درېیمې نېټې ( کابل پاڅون ) سره سمون خوري . ښایي د پاکستاني چارواکو دا لیدنې له افغان اپوزیسیون مشرانو سره ددې له پاره وې چې هلته پاکستان د امریکې تر فشار لاندې دﺉ ، اکمالاتي کاروانونه یې ور ته بند کړي . او امریکایي سناتورانو د ( روره بکر ) تر مشرۍ لاندې  د امریکا سنا ته یو لیکلی سند وړاندې کړی چې بلوچستان باید آزاد شي ، ځکه بلوڅان هره ورځ وژل کېږي ، حقوق یې پنجابیان خوري ، او د پاکستان د جوړېدو را هیسې بلوڅانو د خپلې آزادۍ غږ پورته کړی . خو تراوسه محکوم او محروم ساتل شوي . بل لور ته د بلوڅانو مشر براهمداغ بوکټي له سوېس نه د امریکایي سناتورانو له دې وړاندیز څخه خوښي څرګنده کړه ، او زیاته یې کړه چې موږ د امریکې ددې وړاندیزهرکلی کوو ، او پر کوټې چارواکو یې غږ وکړ چې ژر تر ژره دې له بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ سره یو ځای او خپلې دندې دې خوشې کړي . نوموړي دا هم وویل چې تر اوسه پورې خواوشا (۵۰۰۰) بلوڅان ورک شوي  وژل شوي دي . خو تر خنګ یې زیاته کړه چې  نواز شریف اوس په بلوچستان کې غونډې کوي ، او ور ته وایي چې بلوچستان او پاکستان په خطرکې دي . خو په اصل کې پنجاب په خطر کې دﺉ ، ځکه چې که بلوچستان له پاکستان څخه بېل شي ، خیبر پښتونخواه هم خپله خپلواکي غواړي ، مهاجرقومي غورځنګ هم نه ور سره پاتېږي . بل لور ته په دغه لویه سر نوشت ټاکونکې نړیواله لوبه کې هند هم له امریکې سره دﺉ . روسیه اوچین امریکا نه غواړي . پس امریکا روسي پلوه او چینایي پلوه افغانان هم په افغانستان او سیمه کې نه غواړي . پاکستان او افغان اپوزیسیون دواړه وارخطا دي چې نه ویل کېږي پنجابي چارواکي به د پاکستان له نقشې ، او افغان اپوزیسیون به له افغاني جغرافیې وایستل شي . ځکه خو نن دغو دواړو دښمنانو د امریکې پر ضد د خپلې بقأ له پاره لاسونه  سره یو کړي ، او اندېښنه لري چې چېرې نه چې دوی ددغې سترې امریکایي لوبې قرباني شي . ځکه خو پاکستان حنا رباني کهر لومړی لندن ته ولېږله  تر څو د پاکستان له والد څخه مشوره تر لاسه کړي ، له هېلړي کلېنټن سره یې وکتل . هغې فشار ور باندې راوړ ، تر څو پاکستان  له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي ، او د ناټو اکمالاتي کاروانونه پرته له لوټلو ور پرېږدي . چې همدغه د پنجابي چارواکو او شمال ټلوالې یو غټ مجبوریت دﺉ . ځکه له پاکستانه بلوچستان د بېلېدو په حال کې دﺉ ، او شمالي ټلواله د امریکې له سیال دښمن ( روسیې ) سره ژورې اړیکې لري . خو د افغانستان حکومت په دغه نړیواله بازۍ کې هسې خوشې په خوشې له شمالي تلوالې سره پرته له څه تضمینه روان دﺉ ، ځکه چې ؤلسمشر حامد کرزی خپل ورور قیوم کرزی د شمالي ټلوالې له ملاتړ پرته د حکمتیار او طالبانو په وړاندې په راتلونکو ټاکنو کې بریالی نه ویني . همدا لامل دي چې پاکستان غواړي د ملا کبیر ډله په پېښور کې ، د سراج الدین حقاني ډله په شمالي وزیرستان کې ، د مولوي خالص د زوی ډله او د طیب آغا تر مشرۍ لاندې د کوټې شورا د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې ونډه ولري . خو ښاغلی کرزی او شمالي ټلواله  له همدې امله په سوله کې د هغوی د ورګډېدو څخه اندېښمن دي .   

په پای کې موږ ویلی شو چې په باګرام پوځي هوایي هډه کې د قرآنکریم د سوځولو اوسنۍ پېښه او نننۍ مظاهرې ټولې د نړیوالو دستورونو یوه برخه ده چې په افغانستان کې عامه پاڅونو ته لاره ور باندې هواروي ، بین الافغاني سوله له منځه وړي ، اوسنی حکومت تر خپل عمر پوره کېدو مخکې له پښوغورځوي ، او په افغانستان کې خپلمنځي جګړو ته زور پرې ورکوي . په سیمه کې نا امنۍ پرې زیږوي ، ترڅو پر مټ  یې د سیمه ییزو جغرافیو بدلولو ته  زمینې پرې برا برې کړي .    

 

 


بالا
 
بازگشت