لویه جـرګه، که دورځی شعار؟

 

حکومتی منا بع دلړم دمیا شتی په اخرکی  د یو بلی لوی جرګی  خبر ورکوی چی په دی توګه دکرزی دتقرر او امریکا یی قواو د راتګ څخه تراوسه دا دریمه لویه جرګه ده. نو ځکه مو پرکټیس قوی سوی دی هر ان کولای سو لویی جرګی جوړی کړو.

دا نوم دخپل اصلی ما هیت په لحاظه زموږ په تا ریخ کی د ډیرلوړ ارزښت او مقا م څخه برخمن دی . یقینا همدا جرګه وه چی میرویس یی دتا ریخ لوړو مدا رجو ته ورسا وه او با لا خره یی  یو ملی مشرحاجی میرویس نیکه کړ، او همدا لویه جرګه وه چی احمد خا ن د  کند ک قوما ندا ن یی د امپرا توری د نگی څوکی ته ورپورته کړ او احمد شاه بابا یی ځنی جوړ کړ خو متا سفا نه دتا ریخ په اوږ دو کی لویه جرګه دځینو دا سی جا نبدا رانه ننګونوسره هم لاس اوګریوان سوی ده   چی ګا هی یی تا ریخی ارزښت او موثریت چلنج سوی دی .

زموږ و دی فرهنګ او دود ته په سپکه کتل سوی دی، حتی ځینو په اصطلاح جهادی مشرانو ویلی ( لویه جرګه یک کلمه مزخرفه)او دهغه دنوم څخه یی نا وړه ګټه پورته کړی ده .خا رجیا نو هم په دی مملکت کی د لوی جرګی د ما هیت او ارزښت په درکولو سره هڅی کړی دی دهغی دنوم څخه په استفا ده   خپل مفا دا ت په یو ډول وسا تی او لویه جرګه ګاهی  دهغوی داهدافو دتا مینولو وسیله ګرځیدلی ده .

زموږ دکارمل اوډاکتر نجیب الله او اضطراری لویی چرګی او دقا نون اسا سی لویه جرګه هم په یا د دی لوی مشکل په دی کی دی چی متا سفا نه زموږ په سیا سیونو کی دیپلو ما تیک زغم نسته هیڅوک مخا لف نظریا ت نسی اوریدلای اونه یی زغملا ی سی همدا وجه وه چی کله انحصا ری رژیمونه د زورله لا ری را غلی دی فورا یی یوه غونډه دلوی جرګی په نا مه جوړه کړی  او یو طرفه قضا وتونه او فیصلی  یی کړی دی  په دا سی حال کی چی دهغه محتوا به دټول ملت پرضد وه کله کله  لا هم د پردی دشا څخه بهرنیانو لا س ورغځولی دی ، په دی معنی چی هررژیم خپل دخوښی کسا ن را ټول کړی دی  او درژیم غوښتنی یی په منلی دی کله کله لوی جرګی ؟

خارجی تجاوزهم موجه  او دوخت ضرورت بللی اوهغه یی دتا ریخ یو روښا نه فصل اوددوستی مثا ل شمیرلی دی .ان تردی چی خا رجیا ن هم دنا ظر په نوم د اصلی با زیگر په توگه دافغا نی لوی جرگی گډ ون وال وی .دا زموږ د تیرو درو لسیزودبد بختیو میراث را پا ته دی چی کله مو دروسا نو سره دوستی په وروری تبد یلیږی او کله له امریکا یا نو سره ګاهی هم دپا کستا نیا نو سره ؛ که دا مدرسه او دا معلم وو لا ګوره چی نوربه څومره وروڼه او دوستا ن پیدا کړو.

په دی ډول ځینو مشخصو دا خلی او بهرنیو کړیو دوا مداره تلا ش کړی دی چی دلوی جرګی د نوم څخه، وتا ریخ ته په توجه، ګټه ترلا سه کړی خو زما په اند دا هڅی د زورپه نتیجه کی را منځ ته سوی دی نو ځکه اطمینا ن دی ،چی هیڅکله دلوی جرګی وا قعی څیره د افغا نستا ن د تا ریخ څخه نه ورکیږی اونه پیکه کیږی که څه هم د تا ریخ په اوږدو کی متجا وزینو خپل اهداف دهمدی تریبیون څخه تر لا سه کړی دی  خو بیشکه چی هغه د خلګو اراده نسی تمثیلولای بلکه د فشا راو زورڅرګند ونه کوی نوځکه یی کړنی اوفیصلی یی هم په خا ص ډول واجب التعمیل نه وی او هغه خپل ارزښت دلنډوخت په تیریدو له لا سه ورکړی اوژردیو دا ستا ن په توګه پاتی سی.

داسی بریښی چی اوس یو ځل بیا سعی کیږی چی دیو نا مشخصو اهدافو د تا یید لپاره دلوی جرګی  نوم وکا رول سی حتی شا ید په دی اهدا فو کی بهرنی ګټی هم پرتی وی سربیره پردی چی تراوسه هم د سترا تیژیک تړون جزیا ت په سوچه توګه نه دی  څرګند سوی . له بله طرفه ددی جرګی دجوړیدو په هکله بی میلی په ملت کی کا ملا ښکاری او هم ددولتی مرا جعو د اظهاراتو د مجمو عی څخه دا سی معلومیږی لکه یو دولتی غونډه چی دا یریږی ځکه هیڅ نوع اثار د ملت د تلوسی په هغه کی نه لیدل کیږی.

دا خبره ضرور احسا س سوی ده چی امریکا په عجله دلوی جرګی انعقاد غواړی او دهغوی لپا ره یوازی اویوازی د سترا تیژیک تړون مسله مطرح ده .په دی کی شک نسته چی ځنی نوری شکلی او حا شیوی مسا یل به هم پکښی و څیړل سی تر څو دملت پا م نورو خوا و ته هم وا ړول سی لکه د طا لبا نو او حزب اسلامی سره د سولی او خبرو سترا تیژی جوړول او همدا ډول دبن اینده کنفرا نس اونور . له بله طرفه دا سی انګا زی خپریږی چی ددی جرګی پریکړی الزا میت نلری او صر ف دیو مشوره دهی په مقام کی عمل کوی .

ترهغه ځا یه چی موږ پو هیږو او په تا ریخ کی ددی ملک په سرنوشت کی مولیدلی دی لویه جرګه په هیواد کی ما فوق ترین او با صلا حیت ترینه مرجع ده لویه جرګه قا نو ن اسا سی جوړوی اوتعد یل کولا ی سی اما قا نون اسا سی لویه جرګه نسی محدودولای په دا سی حال کی چی زموږ په قا نون اسا سی کی لوی جرګی ته محدو دیتونه وضع سوی دی دلته سوال پیدا کیږی چی دا کوم ډول جرګه ده چی  دهغه پریکړی اجرا ییوی الزا میت نلری اوصرف مشوره ورکوی که دا سی وی نو بیا کفا یت کوی دریس جمهوراو وزیرا نو مشا ورین چی تعداد یی سلها و کسا نو ته رسیږی سره جرګه سی او مشوری ارا یه کړی ضرورت څه دی چی دلوی جرګی قد سیت ته سپکا وی کیږی اویا دهغه دتعریف د بدلولو لپا ره هڅی کیږی له بله طرفه لویه جرګه چی ددی هیواد د ملی هویت ښکا رندوی ده ولی دیو دولتی جرګی بڼه د قا نون اسا سی پر مبنی  تعبیر سی .

په هرصورت ؛ را به سوهغه نما یشا تو ته چی په دی جرګه کی یی چیره دسته ممثلین لوبوی. دا سی ویل کیږی چی دجرګی دد یموکرا تیکه مخ ښودلو په منظوربه ځنی کسا ن په جرګه کی د انتقا د او اختلا ف په موضع کی ودریږی او دا به دا سی تمثیل کیږی لکه وا قعیت !  خو بالا خره به ګډون کونکی نا خود اګا ه د سترا تیژیک سند تا ریخی مسو لیت په غاړه وا خلی او هغه به تا یید کړی چی په پا یله کی به یی امریکا یی هډی په اوږ د مهاله توګه  دمو جودیت صلا حیت ترلا سه کړی .

دا سی فکر کیړی چی ډیره عجله او لیوال تیا د امریکا ییا نو داوږد مهاله مو جودیت لپا ره ؛که دیوی خوا ددوی دافغانی انډیوا لا نود حیا ت او ثروت ښه تضمین ګڼل کیدلا ی سی خوله بله طرفه دجنګ او اختلاف په جریا ن کی ودا سی یو اقدام ته زړه ښه کول   ؛   د وینو بوی هم ورکوی

بهتره به دا وی چی اول د یوملی جورجاړی او پخلا ینی هڅی ګړندی سی ترڅو هران چی امکا ن ولری افغان وژل اوافغا نستان  ورا نیدل ودرول سی ؛ په دی ملک کی دیو   قوی او ټینګ حکومت هڅی وسی؛ د فسا د او بی عدا لتیو مخه ډ پ سی اودرژیم انحصا ر پا ی ته ورسیږی که څه هم دا کارونه د منطقی د سیا سی برخ لیک سره مستقیم تړاو لری .

خو دا مکلفیت دنړیوالی ټولنی دی چی په منطقه کی مثبت تفاهم او توا فق را منځ ته کړی په هغه صورت کی که بیا یو قوی دولت لویه جرګه را وغواړی هغه تو جیه لری ځکه قوی دولت طبعا دخلګو دقوت څخه سرچشمه اخلی نوهغوی  بیله کوم بیری او تشویشه د خلګو اصلی استا زی را غوا ړی نو ځکه هم دهغوی پریکړی د کا ڼی لیکه ده . زه هیڅ نه پو هیږم دومره ضعیفه حکومت چی تراوسه د خپل پا رلما ن سره دلو ی جرګی؟پرجوړیدو او ګډون  نه سره سلا کیږی اوهغه  امنیتی قواوی یی چی دارګ شا وخوا امنیت نسی تا مینولا ی څنګه جرګه را غواړی او څوک ددوی په بلنه دومره لوی مسولیت ته اوږه ورکوی چی   د امریکا یی هډو تا یید وکړی دا درسته ده چی دګوتو په شما ر کسا ن اصلا د مسولیت اوملی منا فعو په معنی نه پوهیږی صر ف دامتیا ز او پیسو په مقا بل کی هرڅه لاس لیک کوی خو دوی نسی کولا ی د افغا نستا ن نما ینده ګی وکړی هغوی دا دری لسیزی همدا ډول روزل سوی دی (ترک عا د ت موجب مرض میشود).

اما دلته نړیواله ټولنه هم د خپلو دند و څخه سرغړا ونه کوی هغه دا چی دوی تجا هل کوی اوعمدا دافغا نستا ن خلګو ته مرا جعه نه کوی ولی داسی ښیی چی ګواکی  دافغانی ملګرو پرلاس د ملت نما ینده ګان په لویه جرګه ؟ کی سره را غونډ یږی .

دروسا نو دیرغل پروخت پر کارمال او نجیب دا اعتراض وارد و چی د خا رجی عسا کرو په موجودیت کی لویه جرګه استقلا لیت نلری نو ځکه ددی غونډی جوړیدل صرف د خارجی منا فعو د تضمین معنی لری او یا با ید دتبعید په حال کی تشکیله سی .خو اوس نه پوهیږم چی دا خبره ترکومی کچی درسته وی او یا نه ؟

ترهغه چی صداقت په اهدا فو اوکړونو کی وجود ونلری هرکارناوړی پایلی لرلا ی سی د بیلګی  په توګه : تراوسه لا نظا می هډی په افغا نستا ن کی عملی بڼه نه ده خپله کړی همسا یګا نو او دمنطقی هیوادونو نا خوښی څرګنده کړه او زموږ دبهرنی چارودوزارت مرستیا ل ایران او پا کستا ن ته سفر وکړاو تا کید یی وکړچی دامریکا نظا می هډی به هیڅکله زموږ دخا وری څخه بل هیواد ته خطر متوجه نکړی هغه ږغونه لا ازا نګی کوی او هډی هم ندی نها یی سوی خو افغان او امریکا یی قواو دفشا رپه نوم د همسا یګا نو پرسرحدا تو تمرینا ت ډوله عملیا ت شروع کړل  ایا دا هران د بل هیواد تهدید زموږ د خا وری څخه نه دی؟ نو دا هیوا دونه به څنګه ودی هډوته ستونځی نه را منځ ته کوی . تردی ما بین به زموږ مظلوم ولس څه کوی! څومره به نوری وژنی او ورا نی تحمل کوی او ایا ددی هیواد بلا استحقا قه مشران هغه چی بی مسولیته وا جب الاحترا م دی ددا ټولو نا خوا لو مسولیت نلری ؟

 

                                           عبد البا ری " عا رض "

 

 


بالا
 
بازگشت