سترا تیژیک تړون!!

 

څو مره چی د سترا تیژیک سند د تا یید ورځی را نیژدی کیږی په هغه اندازه سربیره پر تشنج اواحتمالا ؛ بی امنیتی  ، په خلکو او ملت کی فکری اختلافات ورځ تربلی تو دیږی ددی خبری پو هیدل ډیر مشکل دی چی ایا بی امنیتی او تشنج زموږ په هیواد کی د امریکا دمو جودیت د دوام لپا ره ضرورت دی ؟ اوکه سوله او امنیت په افغا نستا ن کی ددوی په ګټه دی . خو یو حقیقت څرګند دی هغه دا چی  لکه څنګه چی  امریکا د مصا رفو او جنګ مرکزی هیرو دی دامتیا ز او منا فعو په ځا ی کی  هم پیش ګام دی  .په عوض کی   افغا نستا ن د جګړی ډګردی .زموږ اهداف که منحصر په خپل وطن ،او محدود په سوله دی خو دامریکا منا فع منطقوی او وسیع  دی د اقتصا دی اهدافو څخه نیولی بیا په منطقه کی تر نظا می او استرا تیژیک اهدا فو پوری ؛له بله طرفه دافغا نستا ن حکومت  چون ملی او حقوقی بیسټ نلری په ډیرضعیفه موقف کی خپل طبعی حقوق لکه سوله او امنیت دنورو څخه په فقر غواړی.

د احسا سا تو په زنځیر تړلی ؛ ټوله ورځ او شپه په رسنیو کی د استرا تیژیک سند په سنګرکی ناری سوری  وهی متقا بلتا  د نورملت او خلګو    حسا د ت او احسا سا ت هم ؛ و خپل تاریخ ته په کتو  را   پا رول کیږی.  په دی ډول دا سی فکرکیدای سی چی ددی سند دامضا کیدو تروخته به د خلګو دویش لپاره نور سنجول سوی ګا مونه پورته کړل سی  اوکه وا قعا دا سند امضا سی نووړاند وینه کیدا سی چی  شد ت داختلا فا تو به د بی امنیتی تر پولی وغځیږی چی دا مسله به بیا ددی مظلوم ملت څخه په مختلفو ډولونو د نورمرګ اومیر ضرورت را برسیره کړی او یو نوی لړی د جګړو به را منځ ته کړی. نسی  کیدای ؟ تردی چی نن دهغه هیواد دوست اورور او سبا دهغه بل وروراودوست سو اول په خپل هیواد کی ؛پخپل ما بین کی سره وروڼه  او دوستا ن سو ترڅو ملی یو والی مو تا مین سی . داختلا فا تو او سو تفا هما تو په بیړی کی سا حل ته رسیدل مشکل دی مهمه مسله لادا چی داتحا د او سولی لپاره اړینه ده چی  دحقوقو او عدا لت تا مینولولپاره پا خه ګا مونه پورته کړل سی   .که دخلګو اعتما د پرحکومت اساسی اصل ګڼل کیږی نو یوازنی لاره د بشری حقوقو تا مینول اود عدالت پلی کول دی که لږ څه شا ته وکتل سی   تردویمی نړیوالی جګړی  وروسته بشر  دجګړی اسا سی عا مل ولټول بالا خره دبشر  مرض او درد تشخیص او دوا یی عرضه سول هغه د بی عدا لتیو مخنیوی او د بشرد حقوقو رعا یت کول او د هغه حقوقی بنسټونو پرمبنا چی پس له جګړی څخه نړیوالو حقوقدا نا نو د مکررو غونډ و په نتیجه کی ایجاد کړل ؛ دعدا لت تا مینول دی . که په نظا م کی مکا فا ت او مجازات نه وی قانون اودهغه  تنفیذ نه وی امنیت او سوله یو خیا لی ولولی دی نو ځکه ځنی خا ص نړیوال اسنا د چی حقوقی بیسټیز رول لری لکه دبشری حقوقو نړیواله اعلا میه اونوررا منځ ته سول .هدف می دادی چی دوروری او ملی وحد ت د تا مینولو لاره هم صرف د وطن له پاکی  غیږ څخه،   د غاصب او مجرم لری کول او د نا اهلا نو محا کمی ته سپارل دی ؛ ترڅو ملت په دولتونه اعتما د وکړی تورته تورویل او سپین ته سپین ویل دعدا لت دتا مین روح بیا نوی. فعلا داسی انګیرل کیږی چی ګواکی  دسترا تیژیک تړون په نامه په خلګو کی دیو نوی نفا ق را منځ ته  کول او دنا امنی لپا ره دیو نوی پروسی شروع کول مرکزی هدف یا ټا رګیټ دی .

دافغا نا نو فکرونه ټوله یوی خوا ته سوق کړل سوی  دی او هغه پا کستا ن دی ولی له دی غا فله سوی دی چی پا کستا ن هیڅکله هم د منطق په لحاظ د ټول غرب سره یوا زی ډغری نسی وهلا ی بلکه اسا سی مشکل په دی کی دی چی غربی متحد ین په خپل ما بین کی صا دق او دیوه هدف درلوونکی نه دی علت هم د ګټو تضا د دی . ایادا سی تصورنسی را منځ ته کیدای چی د (انګلیسا کسون) یا دامریکا او انګلیس ضمنی رقا بت د منفعت جویی او ګټی اخیستنی پربنسټ پا کستا ن دی ته  هڅول سوی  وی چی اوسنی کړنلاره خپله کړی ؟؟؟ او دا کړنلاره په ډاډ پرمخ بوزی او حتی دامریکا او پا کستا ن ترمنځ په سپینو او ترخو خبروکی پا کستا ن په صرا حت ځان د اوږد مها لو ګټو درلوونکی او امریکا دلنډ مهاله کټو   درلونکی وبولی ځکه یی خپله کړنلاره ددلایلو پراساس مو جه وګڼل. هغه سترا تیژیک تړون چی اوس په اصطلاح لویه جرګه ورته جوړیږی ؛ ددغی مسا بقی او رقا بت یوه برخه ده

دا یو روښا نه حقیقت دی چی رژیم دا سی ګډون کونکی را بلی چی ددوی مشکل په حل کیږی او ددوی مشکل دادی چی په ډیره عجله بیله دی چی دا تړون ترښه څیړنی اوغورلا ندی ونیول سی اویا دملی او مدنی نها دو سره مطرح سی با ید دامریکا سره امضا سی

حکومت په یو تنګنا کی وا قع سوی دی هغه ددی توان نسی لرلای چی د امریکا د غوښتنو مخا لفت وکړی نوزموږ لپاره اړینه داده چی دیو ملی غبرګون په وا سطه افغا نا ن او افغا نستا ن ددی نوع نړیوالورقا بتونو څخه وژغورو

نور د را ویښیدو وخت دی غفلت بالا خره زموږ هویت ؛ خاوره او موجودیت د خطر سره مخ کړی دی دنورو و ډوهلو ته رقصیدل دغسی نا وړه  پا یلی لرلای سی چی دهغه جبران د نسلونو قربا نی غواړی او دا قربا نی بیګا نه

پرموږ تپي  .کوم حالات چی اوس پرموږ تپل کیږی نه تنها په اوس مهاله کی دنا بودی کندی ته روان یو بلکه هدف تردی هم شوم دی هغه دا چی زموږ فرهنګ ؛ کلتور ا وټولیز جوړښت په اینده  کی هدف وا قع سوی دی او ددی کار لپاره متضا دی سرما یه ګذاری سوی دی اوکیږی خو دافغان ولس  لپاره دقا نون په رڼآ کی په خپل ټول توان سیا سی او ټو لنیز ه مبا رزه د ټوله نا خوا لوسره د جهاد په ډول شروع کول په کاردی   ددی لوی مقصد لپاره تر ټولو مهمه د یووالی نمایش او مظا هره ده . یوازی دافغان ولس  یووالی او هوډ کولاسی دښمنا ن که لری وی اوکه نژدی وارخطا کړی او بهرنیا ن د نا هیلی پر اسپ سپاره خپلو وطنو ته ستا نه کړی.

د سترا تیژیک مطرح تړون په هکله د نظریا تو تشهیرکول د ځوا نا نو دنده ده مخ کی له دی چی دا تړون امضا سی دولا یا تود پوهنتونوځوانان با ید پخپلو کی سره جرګه سی او د خپلو   نظریا تو مجموعه  درسنیوله لاری  څرګند کړی ترڅو په اینده کی ددوی تا ریخی رسا لت وا ضح واوسی اوکیدای سی چی دا کار دیو مهم سیا سی خوځښت په څیر په اینده کی و ځوا نو محصلینو ته  د هیواد په مهموروانو چاروکی دعکس العمل لاره پرا نیزی   ضمنا به وځوا نا نوته ددوی مسولیت ورپه ګوته کړی او دوی به په خپل  سیا سی ځواک او قدرت په ملی او دولتی چارو کی پوه سی؛  لری به نه وی چی دروشنفکره ځوا نا نو دا ډول فعال ګډون دمملکت په سیا سی سرنوشت کی ؛ په یو سیا سی مهم نهضت تبدیل سی او اوسنی نا خوالوته په تدریج د پای ټکی کښیږدی .او دا ټوله به ددموکرا تیکو اصولو پربنسټ د بیا ن د ازا دی څخه په ګټه اخیستو ترسره کیږی  دهغه افتخار به و ځوانو محصلینو ته متوجه وی . اوله بله طرفه به د یو ځوانی دموکراسی اسا س  د پو هنتونو او مکا تبو په چا پيریا ل کی را منځ ته سی .

عبدالبا ری  عارض

 

 


بالا
 
بازگشت